• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ازبکستان: پاکستان هم هند سمندر ته د افغانستان له لارې له تلونکي نړیوال دهلېز سره یو ځای شو

۳۰ وږی ۱۴۰۳ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۰۸ GMT+۱

د ازبکستان ټرانسپورټ وزارت وايي، پاکستان هم د افغانستان له لارې تر هند سمندر پورې د نوي نړیوال ټرانسپورټي دهلېز د جوړېدو پروژې سره رسمي یو ځای شو. دا دهلېز له بیلاروس پیلېږي او له روسیې، قزاقستان او ازبکستان په تېرېدو د افغانستان له لارې پاکستان او بیا تر هند سمندر پورې رسېږي.

د ازبکستان ټرانسپورټ وزارت په یوه اعلامیه کې وايي، د پاکستان د اړیکو وزیر د چارشنبې په ورځ له دې دهلېز سره د یوځایېدو یاداښت لاسلیک کړ او په سیمه کې یې د ټرانسپورټ او اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره د دې پروژې پر اهمییت ټینګار وکړ.

د نړیوال ټراسپورټي کورېډور یا ای ټي سي د جوړېدو پرېکړه د ازبکستان او اوراسیا اقتصادي کمېسون کارډلې د ۲۰۲۲ کال په اګسټ ناسته کې وشوه.

په دې ناسته کې د روسیې او بیلاروس چارواکو د دغه دهلېز له پراختیا سره لېوالتیا ښودلې وه.

په ۲۰۲۳ کال کې روسیې او قزاقستان له ازبکستان سره د دې پروژې د عملی کېدو لپاره یاداښت لاسلیک کړ.

د دې دهلېز د جوړولو لپاره د تېر اپرېل پر ۲۴ د ازبکستان په ترمذ ښار کې غونډه وه چې د پاکستان چارواکو هم پکې ګډون درلود.

په هغه ناسته کې د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیرحمیدالله اخوندزاده د دغه دهلېز سره د یو ځایېدو لپاره تللی و.

دا دهلېز سوېلي اسیا ته د روسیې د توکو لېږدولو لپاره خورا مهم بلل کېږي.

له دې دهلېز سره د پاکستان د یوځایېدو پرمهال د روسیې مرسیتال لومړی وزیر اسلام اباد ته تللی دی.

نوموړي پرون د پاکستان له ولسمشر سره لیدنه درلوده، چې پکې دواړو لورو د دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

کاظمي: د موسیقۍ غږولو بندیز په پلمه ډیپلوماتیک اصلو ته سپکاوی، د شریعت له اړخه مانا نه لري

۲۹ وږی ۱۴۰۳ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۵۱ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی او په کابل کې د دغه هیواد سفیر حسن کاظمي د پاکستان ملي سرود ته د طالب قونسل د نه دریدو په غبرګون کې وایي، چې د موسیقۍ غږولو د بندیز په پلمه ډیپلوماټیکو اصولو ته سپکاوی، د شریعت پر بنسټ مانا نه لري.

هغه وايي،‌ که داسې وي د موسیقي اوریدل هم پکې شاملیږي.

ښاغلي کاظمي دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ پر اېکس خواله رسنۍ خپور کړي پیغام کې د پاکستان ملي سرود ته په پیښور کې د طالبانو د قونسل د نه دریدو په غبرګون کې کړي دي.

په پېښور کې د طالبانو قونسل محب الله شاکر څو ورځې وړاندې په یوې غونډه کې د پاکستان ملي سرود ته په درناوي کې نه و دریدلی.

د طالبانو د دغه کونسل کړنې یو شمیر غبرګونونه راپارولي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ ویلي، چې د ملي سرود سپکاوی د نړۍوالو قوانینو خلاف کړنه ده.

تر دې وړاندې په پېښور کې د طالبانو کونسلګرۍ په یوې اعلامیه کې ویلي و، چې د پاکستان ملي سرود ته د سپکاوي اراده یې نه لرله او کونسل ځکه ملي سرود ته ونه درېد چې په ملي سرود کې موسیقي غږول شوې وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د قونسل له‌خوا د ملي سرود د سپکاوي په اړه د طالبانو د سفارت څرګندونې په کلکه ردې کړې.

د خوست په غلام خان کې پر ډېورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده

۲۹ وږی ۱۴۰۳ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۴۷ GMT+۱

له خوست څخه سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې نن ماخوستن نېږدې نهه نیمې بجې د خوست غلام خان بندر ته څېرمه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ جګړه پیل شوې ده.

د سیمې اوسېدونکي وايي، چې د جګړې دلیل لا نه دی معلوم؛ خو له نېږدې کلیو څخه یو شمېر خلکو ته د وتلو امر شوی دی.

