د پخوانیو علماو له منځ څخه امام طبري په خپل تفسیر (جامع البيان عن تأويل آي القرآن) کې د سورة النور ۳۱م ایت راخیستی:
(وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا) ژباړه: او نه دې ښکاروي زينت ښايست ( او ځاى د ښايست ) خپل مګر هغه چې ښکارېږي له دغه (زينت څخه).
په تفسیر کې یې لیکي، چې د ښځې مخ او لاسونه عورت نه دي او د ایت سره سم ښکاره کېدای شي، هغه استدلال کوي چې دا هغه زینت دی، چې ښځه یې تل پټ نه شي ساتلی.
حضرت ابن عباس رضي الله عنهما ویلي: (ما ظهر منها) د ښځې مخ، لاسونه او ګوتې دي.
د احزاب سورت به ۵۹م ايت څخه څرګندیږي، چې د رسول الله په وخت کې مېرمنې له کورنو څخه بهر وتلی او امر ورته وشو، چې په خپلو سینو دې پړوني راخواره کړي؛ تر څو یې ښکلا څرګنده نه شي.
همدارنګه امام ابن حزم په خپل کتاب "المحلى" کې لیکي، چې د ښځې مخ، لاسونه او پښې عورت نه دي.
په همدې توګه د حنفي مذهب پوهان وایي، چې د ښځې ټول بدن عورت دی پرته له مخ، لاسونو او پښو.
امام کاساني په البدائع والصنائع؛ البحر الرائق شرح كنز الدقائق او ابن نجيم الحنفي د دلیل په توګه د سورة النور ۳۱م ایت تفسیر او د پیغمبرﷺ زمانې عملي مثالونه راوړي دي.
د سورة النور د ۳۰م ایت څخه چې الله تعالی مومنانو نارینه و ته امر کوي؛ تر څو خپل د شهوت نظر ښکته کړي، ښکاري چې پېغمبرﷺ په ټولنه کې موجود و او ښځو به مخونه نه پټول، په داسې حالت کې الله تعالی نارینه مکلف کړي وو، چې خپل مخالف جنس ته په بد نظر ونه ګوري.
د ښځو د عورت په هکله امام شافعي په خپل کتاب "الاُم" کې لیکي، چې د ښځې مخ او لاسونه عورت نه دي، دلیل یې د سورة النور ۳۱م ایت راوړی.
په بخاري او نورو کې راغلى، چې حضرت ابن عباس روايت کړى، چې ورور يې فضل بن عباس په حجة الوداع کې پر يوه مرکب باندې سپور و، چې د خثعم له قبيلې څخه يوه ښځه راغله؛ نو فضل هغې ته او هغې فضل ته کتل تر څو رسول الله د فضل مخ په بلې خوا وګرځاوه، له دې حديث څخه څرګنديږي، چې د هغه ښځې مخ لوڅ و.
د مالکي مذهب بنسټګر امام مالک هم په (المدونة الكبرى) کې وایي، چې د ښځې مخ او لاسونه عورت نه دي او دلیل یې د النور سورت د دېرشم او یودېرشم ایتونو تفسیر او د پیغمبر ﷺ زمانې عملي بېلګې راوړي دي.
•
•
د حنفي فقهې ستر عالم ابن عابدین په (رد المحتار على الدر المختار) کې وایې: د ښځې غږ په عمومي توګه عورت نه دی، مګر که د فتنې وېره یقیني وي، نو احتیاط پکار دی.
د رسول الله ﷺ سره په ټولو غزاګانو او جنګونو کې ښځې شریکې وې، چې ډېرو یې د اوبو رسولو، د زخمیانو تداوي کولو او نورو خدماتو کې فعاله ونډه درلوده او په هېڅ جنګ کې د مېرمنو مخونه، غږونه، لاسونه او پښې پټې نه وې.
د امام شافعي د مذهب یو ستر عالم امام نووي په (المجموع شرح المهذب) کې همدارنګه د ښځې غږ، لاسونه، پښې او مخ عورت نه بولي.
امام ابن قدامه د حنبلي فقهې پیرو په (المغني) کې وایي، چې د ښځې غږ عورت نه دی.
