کرن ډېکر: د هزاره ګانو د وژلو عاملین باید په چټکۍ سره د دې کار حساب ورکړي

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې په دایکنډي کې د ۱۴ هزاره ګانو د وژلو په غبرګون کې، د پیښې په اړه د یوناما پر دریځ ټینګار وکړ او ویې ویل،‌ چې د دغې پېښې عاملین باید په چټکۍ سره حساب ورکړي.