
د پاکستان پولیسو ویلي، چې د دغه هېواد په شمال لوېدیځ سوات کې د یکشنبې په ورځ یوې بمي چاودنې د پولیسو یو افسر وژلی او څلور نور ټپیان دي، چې د شاوخوا لسو ډېپلوماتانو د امنیت د ساتلو په موخه د ګومارل شوي امنیتي ټیم غړي وو.
د سوات سیمې د پوليسو افسر زاهدالله خان رویټرز خبري اژانس ته وايي، چې ډيپلوماتان د ځايي سوداګرۍ خونې په بلنه دغې سیمې ته تللي وو.
هغه وویل: “د پولیسو د هغې ډلې موټر چې د ډیپلوماتانو د کاروان مشري یې کوله د سړک پر غاړې په ښخ ماین وښته او چاودنه رامنځ ته شوه.”
نوموړی وايي، چې د سوات په سیمه کې د دولسو هېوادونو د ډېپلوماټانو پر کاروان چاودنه شوې ده، چې د ډېپلوماټانو کاروان ته پر وخت رسیدګي شوې ده.
د خان په خبره؛ په دغه چاودنه کې څلور نور پولیس افسران ټپیان شوي دي.
پولیسو ویلي، چې ټول ډېپلوماتان خوندي دي او بېرته اسلام اباد ته روان شوي دي.
تر اوسه د دغې پېښې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

له خیبرپښتونخوا سرچینې وايي، چې د شمالي وزیرستان میرعلي کې د پاکستان پوله ساتو ځواکونو پر یوه کاروان وسله والو برید کړی چې یو عسکر په کې وژل شوی او دوه ټپیان شوي. هاخوا د هنګو په منډولي سیمه کې پر یوې پوستې برید کې شپږ پوله ساتي عسکر ټپیان شوي.
له خیبرپښتونخوا سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته نن یکشنبه د (تلې لومړۍ نیټه) ويلي چې تېره شپه وسله والو د شمالي وزیرستان په میرعلې کې د پاکستان پوله ساتو ځواکونو پر یوه کاروان برید کړی چې په کې یو عسکر وژل شوی او دوه تپیان دی.
سرچینې وايي، پر دغه کاروان وسله والو مخامخ برید کړی.
د دغه برید مسوولیت په ټي ټي پي پورې تړلې د حافظ ګلبهادر ډلې په غاړه اخیستی.
د یو بل خبر له مخې د خیبرپښتونخوا په هنګو ولسوالۍ هم د پاکستان پوله ساتو ځواکونو (ایف سي) پر یوې پوستې د وسله والو په برید کې شپږ عسکر ټپیان شوي.
پاکستاني رسنیو ویلي، د دغه برید ټپیان روغتون ته لېږدول شوي چې د ځينو هغو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی.
په دې وروستیو کې په خیبرپښتونخوا ایالت د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونو زور اخیستی او نږدې هره ورځ پر دغو ځواکونو د سړک غاړې ماین چاودنو او مخامخ بریدونو خبرونه ورکړل کیږي چې مرګ ژوبله هم په کې اوړي.
پاکستاني پوځ هم د دغه ایالت په بیلابیلو سیمو کې پوځي عملیاتو ته زور ورکړی او په وسله والو پسې چاڼیز عملیات کوي چې د سیمې خلکو په خبره د داسې عملیاتو پر مهال ولسي خلکو ته هم د سر او مال زیان اوړي.
د پاکستان کرېکټ بورډ وايي، د کرېکټ نړیوالې شورا يو پلاوی ډاډمن شوی چې په دغه هېواد کې د ۲۰۲۵ نړیوال جام لپاره ښه تیاری روان دی. د کرېکټ اتلولۍ جام د اتو لوبډلو ترمنځ د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ مياشتې په ۱۹ د پاکستان په کوربتوب پيليږي.
د پاکستان رسنيو خبر ورکړی، چې د کرېکټ نړيوالې شورا یو پلاوی اسلام اباد ته تللی او د دې هېواد د کرېکټ بورډ له مشر محسن نقوي سره یې د ۲۰۲۵ اتلولۍ جام پر تیاريو خبرې کړې دي.
په دې ليدونو کې د کراچۍ، راولپنډۍ او لاهور د لوبغالو پر عصري جوړېدو، امنيتي مسايلو او د لوبو پر ښه تر سره کېدو هم خبرې شوې دي.
په ليدنه کې د پاکستان کرېکټ بورډ مشر هم ډاډ ور کړی، چې د دې لوبو لپاره به بشپړ تیاری ونیسي او په ښه ډول به تر سره شي.
په دې سياليو کې افغانستان، هند، پاکستان، بنګلهدېش، انګلینډ، استراليا، نيوزيلينډ او سویلي افریقا لوبډلې برخه لري.
