عبدالسلام ضعیف طالب مشرانو ته په اشارې: د عدالت لپاره کار وکړئ، محکومیت او محرومیت ختم کړئ

په پاکستان کې د طالبانو پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف طالبانو ته په اشارې سره ویلي: «د عدالت لپاره کار وکړئ، محکومیت او محرومیت ختم کړئ.» نوموړي د یکشنبې په ورځ (د وږي ۲۵مه) په خپل اېکس کې لیکلي، هره هغه ټولنه چې نسبي عدالت ولري، هلته محکومیت او محرومیت له منځه ځي.





