د اروپا پارلمان د هغو حکومتونو غندنه غوښتې چې له طالبانو سره اړیکې عادي کول غواړي

د اروپا پارلمان د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۹مه) په یوه نوي پرېکړه لیک کې د هغو حکومتونو د غندلو غوښتنه وکړه، چې له طالبانو سره اړیکې عادي کول غواړي.

د اروپا پارلمان د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۹مه) په یوه نوي پرېکړه لیک کې د هغو حکومتونو د غندلو غوښتنه وکړه، چې له طالبانو سره اړیکې عادي کول غواړي.
دغه پارلمان د جنسیتي توپیر د پېژندلو او پر طالبانو د اروپايي ټولنې د نویو بندیزونو د لګولو غوښتنه هم وکړه.
دغه پرېکړه لیک د پنجشنبې په ورځ په ۵۶۵موافقو، ۸مخالفو او ۴۳ممتنع رایو سره تصویب شو.
په دغه پرېکړه لیک کې غوښتل شوي، چې طالب چارواکي دې د جرمونو په نړۍواله محکمه (ای سي سي) کې وپوښتل شي.
دغه پرېکړه ليک اروپايي ټولنې او مرسته کوونکو هېوادونو ته سپارښتنه کوي، چې د افغانستان د لومړنيو اړتياو، معيشت او مدني ټولنې لپاره بشري مرستې او ملاتړ زيات کړي.
په هغه خبرپاڼه کې چې د پنجشنبې په ورځ د اروپايي پارلمان له خوا خپره شوې، راغلي چې د اروپا پارلمان د طالبانو نوی تصویب شوی قانون غندي چې «د امر بالمعروف و نهې عن المنکر» په نوم یادیږي.
د اروپايي پارلمان استازي وايي، په افغانستان کې ښځې په زوره ودونو ته اړ کېږي او له جنسي تاوتریخوالي او د وهلو او سنګسار له سزاګانو سره مخ دي.
دوی د افغان ښځو مبارزه هم وستایله او له هغوی سره یې خپل پیوستون څرګند کړ.
د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې هم غړو هېوادونو د افغانستان پر مېرمنو د طالبانو بندیز وغانده.