د کرېکټ اتلولۍ جام وروستۍ سیالۍ په ۲۰۱۷ کال په انګلينډ کې شوې وې، چې پايلوبه کې يې پاکستان هند ته ماتې ورکړې وه.
دغه سيالۍ په پنځوس اوره بڼه کیږي.
په اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد محکمې د پښتونخوا د سر وزیر علي امین ګنډاپور او د تحریک انصاف د ځینو مشرانو د نیولو امر کړی دی. دې محکمې د تحریک انصاف ګوند یو مشر عمر تنویر بټ هم محکمې ته د پرله پسې غیر حاضرۍ له امله «فراري» اعلان کړ.
د پاکستاني رسنیو په وینا، علي امین ګنډاپور د قضايي کمپلکس اړوند د برید او ورانکارۍ په تړاو د «ترهګرۍ» قضیه کې تورن او د څېړونو لپاره غوښتل شوی.
ګنډاپور مخکې اعلان کړی و، که د پاکستان حکومت ورته له افغان طالبانو سره د سولې د خبرو اجازه ور نه کړي، د سر وزیر په توګه به د قبایلي مشرانو په مشرۍ له طالبانو سره خبرو ته کېني.
نوموړي له قومي مشرانو او د ګوندونو له استازو سره په کتنه کې وويل: «په دې ایالت کې سوله په يوه سوله ييز افغانستان پورې اړه لري.»
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف له افغان طالبانو سره د خبرو اترو په اړه د پښتونخوا د سر وزیر د څرګندونو په غبرګون کې ټینګار کړی، چې هېڅ صوبه هم له یوه بهرني هېواد سره د خبرو واک نه لري.
هغه ګنډاپور تورن کړی، چې د پاکستان امنیت په خطر کې اچوي.
په ورته وخت کې په اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد محکمې د ګنډاپور د نيولو امر کړی او د هغه د ضمانت غوښتنه يې هم رد کړې.
محکمې د پښتونخوا سر وزیر او د پاکستان تحریک انصاف ځینو مشرانو ته غیر ضمانتي سزاګانې اورولې دي.
وروسته له هغه، چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند لسګونه غړي د پولیسو له خوا ونیول شول او نامعلومو ځایونو ته یې انتقال کړل، د دغه ګوند پلویان راټول او له پولیسو سره یې په تاوتریخجنو نښتو لاس پورې کړ.
پاکستاني رسنۍ راپور ورکوي، چې ناامني د اسلام اباد په ځینو برخو کې د سړکونو د تړلو او پراخ ګډوډۍ لامل شوې ده.
د سپتمبر میاشتې په څوارلسمه چې په میډیا کې د افغانستان لپاره د پاکستان د خاص استازياصف درانی د خپلې چوکۍ نه د ګوښه کیدو خبر خپور شو،نو په دغه خبر د تبصرو په ضمن کې تبصره کوونکو د پاکستان او د طالبانو تر منځه په اړیکو هم خبرې وکړې.
د ځینې شنونکو دا خیال وو چې اصف درانی د پاکستان واکمنانو ځکه د استازیتوب له کار نه ایسته کړی چې هغه د ټي ټي پي په باره کې د افغان طالبانو د سیاست په بدلولو کې بریالې نه شو ، خو پوځیانو د اصف دراني نه وړاندې پخوانی سفیر صادق خان هم د څه وخت د لپاره د خاص استازي په توګه ساتلی و او بیا یې هغه هم دغسې ایسته کړی وو.
حقیقت دا دی چې د ۱۹۸۰ لسیزې د جنرل ضیاالحق د پوځي دکتاتورۍ د وخت نه د افغانستان په باب د پاکستان د پالیسۍ جوړولو کار د پوځ او د هغه د استخباراتو یعنی د ای اېس ای په لاس کې دی او نن هم افغان پالیسی د هغوۍ په انحصار کې ده، د پاکستان پارلمان او یاخارجه وزارت په دې کې چندان نقش نه لري.
په امریکا کې د یولسم سپتمبر د ترورستي حملو نه وړاندې ټول کارونه په بربنډه توګه او په ډاګه کیدل، پیښور ، کوټه او په نورو ښارونو کې د طالبانو څرګند او غټ دفترونه وو، دوی به د ای اېس ای دفترونو ته هم تګ راتګ کاوه.
د طالبانو دفترونو به په افغانستان کې د جنګ لپاره زرګونه خلک استخدامول او افغانستان ته به یې لیږل، خو د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسمې نه وروسته بیا دا کارونه اخفا ته ولاړل، خو بیا هم پاکستان کې دا کومه پټه خبره نه ده چې په لوړه کچه له طالبانو سره د اړیکو د پاللو کار اوس هم د جنرالانو په لاس کې دی، چې زیاتره پنجابیان وي.
