• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو روغتیا وزارت وايي، چې په افغانستان کې د پولیو واکسین کمپاین نه دی بند شوی

۲۶ وږی ۱۴۰۳ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۳۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۷ وږی ۱۴۰۳ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۳:۰۲ GMT+۱

د طالبانو د عامې وزارت په افغانستان کې د پوليو واکسين د بندېدو اړوند خبرونه رد کړل او ویې ویل، چې د پولیو واکسین نه دی بند شوی. له دې وړاندې اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس خبر ورکړی و، چې طالبانو په افغانستان کې د پولیو واکسین کمپاین بند کړی دی.

د طالبانو د روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وايي، چې تر اوسه «د واکسين بندېدو اړوند نه رسمي څه شته او نه هم د بندیز کومه ستونزه.»

اسوشیټېډ پرېس د ملګرو ملتونو له خولې ویلي وو، چې طالبانو د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د ګوړن ضد واکسین کمپاین وځنډاوه.

د طالبانو د عامي روغتيا وزارت ویاند شرافت زمان د دوشنبې په ورځ (د وږي ۲۶ مه) دغه خبرونه رد کړل او زياته یې کړه، چې د پوليو واکسين په ټولنه کې ګټور تمام شوی دی.

نوموړی ويلي، د مسلکي لارو هڅه کوي، چې د ساري ناروغينو مخنيوی وکړي.

هغه د پوليو واکسين د تطبيق اړوند پر خپله اېکس پاڼه ليکلي: «د عامې روغتیا وزارت له ټولو هغه مشروع او تخنیکي نظریو سره مل د پولیو واکسین تطبیق کړی، چې د ټولنې په کچه مؤثر او مثمر تمام شي.»

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني هېوادونه دي، چې د وژونکې او فلجونکې ناروغۍ د خپرېدو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان سږ کال په افغانستان کې د پولیو د ۱۸ پېښو خبر ورکړی.

تېر کال په افغانستان کې د پوليو يوازي ۶ پېښې ثبت شوې وې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

په کندهار کې طالبان رسنیو ته: د «امربالمعروف» نوی قانون عملي او په ټولنه کې يې خپور کړئ

۲۶ وږی ۱۴۰۳ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۰۱ GMT+۱

په کندهار ولایت کې د امربالمعروف ادارې مشر له خبريالانو سره په خپل منځني ناسته کې له هغوی څخه غوښتي، چې د یادې ډلې نوی قانون په ټولنه کې خپور او عملي کړي. کريم الله فقير له رسنیو او خبريالانو څخه غوښتي، چې باید مثبت خبرونه خپاره کړي.

سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د دوشنبې په ورځ وويل، چې دغه ناسته د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ، امربالمعروف د مشرانو او د خبريالان ترمنځ شوې ده.

په ناسته کې طالب چارواکو د رسنیو کارکوونکو ته ويلي، چې د «امربالمعروف» نوی قانون پر ځان عملي او په او ټولنه کې يې خپور کړي.

سرچينې زياتوي، چې د امربالمعروف مشر کريم الله فقير له خبريالانو څخه غوښتي، چې د طالبانو منفي او کمزورې نقطې باید خپاره نه کړي.

نوموړي خبريالانو او د رسنیو کارکوونکو ته ويلي، چې پر ټولنیزو رسنیو د ځينو خبرونو په اړه باید له دوی څخه پوښتنه و نه شي.

هغه په دې اړه ويلي: « هغه خبرونه چی پر ټولنیزو رسنيو خپرېږي د رښتیا او درواغو اړوند یې باید له زموږ څخه هېڅ پوښتنه ونه کړئ او خپله يې رد کړئ.»

ډېری کسان وایي، چې د طالبانو د امربالمعروف وزارت د نوي قانون له اعلان سره سم د دغه وزارت د محتسبانو له لوري اعلان شوی قانون په زور پر خلکو پلی کوي.

د طالبانو د دغه قانون له اعلان وروسته له یو شمېر ولایتونو څخه داسې راپورونه هم ورکړل شوي، چې د امربالمعروف محتسبان پر لارو او سړکونو ځوانان راګرځوي او د ږیرې نه خرېیلو، د موسیقۍ د نه اورېدو، د لډو نه کولو او پر شریعت د ځان برابرولو سپارښتنې کوي.

افغان ښځې: له سیاسي مشارکته د ښځو اېستل سیاسي او مدني بې باوري رامنځته کړې

۲۶ وږی ۱۴۰۳ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۴۶ GMT+۱

په البانیا کې د افغان مېرمنو له درې ورځینۍ ناستې وروسته د غونډې ګډونوالو په یوې پرېکړه لیک کې د افغانستان د ښځو وضعیت ته په اشارې سره ویلي، چې له سیاسي مشارکت څخه د افغان ښځو اېستل سیاسي او مدني بې باوري رامنځته کړې ده.

