• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مجاهد: د دایکنډي د پېښې د عاملانو د لټون او عدالت ته د را کشولو جدي هڅې کوو

۲۳ وږی ۱۴۰۳ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۵۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۴ وږی ۱۴۰۳ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۱:۰۲ GMT+۱

د طالبانو د حکومت ویاند په دایکنډي کې د ۱۴ افغانانو وژل او د شپږو نورو ټپي کېدل غندي او وايي، «د خپلو خلکو د سر او مل ساتنه د دې ډلې د حکومت مکلفیت دی.» ذبیح الله مجاهد زیاتوي، چې پرون په دې پېښه کې دایکنډي او غور ولایتونو ترمنځ ١٤ تنه وژل شوي او ٦ نور ژوبل شوي دي.

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي هم دا پېښه ترهګریز عمل او د انسانیت او اسلاميت ضد جنایت بللی دی.

حامد کرزي خپل اېکس کې د دې پېښې له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې او ټپیانو ته یې بېړنۍ روغتیا غوښتې ده.

دغه پېښه د پنجشنبې په ورځ له غرمې وروسته ځايي وخت شاوخوا يوه بجه د دایکنډي د سنګ تخت او بندر ولسوالۍ په قرودل کلي کې رامنځته شوې ده.

داعش څو ګړۍ وروسته په یوه خبرپاڼه کې مسوولیت د دې پېښې مسوولیت منلی او وايي، ۱۵ شیعه یان یې وژلي او شپږ نور یې ټپي کړي دي.

دا کسان چې ټول نارینه وو، د عراق له کربلا د راغلو زیارتوالو د هرکلي لپاره غور ولایت ته تللي وو.

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي معلومات ښیي چې داعش د دغو کسانو په وژلو کې له یوې امریکايي وسلې کار اخیستی دی.

یوې پوځي سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د داعش له خوا په خپره شوې ویډیو کې لیدل شوې توپانچه د«GLOCK ۱۹ in ۹ mm» چې پخوانیو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته وېشل شوې وې.

سرچينه وايي، د دغو وسلو څلور ډولونه د پخواني حکومت ځواکونو ته وېشل شوي، چې په کې «GLOCK ۱۹ in ۹ mm» په کې تر ټولو عامې وې.
له دې سره چې امریکا له افغانستانه ووتله، په افغانستان کې یې ډېرې سپکې او درنې وسلې پرېښودې، چې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وینا ۸۵ میلیارده ډالره ارزښت لري.

که څه هم طالبان وايي، چې په افغانستان کې پاتې امریکايي وسله خوندي ده، خو پاکستاني چارواکي هم وخت ناوخت ادعا کوي چې د دوی ضد وسلوال دا وسله کاروي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

الطاف حسین: ټول پښتانه دې د منظور پښتین په مشرۍ د راتلونکې جرګې ملاتړ وکړي

۲۳ وږی ۱۴۰۳ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۱۹ GMT+۱

د پاکستان د اېم کیو اېم مشر وايي، ټول پښتانه دې د منظور پښتین په مشرۍ د ۱۱ اکتوبر جرګې ملاتړ وکړي او کامیابه دې یې کړي. الطاف حسین د پاکستان پر پوځ تور لګوي چې له کلونو راهیسې یې د زبرځواکونو د ګټو لپاره د ډیورنډ کرښې دواړه غاړو ته پښتانه وکارول او اوس دا قوم پر دې خبره پوهېږي.

نوموړی په یوه ویډیو کې له پښتنو غواړي چې د خپل حقونو د خوندیوب لپاره منظور پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ وکړي.

هغه زیاتوي چې ښاغلي پښتین د پښتنو د برخلیک لپاره د راتلونکې میاشتې پر ۱۱ لویه جرګه را بللې ده او دی د نړۍ له ټولو پښتنو خصوصا له پښتونخوا پښتنو غواړي چې د دې جرګې ملاتړ وکړي.

هغه زیاتوي: «دا د پښتنو قامي جرګه کې له ډېر نه ډېر شرکت وکړئ، د پښتنو د خوندیتوب لپاره دا تر ټولو ښه موقع دی، تاسو سره جمع شئ او پرېکړه وکړئ چې څنګه ګامونه پورته کړئ.»

تېر اګسټ په اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ مشر او مبارز ګیلمن وزیر تر وژل کېدو وروسته منظور پښتین د هغه په جنازه کې د جرګې را بللو خبره وکړه.

دا غورځنګ چې پر ۲۰۱۸ کال اسلام اباد کې د پښتنو له یوه تاریخي پرلت کې جوړ شو، وايي پر پښتنو سربېره د نورو محکومو قامونو حق هم غواړي.

منظور پښتین او د غورځنګ غړي یې د پاکستان حکومت د پښتونخوا او د نورو لږکیو د طبیعي زېرمو پر لوټولو تورنوي.

