طالبانو په زابل کې یو کس د «غلا» په تور په عام محضر کې په دورو وهلی

د طالبانو تر واک لاندې ستره محکمه وایي، چې دغې ډلې په زابل ولایت کې یو کس د «غلا» په تور په عام محضر کې په دورو وهلی دی. د طالبانو سترې محمکې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه تورن کس په ۲۰ دورو او شپږ میاشتې تنفيذي بند محکوم شوی دی.