• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د دفاع وزیر وايي، چې د پښتونخوا د مشر وزیر څرګندونې زهرو ته ورته دي

۲۲ وږی ۱۴۰۳ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۳۹ GMT+۱

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۲مه) وویل، هېڅ صوبه له کوم هېواد سره مستقیمې خبرې نه شي کولی او په دې لړ کې د خیبر پښتونخوا د مشر وزیر علي امین ګنډاپور څرګندونې زهر دي.

علي امین ګنډاپور تېره ورځ په پېښور کې د وکیلانو په یوې ناسته کې د وینا پر مهال له افغان طالبانو سره د مستقیمو مذاکراتو اعلان وکړ.

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور په زیږه ژبه د پاکستان حکومت ته وویل:« که دا ستاسو پالیسي ده؛ نو خپلې پالیسۍ له ځانه سره وساتئ، زما له صوبې وینې تویېږي زه به خامخا افغانستان ته د مذاکراتو لپاره پلاوی واستوم.»

ښاغلي اصف وویل: " د خېبرپښتونخوا د مشر وزیر بيان د افغانستان سره د مستقيمو خبرو اترو په اړه په وفاق حمله ده. د خيبر پښتونخوا د وزير اعلی افغانستان سره مستقيمې خبرې اترې زهر دي، هغه بايد داسې خبرې نه وي كړې هېڅ صوبه له کوم هېواد سره مستقینې خبرې نه شي کړلې."

علي امين ګنډاپور ویلي، په وار - وار یې وغوښتل، چې افغانستان ته د خبرو اترو لپاره مرکچیان واستوي؛ خو چا یې په اړه ګام وانه خیست.
هغه زیاتوي:« افغانستان مو ګاونډی هېواد دی، چې په یوه ژبه سره خبرې کوو. موږ پرېږدئ، چې ورسره خبرې وکړو چې دا په پاکستان کې څه روان دي او دغه ستوتزې د خبرو له لارې هوارېدای شي.»

نوموړی د خپلې نادرکۍ له راپورونو وروسته په لومړي ځل دغې غونډه کې راڅرګند شو.

تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې ښاغلي ګنډاپور مرکزي حکومت ته له پاکستاني طالبانو سره د جوړ جاړي او خبرو اترو وړاندیز کړی و او دا یې هم ویلي وو، که مرکزي حکومت نوموړي ته اجازه ورنه کړي؛ نو هغه به په ځانته سر افغانستان ته ولاړ شي او هلته به د افغان او پاکستاني طالبانو سره خبرې اترې وکړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان د پولیسو یو افسر د مذهب د سپکاوي په تور یو عام وګړی وژلی

۲۲ وږی ۱۴۰۳ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۲۶ GMT+۱

د پاکستان پولیسو د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د پاکستان په سوېل کې د پولیسو یو افسر یو عام سړی وژلی چې د مذهب د سپکاوي په تور په توقیف کې و.

د بلوچستان ایالت په مرکز کوېټه کې د پولیسو مشر محمد بلوچ ویلي، چې د دغې قضیې په تور د پولیسو یو افسر نیول شوی دی.

دغه افسر چې نوم یې نه دی یاد شوی، د پولیسو هغه مرکز ته تللی، چیرې چې د کفر په تور نیول شوی دغه سړی ساتل کېده او ویلي یې دي، چې د تورن خپلوان دی.

هغه پر دغه تورن د لیدلو پرمهال ډزې کړي او وژلی یې دی.

د کفر په تور تورن دغه کس د اونۍ په پیل کې نیول شوی و او د هغه تر نیول کېدو وروسته یوې لویې ډلې هغوی ته د تورن د سپارلو غوښتنه کوله.

نوموړی له همدې امله د سختو امنیتي تدابیرو لاندې د پولیسو په یو مرکز کې ساتل کېده.‌

په پاکستان کې مذهب ته د سپکاوي سزا مرګ ده.

په دغه تور د پاکستان د دولت له خوا هیڅوک نه دي اعدام شوي، مګر ډېری تورن کسان د قهرجنو خلکو له خوا وژل شوي دي.

