امریکا په افغانستان کې د هزاره ټبرو د خوندیتابه لپاره د چټکو امنیتي ګامونو غوښتنه وکړه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دایکنډي کې د څوارلسو هزاره ولسي خلکو وژنه وغندله. د دغه وزارت یو ویاند افغانستان انټرنشنل ته وویل، د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د ټولو زیان منونکو په تېره بیا د هزاره ټبرو د خوندیتابه لپاره د چټکو امنیتي تدابیرو د نیولو غوښتنه کوي.