د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې هیڅ کومه نامسووله ډله په افغانستان کې نه شته. هغه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د تېرې ورځې د خبرو په غبرګون ویلي، چې د نوموړي معلومات ضعیف دي.
هغه د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۹مه) په افغانستان کې د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي څرګندونو په غبرګون کې خبرې کولې وویل: “پرون مو واورېدل چې د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان په اړه څرګندونې درلود؛ خو په خواشینۍ سره چې معلومات یې ډېر ضعیف وو. که حقایق په نظر کې ونیول شي، نو په افغانستان هېڅ کومه نامسووله ډله شتون نه لري او په تېرو درې کلونو کې د افغانستان له خاورې هېڅ کوم هېواد ته زیان نه دی رسیدلی. زمونږ شپږو ګاونډیو هېڅ یو هم کوم فریاد یا شکایت نه دی کړی، یوازې یو ګاونډی کله نا کله تورونه لګوي.”
امیر خان متقي د پاکستان د نوم له اخیستو ډډه وکړه.
نوموړی وايي؛ په خواشینۍ سره چې د ملګرو ملتونو سرمنشي، د دې پر ځای چې معلومات ترلاسه کړي او حقیقتونه بیان کړي، داسې یو تور یې پورې کړ چې هغوی ته مناسب نه و.
هغه وویل: "مونږ ټولې نړۍ ته اطمینان ورکړی او بیا یې هم ورکوو، چې هر څوک چې په هر ځای کې هر تشویش لري، د افغانستان په هره څنډه کې د افغانستان په نږدې ۴۰۰ ولسوالیو کې او زرګونو کلیو کې طالبان حاکمیت لري. په هره قریه کې چې څوک تشویش لري، رادې شي او سیمه دې وګوري او ودې ښيي چې مخالفین یې چیرې دي.”
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي: "کله چې دغه ډلې نه د افغانستان ۴۰ میلیونه نفوس ګوري، نه یې د خیریه بنسټونو زرګونه استازي ګوري، نه پرې ډېپلوماتان او سفارتونه خبر دي، نو بیا د ملګرو ملتونو یو جګپوړی چارواکی څنګه داسې یو تور لګوي؟ په خواشینۍ سره چې دا یو مناسب کار نه و.”
هغه له امنیت شورا او ملګرو ملتونو غواړي، چې د بشري حقونو، امنیت او اقتصادي پرمختګ په برخه کې دې د افغانستان حقیقتونه په نظر کې ونیسي او بیا دې اوسنی حالت د تېرو څلورو لسیزو سره پرتله کړي.
مقتي په داسې حال کې په افغانستان کې د نورو وسله والو ډلو له شتون انکار کوي، چې داعش د تېرې پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۲ مه) په دایکنډي کې ۱۴ هزاره ملکي وګړي په ډزو ووژل.
طالبانو دغه پیښه تایید کړه او د څېړنې لپاره یې یو پلاوی وټاکه.
تېره ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش د ښځو له حقونو څخه په جدي سرغړونو، د توکمیزو ډلو پر وړاندې تبعیض او همدارنګه نورو هېوادونو ته له افغانستان څخه د ترهګرۍ پر لېږد اندېښنه څرګنده کړه.
انټونیو ګوتریش د افغانستان انټرنشنل د خبریالې د یوې پوښتنې په ځواب کې د طالبانو د رژیم تر ټولو ناوړه ځانګړنه د ښځو په وړاندې سخت بندیزونه او ځورول بللې ده.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته د پاکستان استازي ویلي، چې په افغانستان کې ترهګري د پاکستان، سیمې او نړۍ لپاره تر ټولو جدي ګواښ دی.
منير اکرم وويل، پاکستان کره شواهد لري چې په پاکستان کې دننه ځينې بريدونه د طالبانو د رژيم د غړو له خوا شوي دي.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي د چهارشنبې په ورځ د امنیت شورا په غونډه کې وویل، چې طالبان د داعش پر وړاندې په جګړه کې پاتې راغلي، په داسې حال کې چې القاعده او پاکستاني طالبانو ته یې پناه ورکړې او ساتنه یې کړې ده.
هغه وويل، "ټي ټي پي د پاکستان لپاره د اندېښنې وړ ډله ده او بايد د ټولې سيمې او نړۍ لپاره اندېښنه وي."
هغه زیاته کړې، چې دا ډله د شاوخوا ۶۰۰۰ جنګیالیو په درلودلو سره په افغانستان کې تر ټولو لویه ترهګره ډله ده.

