• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ۲۰۲۴ کال هاکي اسيايي اتلولیو کې هند دوه د یو پر وړاندې پاکستان مات کړ

۲۴ وږی ۱۴۰۳ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۰۵ GMT+۱

د هند هاکي لوبډلې د ۲۰۲۴ کال اسیايي هاکي اتلولۍ په سيالیو کې پاکستان لوبډلې ته ۲ د یو پر وړاندې ماتې ورکړه. دواړو لوبډلو خپلي نمرې پوره کړې او د سياليو نيمه پايلوبو ته يې لاره پيدا کړې ده.

د پاکستان او هند هاکي لوبډلو ترمنځ په دې سيالۍ کې پاکستاني لوبغاړي احمد نديم په شپږمه دقيقه کې ګول ووهه؛ خو د هندي لوبغاړو د پرله پسې هڅو وروسته لوبډلمشر هرميت پريت په ۲۱ دقيقه کې د یو ګول په وهلو سره لوبه مساوي کړه.

د سيالۍ په دويمه نېمايي کې دواړو لوبډلو د بريا لپاره هڅې کولې، چې هند دوهم د ګټلو ګول ووهه او پاکستانۍ لوبډله يې ماته کړه.

هند د هاکي په دې سياليو کې تر دې مهاله ۵ پرله پسې لوبې ګټلي او دا د پاکستان لومړۍ ماتې وه.

د ۲۰۲۴ هاکي اسيايي اتلولیو سیالۍ د چين په کوربتوب پيل شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د پښتونخوا سروزیر د اسلام اباد پر مخالفت سربېره د طالبانو له سرکونسل سره پر سوله خبرې وکړې

۲۴ وږی ۱۴۰۳ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۱۱ GMT+۱

د پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور پېښور کې د طالبانو سرکونسل محب الله شکي سره د سولې خبرو لپاره ولیدل. تر دې مخکې ښاغلي ګنډاپور له افغان طالبانو سره د سولې خبرو لپاره له اسلام اباد اجازه غوښتې وه، خو د پاکستان دفاع وزیر ویلي و چې صوبايي چارواکي دا واک نه لري.

نوموړي تېره پنجشنبه له اسلام اباد وغوښتل چې په پښتونخوا کې د امن لپاره له افغان طالبانو سره د خبرو لپاره اجازه ور کړي.

پاکستانۍ رسنۍ وايي، ښاغلي ګنډاپور له محب الله شکي سره په لیدنه کې په پښتونخوا کې د سولې لپاره د جدي هڅو لپاره خپل هوډ ښودلی دی.

نوموړي په دغه صوبه کې د امنیتي ستونزو د حل لپاره د قومي جرګې پر اهمیت هم ټینګار کړی دی.

د پښتونخوا سروزیر د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو ستونزو پر حل هم زور اچولی او ډاډ یې ور کړی چې د اسنادو لرونکو افغانان کډوالو سره اړینه همکاري کوي.

علي امین ګنډاپور تر دې مخکې ویلي و که د پاکستان مرکزي حکومت له افغان طالبانو سره د خبرو اجازه ور نه کړي، نو د سروزیر په توګه به قومي مشرانو ته طالبانو سره د سولې خبرو لارښوونه وکړي.

هغه د قبایلو او د ګوندونو له مشرانو سره په خبرو کې وویل، چې په دغه صوبه کې سوله په سوله ییز افغانستان پورې تړلې ده.

خو د پاکستان دفاع وزیر خواجخ اصف د ښاغلي ګنډاپور په خبرو پسې وویل، چې یوه صوبه هم له بل هېواد سره د خبرو واک نه لري.

نوموړي ګنډاپور تورن کړ چې د پاکستان امنیت ګواښمنوي.

له دې سره د پاکستان بندي پخواني لومړي وزیر عمران خان له طالبانو سره د خبرو لپاره د خپل ګوندي غړي علی امین ګنډاپور د پلان ملاتړ کړی دی.

افغان لوبغاړی د نړیوال جام تر ټولو کم عمره ستوری وبلل شو

۲۴ وږی ۱۴۰۳ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۳۲ GMT+۱

د فیفا ویب پاڼې د افغانستان له ستوري مهران غلامي سره چې د فوټسال په نړیوال جام کې تر ټولو کم عمره لوبغاړی دی په زړه پورې مرکه کړې ده. فیفا اعلان وکړ، چې غلامي د ۲۰۲۴ نړیوال جام کې د ۳۳۶ لوبغاړو په منځ کې ترټولو ځوان ستوری دی.

غلامي وايي وياړ لري، چې په نړيوال جام کې د خپل هېواد لپاره لوبيږي.

مهران غلامي د فیفا له وېبپاڼې سره په مرکه کې ویلي، چې د ارجنټاین لوبډلې له مشهورو ستورو نیکو سارمینټو او کریسټین بورتو سره به مخامخ شي.