مذهب ته د سپکاوي تورونه د دې سبب شو چې یو لویه ډله خلک تېر کال په ختیځ پنجاب ایالت کې پر عیسویانو بریدونه وکړي او سلګونه کسان بې ځایه کړي.

یوې بلې ډلې د تیر جون په میاشت کې یو سړی د پاکستان په شمال کې د قران کریم د پاڼو د سوځولو په تور وواژه.

هبت الله اخوندزاده: د شریعت د پلي کېدو په لار کې هېڅ قوت ته نه تسلیمیږو او نه معامله کوو

۲۲ وږی ۱۴۰۳ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۵۴ GMT+۱

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده په جوزجان ولایت خلکو ته د پنجشنبې په ورځ په یوه وینا کې ویلي، چې دغه ډله د شریعت په لاره کې هېڅ قوت ته نه تسلیمیږي او نه هم معامله کوي.

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده وايي، چې د دوی دوستي او دښمني د خدای لپاره ده او هېڅ اراده نه لري، چې په هیچا ظلم وشي.‌

هغه ویلي، چې نظام یې اسلامي نظام دی او دا چې د خدای سره یې وعده کړې چې شریعت په د خدای پر همدې ځمکه پلي کوي او په مکمله توګه به پلي کیږي.

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې نړۍوالې ټولنې پر طالبانو بندیزونونه لګولي او افغانستان سره یې خپلې مرستې محدودې کړي، چې دغه ډلې باندې فشار راوړي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي او پر ښځو او نجونو پراخ بندیزونه پای ته ورسوي.

هغه ویلي؛ امریکا غوښتل چې په افغانستان کې بد اخلاقي رواج کړي او خلک د اسلام له لارې لرې کړي.

هغه زیاتوي: “په همدې خاطر مجاهدینو قرباني ورکړه، خدای هغوی کامیاب کړل او وسره یې مرسته وکړه، مونږ خدای سره بې وفايي نه کوو او اسلام او شریعت به حاکم کوو.”

هبت الله اخوندزاده وايي: “زمونږ جنګ له امریکا او د هغوی له متحدینو سره و، افغانانو سره زمونږ جنګ نه و؛ خو یو شمېر افغانانو ځان د امریکا سپر کړ او ووژل شول.”

د نوموړي په وینا؛ کله چې امریکا خبرو اترو ته حاضره شوه، هغه پوی شو چې امریکا غواړي ووځي.

هغه وايي: “خو لویه اندېښنه زما دا وه، چې د هغوی ملاتړی حکومت به پاتې کیږي او مونږ به مجبوره یو چې افغانانو سره جنګ وګړو، خو د خدای رحم و چې د امریکا له وتلو مخکې دغه حکومت تسلیم شو. “

هغه ادعا کوي‌، چې عمومي بښنه یې کړې او هغه پلې شوې ده.

طالب مشر اخوندزاده وايي: “هر څوک چې پخواني نظام او امریکایانو سره یې کار کړی عفوه شوي او مجاهدینو اطاعت کړی او هیچا انتقام نه دی اخیستی. داسې اطاعت په دې عصر کې نه دی لیدل شوی. یو نظام د انتقام اخیستو له امله ویجاړیږي او د اطاعت له امله انتقام وانه خستل شو.”

هغه وايي، چې د دغه بښنې په اړه یې له علماو سره مشوره کړې وه او هغوی ورته ویلي وو، چې دا عفوه په شریعت کې ستونزه نه لري؛ خو د شخصي حق په برخه کې باید عفوه ونه شي، چې بیا له عمومي عفوې استثنا شوه.

هغه په داسې حال کې په عمومي توګه د عمومي عفوې د پلي کېدو ټینګار کوي،‌ چې د ملګرو ملتونو او نورو نړۍوالو بنسټونو د راپورونو او د رسنیو د څېړنو له مخې؛ په ډېر شمېر پخواني امنیتي ځواکونه د طالبانو د انتقام اخیستو په موخه وژل شوي، شکنجه شوي او یا هم تري تم شوي دي.

هغه یو ځل بیا له ټولو افغانانو وغوښتل چې بیرته خپل وطن ته راستانه شي، په عزت کې ژوند وکړي او هیڅوک به ورته ضرر ونه رسوي.

