
دوو امنیتي سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د حزب الله جګپوړي قوماندان ابراهیم عقیل د جمعې په ورځ د بیروت په سویلي څنډه کې د اسراییل په برید کې ووژل شو. یوې سرچینې ویلي، چې عقیل د برید پر مهال د حزب الله د رضوان قطعې د ځانګړو ځواکونو سره د یوې ناستې په درشل کې و.
د لبنان حزب الله ډلې هم په یوه اعلامیه کې وویل، چې د هېواد په شمال کې یې د اسراییل د پوځ یو مرکز د کاتیوشا توغندیو په وسیله په نښه کړی دی.
ابراهیم عقیل چې په «تحسین» مشهور و، د حزب الله تر ټولو ستر پوځي بنسټ کې چې د «جهاد شورا» په نوم پیژندل کیږي، کار کاوه.
تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د لبنان د حزب الله د دغه جګپوړي قوماندان د نیولو لپاره د معلوماتو پر سر اووه میلیونه ډالره جایزه ایښې وه.
خو د هغه له وژل کېدو وروسته د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي وویل، چې متحده ایالات په بیروت کې د حزب الله پر دغه جګپوړي قوماندان د برید لپاره د اسراییل له نیت نه خبر وو.
د اسراییل پوځ وویل، چې له لبنان څخه د اسراییل پر شمال شاوخوا شل راکټونه توغول شوي دي.
د اسراییل ټایمز خبري ویبپاڼې راپور ورکړی، چې د دغو راکټونو نیمایي د اسراییل د دفاعي سیستم له خوا نسکور شوي دي.
د لبنان حزب الله د جمعې په ورځ (د وږي ۳۰مه) پر اسراییل ۱۷۰ توغندي توغولي دي.

د اروپایي کمېسیون مشرې د جمعې په ورځ (د وږي ۳۰مه) اوکراین ته سفر کړی او د اوکراین ولسمشر سره په یوې ګډې خبرې غونډه کې یې د کییف د بودجې د کسر حلولو لپاره د ۳۵ میلیاردو ډالرو پور اعلان کړی.
مېرمن فون در لاین، کییف ته سفر کړی تر څو د اروپا د ملاټړ او په ژمي کې د دفاع لپاره د چمتوالي په اړه له زلېنسکي سره خبرې وکړي.
اروسولا فون در لاین، له ولادیمیر زلېنسکي سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، چې پر اوکراین د روسیې بې رحمانه بریدونه په دې مانا دي چې دغه هېواد د اروپايي ټولنې دوامدار ملاتړ ته اړتیا لري.
اروپايي ټولنه په داسې حال کې اوکراین ته ۳۵میلیارده یورو پور ورکړي، چې دغه هېواد د روسیې د بریدونو په وړاندې مقاومت ته دوام ورکوي او په پوځي برخه کې خورا ډیرو مرستو ته اړتیا لري.
تر اوسه روسیې د اوکراین د انرژۍ زیربناوې سختې ویجاړې کړې او د دغه هېواد په ختیځ کې یې پرمختګونه کړي دي.
د روسیې او اوکراین ترمنځ په څه باندې دوه کلنه جګړه کې د مړو او ټپیانو ټولټال شمېر یو میلیون کسانو ته رسېدلی دی.
د نوي ډېلي لپاره د بېجینګ سفیر وايي، هېواد یې د هند د ډېرې پانګونې او توکو هرکلی کوي، خو له هند هم چینايي سوداګرو ته د مناسب چاپېریال برابرولو تمه لري. شو فیهانګ پرون په نوي ډېلي کې دا هم وویل، چین له هند سره په ساینس او ټیکنالوجۍ کې همکارۍ زیاتولو ته لېوال دی.
نوموړي هیله وښوده چې نوی ډېلی بیا له بېجینګ سره مخامخ الوتنې پیل کړي او چینايي وګړو ته د ویزې اسانتیاوې برابرې کړي.
رویټرز خبري اژانس د چینايي ډیپلوماټ دا څرګندونې له نوي ډېلي سره د ژورو اقتصادي اړیکو د پراخولو په مانا بولي، چې په ۲۰۲۰ کال د همالیا په لداخ کې د سرحدي نښتې له امله خراب شوي وو.
چین له دې نښتې وروسته پر چینايي پانګونو څار ډېر کړ او هم یې هغو هندي سوداګرو ته اداري پروسه اوږده کړه چې په هندي شرکتونو کې ونډه لري.
خو د خپل تولید د زیاتولو لپاره د هندي کمپینو په هڅو پسې اوس د نوي ډېلي حکومت د ځینې دې محدودیتونو کمولو غواړي.
چین د هند د توکو تر ټولو ستره سرچینه ده او تېر کال یې دغه هېواد ته تر ټولو ډېر صنعتي تولیدات صادر کړي و.
