• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ترکیې ولسمشر: نړۍواله ټولنه باید د فلسطیني ملکي وګړو د ساتنې میکانیزم رامنځته کړي

۳ تله ۱۴۰۳ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۱۴ GMT+۱

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملګرو ملتونو په ۷۹مې غونډه کې د اسراییل چلند ته په اشارې سره وویل: «نړۍواله ټولنه باید د فلسطیني ملکي وګړو د ساتنې میکانیزم رامنځته کړي.» هغه د خبرو په دوام کې دې ته هم اشاره وکړه، چې ترکیه هغه هېواد دی، چې غزې ته تر ټولو زیاتې مرستې رسوي.

هغه وویل: «موږ د لبنان د خلکو او د لبنان د حکومت تر څنګ ولاړ یو. موږ حقیقت هغه ډول چې دی وینو.»

اردوغان همدا شان د دایمي اوربند اړتیا ته اشاره وکړه او ویې ویل: «یرغمل شوي او بندیان باید تبادله شي او غزې ته بشردوستانه مرستې باید په پرله پسې او دوامداره توګه ورسیږي.»

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ملګروملتونو کې په خپله وینا کې غزه کې د لویدیځې نړۍ ارزښتونو ته په اشارې سره وویل: «د اسراییل حکومت د بشر اساسي حقوقه له پامه غورځوي.»

د ترکیې ولسمشر د خپلو خبرو په دوام دې ته په اشارې سره چې د اسراییل د حکومت ملاتړ باید ختم شي وویل: «هغو هېوادونو ته چې له قید او شرط پرته له اسراییل څخه ملاتړ کوي غواړو پیغام ورکړو. تر کله غواړئ چې د دې بې شرمانه قتل عام شهدان اوسئ؟»

اردوغان دې ته په پام سره چې د اسراییل لپاره د یوې ډلې هېوادونو ملاتړ د دې تیري د دوام لامل دی خبرداری ورکړ: «هغه هېوادونه چې د اسراییل په اړه ویلو ته څه لري، په ښکاره ډول په جرم کې شریک دي.»

ترکیه یو له هغوی هېوادونو څخه ده، چې په غزه کې یې روانه جګړه غندلې او اسراییل یې د فلسطین د عامه خلکو په وژلو مجرم ګڼلی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

په سرېلانکا کې یوه علمي او ټولنیزه فعاله د دغه هېواد درېیمه ښځینه لومړۍ وزیره شوه

۳ تله ۱۴۰۳ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۳۷ GMT+۱

د سرېلانکا نوي ولسمشر انورا کومارا دیسانایاکه د سې شنبې په ورځ د هېواد په تاریخ کې د درېیم ځل لپاره یوه ښځه د لومړۍ وزیرې په توګه وټاکله. هاریني ماراسوري لومړنۍ یوه علمي فعاله ده، چې د سرېلانکا د لومړۍ وزیرې په توګه وټاکل شوه.

د پوهنتون دغه پخوانۍ استاده او د ولسي جرګې غړې به د عدلیې، پوهنې او کار وزارتونو مشري هم کوي.

د سرېلانکا نوي ولسمشر او لومړۍ وزیرې دواړه د کیڼ اړخه او د ملي خلکو د ځواک ایتلاف برخه ده، چې د هېواد په پارلمان کې له ۲۲۵ څوکۍ یوازې ۳ څوکۍ په واک کې لري.

د سرېلانکا د موقتې کابینې پاتې چوکۍ هم د دغه ګوند د نورو دوو استازو ترمنځ ویشل شوي دي.

د ګوند غړي نامال کاروناراتنه د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: "موږ به د سرېلانکا په تاریخ کې تر ټولو کوچنۍ کابینه ولرو ".

په ورته وخت کې په راتلونکو ورځو کې د احتمالي پارلماني ټاکنو د ترسره کېدو په اړه ګونګوسې هم زور اخیستی دی.

د سرېلانکا ولسمشر لا دمخه اعلان کړی، چې د ټاکل کېدو وروسته به ډیر ژر پارلمان منحل کړي. ځکه د هغه په ​​وینا: "د داسې پارلمان دوام چې د خلکو له هیلو سره سم نه وي، ګټور نه دی."

د اغلې ماراسوري دنده د یوې ټولنیزې فعالې په توګه په ۲۰۱۱ کې پیل شوه؛ کله چې هغې د وړیا زده کړې غوښتنې په لاریونونو کې برخه واخیسته.

هغې د ۲۰۱۹ د ولسمشریزو ټاکنو په کمپاین کې د دیسانایاکه تر څنګ وه ، چې یوازې ۳٪ رایې یې ترلاسه کړې وې.