امام بخاري او نور له حضرت جابر بن عبدالله رض څخه روايت کوي، چې محمد ص د اختر لمونځ له خلکو سره ادا کړ او بيا یې هغوى ته وعظ او نصحيت وکړ او ورپسې د ښځو خوا ته ورغى او هغوى ته هم وعظ او نصحيت وکړ او هغوى ته وویل: "ای د ښځو ډلې! صدقه وکړئ! ځکه چې د دوزخ د خس او خاشاک زياته برخه تاسې جوړوئ! د همدې ښځو له منځ څخه يوه ښځه چې د لمر د زيات حرارت له امله یې پر مخ داغ درلود جګه شوه…. "
د دې حديث دلالت د ښځو د مخ پر لوڅوالي په دې توګه دی، چې که چېرې د ښځو مخ لوڅ نه وى، نو جابر (رض) به څرنګه پوهېده چې د هغې ښځې مخ داغ لري.
نو دا په دې معنا چې هلته ښځې لوڅ مخ ناستې وې او له محمد ص سره د مکالمې نه موخه دا ده، چې غږ عورت نه دی.
په همدې توګه د معاصرو علماو ترمنځ هم دوکتور وهبه زحیلي په خپل مشهور کتاب (الفقه الإسلامي وأدلته) د نور سورت یو دېرشم ایت او د پیغمبر ﷺ د زمانې عملي مثالونه راوړي، چې د ښځې مخ، لاسونه او پښې عورت نه دي.
هغه زیاتوي، چې د ښځې غږ هم په اصل کې عورت نه دی.
د اسلامي نړۍ بل ستر عالم شیخ یوسف القرضاوي په خپله فتوا (فتاوى معاصرة) کې د ښځې مخ، لاسونه، پښې او غږ هم د اسلامي شریعت مقاصدو او د پیغمبر ﷺ زمانې تاریخي شواهدو خلاف بولي.
دوکتور علي جمعة په (الفتاوى الحديثة) کې په (د سورة النور ۳۱م ایت او د اسلامي ټولنو تاریخي عمل) د استدلال په توګه راوړي او وایې، چې د ښځې مخ، لاسونه او پښې عورت نه دي او دی هم زیاتوي، چې د ښځې غږ هم عورت نه دی.
امام احمد په (مجمع الزايد) کې د رسول الله (ص) هغه قول نقل کړی، چې وايي: " كله چې تاسې غواړئ له كومې نجلۍ سره واده وكړئ، نو پر تاسې كومه ګناه نه شته، چې د هغې ننداره وكړئ، په دې شرط چې يوازې د خواستګارۍ لپاره وي."
نو دا ښکاره دلیل دی، چې د مېرمنو مخونه به ښکاره وو او چا هم مخونه نه پټول.
د هِند دیوبندي مکتب مشهور عالم اشرف علي تهانوي په (بهشتی زیور) کې استلال کوي، چې د ښځې مخ او لاسونه عورت نه دي؛ خو د فتنې په صورت کې پټول غوره دي (البته جبري به عورت نه ګرځول کېږي) نوموړی عالم دلیل د نور سورت ایت او د حضرت عایشه (رض) حدیث د استلال په توګه راوړي.
همدارنګه د پاکستان پخوانی مفتي محمد شفیع عثماني په (معارف القرآن) کې د سورت النور ۳۰ او ۳۱م ایتونه او د پیغمبر ﷺ زمانې عملي مثالونه راوړي او وایي، چې د ښځې مخ، لاسونه او پښې عورت نه دي؛ خو د فتنې په صورت کې پټول غوره دي نوموړی یې په دوام وايي، چې د ښځې غږ هم عورت نه دی.
په همدې توګه مولانا ابوالاعلي مودودي په خپل کتاب (پرده) کې د اسلامي تاریخ شواهد راوړي او استدلال کوي، چې د ښځې مخ او لاسونه عورت نه دي؛ خو د یقیني فتنې په صورت کې یې پټول غوره دي او د ښځې غږ هم عورت نه دی.
امام مسلم، بخاري او نورو یو روايت کړی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ښځو ته امر وكړ، چې د اختر لمانځه د ترسره كولو لپاره دې، مصلې ته ووځي، ښځو عرض وکړ، چې په موږ كې يو شمېر داسې ښځې هم شته، چې پړوني نه لري، رسول الله (ص) ورته وویل: " كوم كسان چې پړوني نه لري، د خپلو خويندو په پړونې كې دې ځانونه پټ كړي."
له پورته حدیث څخه څرګندیږي، چې مېرمنې بهر لمونځونو ته هم راوتلې او د دوه یا څو نفرو ترمنځ به یو پړونې شریک و، چې یواځې سرونه به یې پټ وو.
یوه بله غوره بېلګه یې د حج د فریضې د ادا کولو پر مهال له سړو سره د مېرمنو یو ځای ګډون دی، چې هم یې غږ اورېدل کېدی شي او هم یې مخ ښکاره وي.