پښتو ژبي سفیران د پالیسۍ جوړولو په کار کې کومه ونډه نه لري، دوی تش کابل ته سوال او ځواب د وړلو او راوړلو دنده په غاړه لري.
د کال ۲۰۲۱ د اکتوبر د میاشتې په وړومبۍ اونۍ کې د طالبانو په منځ کې د واک د ویش د کشالې د حل په خاطر د ای اېس ای د هغه وخت عمومي رئیس جنرال فیض حمید کابل ته تللی و.
ځینې باخبره ژورنالستان وايي چې د جنرال فیض حمید په پیښور کې د قول اردو د کومندانۍ په وخت کې د افغان طالبانو د رهبرۍ غړي له فیض حمید سره د خبرولپاره په پټه پیښور او وزیرستان ته هم راغلي وو.
اوس پوښتنه دا ده چې په کابل کې د طالبانو د واکمنۍ د څه د پاسه دریو کلونو نه وروسته د پاکستان او د طالبانو اړیکې په ریښتیا هغسې ترینګلې دي چې داړه غاړې یې ادعا کوي او که نه د ځینې خاصو اجندا ګانو لپاره د هغوی مرموزې اړیکې نن هم ادامه لري
حقیقت دا دی چې د افغانستان او د سیمې لپاره د غرب د ستراتیجۍ په چوکاټ کې چې پاکستان ته کوم نقش ورکړی شوی هغه اوس هم په خپل ځای دی او په هغه کې د پاکستان د اوږدې مودې ګټې خوندي دي.

د مثال په توګه په ۱۹۲۱ کې د افغان انګلیس تر منځه په کابل کې لاس لیک شوې لوظنامې له مخې د ډیورانډ په فرضي کرښه د پاسه پرتو قبیلو د غړو دا حق انګلیسانو ومانه چې دوی به د فرضي کرښې د پاسه د عبور او مرور لپاره ویزې او پاسپورټ ته اړتیا نه لري.
دې حق ته د معاهدې په انګلیسي متن کې د Easement Rightیعنې د لارې نه د استفادې حق ویل شوی، د دغه حق له مخې د سلو کالو نه زیاته موده کې د پښتنو او بلوڅو قبیلو غړو بدون د ویزې او پاسپورټ نه د فرضي کرښې د پاسه د عبور او مرور د حق نه استفاده کوله.
خو چې کله طالبانو کابل ونیو، نو پاکستان سترګې بدلې کړې او تیر کال د اکتوبر د میاشتې نه پاکستان په خودسرانه او کاملن په یو طرفه توګه د چمن او نورو دروازو په تیریدونکو خلکو باندې د ویزې او پاسپورټ شرط تحمیل کړ.
د تیرو یوولسو میاشتو نه په چمن، انګور اډه او نورو دروازو کې د پښتنو قبیلو احتجاج ادامه کړې ده، خو طالبانو د ډیورانډ د انګلیسي کرښې د پاسه د نوې پاکستانۍ کرښې د تحمیل په باب چوڼ نه دی کړی.
په تجارت کې پاکستاني مالونه د افغانستان له لارې مرکزي اسیا ته لیږدول کیږي، خو د دې په مقابل کې د افغانستان مالونه د پاکستان له لارې هندوستان ته د لیږدولو اجازه نه لری، خو د طالبانو احتجاج په دې مسله چا نه دی اوریدلی.
که پاکستان خپله طالباني پروژه کې تاوان لیدلی، نو د افغانستان په باره کې به یې په خپل سیاست کې بدلون راوستی، چې تر اوسه بدل شوی نه دی.
تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د پاکستان واکمنانو به په خپل هیواد کې د طالبانو د تولید فابریکې تړلې وې، خو تر اوسه دا کار نه دی شوی.
په افغانستان کې د پاکستاني مدرسو سوونه څانګې پرانستل کیږي، چې د پاکستان د نفوذ او اشغال غټه او اصلي وسیله ده.
پاکستاني جنرالان خو په دې طمع دي چې دروسیې په ضد د غرب د ستراتیژۍ په چوکاټ کې به دغه مدرسې د مرکزي اسیا هیوادونو کې هم نفوذ وکړي.
په دې ډول به د پاکستان نفوذ د امو سیند نه پورې خوریږي او هغه هیوادونه به هم د افغانستان په څیر د پاکستان د اومو موادو سرچینې او د تیار مال منډيي وګرځي.

د ډیورنډ کرښې په شرق کې د ټي ټي پي په فعالیت باندې د پاکستان او افغانستان تر منځه په ظاهره اختلاف یوه صحنه سازي ده، ځکه چې پاکستاني جنرالانو او طالبانو دواړو په سیاسي توګی په ظاهره دیو او بل نه لرې کیدلو ته اړتیا لرله.
