• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

لطیف نظري امرالله صالح ته په ځواب کې: هزاره ګان هېڅکله جګړې او تاوتریخوالي ته مخه نه کوي

۲۵ وږی ۱۴۰۳ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۲۶ GMT+۱

د امرالله صالح د څرګندونو په غبرګون کې د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال لطیف نظري ویلي، چې هزاره ګان هېڅکله جګړې او تاوتریخوالي ته مخه نه کوي. نوموړی وایي؛ هغه کسان چې هزاره ګان جګړې او تاوتریخوالي ته هڅوي باید پوه شي، چې هزاره ګان خپلې غوښتنې په عقل او اعتدال سره تعقیبوي.

لطیف نظري چې د طالبانو په حکومت کې هزاره چارواکو څخه دی؛ د یکشنبې په ورځ (د وږي ۲۵ مه) د پخواني ولسمشر د مرستیال امرالله صالح د څرګندونو په غبرګون کې وویل، چې طالبان او هزاره ګان «ښې اړیکې» لري او «هزاره خلک په اسلامي ورورولۍ ژور باور لري.»

د امرالله صالح تر مشرۍ لاندې زرغون تر دې وړاندې په دایکنډي کې د ۱۴ هزاره ګانو د وژل کېدو په غبرګون کې دغه قوم ته ویلي وو: «په مظلوم ښودلو او چغې وهلو هېڅ ځای ته نه رسېږئ؛ خپله تګلاره بدله کړئ او د تاوان ورکولو پر ځای وسلې وپېرئ».

زرغون بهير په خپله اېکس پاڼه کې هزاره ګان د طالبانو په وړاندې وسله وال دريځ ته هڅولي او زياته کړې یې وه: «د داعش او طالبانو منشور یو شان دی» او که هزاره ګان وغواړي، کولای شي دا مساوات ګډوډ کړي.

د دايکنډي او غور پر لاره د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۲ مه) نېټه د وسله والو په بريد کې لږ تر لږه ١٤ هزاره وګړي ووژل شول او ۶ نور ټپيان شوي دي.

داعش د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې او اعلان یې کړی چې هدف یې شیعه ګان و.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

حنا رباني کهر: له طالبانو سره د علي امین ګنډاپور مخامخ خبرې «احمقانه» دي

۲۵ وږی ۱۴۰۳ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۴۸ GMT+۱

د پاکستان بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې حنا رباني کهر، د طالبانو له حکومت سره د خیبرپښتونخوا د سر وزیر علي امین ګنډاپور د مخامخ خبرو کولو وړاندیز «احمقانه» بللی. علي امین ګنډاپور ويلي و، چې له افغان طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره کابل ته پلاوی استوي.

د جيو نيوز د جرګې په خپرونه کې حنا رباني کهر د علي امين ګنډاپور خبرو ته په اشارې ویلي، «هر هغه څوک چې فکر کوي دغه خبرې به بدلون راولي، هغه دې یو ځل د ټي ټي پي د بېرته راوستلو لپاره د تېرې هوکړې پایلې وګوري.»

هغې وويل چې افغان طالبان پوهيږي چې ټي ټي پي د پاکستان سره کرښه ده، خو د پاکستان ګاونډيو دې موضوع ته هيڅ ارزښت نه دى ورکړى، پاکستان د طالبانو حکومت ته د ټي ټي پي په هره بڼه وضاحت ورکړى.

د پاکستان بهرنیو چارو دغې پخوانۍ وزيرې د علي امين ګنډاپور هغه بيان چې دی غواړي له افغان طالبانو سره د ټي ټي پي په اړه مخامخ خبرې وکړي، «احمقانه» بللی او ويلي یې دي چې خبرې اترې د هرې ستونزې د حل لپاره مهمې دي خو په خبره یې چې دغه خبرې اترې باید مرکزي حکومت وکړي، نه ایالتي حکومت.

دوه ورځې وړاندې د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بهټو زرداري په ملنډو ويلي و، چې د خېبرپښتونخوا سر وزير علي امين ګنډاپور بايد «افغانستان ته لاړ شي او طالبان یې له ځان سره وساتي.»

بل خوا د خېبرپښتونخوا ایالتي وزیر ظاهر شاه تورو ویلي، چې مرکزي حکومت چې هر څه کوي، د خیبرپښتونخوا حکومت به له افغان طالبانو سره هرو مرو خبرې کوي.