په دغه پرېکړه لیک په بېلابېلو برخو کې د افغان ښځو وضعیت ته په اشارې شوي دي، دوی اندېښنه ښودلې ده؛ که د افغانستان روان وضعیت ته په وخت سره رسیدګي و نه شي هېواد به بې ثباتۍ ته ولاړ شي.
په پرېکړه لیک کې راغلي، چې د ښځو او نجونو پروړاندې د ښوونځيو او پوهنتونو د دروازو بندېدو ښوونې او روزنې ته لاسرسی محدود کړی دی.
له تېرو درېیو کلونو راهیسي چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي دي، افغان مېرمنې یې له ټولو حقونو په ځانګړې توګه له سیاسي او مدني مشارکت او همداراز له لوړو زده کړو منع کړي دي.
په افغانستان کې قومي او مذهبي تاوتریخوالي او همداراز په هېواد کې د نړۍوالو ترهګرو ځای پر ځای کېدل د افغان ښځو تر ټولو لویه اندېښنه ده.
دوی وایي، چې افغانستان په وروستیو کلونو کې د نړۍوالو ترهګرو په مرکز بدل شوی دی.
یادې مېرمنې په داسې حال کې په دې اړه اندېښنه څرګندوي، چې دوه ورځې وړاندې یو شمېر راپورونه خپاره شول، چې د اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن ژوندی دی او اوسمهال په افغانستان کې د القاعدې ډلې مشري کوي.
بلخوا پاکستان هم ادعا کوي، چې افغان طالبانو په خپله خاوره کې تحریک طالبان پاکستان ته امن ځای ورکړی دی.
خو طالبانو بیا تل دا تورونه رد کړي دي.
د افغان ښځو د ناستې د پرېکړه لیک په یوه بله برخه کې راغلي، چې افغانستان اوسمهال له پراخ بشري ناورین سره مخ دی، چې تر ټولو لوی زیان په دې برخه کې ښځو ته رسېدلی دی.
د پرېکړه لیک له مخې، د بشري مرستو په وېشلو کې د ښځو د کار کولو مخنیوی هم ددې لامل شوی، څو مرستې په عادلانه توګه و نه وېشل شي.
د افغانستان د بشري وضعیت په اړه په داسې حال کې اندېښنه څرګندېږي، چې اوچا څو ورځې مخکې د یوه راپور په خپرولو سره وویل، چې په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان لپاره د ۲،۳ میلیارد ډالرو په ارزښت د بشري مرستو د بودیجې له کموالي سره مخ دي.
د اوچا په خبره، په افغانستان کې څه باندې ۲۳ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري، چې له یاد شمېر ۱۷ میلیونه کسان بیا د یاد سازمان په لومړیتوب کې دي.
په البانیا کې د افغان ښځو ګډونوالو همداراز په دې پرېکړه لیک کې ویلي، چې د ډیجیټلي زده کړو نیمګړتیا راتلونکې کاري فرصتونه محدود کړي او د ښځو لپاره د ډیجیټال د نړۍوال پرمختګ مخه نیسي.

د افغان ښځو په ناسته کې د مېرمنو هوکړې او غوښتنې

د غونډې ګډون کوونکو د افغانستان د راتلونکي لپاره د ښځو د سیاسي منشور پر جوړېدو هوکړه وکړه.
یادو مېرمنو همداراز له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې د طالبانو حکومت په رسمیت و نه پېژني او د بشري حقونو د نقض په برخه کې یاده ډله ځواب ویلو ته مجبوره کړي.
د افغان ښځو د ناستې د ګډون کوونکو بله اساسي غوښتنه دا ده، چې د رهبرۍ په کچه په پرېکړو کې باید ورته ونډه ورکړل شي.
یادو مېرمنو د ښوونځیو او پوهنتونو د دروازو په خلاصېدو هم ټينګار کړی دی.
دغه درې ورځنۍ ناسته چې د افغان مېرمنو تر ټولو لویه ناسته ګڼل کېږي، د چهارشنبې په ورځ د البانیا په پلازمینې تېرانا ښار کې ترسره شوه.
د دغې ناستې لپاره له ۱۳۰ زیاتې مېرمنې راټولې شوې وې، چې په کې تر ۱۲۰ ډېرې یې افغان مېرمنې وې.
په دغې ناسته کې ځینو بهرنیو چارواکو هم ګډون کړی، چې له ډلې یې د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري، د البانیا د بهرنیو چارو وزیرې اېګلي حسني او ځینو نورو اروپايي ډیپلوماټانو هم ګډون کړی دی.
دغه غونډه د ښځو پر وړاندې د طالبانو د ځپونکو فرمانونو د غندنې او لغوه کېدو په اړه جوړه شوې ده.

د امربالمعروف محتسبانو په زابل کې د موسیقۍ الې راټولې او سوځولې دي

۲۶ وږی ۱۴۰۳ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۵۰ GMT+۱

د زابل ولایت د امربالمروف او نهي عن المنکر ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د «موسیقۍ اورېدل ناروا عمل دی او خلک ناوړه کړنو او ګناه ته هڅوي.»

د زابل ولایت د طالبانو د امربالمروف او نهي عن المنکر ریاست د دوشنبې په ورځ د (وږې ۲۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یاد ولایت د مرکز کلات ښار په بېلابېلو سیمو کې د امربالمعروف ریاست محتسبانو د موسیقۍ الې راټولې کړې او سوځولې دي.