غلامي په داسي حال کې په نړيوال جام کې لوبيږی، چې هغه د نیوزيلينډي ميروسلاو ماليووک څخه ۲۳ کاله کم عمره دی.

د فیفا د وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، نړیوال جام ته د افغانستان تګ د اسیا جام په سیالیو کې د دغه ۱۸ کلن لوبغاړي د بریا او ګولونو له امله دی.

مهران غلامي د فیفا ویب پاڼې ته وویل: «دا زما د ژوند تر ټولو ښه ورځ وه. موږ ښه لوبه وکړه او د ښې نتیجې له امله مو وکولای شول نړیوال جام ته لار پیدا کړو. زه واقعیا ویاړم، چې موږ خپل هیواد د لومړي ځل لپاره نړیوال جام ته رسولی.»

مهران غلامي د فیفا ویب پاڼې ته وویل، چې د افغانستان د ملي لوبډلې اصلي هدف د نړیوال جام له ګروپي پړاو څخه مخکې تګ دی. هغه زیاته کړه، چې هغه په ​​ټولنیزو شبکو کې د ارجنټاین ځینې لوبغاړي تعقیبوي او د دوی پروړاندې له لوبيدو خوند اخلي.

غلامي زیاته کړه، چې اوکراین پرتګال ته ماتې ورکړه‎ او دا ښيي، چې دا لوبډله څومره پیاوړې ده.

د افغانستان خلک نړیوال جام ته ډیر لیواله دي او زه د خلکو له ملاتړ څخه مننه کوم او هیله لرم، چې د ملتونو د جام په څیر په نړیوال جام کې هم بریالي شو.

عمران خان له افغان طالبانو سره د مذکراتو په اړه د پښتونخوا د سر وزیر د څرګندونو ملاتړ وکړ

۲۳ وږی ۱۴۰۳ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۰۶ GMT+۱

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند بنسټګر، عمران خان، له افغان طالبانو سره د مخامخ خبرو په اړه د خیبر پښتونخوا د سر وزیر علي امین ګنډاپور د څرګندونو ملاتړ وکړ.

عمران خان د راولپنډۍ په اډياله زندان کې رسنیو ته وويل، چې علي امین ګنډاپور ته یې ویلي چې د خداى لپاره لاړ شئ او له افغانستان سره خبرې وکړئ.

د پاکستان جیو ټلوېزیون د خبر له مخې د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر او پخوانی لومړی وزیر عمران خان په اډیاله زندان کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، چې د دغه هېواد د پوليسو افسران د بغاوت په لور روان دي، پوليس په هر ځاي کې لاریونونه کوي، ځکه دوی له ٢٤ کالو راهسې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې ښکیل دي.

عمران خان د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې ویلي: «په پاکستان کې د ترهګرۍ پای ته رسول بايد لمړيتوب وي، که ترهګري کنټرول نه کړل شي، نو د هیواد په زيان به وي او اقتصاد به په ټپه ولاړ وي.»

عمران خان زیاتوي، چې تر څو چې له افغانستان سره اړيکې نه وي ښې شوې، تر هغو به پاکستان ترهګرۍ سره لاس او ګرېوان وي. هغه ادعا وکړه چې د تحریک انصاف ګوند په واکمنۍ کې تر ټولو کمې د ترهګرۍ پېښې شوې وې. هغه ویلي: «که څوک د ترهګرۍ د پای ته رسولو هڅه کوي، همکاري دې وکړي، علي امين ګنډارپور د هېواد په ګټه خبرې کوي او د هېواد خلاف نه دی.»

د يادونې وړ ده، چې د خيبر پښتونخوا سر وزیر له افغان طالبانو سره د یوې جرګې له لارې په خپله په مستقیمه توګه د خبرو اعلان کړی دی.

د خیبرپښتونخوا سر وزیر علي امين ګنډاپور ویلي، چې مرکزي حکومت دې يوه جرګه جوړه کړي او ګاونډي هېواد ته دې د خبرو اترو لپاره واستوي.