د بشري حقونو د څار اداره وايي، د افغان نجونو پر زده کړو بندیز څلورم کال ته داخل شوی؛ خو نړۍوالې ټولنې د دغه بندیز د لرې کولو لپاره کوم معقول اقدام نه دی کړی.
دغه سازمان ویلي، چې د نجونو پر زده کړو بندیز د طالبانو له خوا د ښځو پر حقونو یو سیستماتیک او د ښځو ضد برید دی، چې د افغانستان په ښوونیز نظام کې یې د جنسیتي نابرابري بنسټیزه کړې ده.
دغې ډلې د پنجشنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه کې په یوه یادښت کې لیکلي، چې د افغان نجونو پر زده کړو د طالبانو بندیز په روانه اوونۍ کې څلورم کال ته داخل شو او دغه بندیز د نړۍ ډېر پام ځان ته اړولی دی.
دغه سازمان ټینګار کوي، چې پر زده کړو بندیز د افغانانو د ژوند پر ټولو برخو منفي اغیز لري او د افغانستان لپاره جدي ټولنیز، پرمختیايي او اقتصادي پایلې لري.
د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، چې د طالبانو دا اقدام به افغانستان د ډاکټرانو، نرسانو، ښځینه ښوونکو او ښځینه متخصصینو له جدي کمښت سره مخ کړي.
دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې پر زده کړو بندیز به په افغاني ټولنه کې د ښځو ونډه کمزورې کړي او د یوې نابرابرې، بې وزلې او محرومې ټولنې لامل به شي.
هیومن رایټس واچ پر طالبانو غږ کړی، چې سمدستي دې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز لرې کړي او ټولو ته دې باکیفیته زده کړې ورکړي.
دغه سازمان ټینګار کړی، چې نړۍواله ټولنه باید پر طالبانو فشار راوړي، چې خپلې ژمنې عملي کړي او د نجونو پر زده کړو بندیز ژر تر ژره لرې کړي.
طالبانو درې کاله وړاندې د سنبلې په ۲۱مه نېټه په ټول افغانستان کې د نجونو پر وړاندې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي وتړل.
تېره ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د چین او روسیې په ګډون ګڼو هېوادونو د طالبانو له خوا پر مېرمنو د سختونو بندیزونو له امله خپلې اندېښنې څرګندې کړې.

طالبانو په ننګرهار کې د دې ډلې د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو په مرکز کې خپلو زرو سرتېرو ته د «علیکم بالجهاد» په نوم درې میاشتنۍ روزنه پیل کړه. د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، چې د دې ډلې ځواکونو ته به په دې موده کې «اسلامي، نظامي، تهدابي او مسلکي» زدکړې ورکړل شي.
د راپور له مخې، دا کسان به له دغو درې میاشتینیو زدکړو وروسته د هېواد د امنیتي وضعیت په ښه کېدو کې برخه واخلي.
د غونډې ګډونوالو د «علیکم الجهاد» تر نامه لاندې د طالبانو د امنیتي ځواکونو د روزنې د پیل په غونډه کې د خپلو ویناوو پرمهال د طالبانو پر ځواکونو ټينګار وکړ، چې له دغه ښوونیز بهیر څخه په سمه توګه استفاده وکړي، «تر څو په ډګرونو او سنګرونو کې ښې لاسته راوړنې ولري.»
یوه دیني عالم افغانستان انټرنشنل پښتو سره په خبرو کې د نه نوم د اخیستو په شرط د علیکم الجهاد د تعریف په اړه وویل: «علیکم بالجهاد یوه اسلامي اصطلاح ده چې په عمومي توګه د جهاد کولو امر یا تشویق څرګندوي. جهاد په لغوي توګه "مبارزه" یا "هڅه" معنی لري، او په اسلامي مفکوره کې یې ګڼ اړخونه شته. ځینې وختونه دا اصطلاح د ځان او نفس د اصلاح لپاره کارول کېږي (د نفس، جهاد) او ځینې وختونه په پوځي مبارزه او دفاع کې.»
طالبانو په دې وروستیو کې په خپلو امنیتي لیکو کې د ځوانانو د جذبولو بهیر چټک کړی او همداراز یې خپلو پخوانیو ځواکونو ته د روزنې چارې زیاتې کړي دي.

دا چې په تېرو شلو کلونو کې له جمهوري دولت سره په جګړه کې د طالبانو زرګونه جنګیالي وژل شوي، اوس یاده ډله نویو ځواکونو ته اړتیا لري.
سره له دې چې په افغانستان کې د طالبانو د وژنې کره شمېرې نه شته، خو څه موده وړاندې د دغې ډلې تر کنټرول لاندې د شهدا او معلولینو چارو وزارت وویل، له هغه وخته چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسېدلي ۳۱۶۱۲ د شهیدانو د کورنیو په نوم تازه ثبت کړي دي.