دا ۵۴ کلنه ښځه اوس د ځوانانو د ودې، د ماشومانو د ملاتړ او د جنډر نابرابرۍ د ملاتړ لپاره پېژندل کیږي.

د هغې څخه مخکې دوه نورې میرمنې، سریماوو بندراناییک او چندریکا بندراناییک کمارتونګا، چې دواړه یې له سیاست سره کورنۍ اړیکې درلودې، لومړۍ وزیرانې وې.

دا په داسې حال کې ده، چې د ۲۰۰۰ کال راهیسې هېڅ ښځې دا رول نه دی ترسره کړی.

ګوتریش: طالبان له قوانیو څخه په سیستماتیک ډول د ښځو او نجونو د ځورونې لپاره کار اخلي

۳ تله ۱۴۰۳ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۰۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش د عمومي غونډې په پیل کې وویل، چې طالبان په افغانستان کې له قوانیو څخه په سیستماتیک ډول د ښځو او نجونو د ځورونې لپاره کار اخلي.

ګوتریش خواشینې څرګنده کړه، چې له کلونو خبرو اترو وروسته هم په افغانستان کې جنسیتي نابرابري موجوده ده.

هغه زیاته کړه: "په دغه تالار کې چې موږ یو له لس سلنه څخه لږې ښځې په ویناوالو کې دي او دا د منلو وړ نه ده."

ښاغلي ګوترېش په منځني ختیځ کې د جګړې د پراخېدو خطر ته په اشارې سره د دغې جګړې د بندېدو جدي غوښتنه هم وکړه.

انتونیو ګوتریش وویل: "لبنان د جګړې په درشل کې دی. د لبنان، اسراییل او د نړۍ خلک نه شي کولی لبنان په بله یوې بلې غزې بدل کړي."

همدا راز، ګوتریش وویل، چې د قدرت او اټومي وسلو نمایش پر نړۍ سیوري اچوي.

ګوتریش زیاته کړه، چې حکومتونه نړۍوال قوانین او د ملګرو ملتونو منشور تر پښو لاندې کوي او فکر کوي چې هر څه کولی شي.

په اوکراین، غزې، لبنان او سوډان کې جګړو ته په اشارې سره ښاغلي ګوتریش وویل، چې ځیني حکومتونه او نورې ډلې احساس کوي چې د « ازاد کارت ترلاسه کولو » مستحق دي او هر څه چې یې زړه وغواړي ترسره کولی یې شي.

ګوتریش زیاته کړه، چې د دغه واک مثالونه په منځني ختيځ، اروپا او ټوله نړۍ کې ليدل کيږي. هغه وویل، چې مونږ په غزه کې د "نه ختمیدونکي خوب" شاهدان یوو او خبرداری یې ورکړ، چې لبنان د سقوط په درشل کې دی.

هغه د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د نړۍ مشرانو ته په خطاب کې وویل: «دوی کولی شي نړۍوال قوانین تر پښو لاندې کړي. دوی کولی شي د ملګرو ملتونو له منشور څخه سرغړونه وکړي. دوی کولی شي په بل هېواد برید وکړي، ټولې ټولنې له منځه یوسي، یا د خپلو خلکو هوساینې ته په بشپړه توګه سترګې پټې کړي او هېڅ به نه پېښیږي.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړه، چې په نړۍ کې د مجازاتو څخه د معافیت کچه ​​له سیاسي پلوه د نه منلو وړ او له اخلاقي پلوه د زغم وړ نه ده.

ګوټریش د اوکراین د جګړې په اړه هم وویل: «مرګ ژوبله زیاته شوې او ملکي کسان یې بیه پرې کوي، ژوند او ټولنې له منځه تللي دي.»

د دې سازمان سرمنشي وویل، د ملګرو ملتونو د منشور، نړۍوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیکونو پر بنسټ د عادلانه سولې وخت رارسېدلی دی.

ګوترېش په سوډان او د نړۍ په نورو برخو کې د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه هم وکړه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي همداراز د هېوادونو د اټومي دریځ او د نویو وسلو په اړه وویل، چې دا ګواښونه د راتلونکي لپاره یو تیاره لید وړاندې کوي.

د امریکا ولسمشر: له افغانستان څخه د امریکا وتل يوه ستونزمنه پرېکړه وه

۳ تله ۱۴۰۳ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۰۱ GMT+۱

د امریکا ولسمشر د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې وویل، چې د افغانستان جګړه ده ته په میراث پاتې وه او د امریکا په تاریخ کې یې تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوله. جوبایډن ویلي؛ له افغانستانه وتل یوه ستونزمنه خو سمه پرېکړه وه.

هغه زیاته کړه، چې په افغانستان کې د جګړې پای غمجن و او د لسګونو افغانانو ترڅنګ ۱۳ امریکايي پوځیان هم ووژل شول.