الطاف حسین هم له لسیزو راهیسې د مهاجر قامي غورځنګ یا اېم قیو اېم په چوکاټ کې په سیند صوبه کې د خپلو خلکو لپاره هڅې کوي.

نوموړی په دغه ویډیو زیاتوي چې هر څوک په دې پوهېږي چې د پاکستان له جوړېدو را هیسې له ۷۷ ک لونو را هیسې څوک حکومت کوي او وړې صوبې څنګه د اسټبلشمنټ د امتیازي چلن ښکار دي.

هغه وايي، چې په دې سبب په وړو قومونو کې که پښتانه، بلوڅ یا نور دي بیداري شعوري پیدا شوې ده او په مقابل کې یې پورته شوي دي.

داعش په دایکنډي کې د هزاره ګانو په وژلو کې امریکايي وسله کارولې ده

۲۳ وږی ۱۴۰۳ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۵۹ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي معلومات ښیي چې داعش وسلوالو په دایکنډي کې د ۱۴ هزاره ګانو په وژلو کې له یوې امریکايي وسلې کار اخیستی دی. د افغانستان د پخواني حکومت د امنیتي او دفاعي ځواکونو امریکايي تجهیزات د ۲۰۲۱ کال اګسټ کې د جمهوریت پرځېدو سره د طالبانو لاس ته ورغلل.

د داعش خراسان څانګې د پنجشنبې په ورځ د وږي په ۲۲ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې په دایکنډي کې یې ۱۵ ملکي وګړي وژلي دي.

د دغه برید قربانیان ټول نارینه دي.

په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي چې داعش د امریکايي وسلې په ګډون په بېلابېلو وسلو د دغو ولسي وګړو پر سرونو او جسدونو ډزې کوي.

یوې پوځي سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د داعش له خوا په خپره شوې ویډیو کې لیدل شوې توپانچه د«GLOCK ۱۹ in ۹ mm» چې پخوانیو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته وېشل شوې وې.

سرچينه وايي، د دغو وسلو څلور ډولونه د پخواني حکومت ځواکونو ته وېشل شوي، چې په کې «GLOCK ۱۹ in ۹ mm» په کې تر ټولو عامې وې.

د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د افغانستان اسلامي جمهوري پوځ ړنګ شو او ټولې هغه وسلې چې امریکا ورسره مرسته کوله طالبانو ته په لاس ورغلې.

له دې سره چې امریکا له افغانستانه ووتله، په افغانستان کې یې ډېرې سپکې او درنې وسلې پرېښودې، چې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وینا ۸۵ میلیارده ډالره ارزښت لري.

طالبانو په وار وار ادعا کړې، چې د داعش خراسان څانګه په افغانستان کې نشته، خو داعش کله ناکله په افغانستان کې د خونړیو بریدونو پړه پر غاړه اخلي.

دایکنډي د جمهوري ریاست په دوره کې د افغانستان یو له امنو ولایتونو څخه وو.

د ځايي خلکو له خوا افغانستان انټرنشنل ته د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، د وروستۍ وژنې قربانيان له کربلا څخه د راستنو شويو حاجيانو هرکلي ته ورغلي وو.

یوازې څو میاشتې وروسته له هغې چې طالبان واک ته ورسېدل، داعش ګواښ وکړ چې له بغداده تر خراسانه پورې به شیعه ګان ووژني.

د ایران سفارت د دایکنډي د خلکو وژنه غندلې او د پېښې قاتلانو ته یې د سختې سزا غوښتنه کړې

۲۳ وږی ۱۴۰۳ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۷:۳۵ GMT+۱

په کابل کې د ایران سفارت وايي، په دایکنډي کې د ۱۴ تنو په وژلو د خواشینۍ ځرګندولو تر څنګ د دغې پېښې کلکه غندنه کوي.

دغه سفارت د جمعې په ورځ (د وږی ۲۳مه) په اېکس پاڼه لیکلي:« دغه قتلونه چې د داعش ډلې له‌خوا شوي د ټولو بشري قوانینو خلاف دي او دوی یې مرتکبینو ته د سختې سزا غوښتونکي دي.»

د راپورونو له مخې، وژل شوي کسان د دایکنډي ولایت د سنګ تخت او بندر ولسوالیو اوسېدونکي دي.
دغه وژل شوي کسان د کربلا د زيارت کوونکو د هرکلي لپاره غور ولايت ته تللي وو.
دغه پېښه د پنجشنبې په ورځ (د وږي په ۲۲مه) له غرمې وروسته شاوخوا يوه بجه د سنګ تخت او بندر ولسوالۍ په قرودل کلي کې شوې ده.
سرچينو ویلي، چې وسله‌والو د دايکنډي د اوسېدونکو موټر د عکس اخيستلو په پلمه ودراوه او بيا يې لاسونه پرې وټړل او په ډزو يې ووژل.