نوموړي دغه څرګندونې په پېښور کې د طالبانو قونسل جنرال حافظ محب الله شاکر سره د لیدنې پرمهال کړې دي.
په دغه لیدنه کې د خېبرپښتونخوا سر وزير علي امين ګنډاپور ویلي، چې په سيمه كې د تلپاتې امن لپاره دې جدي هڅې روانې شي.
هغه وویل، چې سیمه‌ییزه سوله د پاکستان او افغانستان دواړو په ګټه ده.
نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې حکومت په دغې صوبه کې د قانوني مېشتو شویو افغانانو د ستونزو د حل په برخه کې جدي کار کوي.
د دواړو خواوو ترمنځ په دې کتنه کې پر دوه اړخیزې سوداګرۍ، د سیمې د سولې، ټیکاو او د افغانانو پر ستونزو هم خبرې وشوې.
له بل پلوه د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۲مه) وویل، چې هېڅ صوبه له کوم هېواد سره مستقیمې خبرې نه شي کولی او دا چې په دې اړه د خیبر پښتونخوا د سر وزیر علي امین ګنډاپور څرګندونې زهرجنې دي.
علي امین ګنډاپور تېره ورځ په پېښور کې د وکیلانو په یوې ناسته کې د وینا پر مهال له افغان طالبانو سره د مستقیمو خبرو اترو د پیلېدا خبره کړې وه.

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی له دندې ګوښه شو

۲۳ وږی ۱۴۰۳ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۱۳ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو رسمي مکتوب د افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی، چې ښيي د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی له دندې لرې شوی دی. د دغه مکتوب له مخې د ښاغلي دراني دنده د وږي په ۲۰مه نېټه پای ته رسېدلې ده.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د تېر کال د غبرګولي په میاشت کې اصف درانی د افغانستان په چارو کې د خپل ځانګړي استازي په توګه معرفي کړ او ښاغلي دراني شاوخوا یو کال او درې میاشتې په دغه پوست کار وکړ.

دغه پخواني پاکستانی پښتون دیپلومات د خپل ماموریت پر مهال څو ځلې کابل ته سفر وکړ او له طالب چارواکو سره یې ولیدل.

نوموړي د خپل ماموریت پر مهال په دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د سیمې د هېوادونو د استازو په غونډو کې هم ګډون کړی و.

د ښاغلي دراني د ماموریت پر مهال طالبانو سره د پاکستان اړیکې په پاکستان کې د ناامنیو د پراخېدو او د سرحدي شخړو له کبله خرابې ښکاري.

الطاف حسین: ټول پښتانه دې د منظور پښتین په مشرۍ د راتلونکې جرګې ملاتړ وکړي

۲۳ وږی ۱۴۰۳ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۱۹ GMT+۱

د پاکستان د اېم کیو اېم مشر وايي، ټول پښتانه دې د منظور پښتین په مشرۍ د ۱۱ اکتوبر جرګې ملاتړ وکړي او کامیابه دې یې کړي. الطاف حسین د پاکستان پر پوځ تور لګوي چې له کلونو راهیسې یې د زبرځواکونو د ګټو لپاره د ډیورنډ کرښې دواړه غاړو ته پښتانه وکارول او اوس دا قوم پر دې خبره پوهېږي.

نوموړی په یوه ویډیو کې له پښتنو غواړي چې د خپل حقونو د خوندیوب لپاره منظور پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ وکړي.

هغه زیاتوي چې ښاغلي پښتین د پښتنو د برخلیک لپاره د راتلونکې میاشتې پر ۱۱ لویه جرګه را بللې ده او دی د نړۍ له ټولو پښتنو خصوصا له پښتونخوا پښتنو غواړي چې د دې جرګې ملاتړ وکړي.

هغه زیاتوي: «دا د پښتنو قامي جرګه کې له ډېر نه ډېر شرکت وکړئ، د پښتنو د خوندیتوب لپاره دا تر ټولو ښه موقع دی، تاسو سره جمع شئ او پرېکړه وکړئ چې څنګه ګامونه پورته کړئ.»

تېر اګسټ په اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ مشر او مبارز ګیلمن وزیر تر وژل کېدو وروسته منظور پښتین د هغه په جنازه کې د جرګې را بللو خبره وکړه.

دا غورځنګ چې پر ۲۰۱۸ کال اسلام اباد کې د پښتنو له یوه تاریخي پرلت کې جوړ شو، وايي پر پښتنو سربېره د نورو محکومو قامونو حق هم غواړي.

منظور پښتین او د غورځنګ غړي یې د پاکستان حکومت د پښتونخوا او د نورو لږکیو د طبیعي زېرمو پر لوټولو تورنوي.

الطاف حسین هم له لسیزو راهیسې د مهاجر قامي غورځنګ یا اېم قیو اېم په چوکاټ کې په سیند صوبه کې د خپلو خلکو لپاره هڅې کوي.

نوموړی په دغه ویډیو زیاتوي چې هر څوک په دې پوهېږي چې د پاکستان له جوړېدو را هیسې له ۷۷ ک لونو را هیسې څوک حکومت کوي او وړې صوبې څنګه د اسټبلشمنټ د امتیازي چلن ښکار دي.

هغه وايي، چې په دې سبب په وړو قومونو کې که پښتانه، بلوڅ یا نور دي بیداري شعوري پیدا شوې ده او په مقابل کې یې پورته شوي دي.