• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایمل ولي خان:د یو پاکستاني په توګه وایم له افغانستان سره د پښتونخوا یو ځای کول ناسم کار دی

۱ تله ۱۴۰۳ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۱۰ GMT+۱تازه شوی: ۲ تله ۱۴۰۳ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۸:۴۲ GMT+۱

د عوامي نشنل ګوند مشر ایمل ولي خان په یوه وروستۍ مرکه کې وویل، چې د یو پاکستاني په توګه وایم له افغانستان سره د پښتونخوا یوځای کول ناسم کار دی. ایمل خان په دې مرکه کې وايي، چې «لر او بر یو افغان نعره» دا معنا نه لري چې مونږ له پاکستانه جدا او له افغانستان سره یوځای شو.

ایمل ولي خان د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ د یولسم اکټوبر قومي عدالت په اړه وویل، چې جرګه د پښتنو تاریخ دود دی او زیاتره مسایل د جرګو له لارې حل کیږي.

د پوډکاست چلوونکې د یوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي ایمل ولي خان وویل، چې پښتون ژغورنې غورځنګ د «لر او بر یو افغان» دا معنا لري، چې مونږ د قوم او د ژبې له مخې یو خلک یو او اوس هم زمونږ په کډون ټول په پاکستان کې مېشت پښتانه ځانونو ته افغانان وایو او دا یوه تاریخي مساله چې افغانستان د دوی د نیکونو وطن دی.

هغه د یولسم اکټوبر قامي عدالت ته د جرګې نوم ورکړ او په ډاکه یې کړه، چې تمه لري د خپل ملک «پاکستان» پر خلاف په کې څه نه وي.

تر دې وړاندې منظور پښتین د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي ګیله‌من وزیر په یاد غونده کې د وینا پرمهال ویلي وو، چې راتلونکي اکټوبر کې به د پښتنو قامي عدالت جوړوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین پاکستاني چارواکو ته په خطاب کې ویلي وو: « کوم حالت چې تاسو یې رامنځته کوئ، پښتانه یې نه درسره مني او نه په داسې حالاتو کې درسره مخته ځي.»

هغه د ګيله‌من وزیر د جنازې پرمهال ګډونوالو ته ویلي وو، چې دوی به د اکټوبر په ۱۱مه د پښتنو ولسونو سره په ګډه داسې پرېکړه کوي، چې ورسره به د احمدشاه بابا تاریخ یو ځلې بیا را ژوندی کړي.

هغه په خپلو پلویانو غږ کړی وو، چې حوصلې به نه بایلي، ځکه چې د هغه په وینا، خبرې اوس یو تاریخي پړاو ته داخلې شوې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

په پاکستان کې د بهرنیو ډېپلوماتانو پر امنیتي پولیسو چاودنې یو افسر وژلی او ۴ ټپیان دي

۱ تله ۱۴۰۳ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۳۷ GMT+۱

د پاکستان پولیسو ویلي، چې د دغه هېواد په شمال لوېدیځ سوات کې د یکشنبې په ورځ یوې بمي چاودنې د پولیسو یو افسر وژلی او څلور نور ټپیان دي، چې د شاوخوا لسو ډېپلوماتانو د امنیت د ساتلو په موخه د ګومارل شوي امنیتي ټیم غړي وو.

د سوات سیمې د پوليسو افسر زاهدالله خان رویټرز خبري اژانس ته وايي، چې ډيپلوماتان د ځايي سوداګرۍ خونې په بلنه دغې سیمې ته تللي وو.

هغه وویل: “د پولیسو د هغې ډلې موټر چې د ډیپلوماتانو د کاروان مشري یې کوله د سړک پر غاړې په ښخ ماین وښته او چاودنه رامنځ ته شوه.”

نوموړی وايي، چې د سوات په سیمه کې د دولسو هېوادونو د ډېپلوماټانو پر کاروان چاودنه شوې ده، چې د ډېپلوماټانو کاروان ته پر وخت رسیدګي شوې ده.

د خان په خبره؛ په دغه چاودنه کې څلور نور پولیس افسران ټپیان شوي دي.

پولیسو ویلي، چې ټول ډېپلوماتان خوندي دي او بېرته اسلام اباد ته روان شوي دي.

تر اوسه د دغې پېښې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

د طالبانو د دفاع وزارت چارواکی: په چاپلوسۍ دنده ترلاسه کول اوس عام دود ګرځېدلی

۱ تله ۱۴۰۳ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۲۵ GMT+۱

د طالبانو د دفاع وزارت سر مفتیش مفتي لطف‌الله حکیمي په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې «په هغه چاپېریال کې چې چاپلوسي عامه وي، کاري فضا ناسالمه کیږي» نوموړي ویلي، چې په چاپلوسۍ دنده ترلاسه کول اوس عام دود ګرځېدلی.

د طالبانو د دفاع وزارت سر مفتیش لطف‌الله حکیمي د یکشنبې په ورځ د (تلې لومړۍ نېټه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي: «په چاپلوسۍ د مقام ترلاسه کول اوس عام دود شوی.»

د طالبانو د دفاع وزارت دغه چارواکی وایي، په هغه چاپیریال کې چې چاپلوسي عامه وي، کاري فضا ناسالمه کېږي.

نوموړی زیاتوي، چې په داسې ځایونو کې خلک پر خپل کار او حقیقي پرمختګ تمرکز نه کوي، بلکې هڅه کوي چې د چاپلوسۍ او بې ځایه صفتونو له لارې مقام او امتیازونه ترلاسه کړي.

