د ملګرو ملتونو سرمنشي په دایکنډي کې د هزاره وګړو وژنه وغندله او هغه یې ناروا وبلله

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په دایکنډي کې د هزاره توکمو وژنه غندلې او هغه یې «شرموونکې» بللې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په دایکنډي کې د هزاره توکمو وژنه غندلې او هغه یې «شرموونکې» بللې ده.
د ملګرو ملتونو سازمان ویاند سټیفن دوجاریک په یوې خبری ناسته کې وویل، چې انتونیو ګوترېش په افغانستان کې د ولسي خلکو پر امنیت او خوندیتوب ټینګار کړی.
نوموړي د جمعې په ورځ (د وږي په ۲۳مه) یوې خبري ناستې ته ویلي، چې ښاغلي ګوترېش د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او هغوی ته یې ډاډګېرنه ورکړې ده.په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي دفتر (یوناما) هم د جمعې په ورځ (د وږي ۲۳مه) په یوې خبرپاڼه کې د وژل شویو له کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندولو تر څنګ، د پېښې په اړه د څېړنو او په دې برخه کې یې د طالبانو د ځواب ویلو غوښتنه کړې وه.د پنجشنبې په ورځ په هزاره ولسي وګړو د غور او دایکنډي تر منځ پر غځېدلې لار د قرودال په سیمه کې د یو برید له امله لږ تر لږه ۱۴ تنه ووژل شول او څلور تنه نور ټپیان شول.له دغه برید څو ساعته وروسته داعش ډلې د برید پړه ومنله او ویې ویل، چې په دغه برید کې یې ۱۵ تنه وژلي دي.


د بشري حقونو د څار سازمان په افغانستان کې د زیانمنونکو خلکو په تېره بیا د هزاره وګړو په خوندیتوب ټینګار وکړ.
دغه سازمان ویلي، کله چې د ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې طالبان واک ته ورسېدل تر دې مهاله داعش ډلې د هزاره وګړو پر وړاندې د ۱۷ بریدونو پړه منلې، چې له امله یې شاوخوا ۷۰۰ تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بشري حقونو څار سازمان په دایکنډي کې د ۱۴ هزاره ټبرو وژنې ته په اشارې چې داعش ډلې یې پړه منلې ویلي، چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې چې د داعش ډلې په افغانستان کې سر راپورته کړی، زرګونه هزاره او د نورو مذهبي لږکیو پیروانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بشري حقونو د څار دغه سازمان وايي، په ۲۰۲۱ کال کې دوی دې پایلې ته ورسېدل چې د داعش خراسان ډلې او نورو هغو هدفي وژنو ته چې د هزاره قوم پر وړاندې کېږي باید د بشري جنایت نوم ورکړل شي.
دغه بنسټ د جمعې په ورځ (د وږي په ۱۳مه) وویل، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنېټ هم په افغانستان کې د داعش د بریدونو په اړه د څېړنو غوښتنه کړې.
د بشري حقونو څار سازمان لیکلي:« وروستي برید ته په کتو طالبان باید ژر تر ژره په افغانستان کې د ټولو زیانمنونکو په تېره د هزاره وګړو او نورو شیعه مذهبو د خوندیتوب لپاره کوټلي ګامونه واخلي.»
دغه سازمان ټینګار کوي، هغه هېوادونه چې له طالبانو سره اړیکې لري، په کار ده چې د زیانمنونکو خلکو په څنګ کې ودرېږي او په افغانستان کې د نړۍوالو جرمونو او جنایتونو پر وړاندې د ځواب ورکولو په کار کې خپل ملاتړ په ډاګه کړي.
د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د وژل شویو کسانو کورنۍ عدالت ته د لاسرسي په چاره کې مرستې او ملاتړ ته اړمنې دي.
دغه سازمان ویلي، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته په کار دي،چې د افغانو او نړۍوالو بشري حقونو له ډلو سره یو ځای په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړوونکو د ځواب ویلو لپاره د یوې نړۍوالې تګلارې د رامنځته کولو په کار کې هم پاملرنه وکړي.
د داعش خراسان څانګې د پنجشنبې په ورځ (د وږي په ۲۲مه) په یوه بیان کې وویل، چې په دایکنډي کې یې ۱۵ ولسي خلک وژلي دي.
داعش ډلې د طالبانو له واکمنېدو څو میاشتې وروسته ګواښ وکړ، چې شیعه مذهبه وګړي به «له بغداده تر خراسانه» په نښه کوي او وژني به یې.

د طالبانو استخباراتو د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ د جنايي څانګې مرستیال قاري بشیر په دې تور نیولی، چې د ینګي قلعه د جنايي څانګې د امر سمیع الله د جنسي اړیکو فلم یې اخیستی و.
د سیمهییزو سرچېنو په وینا، طالبانو بشیر په دې تورن کړی چې نوموړي د سمیع الله د جنسي اړیکو په اړه د هغه د اعتراف او جنسي اړیکو ویډیو ثبت کړې او هغه یې بیا رسنیو ته استولې ده.
سرچینو ویلي، چې طالبانو د دغې ډلې د فرخار ولسوالۍ د جنايي څانګې مرستیال د تالقانو د استخباراتو نظارت خونې ته لېږدولې دی.
په دې وروستیو کې افغانستان انټرنشنل د ینګي قلعه ولسوالۍ د جنايي امر قاري سمیعالله یوه ویډیو خپره کړه، چې په هغې کې د طالبانو دغه چارواکي د یوې مېرمنې سره د ناروا جنسي اړیکو په اړه اعتراف کړی و.
په یوې بلې ویډیو کې دغه طالب چارواکی له جنسي اړیکو وروسته د یوې مېرمنې سره لیدل کېږي.
په ویډیو کې دغه طالب چارواکی اعتراف کوي، چې د ینګي قلعه اوسېدونکی او د دغې ولسوالۍ د پولیسو په قوماندانۍ کې د جنايي امر دی.
هغه وايي، چې له یوې نیمې میاشتې را په دې خوا له دغې مېرمنې سره اړیکې لري او تر اوسه یې له هغې سره درې ځلې په فرخار کې لیدلي دي.
دغه طالب چارواکي ویلي، له دغې مېرمنې سره یې «زنا» کړې او د هغې «شونډې یې روولي» دي.

