طالبان: د ملاهبت الله د فرمان له مخې په تېر یو کال کې تر ۱۱۶ زرو ډېر سوالګر راټول شوي دي

د طالبانو تر کنټرول لاندې افغاني سرې میاشتې ویلي، چې د ملاهبت الله د فرمان له مخې یې په تېر یو کال کې ۱۱۶ زره او ۲۵۹ سوالګر راټول کړي دي.