د منځني ختیځ انستیتیوت په خپله تازه شننه کې د طالبانو د مشر په هکله وايي، چې هبت الله اخوندزاده په خپله ډله کې د ماتې وړ دی او لاسرسی ورته کېږي. دغه اداره وايي، د نوموړي په مقابل کې یوه ننګونه هم د بل مشر په ټاکلو کې توافق ته د نورو طالب مشرانو رسېدل دي.
دې شننه کې امریکا ته سپارښتنه شوې چې د طالبانو مخالفو سیالو ډلو کې خپل نفوذ زیات کړي او همدارنګه د طالبانو د رژیم له تایید ډډه وکړي چې د واشنګټن دوښمنانو ته یې پنا ور کړې ده.
پر امریکايي چارواکو سربېره د ملګرو ملتونو په څېر نړیوالې او سیمه ییزې ادارې او هېوادونه طالبان تورنوي، چې د القاعده، ټي ټي پي او د منځنۍ اسیا هېودونو کې پر فعالیت تورنو ډلو ته یې پنا ور کړې ده.
واک ته د طالبانو تر رسدېو مخکې هم د دې ډلې د خپلمنځي درز په هکله ویل کېدل، خو تر اخره دې ډلې دا خبره ردوله.
د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې هم د دې ډلې واکمنېدو سره بیا بیا د دوی د مشرانو ترمنځ د واک پر سر د اختلافونو خبره شوې، خو لا هم په ښکاره په دې ډله کې داسې څه نه دي څرګند شوي.

د منځني ختیځ انستیتیوت په خپله تازه شننه کې د القاعده، ټي ټي پي او نورو وسلوالو ډلو په هکله هم خبرې شوې دي
په دغه شننه کې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي دا خبره هم یاده شوې چې ویلي یې دي، په کابل کې د ایمن ظواهري وژل کېدو وښوده چې طالبانو د دوحې تړون خلاف ورزي کړې ده.
دا اداره وايي، چې د القاعده د بنسټګر اسامه بن لادن د زوی او د دې ډلې د اوسني مشر سیف العدل تازه څرګندونې ښيي چې هغه له ایران افغانستان ته تللی دی.
لانګ وار جورنال نږدې درې میاشتې مخکې د سیف العدل د یوې لیکنې له مخې وویل، نوموړي له خپلو ملاتړو غوښتي چې پر غرب او اسراییل د برید لپاره افغانستان ته د روزنې لپاره لاړ شي.
طالبانو له امریکا سره د دوحې تړون کې ژمنه کړې چې بهرنیو وسلوالو ته پنا نه ور کوي او د افغانستان خاوره به د نورو پرضد نه کارېږي:
که څه هم بیا بیا په افغانستان کې د بهرنیو وسلوالو ډلو د شتون راپورونه خپرېږي، خو طالبان یې ردوي او وايي، اوس هم پر خپله ژمنه ولاړ دي.
د منځني ختیځ انستیتیوت په مقاله کې په افغانستان د داعش بریدونو ته هم کته شوې او وايي، دا بریدونه هم ښيي چې د دې ډلې وړتیا زیاته شوې ده.
که څه هم طالبان د دې ډلې د کنټرول هڅه کوي، خو د دې ډلې په ځپلو کې پاتې راغلي او امکان شته چې په مختلفو سیمو او ان اروپا او امریکا کې بریدونه وکړي.
د دې مقالې له مخې، طالبان هم د داعش د کنټرول لپاره د سیمې د استخباراتي مالوماتو او همکارۍ جلبولو هڅه کوي.
که څه هم طالبان په ښکاره دا ردوي چې داعش په افغانستان کې حضور لري، خو وخت ناوخت د دې ډلې پرضد عملیات کوي.
داعش همدا تېره اونۍ هم په دایکندي کې ۱۴ کسان ووژل او ۶ یې ټپي کړل، چې له کربلا د ستنو شویو زیارتوالو هرکلي ته تللي وو.