په خبرپاڼه کې د زابل ولایت ځوانانو ته خبردارۍ ورکړل شوی، چې په راتلونکي کې د موسیقۍ له اوریدلو څخه په کلکه ډډه وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي:«ساز هغه ناروا عمل دی، چې مسلمانان ډیرو ناوړو اعمالو او ګناهونو ته هڅوي. په کار ده چې ځوانان او ټولنه د داسې ناروا اعمالو څخه وژغورو.»

په زابل ولایت کې د طالبانو د امربالمروف او نهي عن المنکر ریاست د موسیقۍ الو د سوځولو ویډیو هم خپره کړې ده.

خو په خبرپانه کې نه دې ویل شوي، چې طالبانو د موسیقۍ اوریدو او یا غږولو په تور څوک نیولي او کنه.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت د نوي قانون له اعلان سره سم د دغه وزارت د محتسبانو له لوري اعلان شوی قانون په زور پر خلکو پلی کیږي.

د طالبانو د دغه قانون له اعلان وروسته له یو شمیر ولایتونو څخه داسې راپورونه هم ورکړل شول، چې د امربالمعروف محتسبان پر لارو او سړکونو ځوانان راګرځوي، او د ږیرې نه خریلو، موسیقۍ نه اوریدلو، لډو نه کولو او پر شریعت د ځان جوړولو سپارښتنې ورته کیږي.

د کابل ـ جلال اباد پر لویه لاره ټرافیکي پېښه کې پنځه کسان مړه او شپږ نور ټپیان شوي

۲۶ وږی ۱۴۰۳ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۹:۴۱ GMT+۱

سیمه ییزي سرچیني وايي، چې تېره ورځ ناوخته د کابل ـ جلال اباد پر لویه لاره د یوه مساپر وړونکي او لارۍ موټر د ټکر له امله پنځه کسان مړه شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

سرچیني وايي، یاده پېښه د یکشنبې په ورځ د (وږې ۲۵مه) مازدیګر د کابل ـ جلال اباد پر لویه لاره د خاکي تونل په سیمه کې د یوه مساپر وړونکي بس موتر او یوه ګاز وړونکي لارۍ موټر د ټکر له امله رامنځته شوې.

د سرچیني د معلوماتو له مخې په یاده پېښه کې د یوې ښځې او یو ماشوم په ګډون پنځه تنه مړه شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

بل خوا د طالبانو د ۳۱۳ مرکزي قول اردو اړوند د سروبي درېیمې پلې لوا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه ټکر د دوی مرکز ته نږدې شوی. چې په یاده پيښه کې یوه ښځه مړه شوي او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې د ټکر له امله د مړې شوې ښځې جسد او ټپیان یې د درملنې په موخه کابل ته لېږدولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ وړاندې هم په میدان وردګ او فراه ولایتونو کې په ټرافیکي پېښو کې پنځه تنه مړه او نهه تنه نور ټپیان شوي وو.

د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، په افغانستان کې ډیری ماشومان په وږي نس ښوونځي ته ځي

۲۶ وږی ۱۴۰۳ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۸:۱۹ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پرورګرام وايي، دوی نړۍ ته دا ور په یادوي‌، چې د ښوونځي خواړه د زده‌کړو لپاره اړین دي. دوی وايي، هغه بیسکويټ چې د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري په ښوونځیو کې ماشومانو ته ورکړل کیږي، ښايي همدا د ماشومانو د ټولې ورځې خواړه وي.

د ملګرو ملتونو خوړو نړۍوال پروګرام د دوشنبې په ورځ د (وږي ۲۶مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې ډیری ماشومان په وږي نس ښوونځيو ته ځي.

دغه سازمان وايي، په ښوونځیو کې د خوړو نړۍوال پروګرام خواړه یواځیني خواړه دې چې ماشومان ټوله ورځ پر تیروي.

دغه سازمان وايي، هر سهار د افغانستان په لومړنیو ښوونځیو کې څه د پاسه اووه لکه نجونو او هلکانو ته قوي بیسکویټ ورکول کیږي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام پر اېکس پاڼه په خپره شوې ویډیو کې د یوه ښوونځي زده‌کوونکې مدینه وايي: «سهار چې کله له کوره ښوونځي ته راځم ډوډۍ نه خورم، ښوونځي ته چې راشو او بیسکویټ ونه خورو په وږي نس درس نه شو لوستلی.»

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، په دې کار سره کورنۍ هڅوي چې خپل ماشومان ښوونځیو ته ولیږي.

دغه پروګرام د زده‌کوونکو د تغذیې خبره داسې مهال کوي چې په افغانستان کې په سلګونو زرو ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام د وري میاشتې په ۲۱مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، چې په ۲۰۲۴ کال کې به په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر درې میلیونو ته ورسېږي.

د دغه پروګرام د تغذیې برخې مشرې مونا شیخ ویلي و، چې له دغې ډلې څخه به یوازې له ۱.۶ مېلیونه کسانو سره مرسته وشي.