پایله:
د پورتنیو نظریاتو په رڼا کې ښکاري، چې د اکثریت اسلامي مذاهبو او معتبرو علماو په نظر د ښځې مخ، لاسونه او پښې په عمومي توګه عورت نه ګڼل کیږي.
همدارنګه د ښځې غږ هم په اصل کې عورت نه دی.
دا نظریات د اسلامي شریعت له اصولو سره سم معتدل او نرم دي، چې ښځې ته د مناسبې او معقولې ازادۍ اجازه ورکوي.
پس په افغانستان کې د مېرمنو غږ او مخ عورت ګرځول کومه ښکاره او غښتلې اسلامي ریښه نه لري او دا چاره د اسلامي اصولو څخه سرغړونه ده.
د سپتمبر میاشتې په څوارلسمه چې په میډیا کې د افغانستان لپاره د پاکستان د خاص استازياصف درانی د خپلې چوکۍ نه د ګوښه کیدو خبر خپور شو،نو په دغه خبر د تبصرو په ضمن کې تبصره کوونکو د پاکستان او د طالبانو تر منځه په اړیکو هم خبرې وکړې.
د ځینې شنونکو دا خیال وو چې اصف درانی د پاکستان واکمنانو ځکه د استازیتوب له کار نه ایسته کړی چې هغه د ټي ټي پي په باره کې د افغان طالبانو د سیاست په بدلولو کې بریالې نه شو ، خو پوځیانو د اصف دراني نه وړاندې پخوانی سفیر صادق خان هم د څه وخت د لپاره د خاص استازي په توګه ساتلی و او بیا یې هغه هم دغسې ایسته کړی وو.
حقیقت دا دی چې د ۱۹۸۰ لسیزې د جنرل ضیاالحق د پوځي دکتاتورۍ د وخت نه د افغانستان په باب د پاکستان د پالیسۍ جوړولو کار د پوځ او د هغه د استخباراتو یعنی د ای اېس ای په لاس کې دی او نن هم افغان پالیسی د هغوۍ په انحصار کې ده، د پاکستان پارلمان او یاخارجه وزارت په دې کې چندان نقش نه لري.
په امریکا کې د یولسم سپتمبر د ترورستي حملو نه وړاندې ټول کارونه په بربنډه توګه او په ډاګه کیدل، پیښور ، کوټه او په نورو ښارونو کې د طالبانو څرګند او غټ دفترونه وو، دوی به د ای اېس ای دفترونو ته هم تګ راتګ کاوه.
د طالبانو دفترونو به په افغانستان کې د جنګ لپاره زرګونه خلک استخدامول او افغانستان ته به یې لیږل، خو د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسمې نه وروسته بیا دا کارونه اخفا ته ولاړل، خو بیا هم پاکستان کې دا کومه پټه خبره نه ده چې په لوړه کچه له طالبانو سره د اړیکو د پاللو کار اوس هم د جنرالانو په لاس کې دی، چې زیاتره پنجابیان وي.
پښتو ژبي سفیران د پالیسۍ جوړولو په کار کې کومه ونډه نه لري، دوی تش کابل ته سوال او ځواب د وړلو او راوړلو دنده په غاړه لري.
د کال ۲۰۲۱ د اکتوبر د میاشتې په وړومبۍ اونۍ کې د طالبانو په منځ کې د واک د ویش د کشالې د حل په خاطر د ای اېس ای د هغه وخت عمومي رئیس جنرال فیض حمید کابل ته تللی و.
اوس پوښتنه دا ده چې په کابل کې د طالبانو د واکمنۍ د څه د پاسه دریو کلونو نه وروسته د پاکستان او د طالبانو اړیکې په ریښتیا هغسې ترینګلې دي چې داړه غاړې یې ادعا کوي او که نه د ځینې خاصو اجندا ګانو لپاره د هغوی مرموزې اړیکې نن هم ادامه لري
حقیقت دا دی چې د افغانستان او د سیمې لپاره د غرب د ستراتیجۍ په چوکاټ کې چې پاکستان ته کوم نقش ورکړی شوی هغه اوس هم په خپل ځای دی او په هغه کې د پاکستان د اوږدې مودې ګټې خوندي دي.