له چین سره د هند د سوداګرۍ درز له سرحدي نښتې وروسته کم شو، خو د روان کال په مارچ کې دوه چند او ۸۵ میلیارد ډالرو ته ورسېده.
د پاکستانۍ ورځپاڼې ډان د خبر له مخې، دغه ډاکتر په خواله رسنیو کې داسې لیکنې خپرولې چې اسلامي مقدساتو ته په کې سپکاوی کېده.
پولیس وايي، دغه تورن ډاکتر له ځانه وسله لرله او کله چې پولیسو د هغه د نیولو هڅه کوله پر پولیسو یې ډزې وکړې چې په پایله کې نوموړی ووژل شو.
ډان ورځپاڼې لیکلي، دغه پېښه د پنجشنبې په ورځ د (وږي په ۲۹مه) د سند په عمر کوټ سیمه کې هغه مهال وشوه چې دغه ډاکتر د یو بل کس سره په موټر سایکل سپور و او پولیسو غوښتل چې هغوی ودروي، او دغه ډاکټر هڅه کوله چې وتښتي.
پولیس وايي، چې دغو کسانو د تېښتې پر مهال په پر له پسې توګه پر پولیسو ډزې کولې.
پولیس وايي، دغه تورن کس یې له ټپي کېدو وروسته روغتون ته رسولی؛ خو د ژورو ټپونو له کبله یې په روغتون کې سا ورکړه.
له دغې پېښې مخکې، په دغه ښار کې ګڼو کسانو په اعتراض لاس پورې کړ، او اسلام ته یې د سپکاوي په تور د دغه ډاکتر د نیولو غوښتنه کوله.
دغو اعتراض کوونکو له پولیسو غوښتنه کوله، که تورن کس یې و نه نیوه؛ نو دوی به د پولیسو په تاڼه یرغل وکړي.
په راپور کې راغلي چې، تر دې وړاندې اعتراض کوونکو د پولیسو یو موټر ته هم اور اچولی و او پولیسو یې په تور لس کسه نیولي هم دي.
د یو بل خبر له مخې، د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد یوې ځايي محکمې د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي یوې قضیې کې یوه مسیحي مذهبه ښځه د اعدام په سزا محکومه کړې ده.
پر شګفته کرن نومې ښځې تور لګېدلی و، چې څلور کاله مخکې یې په خواله رسنۍ کې داسې څه خپاره کړي، چې د اسلام پیغمبر حضرت محمد (ص) ته سپکاوی بلل کېږي.
تر دې پېښې څو ورځې وړاندې، اسلام ته د سپکاوي په تور یو بل تورن کس هم په کوټه کې نیول شوی و، چې بیا د پولیسو په تاڼه کې د یو پولیس لهخوا ووژل شو.
اسلام ته د سپکاوي پېښې په پاکستان کې ډېرې خطرناکې پایلې له ځان سره لري او ان تر دې چې تورن کسان د ولسي خلکو لهخوا په کې وژل شوي هم دي.
د ملګرو ملتونو یوې کمېټې د پنجشنبې په ورځ اسراییل د ماشومانو د حقونو د ساتنې له نړۍوال تړون څخه په سختې سرغړونې تورن کړ او ویې ویل، چې په غزه کې د دوی پوځي اقداماتو پر ماشومانو ناوړه اغېز کړی او په وروستيو کلونو کې تر ټولو ناوړه سرغړونې دي.
فلسطیني روغتیايي چارواکي وايي، چې د اکټوبر په اوومه د حماس له خوا د پولې پورې غاړې د بریدونو په ځواب کې د اسراییل د پوځي عملیاتو له پیل راهیسې په غزه کې ۴۱۰۰۰ کسان وژل شوي.
د اسراییل د شمېرو له مخې؛ د حماس په برید کې ۱۲۰۰ تنه وژل شوي او ۲۵۰ تنه یرغمل شوي وو.
په غزه کې د وژل شویو کسانو له جملې څخه لږ تر لږه ۱۱ زره ۳۵۵ تنه ماشومان دي، د فلسطیني ارقامو له مخې په زرګونو نور ټپیان شوي دي.
د دې کمېټې مرستیال براګي ګوډبرانډسن خبریالانو ته وویل: "د ماشومانو بې رحمانه مړینه له تاریخي پلوه بې ساري ده. دا په تاریخ کې یو ډېر تور ځای دی."
هغه وویل: "زه فکر نه کوم چې موږ مخکې داسې لویه سرغړونه لیدلې وي، دومره پراخه مړینه، لکه څنګه چې موږ اوس په غزه کې یې وینو، دا خورا جدي سرغړونې دي چې موږ یې اکثره نادیده نیسو."
اسراییل چې په ۱۹۹۱ کال کې یې دا تړون تصویب کړی، په جنیوا کې د خپل ډېپلوماتیک ماموریت له خوا په لیږل شوې اعلامیه کې دغه کمېټه د "سیاسي پلوه د اجنډا" په درلودلو تورنه کړې.