په ایران کې د معترضو ښځو غورځنګونو یو وار بیا له طالبانو سره د ځینو هېوادونو او بنسټونو د نږدې والي او تعامل په برخه کې خپل اعتراض څرګند کړ.
دغو غورځنګونو د یوه پرېکړه لیک په خپرولو سره د طالبانو سره د تعامل او نږدې والي، د کډوالو د مېشتېدنې په برخه کې د ستونزو او ننګونو او په تهران کې د ملګرو ملتونو د بې غورۍ په اړه نیوکه کړې ده.
په دغه پرېکړه لیک کې راغلي، چې په ایران کې دې د ملګرو ملتونو استازولي د ښځو حقونو له فعالینو، پخوانيو پوځیانو او د بشري حقونو له فعالینو ملاتړ وکړي.
دغو غورځنګونو ویلي، چې طالبانو د درېیو کالو په تېرېدو سره د هیڅ ډول تاوتریخوالي، جنایت، بېلابېلو تبعیضونو، تېري، نیونې، ربړوونې، هدفي وژنې، د بیان ازادۍ غږ بندولو او له ټولنې د ښځو بشپړ حذفولو په برخه کې ډډه نه ده کړې.
دوی وایي، د دې پر ځای چې هېوادونه او نړۍواله ټولنه پر طالبانو فشار راوي؛ دوی برعکس د طالبانو له ډلې سره د تعامل په لټه کې دي.
دوی له ملګرو ملتونو، نړۍوالې ټولنې او د بشري حقونو له ملاتړو سازمانونو غوښتي، چې د شعارونو او راپورونو خپرولو پرځای دې جدي، کوټلي او عملي ګامونه واخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دایکنډي کې د څوارلسو هزاره ولسي خلکو وژنه وغندله. د دغه وزارت یو ویاند افغانستان انټرنشنل ته وویل، د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د ټولو زیان منونکو په تېره بیا د هزاره ټبرو د خوندیتابه لپاره د چټکو امنیتي تدابیرو د نیولو غوښتنه کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند د جمعې په ورځ (د وږي په ۲۳مه) د افغانستان انټرنشنل خبریال عارف یعقوبي ته وویل:« امریکا د هزاره قوم پر وړاندې د دغه بې مانا برید په کلکه غندنه کوي. موږ د هغو سره خواخوږي لرو، چې په دغه پېښه کې یې دوستان او خپلوان وژل شوي او یا ټپیان شوي دي.»
د دغه وزارت ویاند د دغې پېښې د عاملینو د نېولو او هغوی ته د سزا ورکولو غوښتنه وکړه.
له دې سره هممهاله د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافېرې کرن ډېکر د جمعې په ورځ په خپله اېکس پاڼه د دغه برید غندنه کړې وه.
مېرمن ډېکر د پېښې قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ تر څنګ له واکمنو چارواکو غوښتي و، چې برید کوونکي دې ژر تر ژره ونیسي او په سزا دې ورسوي.
وړمه ورځ د داعش خراسان ډلې څوارلس هزاره ټبري د غور او دایکنډي پر لاره ووژل، چې دغه برید په پراخه کچه وغندل شو.

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې په دایکنډي کې د ۱۴ هزاره ګانو د وژلو په غبرګون کې، د پیښې په اړه د یوناما پر دریځ ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د دغې پېښې عاملین باید په چټکۍ سره حساب ورکړي.
نوموړې د جمعې په ورځ (د وږي ۲۳مه) پر اېکس خپور کړي پیغام کې د ملکي کسانو مرګژوبله غندلې او د قربانیانو له کورنیو سره یې غمشریکي کړې ده.
مېرمن ډېکر ویلي: «پر هزاره توکمو ولسي وګړو چې له دایکنډي ولایت څخه غور ولایت ته د سفر په حالت کې وو، د داعش خراسان څانګې وحشیانه برید په کلکو ټکو غندم.»
د نوموړې په وینا: «په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوې یا یوناما چې د دې برید د عاملینو د چټک حساب ورکولو غوښتنه کړې ده، زه هم دغه غږ بدرکه کوم.»
کرن ډېکر دغه خبرې په داسې حال کې کوي، چې د یوناما دفتر نن د دایکنډي د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره د پېښې په اړه له طالبانو د څېړنې او حساب ورکونې غوښتنه کړې ده.
د پنجشنبې په ماښام د غور او دایکنډي ولایتونو ترمنځ د قرودال په کلي کې پر هزاره ولسي وګړو د وسله والو په برید کې لږ تر لږه ۱۴ تنه وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.
دا پېښه چې بشري جنایت بلل شوې ده، له پراخو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوې ده.