• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سوېلي افریقا لوبډله له افغان لوبډلې سره د یو ورځنیو لوبو په موخه عربي اماراتو ته ورسېده

۲۵ وږی ۱۴۰۳ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۵۸ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د سوېلي افریقا ملي لوبډله د افغانستان د ملي لوبډلې په وړاندې د درېیو یو ورځنیو لوبو په موخه تېره شپه متحده عربي اماراتو ته ورسېده. د دواړو هېوادونو تر منځ لوبلړۍ د چهارشنبې په ورځ پیلیږي.

د افغانستان په کوربه توب د چهارشنبې په ورځ له سوېلي افریقا سره د درې یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ پیلیږي.

دغه درې یو ورځنۍ لوبې د متحده عربي اماراتو په شارجه کرېکټ نړۍوال لوبغالي کې ترسره کیږي.

افغان کرېکټ بورډ پر خپلو رسمي ټولنیزو پاڼو متحده عربي اماراتو ته د سوېلي افریقا د لوبډلې د رسېدو انځورونه خپاره کړي دي.

د سوېلي افریقا له لوبډلې مخکې افغان لوبغاړي له افغانستان او هند څخه متحده عربي اماراتو ته رسیدلي دي.

دا لومړۍ ځل دی چې د افغانستان او سوېلي افریقا ترمنځ د یو ورځنیو لوبو لړۍ ترسره کیږي.

د دغې لوبلړۍ لپاره د دواړو هېوادونو لوبډلو لا له وړاندې د لوبډلو نوملړ خپور کړی.

د افغانستان په لوبډله کې پیلیز توپ وهونکی ابراهیم ځدراڼ او ورو توپ اچونکی مجیب الرحمن د ټپي کېدو له امله ګډون نه کوي.

کرېکټ بورډ ویلي دي، چې د ابراهیم ځدراڼ او مجیب الرحمن د تشې ډکېدو په موخه یې په لوبډله کې درویش رسولي او الله محمد غضنفر اخیستي دي.

افغان لوبډله د سوېلي افریقا لوبډلې سره په یو ورځنیو لوبو کې دوه ځله مخامخ شوې ده، چې دواړه لوبې سوېلي افریقا ګټلې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د ۲۰۲۴ کال هاکي اسيايي اتلولیو کې هند دوه د یو پر وړاندې پاکستان مات کړ

۲۴ وږی ۱۴۰۳ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۰۵ GMT+۱

د هند هاکي لوبډلې د ۲۰۲۴ کال اسیايي هاکي اتلولۍ په سيالیو کې پاکستان لوبډلې ته ۲ د یو پر وړاندې ماتې ورکړه. دواړو لوبډلو خپلي نمرې پوره کړې او د سياليو نيمه پايلوبو ته يې لاره پيدا کړې ده.

د پاکستان او هند هاکي لوبډلو ترمنځ په دې سيالۍ کې پاکستاني لوبغاړي احمد نديم په شپږمه دقيقه کې ګول ووهه؛ خو د هندي لوبغاړو د پرله پسې هڅو وروسته لوبډلمشر هرميت پريت په ۲۱ دقيقه کې د یو ګول په وهلو سره لوبه مساوي کړه.

د سيالۍ په دويمه نېمايي کې دواړو لوبډلو د بريا لپاره هڅې کولې، چې هند دوهم د ګټلو ګول ووهه او پاکستانۍ لوبډله يې ماته کړه.

هند د هاکي په دې سياليو کې تر دې مهاله ۵ پرله پسې لوبې ګټلي او دا د پاکستان لومړۍ ماتې وه.

د ۲۰۲۴ هاکي اسيايي اتلولیو سیالۍ د چين په کوربتوب پيل شوي دي.

افغان لوبغاړی د نړیوال جام تر ټولو کم عمره ستوری وبلل شو

۲۴ وږی ۱۴۰۳ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۳۲ GMT+۱

د فیفا ویب پاڼې د افغانستان له ستوري مهران غلامي سره چې د فوټسال په نړیوال جام کې تر ټولو کم عمره لوبغاړی دی په زړه پورې مرکه کړې ده. فیفا اعلان وکړ، چې غلامي د ۲۰۲۴ نړیوال جام کې د ۳۳۶ لوبغاړو په منځ کې ترټولو ځوان ستوری دی.

غلامي وايي وياړ لري، چې په نړيوال جام کې د خپل هېواد لپاره لوبيږي.

مهران غلامي د فیفا له وېبپاڼې سره په مرکه کې ویلي، چې د ارجنټاین لوبډلې له مشهورو ستورو نیکو سارمینټو او کریسټین بورتو سره به مخامخ شي.

غلامي په داسي حال کې په نړيوال جام کې لوبيږی، چې هغه د نیوزيلينډي ميروسلاو ماليووک څخه ۲۳ کاله کم عمره دی.

د فیفا د وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، نړیوال جام ته د افغانستان تګ د اسیا جام په سیالیو کې د دغه ۱۸ کلن لوبغاړي د بریا او ګولونو له امله دی.

مهران غلامي د فیفا ویب پاڼې ته وویل: «دا زما د ژوند تر ټولو ښه ورځ وه. موږ ښه لوبه وکړه او د ښې نتیجې له امله مو وکولای شول نړیوال جام ته لار پیدا کړو. زه واقعیا ویاړم، چې موږ خپل هیواد د لومړي ځل لپاره نړیوال جام ته رسولی.»