د يادونې وړ ده، چې تېره اوونۍ د خيبرپښتونخوا سر وزير له افغان طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو وړاندیز وکړ او ويې ويل، چې له افغانستان سره به پخپله خبرې کوي، او مرکزي حکومت دې خپلې تګلارې په کور کې وساتي، هغه زیاته کړې وه، له افغانستان سره د یوه ایالتي حکومت په توګه خبرې کوي، او د یوه پلاوي له لارې به په کابل کې دغو ټولو ستونزو ته حل لټوي.

طالبان: د ادارې او مدیریت په برخو کې ۳۵ زره طالب جنګیالي په زده‌کړو بوخت دي

۲۵ وږی ۱۴۰۳ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۱۰ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداره وايي، زرګونه طالب جنګیاليو چې درسي سویه یې ثابته کړې په نهم او ۱۲م ټولګیو کې شامل کړي او د دغې ډلې ۳۵ زره جنګیالي د ادارې او مدیریت په برخو کې په زده‌کړو بوخت دي.

د طالبانو تر واک لاندې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې چارواکو د خپلو کلنیو لاسته راوړونو په اړه د معلوماتو شریکولو په پروګرام کې وویل، چې دمګړۍ په دغې اداره کې ۳۵ زره طالب جنګیالي د اداري او مدیریت په برخو کې په زده‌کړو بوخت دي.

د طالبانو تر واک لاندې د تخنیکي او مسکلي زده‌کړو ادارې سرپرست مشر غلام حیدر شهامت وویل: «د روسانو پر مهال د مجاهدینو د انقلاب د ناکامۍ لامل له نظام څخه د مجاهدینو لرې والی وو، ځکه چې لوړې زده‌کړې او کاري تجربه یې نه لرله، داځل د تیرې ترخې تجربې د تکرارېدو د مخنیوي په موخه په ټول هېواد کې ۳۵ زره مجاهدین په ادارې او مدیریت برخو کې په زده‌کړو بوخت دي.»

نوموړی وایي، ډیری طالب جنګیالي یې د دوی د درسي سویې سره سم د ښوونځي په نهم او ۱۲م ټولګیو کې شامل کړي.

ښاغلی شهامت وايي، په تېر یو کال کې یې په دغې اداره کې شاوخوا ۸۰ زره زده‌کوونکي او زده‌کړیالان جذب کړي او همدارنګه تر ۲۰ زره ډیر د مسلکي او تخنیکي زده‌کړو له مرکزونو څخه فارغ شوي دي.

د طالبانو د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې چارواکي په داسې حال کې ۳۵ زرو طالب جنګلیالیو ته د ادارې او مدیریت په برخو کې د زده‌کړو خبر ورکوي، چې دغې ډلې له نږدې ټولو مسلکي او تخنیکي ادارو څخه مسکلي او وړ کسان له دندو ګوښه کړي او پر ځای یې د جوماتونو ملایان او قاریان په دندو ګمارلي دي.

په ایران کې د افغان کډوالو د څرنګوالي پلان د دغه هیواد په پارلمان کې ارزول کیږي

۲۵ وږی ۱۴۰۳ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۸:۲۷ GMT+۱

د صدا و سیما اژانس خبر ورکړی، چې د ایران پارلمان به ډیر ژر په دغه هیواد کې د افغان کډوالو د څرنګوالي پر پلان بیا کتنه وکړي. د ایران پارلمان د ملي امنیت او بهرنۍ تګلارې د کمیسیون مشر ابراهیم عزیزي ویلي، چې پارلمان د افغان کډوالو د موضوع په اړه حساس دی او په جدي توګه عمل کوي.

په دغه راپور کې چې د وږي میاشتې په ۲۴ نیټه خپور شو، ویل شوي، چې دغه تګلاره د ایران پارلمان له عملي کیدو وروسته د ایران اړوندو ادارو ته واکونه په لاس ورکوي.

ابراهیم عزیزي صدا او سیما خبري اژانس ته وویل: «میلمه پالنه خپل حد لري. هغه کډوال چې اسناد نه لري باید له هیواد څخه د وتلو په نوي امنیتي پلان کې همکاري وکړي او بهرني وګړي چې اسناد نه لري له ردولو وروسته باید دغه هیواد پرېږدي او که نه په وړاندې به یې سخت ګامونه واخیستل شي.»

د ایران د پوځ لوی درستیز احمدرضا رادان پنځه ورځې مخکې ویلي و، چې د روان کال تر پایه به شاوخوا دوه میلیونه ناقانونه بهرنیان له ایرانه وایستل شي.

احمدرضا رادان وویل په ایران کې د ناقانونه بهرنیانو شمېر ټاکل شوی او د ایران د کورنیو چارو وزارت به یې په رسمي توګه اعلان کړي.