پر ډیورنډ د پاکستانۍ کرښې جوړېدل او د طالبانو چوپتیا
طالبان د چمن پرلت ته هیڅ غبرګون نه ښيي
د مثال په توګه په ۱۹۲۱ کې د افغان انګلیس تر منځه په کابل کې لاس لیک شوې لوظنامې له مخې د ډیورانډ په فرضي کرښه د پاسه پرتو قبیلو د غړو دا حق انګلیسانو ومانه چې دوی به د فرضي کرښې د پاسه د عبور او مرور لپاره ویزې او پاسپورټ ته اړتیا نه لري.
دې حق ته د معاهدې په انګلیسي متن کې د Easement Rightیعنې د لارې نه د استفادې حق ویل شوی، د دغه حق له مخې د سلو کالو نه زیاته موده کې د پښتنو او بلوڅو قبیلو غړو بدون د ویزې او پاسپورټ نه د فرضي کرښې د پاسه د عبور او مرور د حق نه استفاده کوله.
خو چې کله طالبانو کابل ونیو، نو پاکستان سترګې بدلې کړې او تیر کال د اکتوبر د میاشتې نه پاکستان په خودسرانه او کاملن په یو طرفه توګه د چمن او نورو دروازو په تیریدونکو خلکو باندې د ویزې او پاسپورټ شرط تحمیل کړ.
د تیرو یوولسو میاشتو نه په چمن، انګور اډه او نورو دروازو کې د پښتنو قبیلو احتجاج ادامه کړې ده، خو طالبانو د ډیورانډ د انګلیسي کرښې د پاسه د نوې پاکستانۍ کرښې د تحمیل په باب چوڼ نه دی کړی.
په تجارت کې پاکستاني مالونه د افغانستان له لارې مرکزي اسیا ته لیږدول کیږي، خو د دې په مقابل کې د افغانستان مالونه د پاکستان له لارې هندوستان ته د لیږدولو اجازه نه لری، خو د طالبانو احتجاج په دې مسله چا نه دی اوریدلی.
له امو پورې غاړه د پاکستان د نفوذ هڅې او مدرسې
که پاکستان خپله طالباني پروژه کې تاوان لیدلی، نو د افغانستان په باره کې به یې په خپل سیاست کې بدلون راوستی، چې تر اوسه بدل شوی نه دی.
تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د پاکستان واکمنانو به په خپل هیواد کې د طالبانو د تولید فابریکې تړلې وې، خو تر اوسه دا کار نه دی شوی.
په افغانستان کې د پاکستاني مدرسو سوونه څانګې پرانستل کیږي، چې د پاکستان د نفوذ او اشغال غټه او اصلي وسیله ده.
پاکستاني جنرالان خو په دې طمع دي چې دروسیې په ضد د غرب د ستراتیژۍ په چوکاټ کې به دغه مدرسې د مرکزي اسیا هیوادونو کې هم نفوذ وکړي.
په دې ډول به د پاکستان نفوذ د امو سیند نه پورې خوریږي او هغه هیوادونه به هم د افغانستان په څیر د پاکستان د اومو موادو سرچینې او د تیار مال منډيي وګرځي.
د اختلاف ښودلو لپاره نښتې
سرچینې وايي، پرون هم پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو نښته شوې ده.
د ډیورنډ کرښې په شرق کې د ټي ټي پي په فعالیت باندې د پاکستان او افغانستان تر منځه په ظاهره اختلاف یوه صحنه سازي ده، ځکه چې پاکستاني جنرالانو او طالبانو دواړو په سیاسي توګی په ظاهره دیو او بل نه لرې کیدلو ته اړتیا لرله.
د افغانستان وګړي طالب د پاکستان لاس پوڅي ګڼي، طالب دې ته اړتیا لرله چې ځان مستقل ښکاره کړي.
پاکستان هم غوښتل چې اوس په ښکاره ډول د طالب د مربیتوب نقش نور ونه لوبوي، ځکه چې طالب په څرګنده د یو شمیر ترورستي سازمانونو کوربه دي، نو د خلکو په سترګو کې د خټې اچولو لپاره دواړو یوه بل ته د څرمنو اسمانونه وګړبول، خو په اخفا کې یې خپلې ستراتیژیکې اړیکې برقراره وساتلې دي.
په دې خبره پوهیدل لازم دي چې د پاکستان دولت او پنجابي روشن فکران هیڅ کله طالبان خپل دوښمنان نه ګڼي.
د هغوی په اند دا احساساتي ځوانان چې ژوره پوهه نه لري، خو اسلامي شریعت نافذول غواړي، پاکستان کې واکمن پښتانه او بلوڅ ملت پاله سیاسي ډلې خپل اصلي دوښمنان ګڼي او د هغوی د ماتولو په مبارزه کې طالب خپل اصلي متحد ګڼي.