مهران غلامي د فیفا ویب پاڼې ته وویل، چې د افغانستان د ملي لوبډلې اصلي هدف د نړیوال جام له ګروپي پړاو څخه مخکې تګ دی. هغه زیاته کړه، چې هغه په ​​ټولنیزو شبکو کې د ارجنټاین ځینې لوبغاړي تعقیبوي او د دوی پروړاندې له لوبيدو خوند اخلي.

غلامي زیاته کړه، چې اوکراین پرتګال ته ماتې ورکړه‎ او دا ښيي، چې دا لوبډله څومره پیاوړې ده.

د افغانستان خلک نړیوال جام ته ډیر لیواله دي او زه د خلکو له ملاتړ څخه مننه کوم او هیله لرم، چې د ملتونو د جام په څیر په نړیوال جام کې هم بریالي شو.

د ۲۰۲۴ هاکي اسيايي اتلولیو کې پاکستان دوه د یو په مقابل کې جاپان مات کړ

۲۱ وږی ۱۴۰۳ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۴۸ GMT+۱

د پاکستان هاکي لوبډلې د ۲۰۲۴ کال اسیا هاکي اتلولۍ په سيالیو کې جاپان لوبډلې ته ۲ د یو په مقابل کې ماتې ورکړه. دا د پاکستان لوبډلې لومړۍ بريا وه، تر دې وړاندې د هاکي په دې سیالیو کې پاکستان دوې لوبې مساوي کړې وې.

د پاکستان هاکي لوبډلې دوو مخکښو لوبغاړو احمد نديم او سفيان یو یو ګول وکړ او لوبډله یې د بريا يو بل پړاو ته ورسوله.

د هاکي اسيا اتلولۍ سيالۍ د چين په کوربتوب شروع شوې دي.

پاکستان په دې سيالیو کې د دوو مساوي او يوې لوبې په بريا ۵ نمرې لرې، چې د جدول په دوهم ځای کې قرار لري.

سبا ته به پاکستان د کوربه چين سره د سیالۍ ډګر ته کښته کيږي او خپل بخت به ازمويي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به نن له مراکش سره دوستانه لوبه وکړي

۱۹ وږی ۱۴۰۳ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۷:۵۸ GMT+۱

د طالبانو د فوټبال فدراسیون چارواکي وايي، دغه لوبه به د ازبکستان په کوربه توب د تاشکند پر وخت ماښام شپږ او د کابل ۵:۳۰ بجې پیل شي. د فوټسال افغان لوبغاړو تېر ماښام یوه بله دوستانه لوبه له پاراګوا سره ۲-۲ مساوي پای ته ورسوله.

په ازبکستان کې د فوټسال نړۍوال جام سیالیو ته د لا زیات چمتوالي په موخه د افغانستان فوټسال لوبډله له مراکش سره لوبه ترسره کوي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به ​​نن ماښام په تاشکند کې د ازبکستان نړۍوال جام سیالیوته د چمتووالي په موخه له مراکش سره لوبه وکړي.

د طالبانو تر واک لاندې د ملي ټلویزیون د لوبو برخې نن دوشنبه د (وږي ۱۹مه) په ایکس پاڼه لیکلي چې د افغانستان فوټسال ملي لوبډله له مراکش هیواد سره د یوې دوستانه لوبې په موخه نن ماښام د کابل پر وخت د ماښام ۵:۳۰ دقیقې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې دوستانه لوبه کوي.

د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړۍوال جام سیالۍ په ازبکستان کې د روانې وږي میاشتې په ۲۴مه پیلیږي.

ابراهیم ځدراڼ د ټپي کېدو له امله له نیوزیلنډ لوبډلې سره په نننۍ ټېسټ لوبه کې برخه نه اخلي

۱۹ وږی ۱۴۰۳ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۳۳ GMT+۱

د افغان کرېکټ بورډ له لوري په اېکس پاڼه لیکل شوي، چې د افغانستان د ملي لوبډلې پیلیز توپ وهونکی ابراهیم ځدران تېره ورځ د تمرین پر مهال ټپي شوی او د نیوزیلنډ تر څنګ له سوېلي افریقا سره هم په لوبلړۍ کې نه شي لوبېدی.

د افغانستان کرېکت بورډ تېره ورځ ناوخته په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د ملي لوبډلې پيلیز توپ وهونکی ابراهیم ځدران له نیوزیلنډ سره د ټېسټ لوبې د چمتوالي او تمرین پر مهال تېره ورځ په پښه ټپي شوی.

کرېکټ بورډ زیاتوي چې نوموړی به د نیوزیلنډ لوبډلې سره د ټېسټ لوبې او سوېلي افریقا په وړاندې د راتلونکې لوبلړۍ برخه نه وي.

کرېکټ بورډ د ملي لوبډلې فزیوتراپیسټ او ډاکټر له قوله ویلي، چې د ابراهیم ځدران ښنګري یو څه سخته ضربه لیدلې او د ډاکټرانو له لوري ورته د استراحت سپارښتنه شوې.

ابراهیم ځدران د شل اوریزو، یو ورځینو او ټېسټ لوبو یو له تجربه لرونکو او پیاوړو لوبغاړو څخه دی.

له نیوزیلنډ او سوېلي افریقا سره په راتلونکي لوبلړۍ کې د ابراهیم ځدران نه شتون د نومړي مینه‌وال ډیر خواشیني کړي دي.