په «د امریکا له وتلو درې کاله وروسته افغانستان کې د ترهګرۍ لرلید او نړیوال اغېز» په نوم دا مقاله د امریکا د استخباراتو پخواني مامور داګلاس لندن او په متحده عربي اماراتو کې پخواني افغان سفیر جاوید احمد لیکلې ده.
دوی وايي، په افغانستان کې د طالبانو دحاکمیت په سیوري کې وسلوالې ډلې داسې نوعیت لري چې ځینې یې د یو هېواد او نورې یې د بل هېواد د ګټو یا امنیت لپاره ګواښ دي.
د دوی په خبره، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ په څېر که یوه ډله د چین لپاره ګواښ وي، ممکن د پاکستان، روسیې او ایران لپاره ګواښ نه وي.
له دې سره دوی زیاتوي چې په افغانستان کې له ترهګرۍ سره مبارزه په هغو ګوتشمېر مسلو کې ده چې د سیمې او نړۍ د ټولو هېوادونو په ګټه ده.
د منځني ختیځ استیتیوت په دې مقاله کې په افغانستان کې د مدرسو پر زیاتېدو هم اندېښنه ښودل شوې ده.
د دې شننې له مخې په دې مدرسو کې روزل کېدونکي طالبان به د دې ډلې راتلونکی نسل او تر اوسنیو به ډېر توندلاري وي.
د طالبانو واکمنېدو سره د دې ډلې مشر هر ولایت کې د یوې جهادي مدرسې جوړېدو فرمان ور کړل چې تر زرو زدکوونکي به لري.
د دې ډلې د پوهنې وزارت هم په هره ولسوالۍ کې لږ تر لږه د یوې مدرسې د جوړولو خبره وکړه.
د روانې اونۍ په لومړیو کې د دې وزارت چارواکو د خپلو کلنیو لاسته راوړنو راپور کې وویل، چې اوس په افغانستان کې تر ۲۲ زرو ډېر اسلامي مرکزونه او مدرسې فعالیت کوي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس وايي، د چهار شنبې په ورځ د (وږي ۲۸مه) ۲۸۹ کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستانه راستنې کړل شوې دي. یادې کورنۍ د دوه ګاونډیو هېوادونو څخه د کندهار، ننګرهار، هرات او نیمروز ولایتونو له لارې را ستنې شوې دي.
له ایران او پاکستانه په زور د افغان کډوالو د اېستلو په دوام د چهار شنبې په ورځ د (وږې ۲۸مه) ۱۸ کورنۍ د ننګرهار د تورخم، ۲۳ د کندهار د سپین بولدک، ۹۳ د نمیروز د وریښمو پله او ۱۴۶ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
باختر اژانس د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له قوله ویلي، یو شمېر کورنۍ یې خپلو اصلي سیمو ته لېږلي او له یو شمېر نورو اړمنو راستنو شویو کورنیو سره یې مرستې هم کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې له ایران او پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو اېستلو ته په غبرګون کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر دوه ورځې وړاندې ویلي و، چې هېوادونه دې د افغان کډوالو په ستنولو کې له زغم او احتیاطه کار واخلي.
امیر خان متقي په کابل کې د یو شمېر هېوادونو له سفیرانو او استازو سره په ناسته کې په خپلو خبرو کې وویل:« په ځانګړې توګه مو د پاکستان او د ایران له اسلامي جمهوریت څخه لکه څنګه یې چې په څلوېښتو کالو کې د میلیونونو افغانانو کوربهتوب کړی، هیله ده پاتې وختونه هم په ښه نیت او حوصله را سره تېر کړي، مهاجرینو ته تکلیف ونه رسېږي او افغانان په خپله خوښه هېواد ته را ستانه شي.»
په دې وروستو کې له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ چټکه شوې ده.
هممهاله افغان کډوال شکایت کوي، چې په دغو هېوادونو کې د امنیتي ځواکونو او خلکو چلن هم ور سره سخت شوی دی.