جوبایډن ټینګار کړی، چې د بارک اوباما د مرستیال په توګه یې په عراق کې د امریکايي ځواکونو په کمولو کې مرسته کړې ده.

هغه وويل؛ کله چې دى دامريکا د جمهور رييس په توګه وټاکل شو هغه جګړه يې پاى ته ورسوله، چې دڅلورو ولسمشرانو د واکمنۍ په وخت کې روانه وه .

ښاغلي بایډن زیاته کړه، چې امریکا القاعده کمزورې کړې او د سپټمبر د یوولسمې د تروریستي حملې عاملین یې عدالت ته راوستل.

بایډن ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا د ۲۰ کلن حضور په موده کې زرګونه امریکايي سرتېري وژل شوي او تر شلو زرو ډېر سرتېري ټپیان شوي دي.

هغه وويل: "موږ د هغوی قربانۍ ته درناوی کوو."

دا د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په غونډه کې د امریکا د ولسمشر په توګه د جوبایډن وروستۍ وینا ده.

ښاغلي بایډن وویل، چې په خپل سیاسي ژوند کې نړۍ له منځني ختیځ څخه تر سړې جګړې او ترورېزم پورې له ډېرو ننګونو سره مخامخ وه.

هغه زیاته کړه، چې امریکا اوس راتلونکې ته ګوري او مختلف لومړیتوبونه لري.

هغه د خپل سیاسي ژوند په اوږدو کې سړه جګړه، په جنوبي افریقا کې اپارتاید او نور مسایل د نړۍ د جدي ننګونو په توګه یاد کړل.

هغه دا هم وویل، چې د نړۍ په هر کونچ کې یې د نجونو د تعلیم لپاره کار کړی دی؛ خو هغه د نجونو پر زده کړو د طالبانو د بنديز يادونه یې ونه کړه.

د اوکراین جګړه

بایډن همدا راز د اوکراین د جګړې په اړه وویل، چې امریکا د یوه ازاد هېواد په توګه د دغه هېواد بقا تضمین کړې ده.

د هغه په ​​وینا؛ اوس سیاسي جګړه روانه ده، چې له دې وروسته به په اوکراین کې څه کیږي.

هغه وویل، چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي روانه اونۍ په متحده ایالاتو کې دی ترڅو خپل مهم متحد قانع کړي، چې اوکراین لا هم د ۳۱ میاشتنۍ جګړې د ګټلو وړتیا لري.

بایډن وویل، چې د پوتین جګړه له لاسه وتلې او هغه خپل اصلي هدف نه دی ترلاسه کړی.

د ښاغلي بایډن په وینا؛ د روسیې ولسمشر غوښتل چې اوکراین له منځه یوسي، خو اوکراین لا هم ازاد دی.

بایډن همداراز د ناټو د کمزورې کولو لپاره د پوتین هڅې ته اشاره وکړه او ویې ویل: "هغه غوښتل چې ناټو کمزورې کړي؛ خو ناټو اوس تر بل هر وخت لوی، پیاوړی او متحد ځواک دی او دوه نوي غړي فنلنډ او سوېډن ورسره یوځای شوي دي. "

د غزې جګړه

د غزې د جګړې په اړه چې اوس یو کال کېږي، بایډن وویل، چې په غزه کې ولسي وګړي دا جګړه نه غواړي.

هغه په ​​یو ډول د دې جګړې پړه پر حماس واچوله، چې دا جګړه یې د اکتوبر پر اوومه د اسراییل پر جنوبي سیمو په برید سره پیل شوه او ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او یو شمېر نور یې یرغمل کړل.

هغه یو ځل بیا د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند پر پلان او د یرغمل شویو کسانو د خلاصون پر اړتیا ټینګار وکړ.

د غزې په تړانګه کې جګړه چې شاوخوا یو کال وړاندې پیل شوې، تر اوسه تر ۴۱ زرو ډېر فلسطینیان پکې وژل شوي دي.

بایډن یو ځل بیا د دوو اسراییلي او فلسطیني دولتونو د جوړولو د حل غوښتنه وکړه، هغه هدف چې د دواړو خواو د ولسمشرانو لپاره ستونزمن شوی او ورځ تر بلې یې ترلاسه کول ستونزمن ښکاري.

بایډن د ایم پاکس ناروغۍ د پیل یادونه هم وکړه او اعلان یې وکړ، چې متحده ایالات به په افریقا کې د دې وېروس د ډېرېدونکې خپرېدا سره د مبارزې لپاره ۵۰۰ میلیونه ډالر مرسته وکړي او د دې وېروس د مخنیوي لپاره به یو میلیون واکسینونه ورکړي.