د خوست د ګربزو ولسوالۍ اړوند د مښې کلي سرحدي سیمو خلکو ویلي، چې د جګړې له وېرې اکثر خلکو کډې کړې دي.

دوی له خوستوالو غوښتي، چې د غلام خان بند له کډوالو سره مرسته وکړي.

له دې وړاندې هم پر ډېورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښتې شوي، چې دواړو خواو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د اروپا پارلمان د هغو حکومتونو غندنه غوښتې چې له طالبانو سره اړیکې عادي کول غواړي

۲۹ وږی ۱۴۰۳ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۲۸ GMT+۱

د اروپا پارلمان د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۹مه) په یوه نوي پرېکړه لیک کې د هغو حکومتونو د غندلو غوښتنه وکړه، چې له طالبانو سره اړیکې عادي کول غواړي.

دغه پارلمان د جنسیتي توپیر د پېژندلو او پر طالبانو د اروپايي ټولنې د نویو بندیزونو د لګولو غوښتنه هم وکړه.

دغه پرېکړه لیک د پنجشنبې په ورځ په ۵۶۵موافقو، ۸مخالفو او ۴۳ممتنع رایو سره تصویب شو.

په دغه پرېکړه لیک کې غوښتل شوي، چې طالب چارواکي دې د جرمونو په نړۍواله محکمه (ای سي سي) کې وپوښتل شي.

دغه پرېکړه ليک اروپايي ټولنې او مرسته کوونکو هېوادونو ته سپارښتنه کوي، چې د افغانستان د لومړنيو اړتياو، معيشت او مدني ټولنې لپاره بشري مرستې او ملاتړ زيات کړي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د پنجشنبې په ورځ د اروپايي پارلمان له خوا خپره شوې، راغلي چې د اروپا پارلمان د طالبانو نوی تصویب شوی قانون غندي چې «د امر بالمعروف و نهې عن المنکر» په نوم یادیږي.

د اروپايي پارلمان استازي وايي، په افغانستان کې ښځې په زوره ودونو ته اړ کېږي او له جنسي تاوتریخوالي او د وهلو او سنګسار له سزاګانو سره مخ دي.

دوی د افغان ښځو مبارزه هم وستایله او له هغوی سره یې خپل پیوستون څرګند کړ.

د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې هم غړو هېوادونو د افغانستان پر مېرمنو د طالبانو بندیز وغانده.

امیرخان متقي: له افغانستان چا ته ګواښ نه شته او د ملګرو ملتونو د سرمنشي معلومات ضعیف دي

۲۹ وږی ۱۴۰۳ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۵۳ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې هیڅ کومه نامسووله ډله په افغانستان کې نه شته. هغه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د تېرې ورځې د خبرو په غبرګون ویلي، چې د نوموړي معلومات ضعیف دي.

هغه د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۹مه) په افغانستان کې د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي څرګندونو په غبرګون کې خبرې کولې وویل: “پرون مو واورېدل چې د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان په اړه څرګندونې درلود؛ خو په خواشینۍ سره چې معلومات یې ډېر ضعیف وو. که حقایق په نظر کې ونیول شي، نو په افغانستان هېڅ کومه نامسووله ډله شتون نه لري او په تېرو درې کلونو کې د افغانستان له خاورې هېڅ کوم هېواد ته زیان نه دی رسیدلی. زمونږ شپږو ګاونډیو هېڅ یو هم کوم فریاد یا شکایت نه دی کړی، یوازې یو ګاونډی کله نا کله تورونه لګوي.”

امیر خان متقي د پاکستان د نوم له اخیستو ډډه وکړه.

نوموړی وايي؛ په خواشینۍ سره چې د ملګرو ملتونو سرمنشي، د دې پر ځای چې معلومات ترلاسه کړي او حقیقتونه بیان کړي، داسې یو تور یې پورې کړ چې هغوی ته مناسب نه و.

هغه وویل: "مونږ ټولې نړۍ ته اطمینان ورکړی او بیا یې هم ورکوو، چې هر څوک چې په هر ځای کې هر تشویش لري، د افغانستان په هره څنډه کې د افغانستان په نږدې ۴۰۰ ولسوالیو کې او زرګونو کلیو کې طالبان حاکمیت لري. په هره قریه کې چې څوک تشویش لري، رادې شي‌ او سیمه دې وګوري او ودې ښيي چې مخالفین یې چیرې دي.”

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي: "کله چې دغه ډلې نه د افغانستان ۴۰ میلیونه نفوس ګوري، نه یې د خیریه بنسټونو زرګونه استازي‌ ګوري، نه پرې ډېپلوماتان او سفارتونه خبر دي، نو بیا د ملګرو ملتونو یو جګپوړی چارواکی څنګه داسې یو تور لګوي؟ په خواشینۍ سره چې دا یو مناسب کار نه و.”

