په میانمار کې د یاګي توپان له امله لږ تر لږه ۲۳۶ کسان مړه شوي دي

د میانمار په څو سیمو کې د یاګي توپان او د سختو سېلابونو له امله لږ تر لږه ۲۳۶ کسان مړه شوي او شاوخوا ۷۷ کسان لادرکه دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې اوچا ویلي، ښایي دغه شمېر نور هم لوړ شي.