داعش په دايکنډي کې د هزاره ملکي وګړو د وژنې مسووليت ومانه

۲۲ وږی ۱۴۰۳ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۴، ۲۰:۴۹ GMT+۱

داعش - خراسان وسله والې ډلې د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې د دایکنډي او غور ولایتونو تر منځ پر لاره د لږ تر لږه ۱۴ هزاره ملکي وګړو د وژلو پړه پر غاړه واخیسته.

داعش ادعا کړې، چې په برید کې ۱۵ ملکي وګړي وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

دغې ډلې په یوه بیان کې ویلي، چې په برید کې یې شیعه ګان په نښه کړي دي.

دغې ډلې ویلي، چې پر ملکي وګړو یې ډزې کړي دي.

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې نامعلومو کسانو په دایکنډي کې لږ تر لږه ۱۴ هزاره ملکي وګړي په ډزو وژلي دي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې؛ په دې پېښه کې څلور نور کسان ټپيان شوي دي.

وژل شوي کسان د دایکنډي ولایت د سنګ تخت او بندر ولسوالیو اوسېدونکي دي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې؛ وژل شوي کسان د کربلا د زيارت کوونکو د هرکلي لپاره غور ولايت ته تللي وو.

دغه پېښه د پنجشنبې په ورځ له غرمې وروسته شاوخوا يوه بجه د سنګ تخت او بندر ولسوالۍ په قرودل کلي کې رامنځته شوې ده.

سرچينو وویل، چې وسله والو د دايکنډي د اوسېدونکو موټر د عکس اخيستلو په پلمه ودراوه او بيا يې لاسونه پرې وټړل او په ډزو يې ووژل.

د وژل شویو کسانو جسدونه د سنګ تخت او بندر ولسوالیو مرکز ته لېږدول شوي دي.

ځینو سرچینو د دولسو تنو د وژل کېدو خبر ورکړی.

داعش د دغه برید پړه پر داسې مهال په غاړه اخلي، چې طالبانو بار - بار په افغانستان کې د داعش موجودیت رد کړی دی.

د پاکستان د دفاع وزیر وايي، چې د پښتونخوا د مشر وزیر څرګندونې زهرو ته ورته دي

۲۲ وږی ۱۴۰۳ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۳۹ GMT+۱

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۲مه) وویل، هېڅ صوبه له کوم هېواد سره مستقیمې خبرې نه شي کولی او په دې لړ کې د خیبر پښتونخوا د مشر وزیر علي امین ګنډاپور څرګندونې زهر دي.

علي امین ګنډاپور تېره ورځ په پېښور کې د وکیلانو په یوې ناسته کې د وینا پر مهال له افغان طالبانو سره د مستقیمو مذاکراتو اعلان وکړ.

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور په زیږه ژبه د پاکستان حکومت ته وویل:« که دا ستاسو پالیسي ده؛ نو خپلې پالیسۍ له ځانه سره وساتئ، زما له صوبې وینې تویېږي زه به خامخا افغانستان ته د مذاکراتو لپاره پلاوی واستوم.»

ښاغلي اصف وویل: " د خېبرپښتونخوا د مشر وزیر بيان د افغانستان سره د مستقيمو خبرو اترو په اړه په وفاق حمله ده. د خيبر پښتونخوا د وزير اعلی افغانستان سره مستقيمې خبرې اترې زهر دي، هغه بايد داسې خبرې نه وي كړې هېڅ صوبه له کوم هېواد سره مستقینې خبرې نه شي کړلې."

علي امين ګنډاپور ویلي، په وار - وار یې وغوښتل، چې افغانستان ته د خبرو اترو لپاره مرکچیان واستوي؛ خو چا یې په اړه ګام وانه خیست.
هغه زیاتوي:« افغانستان مو ګاونډی هېواد دی، چې په یوه ژبه سره خبرې کوو. موږ پرېږدئ، چې ورسره خبرې وکړو چې دا په پاکستان کې څه روان دي او دغه ستوتزې د خبرو له لارې هوارېدای شي.»

نوموړی د خپلې نادرکۍ له راپورونو وروسته په لومړي ځل دغې غونډه کې راڅرګند شو.

تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې ښاغلي ګنډاپور مرکزي حکومت ته له پاکستاني طالبانو سره د جوړ جاړي او خبرو اترو وړاندیز کړی و او دا یې هم ویلي وو، که مرکزي حکومت نوموړي ته اجازه ورنه کړي؛ نو هغه به په ځانته سر افغانستان ته ولاړ شي او هلته به د افغان او پاکستاني طالبانو سره خبرې اترې وکړي.