دغه هېواد د سپټمبر په لومړیو کې په جنیوا کې د ملګرو ملتونو یو لړ اوریدنو ته یو لوی پلاوی واستاوه چېرې چې دوی استدلال وکړ، چې دا تړون په غزه یا لویدیځه غاړه کې نه پلي کیږي او ویلي یې دي، چې د نړۍوال بشردوستانه قانون درناوي ته ژمن دی.
اسراییل وايي، چې په غزه کې یې د پوځي عملیاتو موخه د فلسطین د حماس د واکمنانو له منځه وړل دي او دا چې ملکي وګړي نه په نښه کوي بلکې وسله وال د دوی په منځ کې ځان پټوي، هغه څه چې حماس یې ردوي.
کمېټې د دوی په مجلسونو کې د اسراییل د ګډون ستاینه کړې خو ویلي یې دي، چې "د دولت له خوا د خپلو قانوني مکلفیتونو په تکرار ردولو یې ژوره خواشیني څرګنده کړې ده".
د ملګرو ملتونو ۱۸ کسیزه کمېټه د ماشومانو د حقونو په اړه د ۱۹۸۹ کنوانسیون په برخه کې د هېوادونو کړنې څاري.
د دغو څارنو په پایله کې دې پر اسراییل غږ کړی، چې د جګړې له امله په زرګونو معیوب یا ټپیان شوي ماشومانو ته بېړنۍ مرستې چمتو کړي، د یتیمانو سره مرسته وکړي او له غزې څخه د نورو زخمیانو وتلو ته اجازه ورکړي.
د ملګرو ملتونو اداره د خپلو سپارښتنو د پلي کولو لپاره هېڅ کوم ځواک نه لري که څه هم ټول هېوادونه اړ دي، چې له دغو سپارښتنو د اطاعت وکړي.
د اوکراین چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل، چې روسیې د هوايي بریدونو په یوې نوې څپې کې د اوکراین د انرژۍ تاسیسات په نښه کړي. دا بریدونه په داسې حال کې شوي، چې د ملګرو ملتونو د څارنې ادارې ویلي وو، چې د برېښنا شبکې باندې بریدونه ممکن د بشري قانون سرغړونه وي.
سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې ملکي زېربناوې هم زیانمنې شوي او د انرژۍ نړۍوالې ادارې په دې ژمي کې په اوکراین کې د برېښنا د کمښت خبرداری ورکړی.
د اوکراین هوايي ځواک ویلي، چې د روسیې له خوا په دغه برید کې کارول شوې ټولې ۴۲ بې پیلوټه الوتکې او یو توغندی یې نسکور کړی دی.
سیمه ییز څارنوالانو وویل، چې د چهارشنبې ماښام د کراسنوپیلیا سیمې ته نږدې په دغه برید کې درې کسان وژل شوي دي.
بل خوا د پنجشنبې په ورځ په یو بل روسي برید کې دوه کسان وژل شوي او یو روغتیايي مرکز زیانمن شوی دی.
د اوکراین د انرژۍ وزارت ویلي، چې په لسو سیمو کې د برېښنا کمښت رامنځته شوی او د انرژۍ نړۍوالې ادارې په یو راپور کې ویلي، چې د ژمي په سختو میاشتو کې د اوکراین د برېښنا کمښت ښايي ډېر لوړ شي او شته برېښنا به د خلکو د اړتیا وړ درېیمه برخه برېښنا پوره کړي.
اروپايي ټولنې هم په دې اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې په لیتوانیا کې د تېلو د برېښنا د یوې فابریکې فعالیت دروي، تر څو په اوکراین کې دا ډول یوه فابریکه جوړه کړي او بل دا چې اوکراین ته به د برېښنا صادرات هم زیات شي.
په اوکراین کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څارنې ماموریت ویلي، چې د انرژۍ پر شبکې د روسیې بریدونه، د اوبو رسولو، فاضله موادو د تخلیې، د ګرمو اوبو د برابرولو، عامې روغتیا، پوهنې او په ټولیزه توګه اقتصاد ته پراخ خطرونه پېښوي.
د دغه ماموریت په اعلامیه کې راغلي: "د دې باور لپاره معقول دلیلونه شته چې د اوکراین پر برېښنا او د تودوخې تولید او لېږد زېربناو باندې د روسیې بریدونه د نړۍوال بشردوستانه قانون له بنسټیزو اصولو څخه سرغړونه ده."
کییف وايي، چې د انرژۍ د سیستم په نښه کول یو جنګي جرم دی او د جرمونو نړۍوالې محکمې د څلورو روسي چارواکو او پوځي افسرانو د نیولو امر صادر کړی دی، چې د ملکي برېښنا زېربناوې بمباروي.
مسکو بیا وايي، چې د برېښنا زېربناوې د دوی لپاره یو مشروع پوځي هدف دی او د خپلو چارواکو په وړاندې تورونه یې بې اساسه بللي دي.