د ډونالډ ټرمپ سره په ټاکنیزو مناظرو کې د هغه د فعالیت په اړه له نیوکو وروسته، په ځانګړې توګه د ډېموکراټ ګوند د غړو له خوا هغه د روان کال د نومبر د پنځمې په ټاکنو کې له ګډون څخه د وتلو اعلان وکړ، هغه د خپلې استعفا په اړه وویل: "زه ډېر شیان لرم غواړم چې ویې کړم؛ خو څومره چې زه له خپلې دندې سره مینه لرم، زه له خپل هېواد سره ډېره مینه لرم."

د لبنان روغتیا وزارت: پر لبنان د اسراییل بریدونو نږدې ۵۰۰ کسان وژلي دي

۳ تله ۱۴۰۳ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۷:۰۰ GMT+۱

د لبنان روغتیا وزارت وايي، د دوشنبې په ورځ پر لبنان د اسراییل په هوايي بریدونو کې د ۳۵ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۴۹۲ کسان وژل شوي دي.

د لبنان د روغتیا وزارت ویلي، چې په دغو بریدونو کې د ۳۵ ماشومانو او ۵۸ ښځو په ګډون ۴۹۲ کسان وژل شوي او ۱۶۴۵ نور ټپیان شوي دي.
د روغتیا وزیر فراس ابیاد وویل، زرګونه کورنۍ بې ځایه شوي هم دي.
اسراییل ادعا کړې، چې د حزب الله لوی شمېر جنګیالي یې په دغو بریدونو کې وژلي دي.
د راپورونو له مخې، اسراییل په سویلي او ختیځ لبنان کې شاوخوا ۱۶۰۰ ځایونه په نښه کړي دي.
له بل پلوه د عراق لومړي وزیر محمد شیعه السوداني د لبنان د کړکېچ په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د عربي مشرانو د بړنۍ غونډې غوښتنه وکړه.

امریکا بیا وایي، له تېرو څو ورځو راهیسې د اسراییل او لبنان د جکړې د ختمولو لپاره د ډیپلوماټیکو حل لارو په لټه کې ده.

له بل پلوه د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان بیا وایي، چې اسراییل په منځني ختیځ کې د یوې پراخې جګړې په لټه کې دی.

د خبریالانو کمېټه: طالبان دې د افغانستان د مشهور ترین تلویزیون په خپرونو پرازیت بند کړي

۲ تله ۱۴۰۳ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۴، ۲۳:۴۹ GMT+۱

د خبریالانو د خوندیتوب نړۍوالې کمېټې د دوشنبې په ورځ پر طالبانو غږ وکړ، چې سمدستي دې د افغانستان انټرنشنل تلویزون پر خپرونو پرازیټ بند کړي.

د خبریالانو د خوندیتوب لپاره نیویارک مېشتې ادارې د رسنیو د فعالیتونو د ګډوډولو لپاره پرمختللې ټېکنالوژۍ ته د طالبانو د لاس رسي په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې رییس کارلوس مارتینیز ډیلا سیرنا وویل: «طالبان باید سمدستي د افغانستان انټرنشنل د خپرونو د ګډوډولو مخه ونیسي.»

هغه وویل: «پرمختللې ټېکنالوژۍ ته د طالبانو لاس رسی او د افغانستان انټرنشنل د خپرونو ګډوډول په افغانستان کې د یوې مهمې خپلواکې خبري سرچینې د غږ د خاموشولو لپاره د دغې ډلې د شرمناکه هڅې یوه بله نښه ده»

ډیلا سیرنا وویل:«دا ښیي چې دوی څومره هوډ لري چې د افغانستان خلکو ته د معلوماتو او خبرونو د ازاد جریان مخه ونیسي.»

د افغانستان انټرنشنل اجراییوي مدیر هارون نجفي زاده د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ته وویل، چې دغه چینل د سپټمبر په پنځمه د طالبانو له خوا د افغانستان له ځمکني سټېشن څخه د خپل اصلي سیګنال بندولو وروسته د خپلو خپرونو د خپرولو لپاره له یوې بلې سپوږمکۍ څخه کار پیل کړی.

هغه زیاته کړه: «هر هغه خپلواکه رسنۍ چې د کره معلوماتو وړاندې کولو ته ژمنه وي، د طالبانو له ګواښ او وېرې سره به مخامخ شي»

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د یوې اعلامیې له مخې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس ستانکزي وروسته له هغې دا شبکه "دښمنه" وبلله، چې افغانستان انټرنشنل په بغلان کې له سېلاب ځپلو سره د مرستې د حیف و میل په اړه افغانستان انټرنشنل د یوه راپور جوړولو هوډ کړی و.