ایرانپه دې وروستیو کې له اسنادو پرته د کډوالو د تنظیم او شړلو په نوم پراخ پروګرامونه په ترلاس لاندې نیولي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ناوړه ټولنيزو، امنيتي او بشري حقونو د وضعيت له امله ډېرى خلک هڅه کوي چې له دغه هېواده ووځي او د کډوالۍ لاره خپله کړي.

خو ایران او پاکستان هره اونۍ زرګونه افغان کډوال نیسي او په زوره یې افغانستان ته ستنوي.

‏د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ وايي، په بامیان ولایت کې یې د قابلو یوه ډله روزلې ده

۲۵ وږی ۱۴۰۳ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۷:۵۴ GMT+۱

‏د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ وايي، بامیان ولایت کې یې د ښځو دویمه ډله د قابله‌ګۍ په روزنیز پروګرام کې روزلې او په دې برخه کې یې چمتو کړې ده. ‏دغه سازمان وايي،روزل شوې ډله به د میندو او ماشومانو د مړینې لوړې کچې سره مقابله وکړي.

د افغانستان لپاره ‏د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ نن یکشنبه د (وږي ۲۵مه) په ایکس پاڼه پرته له دې چې شمېر یې یاد کړي لیکلي، چې په بامیان ولایت کې یې د ښځو دویمه ډله یې د قابله‌ګۍ په روزنیز پروګرام کې روزلې او په بریالیتوب فارغه کړې.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د روانې وږي میاشتې په سر کې ویلي و، چې افغانستان ۱۸ زره قابلو ته سملاسي اړتیا لري.

دغه صندوق خبرداری ورکړی و، چې که دغه اړتیا پوره نه شي د ډېرو ښځو ژوند به له ګواښ سره مخ شي.

د نړۍوالو روغتیايي سازمانونو د راپورونو له مخې، افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو دی چې د میندارو مېرمنو د مړینې تر ټولو لوړې شمېرې لري.

د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق په راپور کې راغلي، چې افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو دی چې د میندارو مېرمنو د مړینې تر ټولو لوړې شمېرې لري چې وايي، په افغانستان کې هر یو ساعت یوه ښځه د مینداورۍ د ستونزو او یا هم د زېږون پرمهال ژوند له لاسه ورکوي.

ددې صندوق په خبره، په کارپوه قابلې کولی شي، چې تر ډېره پورې د مړینې مخه ونیسي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق بیا راپور ورکوي، چې په هرو ۱۰۰ زرو زېږېدنو کې ۶۳۸ میندې د مینداورۍ پرمهال ژوند له لاسه ورکوي او لامل یې هم بېوزلي، روغتیایي خدمتونو ته کم لاسرسی او جنسیتي توپیر دی.

میدان وردګ او فراه ولایتونو کې په دوو ټرافیکي پېښو کې پنځه تنه مړه او نهه تنه ټپیان شوي

۲۵ وږی ۱۴۰۳ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۷:۱۶ GMT+۱

په میدان وردګ ولایت کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، چې د سورلۍ موټر او باروړونکي لارۍ د ټکر له امله د یوې کورنۍ درې غړي مړه او درې نور ټپیان شوي. همدارنګه تېره ورځ په فراه ولایت کې هم په یوه ټرافیکي پېښه کې دوه تنه مړه او شپږ نور ټپیان شوي.

په میدان وردګ ولایت د طالبانو د اطلاعات او کلتور ریاست په یوه خبرپاڼه کې د دغه ولایت د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند یوسف اسرار له قوله ویلي، چې نن یکشنبه د (وږي ۲۵مه) د میدان ښار د تورو تیږو په سیمه کې د سورلۍ د یوه موټر او باروړونکي لارۍ د ټکر له امله د یوې کورنۍ درې غړي مړه او درې تنه نور ټپیان شوي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په مړه شویو کسانو کې د یوې کورنۍ (پلار، مور او لور) شامل دي او د دغه کورنۍ درې تنه نور ټپي غړي د میدان ښار روغتون وړل شوي دي.

همدارنګه په فراه ولایت کې سیمه ییزو طالب چارواکو خبر وکړی، چې تېره ورځ د دغه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ د کنسک په سیمه کې د سورلۍ یوه موټر د اوښتو له امله دوه تنه مړه شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

په دې ورستیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ټرافيکي پېښې خورا ډیرې شوې، چې لاملونهیې د چلوونکو بې احتیاطي، د چپ لاس موټر، ټرافیکي اصولو ته نه پاملرنه او د سړکونو خرابولی ښودل کیږي.