د افغانستان وګړي طالب د پاکستان لاس پوڅي ګڼي، طالب دې ته اړتیا لرله چې ځان مستقل ښکاره کړي.
پاکستان هم غوښتل چې اوس په ښکاره ډول د طالب د مربیتوب نقش نور ونه لوبوي، ځکه چې طالب په څرګنده د یو شمیر ترورستي سازمانونو کوربه دي، نو د خلکو په سترګو کې د خټې اچولو لپاره دواړو یوه بل ته د څرمنو اسمانونه وګړبول، خو په اخفا کې یې خپلې ستراتیژیکې اړیکې برقراره وساتلې دي.
په دې خبره پوهیدل لازم دي چې د پاکستان دولت او پنجابي روشن فکران هیڅ کله طالبان خپل دوښمنان نه ګڼي.
د هغوی په اند دا احساساتي ځوانان چې ژوره پوهه نه لري، خو اسلامي شریعت نافذول غواړي، پاکستان کې واکمن پښتانه او بلوڅ ملت پاله سیاسي ډلې خپل اصلي دوښمنان ګڼي او د هغوی د ماتولو په مبارزه کې طالب خپل اصلي متحد ګڼي.

عمران خان چې د پاکستان د وزارت عظما د چوکۍ نه ګوښه شو نو هغه په خپله یوه مصاحبه کې وویل چې د وزیر اعظم په توګه د هغه په مشرۍ یوه رسمي دولتی غونډه کې د پاکستان د پوځ د جنرالانو په حضور کې دا تصمیم نیول شوی و، چې د ټي ټي پي د جنګیالو او د هغوی د کورنیو په ګډون څلویښت زره کسان به پاکستان کې بیا میشت شي.
د دغه تصمیم په رڼا کې جنرال فیض حمید د ټي ټي پي غړي پښتونخوا کې ځای په ځای کړل.
د پاکستان پښتانه چې اوس د پاکستان د پوځ نه بیزاره شوی دی
د پاکستان پښتانه چې اوس د پاکستان د پوځ نه بیزاره شوي، او هغه یې له خپلو سیمو نه وباسي، نو طالبان ورپسې راوستل شوي ، هدف یې د دوی په داسې ډول اداره کول دي چې د ملتپالنې مخه ونیول شي.
د پاکستاني عسکرو او طالبانو ترمنځه جګړې استخباراتي لوبې دي، پرون امریکايي عسکرو او طالب تر منځه جنګ نه وو ؟ ایا هغوی نن متحدین نه دي؟ د پاکستان او طالبانو تر منځه ظاهري شخړې هم استخباراتي لوبې دي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.
ډیپلوماتیکې سرچینې وايي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ایالتونو له سر وزیرانو غوښتي چې بهرنیو ډیپلوماتانو ته په مراسمو کې د ګډون لپاره له بلنې مخکې رسمي اجازه واخلي. دا غوښتنه وروسته له هغه شوې، چې د طالبانو قونسل د پاکستان ملي سرود ته د درناوي لپاره له دریدو ډډه وکړه.
په پېښور کې د طالبانو جنرال قونسل محب الله شاکر د سې شنبې په ورځ د خېبر پښتونخوا د سر وزیر علي امین ګنډاپور په بلنه په یوه کنفرانس کې ګډون کړی و.
د پاکستان د ملي سرود د غږولو پر مهال نور چارواکي او ډیپلوماتان ودرېدل، خو د طالبانو قونسل او د هغه ملګري یوازیني کسان وو چې و نه درېدل.
د طالبانو د جنرال قونسل دغه کړنې اسلام اباد په غوسه کړ او په تېرو څو ورځو کې پاکستاني رسنیو دا موضوع په پراخه کچه تر پوښښ لاندې راوسته.
ځینو پاکستاني رسنیو د دغه طالب ډیپلومات چلند د پاکستان سپکاوی بللی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې وویل، چې د ملي سرود د غږولو پر مهال د درناوي په موخه د طالب چارواکي د نه دریدو په اړه د طالبانو د کونسلګرۍ وضاحت نه دی منل شوی.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ وویل: دغه چلند د پاکستان د خلکو احساسات زیانمن کړي او اسلام اباد یې د ملامتۍ وړ ګڼي.
نوموړي د پنجشنبې په ورځ - د وږي په ۲۹مه - په خپل اونيز خبري کنفرانس کې وویل، چې پاکستان د دغه چلند په اړه خپل سخت اعتراض په کابل کې د طالبانو چارواکو ته رسولی دی.
په پېښور کې د طالبانو قونسل وویل، چې هغه په ملي سرود کې د موسیقۍ د غږولو له امله له خپلې څوکۍ څخه نه دی پورته شوی، هغه زیاته کړه: "د ملي سرود د سپکاوي هیڅ نیت مې نه درلود."