د هغه په خبره دا حالت کاري وړتیا او څرنګوالی پیکه کوي.

له ښاغلي حکیمي څخه وړاندې نورو طالب مشرانو هم ورته څرګدونې کړې وې او ویلي یې وو، چې په یو شمېر ادارو کې د مسلکي او وړ کسانو پر ځای نا مسلکي کسان د چاپلوسۍ او خپلوئ له مخې په دندو ګمارل شوي دي.

د راپورونو له مخې، یو شمېر طالبان د خپلو لوړ پوړو چارواکو د خوشحالولو لپاره پر ټویټر او نورو ټولنیزو رسنیو کې نه منوونکي تبلیغات کوي، چې په دې سره طالب مشرانو ته نږدې شي او په خپله دندو پاتې شي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان: پر ۵.۶ میلیونه کروندګرو باندې به د غنمو تخم ووېشي

۱ تله ۱۴۰۳ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۱۲ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان وایي، دغه اداره به په افغانستان کې د ۲۰۲۴ کال تر پایه ۵،۶ میلیونه کروندوګرو ته د غنمو با کیفیته تخم او کیمیاوي سره ووېشي. د ملګرو ملتونو چارواکو په کندوز ولایت کې له کروندګرو سره د دوی د اړتیاوو او د «ژمي غنمو د کمپاین» په اړه خبرې اترې وکړې.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان تر دې وړاندې هم ویلي و، ټاکل شوې ده، چې د دې سازمان د «ژمي غنمو کمپاین» کې څه باندې یو میلیون ټنه غنم راټول کړي، چې په افغانستان کې به د کابو پنځه میلیونه کسانو اړتیاوې پوره کړي.
یاد سازمان زیاته کړه، چې په افغانستان کې نږدې دوه میلیونه نورو کسانو ته د غنمو د تامین لپاره ۳۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې سږ کال په هېواد کې د غنمو ۴.۹ میلیون میټریک ټنه حاصلات راټول شوي دي.

د دوی په خبره، د غنمو په حاصلاتو کې ۱۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
غنم د افغانستان په کرنه کې حیاتي رول لري او د ډېریو کورنیو لپاره د خوړو اصلي سرچینه ده.
د یادولو ده، چې دا محصول د هېواد د کرنیز اقتصاد لویه برخه جوړوي.

اوچا: هالنډ د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱۵ میلیونه یورو مرسته کړې

۱ تله ۱۴۰۳ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۹:۴۴ GMT+۱

اوچا په خپله رسمي اېکس پاڼه لیکلي، چې د هالنډ هېواد د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱۵ میلیونه یورو مرسته کړې ده. او چا د یادې مرستې په اړه نور جزیات نه دې ورکړي، چې یاده مرسته به په کومو برخو کې ولګول شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکی سازمان (اوچا) د یکشنبې په ورځ د (تلې لومړۍ نېټه) په اېکس پاڼه د هالنډ له لوري د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د ۱۵ میلیونه یورو مرستې په اړه مننه کړې ده.

اوچا لیکلي، چې هالنډ له افغانستان سره درېیم لوی مرسته کوونکی هېواد دی او د ۲۰۱۶مېلادې کال راهیسې یې له افغانستان سره ۸۹ میلیونه یورو مرسته کړې ده.

دغه سازمان د هالنډ هېواد له لوري د تازه مرستې په اړه نور جزیات نه دې خپاره کړې، چې یاد ۱۵ میلیونه یورو به په کومه برخه کې ولګیږي.

خو دغه سازمان څو ورځې وړاندې ویلي وو، چې په افغانستان کې د ورستیو بارانونو او سېلابونو له امله ۱۹۱۰۰ کورونه اغېزمن شوي، چې له دې جملې، ۶۲۰۰ کورنه ویجاړ او ۱۲۹۰۰ نور کورونه زیانمن شوي دي.

یاد سازمان ویلي و، چې د راتلونکي ژمي لپاره له یو میلیونه کسانو سره د مرستو لپاره ۵۹،۳ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

طالبانو په هرات کې درې تنه د نشه‌یي توکو د پلور، لېږد او رالیږد په تور په دورو وهلي

۱ تله ۱۴۰۳ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۸:۵۶ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېره ورځ یې په هرات ولایت کې درې تنه د نشه‌يي توکو د پلور، لېږد او رالېږد په تور په عام محضر کې ۳۹ ـ ۳۹ دورې وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې له لوري د یکشنبې په ورځ د (تلې لومړۍ نېټه) په یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې د شنبې په ورځ د هرات ولایت د لومړۍ محکمې له لوري درې تنو ته د نشه‌يي توکو د خرڅلاو، لېږد او رالېږد په تور تعزیري سزا ورکړل شوې.

په خبرپاڼه کې د تورنو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي، خو زیاتوي، هر تورن کس یې د ۳۹ ـ ۳۹ دورو وهلو تر څنګ دوه ـ دوه کاله بند سزا هم ورکړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو درې ورځې وړاندې په سرپل ولایت کې د «نامشروع اړیکو» او «زنا» په تور هم د سیمې اوسېدونکو ته سزاګانې ورکړې وې.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره دغې ډلې یو ځل بیا په عام محضر کې د خلکو بدني سزاوې پیل کړې دي او نږدې هره ورځ له بېلابېلو ولایتونو څخه د تعزیري سزاګانو خبرونه خپروي.

د راپورونو له مخې؛ طالبانو یوازې په تېرو شپږو میاشتو کې د ښځو په ګډون شاوخوا ۲۰۰ کسان په عام محضر کې په دورو وهلي دي.