هغه وايي،‌ چې طالبان ته دې اماده دي، چې تر ۲۰ کلونو نه بلکې تر ۱۰۰ کلونو پورې له اسلامه دفاع وکړي او شریعت پلي کړي.

اخوندزاده وايي، باید علما کار وکړي او هغه "بد اخلاقي" چې په تېرو ۲۰ کلونو کې روانه وه او کوم تبلیغات چې اوس د دوی پر وړاندې روان دي باید مخه یې ونیسي.

هغه وايي، چې طالبان د هر تصمیم د عملي‌ کولو توان لري؛ خو باید هغه کسان شریعت حاکم کړي، چې د ادارو مشري کوي او دا چې دغه شریعت اول باید په ځان عملي کړي او بیا نورو ته د شریعت د پلي کولو امر وکړي.

د طالبانو د مشر په خبره؛ طالب مشران باید شریعت او عدالت اول په ځان بیا په خپلې کورنۍ او بیا په خپلو ملګرو پلي کړي، بیا دې خلکو ته د پلي کولو امر وکړي.

هغه وايي: “دا شریعت نه دی چې تاسې یې پر نورو په زور تطبیق کړئ او خپله یې پیروي ونه کړی.”

طالبانو څه باندې درې کاله وړاندې پر افغانستان له بیا حاکمیدو وروسته، له شپږم ټولګی پورته د نجونو پر مخ ښوونځي بند کړل او بیا یې د ښځو پر کار کولو او لوړو زده کړو هم محدودیت ولګاوه.

په دې وروستیو کې د دغې ډلې مشر د امربالمعروف قانون په توشیح کولو سره، پر ښځو او د بیان پر ازادۍ پراخ محدودیتونو لګولي او د امربالمعروف محتسبینو ته یې پراخ واک ورکړی.

په دې قانون کې ان د ښځو غږ هم عورت بلل شوی دی.

ځايي سرچينې: نامعلومو کسانو په دايکنډي کې لږ تر لږه ۱۲ هزاره ملکي وګړي په ډزو وژلي دي

۲۲ وږی ۱۴۰۳ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۵۳ GMT+۱

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې نامعلومو کسانو په دایکنډي کې لږ تر لږه ۱۲ هزاره ملکي وګړي په ډزو وژلي دي. د سرچينو د معلوماتو له مخې؛ په دې پېښه کې څلور نور کسان ټپيان شوي دي.

وژل شوي کسان د دایکنډي ولایت د سنګ تخت او بندر ولسوالیو اوسېدونکي دي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې؛ وژل شوي کسان د کربلا د زيارت کوونکو د هرکلي لپاره غور ولايت ته تللي وو.

دغه پېښه د پنجشنبې په ورځ له غرمې وروسته شاوخوا يوه بجه د سنګ تخت او بندر ولسوالۍ په قرودل کلي کې رامنځته شوې ده.

سرچينو وویل، چې وسله والو د دايکنډي د اوسېدونکو موټر د عکس اخيستلو په پلمه ودراوه او بيا يې لاسونه پرې وټړل او په ډزو يې ووژل.

د وژل شویو کسانو جسدونه د سنګ تخت او بندر ولسوالیو مرکز ته لېږدول شوي دي.

ځینو سرچینو د دولسو تنو د وژل کېدو خبر ورکړی.

طالب چارواکو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مقاومت او ازادۍ جبهو په کابل او بلخ کې د ۵ طالب وسله والو د وژلو او ۷ ټپي کولو ادعا کړې

۲۲ وږی ۱۴۰۳ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۱۷ GMT+۱

د مقاومت او ازادۍ په نوم د طالبانو مخالفو وسله والو جبهو په دوو جلا اعلامیو کې په کابل او بلخ ولایتونو کې د پنځه طالب وسله والو د وژل کېدو او اوو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

د مقاومت جبهې ویلي، چې د پنجشنبې په ورځ یې د کابل ولایت د قره باغ ولسوالۍ په داودزي کلي یې پر طالبانو برید کې درې وسله وال وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.