هغه له امنیت شورا او ملګرو ملتونو غواړي، چې د بشري حقونو، امنیت او اقتصادي پرمختګ په برخه کې دې د افغانستان حقیقتونه په نظر کې ونیسي او بیا دې اوسنی حالت د تېرو څلورو لسیزو سره پرتله کړي.

مقتي په داسې حال کې په افغانستان کې د نورو وسله والو ډلو له شتون انکار کوي، چې داعش د تېرې پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۲ مه) په دایکنډي کې ۱۴ هزاره ملکي وګړي په ډزو ووژل.

طالبانو دغه پیښه تایید کړه او د څېړنې لپاره یې یو پلاوی وټاکه.

تېره ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش د ښځو له حقونو څخه په جدي سرغړونو، د توکمیزو ډلو پر وړاندې تبعیض او همدارنګه نورو هېوادونو ته له افغانستان څخه د ترهګرۍ پر لېږد اندېښنه څرګنده کړه.

انټونیو ګوتریش د افغانستان انټرنشنل د خبریالې د یوې پوښتنې په ځواب کې د طالبانو د رژیم تر ټولو ناوړه ځانګړنه د ښځو په وړاندې سخت بندیزونه او ځورول بللې ده.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته د پاکستان استازي ویلي، چې په افغانستان کې ترهګري د پاکستان، سیمې او نړۍ لپاره تر ټولو جدي ګواښ دی.

منير اکرم وويل، پاکستان کره شواهد لري چې په پاکستان کې دننه ځينې بريدونه د طالبانو د رژيم د غړو له خوا شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي د چهارشنبې په ورځ د امنیت شورا په غونډه کې وویل، چې طالبان د داعش پر وړاندې په جګړه کې پاتې راغلي، په داسې حال کې چې القاعده او پاکستاني طالبانو ته یې پناه ورکړې او ساتنه یې کړې ده.

هغه وويل، "ټي ټي پي د پاکستان لپاره د اندېښنې وړ ډله ده او بايد د ټولې سيمې او نړۍ لپاره اندېښنه وي."

هغه زیاته کړې، چې دا ډله د شاوخوا ۶۰۰۰ جنګیالیو په درلودلو سره په افغانستان کې تر ټولو لویه ترهګره ډله ده.

د بشري حقونو د څار ډله: نړۍوالو پر نجونو د زده کړو د بندیز په تړاو معنادار اقدام نه دی کړی

۲۹ وږی ۱۴۰۳ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۴۸ GMT+۱

د بشري حقونو د څار اداره وايي، د افغان نجونو پر زده کړو بندیز څلورم کال ته داخل شوی؛ خو نړۍوالې ټولنې د دغه بندیز د لرې کولو لپاره کوم معقول اقدام نه دی کړی.

دغه سازمان ویلي، چې د نجونو پر زده کړو بندیز د طالبانو له خوا د ښځو پر حقونو یو سیستماتیک او د ښځو ضد برید دی، چې د افغانستان په ښوونیز نظام کې یې د جنسیتي نابرابري بنسټیزه کړې ده.

دغې ډلې د پنجشنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه کې په یوه یادښت کې لیکلي، چې د افغان نجونو پر زده کړو د طالبانو بندیز په روانه اوونۍ کې څلورم کال ته داخل شو او دغه بندیز د نړۍ ډېر پام ځان ته اړولی دی.

دغه سازمان ټینګار کوي، چې پر زده کړو بندیز د افغانانو د ژوند پر ټولو برخو منفي اغیز لري او د افغانستان لپاره جدي ټولنیز، پرمختیايي او اقتصادي پایلې لري.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، چې د طالبانو دا اقدام به افغانستان د ډاکټرانو، نرسانو، ښځینه ښوونکو او ښځینه متخصصینو له جدي کمښت سره مخ کړي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې پر زده کړو بندیز به په افغاني ټولنه کې د ښځو ونډه کمزورې کړي او د یوې نابرابرې، بې وزلې او محرومې ټولنې لامل به شي.

هیومن رایټس واچ پر طالبانو غږ کړی، چې سمدستي دې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز لرې کړي او ټولو ته دې باکیفیته زده کړې ورکړي.

دغه سازمان ټینګار کړی، چې نړۍواله ټولنه باید پر طالبانو فشار راوړي، چې خپلې ژمنې عملي کړي او د نجونو پر زده کړو بندیز ژر تر ژره لرې کړي.

طالبانو درې کاله وړاندې د سنبلې په ۲۱مه نېټه په ټول افغانستان کې د نجونو پر وړاندې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي وتړل.

تېره ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د چین او روسیې په ګډون ګڼو هېوادونو د طالبانو له خوا پر مېرمنو د سختونو بندیزونو له امله خپلې اندېښنې څرګندې کړې.