د پښتنو د ځپلو لپاره د ۴۰ زرو طالبانو ستنول
د پاکستان پر پوځ تور دی چې وسلوال یې بېرته له ډیورنډ کرښې و رواړول
عمران خان چې د پاکستان د وزارت عظما د چوکۍ نه ګوښه شو نو هغه په خپله یوه مصاحبه کې وویل چې د وزیر اعظم په توګه د هغه په مشرۍ یوه رسمي دولتی غونډه کې د پاکستان د پوځ د جنرالانو په حضور کې دا تصمیم نیول شوی و، چې د ټي ټي پي د جنګیالو او د هغوی د کورنیو په ګډون څلویښت زره کسان به پاکستان کې بیا میشت شي.
د پاکستان پښتانه چې اوس د پاکستان د پوځ نه بیزاره شوی دی
د پاکستان پښتانه چې اوس د پاکستان د پوځ نه بیزاره شوي، او هغه یې له خپلو سیمو نه وباسي، نو طالبان ورپسې راوستل شوي ، هدف یې د دوی په داسې ډول اداره کول دي چې د ملتپالنې مخه ونیول شي.
د پاکستاني عسکرو او طالبانو ترمنځه جګړې استخباراتي لوبې دي، پرون امریکايي عسکرو او طالب تر منځه جنګ نه وو ؟ ایا هغوی نن متحدین نه دي؟ د پاکستان او طالبانو تر منځه ظاهري شخړې هم استخباراتي لوبې دي.
مینا په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د طالبانو لهخوا پر ښځو او نجونو لګېدلي بندیزونه یو په یو وشمېرل او هغه یې د انساني حقوقو سره په بشپړ ټکر کې وبلل.
هغې وویل، طالبان دوی ته د روبوټونو په سترګه ګوري او هر څه باید د دغې ډلې په خوښه او سپارښتنه تر سره شي. نوموړې د غونډې برخهوالو ته په تېر حکومت کې د طالبانو پر بریدونو هم رڼا واچوله او د هغو بریدونو روښانه انځور یې وړاندې کړ، چې طالبانو به ښوونځي په نښه کول.
هغې وویل:« زه چې هغه مهال د ښوونځي زدهکوونکې وم هره ورځ به له وېرې او ډار سره یو ځای ښوونځي ته تللم، له یاده مې نه وځي چې طالبانو زموږ پر ښوونځي برید وکړ چې له امله یې ۲۵ زدهکوونکې ځای پر ځای ووژل شوې او په لسګونه نورې ټپیانې شوې، موږ د خپلې هرې خورلڼې د بدن غړي اندامونه ولیدل چې هرې خوا خواره واره پراته ول.» نوموړې د خپلې وینا په یوې بلې برخه کې زیاته کړه:« موږ پوهېدو چې د طالبانو دغه راز بریدونه نه لومړي دي او نه وروستي؛ خو بیا هم موږ د تعلیم لمن نه خوشې کوله، له هر برید وروسته به بیا ښوونځیو ته روانې وو، ځکه دا زموږ حق و او باید ترېنه مو ګټه اخیستې وای.» دغې افغانې پېغلې له افغانستانه د وتلو خپله دردوونکې کیسه هم وکړه، چې څنګه او د څومره خوارۍ په ګاللو سره له هېواده ووته او خپله کورنۍ او ارمانونه یې تر شا پرېښودل. اغلې مینا له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې د افغان نجونو راتلونکې دې له پامه نه غورځوي او پر طالبانو دې فسار راوړي چې له خپل دریځه په شا شي او د افغان پېغلو لپاره دې د زدهکړو او کار زمینې برابرې کړي. نوموړې د ملګرو ملتونو په غړو هېوادونو غږ وکړ، چې نور دې د خبر پاڼو او نمایشي غونډو پر ځای عملي ګامونه واخلي او هغه هېوادونه چې لا هم له طالبانو سره د تعامل په لټه کې دي باید په دې پوه شي چې دغه ډله په خپلو ژمنو ولاړه نه ده او هغه کړنې تر سره کوي چې د نړۍ په هیڅ قانون کې ځای نه لري. خو په ټوله کې دا یوازې مینا نه ده، چې له دغه شان دردونو او کړاونو پلو پورته کوي؛ دا هغه درد دی چې نن سبا هره افغانه پېغله او مېرمن ورځینې کړیږي.