د دغه سازمان په خبره؛ د هغو سفارتونو له خوا چې د طالبانو په کنټرول کې نه دي د صادرو شویو اسنادونو نه منل کېدل، د هغه څه په پرتله چې تصور یې کېږي، لږ عملي اهمیت لري.
دغه سازمان ټینګار کړی، چې د واک دعوه کوونکي هیڅ قانوني حق نه لري چې د حکومت په توګه په رسمیت وپېژندل شي او له همدې امله د افغانستان ماموریتونه چې د طالبانو تر واک لاندې نه دي د زمري له ۱۴۰۰ راهیسې په ډېرو هېوادونو کې خپل فعالیت ته دوام ورکړی دی.
اسراییل او حزب الله د یکشنبې په ورځ سخته جګړه کړې دي.
د اسراییل جنګي الوتکو د لبنان په سویل کې د شا او خوا یو کال په جګړو کې تر ټولو سخته بمباري کړې، بل خوا حزب الله پر راکټونو شمالي اسراییل په نښه کړی دی.
د اسراییل د دفاع وزیر یوف ګالنټ وویل، چې پر لبنان به بریدونه به تر هغه دوام وکړي تر څو چې د اسراییل له شمالي سیمو څخه د بې ځایه شویو کسانو بېرته ستنېدل خوندي شوي نه وي.
په همدې حال کې حزب الله ژمنه کړې، چې د غزې په جګړه کې د اوربند تر رامنځ ته کېدو پورې به جګړې ته دوام ورکوي.
د اسراييل لومړي وزير بنيامين نتنياهو په يوه ويډيويي اعلامیه کې وويل: "په دې وروستيو ورځو کې موږ پر حزب الله داسې يو لړ ګوزارونه وکړل چې هيڅکله يې تصور هم نه و کړی. که حزب الله زمونږ په پیغام پوه شوی نه وي، زه تاسو سره ژمنه کوم، چې دوی به زمونږ په پیغام پوه شي."
د اسراییل او حزب الله ترمنځ کړکیچ وروسته له هغه پراخ شو، چې حزب الله د اسراییل په وړاندې دویمه جبهه پرانستله او ویې ویل چې دا کار یې د غزې په سویل کې د اسراییل د برید په غبرګون کې د فلسطینیانو سره د پیوستون لپاره کړی دی.
د اسراییل پوځ ویلي، چې د شنبې په ورځ یې په لبنان کې شاوخوا ۲۹۰ هدفونه په نښه کړي، چې په کې د حزب الله د زرګونو راکټ د توغولو سیسټمونه هم شامل دي او دا چې نور بریدونه به هم وکړي.
اسراییل د دغه هېواد په شمال کې ښوونځي تړلي، غونډې یې محدودې کړې او روغتونونو ته یې امر کړی چې ناروغان او کارمندان خوندي سیمو ته ولېږدوي.