بل خوا د ازادۍ جبهې ویلي، چې د مزارشریف ښار د شادیانو په دروازه کې یې د طالبانو پر پوسته برید کې دوه طالب وسله وال وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

د ازادۍ جبهې د دغه برید یوه ویډیو هم خپره کړې، چې پکې یوه چاودنه لیدل کیږي.

طالبانو لا د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

افغانستان انټرنشنل: طالبان مو د نشراتو د بندولو هڅه کوي

۲۲ وږی ۱۴۰۳ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۱۶ GMT+۱

د طالبانو حکومت په دې وروستیو ورځو کې د پراخ پرازیت په خپرولو سره هڅه کړې، چې د افغانستان انټرنشنل خپرونې ګډوډې کړي. د افغانستان انټرنشنل مشرتابه د طالبانو دا هڅه د رسنیو د ادازۍ د نقضولو هڅه بللې او خپلو مخاطبینو ته یې نوې فریکونسي معرفي کړې ده.

شته شواهد ښيي، چې دا پرازیت له افغانستان دننه پر ۱۱۲۲۱ فریکونسي په عمودي ۲۷۵۰۰ خپرېږي.
د افغانستان انټرنشنل شبکې بیا د طالبانو له دغه خپور شوي پرازیت سره د مقابلې لپاره خپل نشرات په ۱۱۹۳۸ فریکونسي پیل کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان له دننه او بهر څخه ډېری ماهواره یي رسنۍ هم په همدې فریکونسۍ نشرات لري.
طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان انټرنشنل پر شبکو پراخ بندیزونه لګولي دي.
په دې بندیزونو کې له سیمه ییزو انتنونو څخه د افغانستان انټرنشنل حذف، د دې شبکې د انترنټي سایټ فلټر او د یادې رسنۍ د مخاطبینو ګواښل شامل دي.
پر افغانستان انټرنشنل د پرازیت خپرول د سټمبر له پنځمې څخه پیل شوی او د طالبانو دا اقدام د دوښمنۍ یو بل ګام بلل کیږي.

100%


افغانستان انټرنشنل وایي، چې پر ماهواره یي نشراتو د طالبانو له خوا د پرازیت خپرول د بیان ازادۍ نقض دی او په دې اړه به له قانوني لارې ګام پورته کړي.
د افغانستان انټرنیشنل اجراییوي مدیر هارون نجفي زاده د طالبانو له خوا د دغه پرازیت خپرول د "افغان ولس د غږ خاموشه کولو په برخه یوه نا امیده هڅه" وبلله.
نوموړي د طالبانو دا اقدام «د خپلواکو رسنیو د ځپلو لپاره د سیستماتیک کمپاین دوام او له حیاتي اطلاعاتو څخه د افغانانو محرومه کول» بللي دي.
د هارون نجفي زاده په خبره: «د طالبانو ډله له پوه خلکو څخه ډارېږي او هڅه کوي چې د سانسو، د ناسمو اطلاعاتو په خپرولو او په ګیچ کوونکو تبلیغاتو سره خپل کنټرول وساتي.»
افغانستان انټرنشنل له نړۍوالې ټولنې، د مخابراتو (ای، ټي، یو) نړۍوالو اتحادیو له غړو هېوادونو، د بشري حقونو له سازمانونو او د رسنیو له ملاتړو ادارو غواړي، چې د طالبانو له خوا د نړۍوالو رسنیو د مقرراتو نقضول وغندي او دغه ډله د غیر قانوني اقداماتو اړوند ځواب ویلو ته مجبوره کړي، ترڅو د رسنیو ازادي له تعرض څخه خوندي وي او اطلاعاتو ته د افغانستان د خلکو لاسرسی ازاد وساتل شي.
که څه هم په افغانستان کې پر نشراتو د پرازیت خپرول مخینه نه درلوده؛ خو د ایران د اسلامي جمهوریت په څېر حکومتونو بیا د ځینو رسنیو پر وړاندې چې په دوی پورې اړوند نه وې، ورته اقدام کړی دی.
دغه پرازیت چې په ډېر لګښت سره په ماهواره یي فریکونسونو خپرېږي، تراوسه نه دی توانیدلی چې د ازادو ټلویزیونونو د فعالیت مخه ونیسي.