• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کندهار کې یو شمېر کورنۍ: طالبان د مرستون په بهانه مرستې اخلي خو د ناروغانو درملنه نه کوي

۴ تله ۱۴۰۳ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۰۱ GMT+۱

له کندهار څخه یو شمېر کورنۍ وایي، چې د طالبانو تر واک لاندې د سرې مياشت اداره په مرستون کې د عصبي ناروغانو د درملنې په نوم له مرستندويه موسسو څخه درمل او امکانات اخلي؛ خو د ناروغانو درملنه نه کوي. دا مهال د کندهار په دارالمجانين کې ۲۰۰ نارينه او ۳۰ ښځينه ناروغانې شته.

له کندهار څخه د عصبي ناروغانو (لېونيانو) څو کورنيو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د چهارشنبې په ورځ وويل، چې د سرې مياشتي ادارې اړوند دارالمجانين يې ناروغانو ته پاملرنه نه کوي.

یاده کورنۍ وايي، چې دغه اداره د دوی د ناروغانو د تداوي په نوم مرستې او قيمتي درمل اخلي؛ خو د ناروغانو په درملنه يې نه مصرفوي.

يوې کورنۍ چې تازه یې له دې ليونتون څخه ناروغ رخصت شوی افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وويل: «زموږ مريض ۲۸ کلن دی، عصاب يې کار نه کوي، مرستون ته مو راوستلی، شپږ میاشتې يې دلته تېري کړې اوس يې رخصت کړ او وايي جوړ دی؛ خو جوړ نه دی.»

دغه کورنۍ زياتوي: «په شپږ مياشتو کې امکان نه لري، چې یو عصابي ناروغ دي جوړ شي، ناروغان پرله پسې څارنې او درملو ته اړتيا لري.»

یوې بلې کورنۍ هم ورته نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې په مرستون کې د دوی ناروغ ته په کافي اندازه درمل او خواړه نه ورکول کیږي.

بل خوا بیا په کندهار کې د طالبانو د سرې مياشتي مطبوعاتي مسوول محمد شعيب حقاني ويلي، چې دوی د نورو خدمتونو ترڅنګ په دارالمجانين کې لسګونه په عصبي ناروغيو اخته ناروغانو درملنه کوي او سلګونو نورو ناروغانو ته پر کور درمل ورکوي.

نوموړی زياتوي: « اوس شاوخوا دوه سوه نارینه او ۳۰ښځينه ناروغان لرو او ۱۸ سوه ناروغو کسانو ته پر کور درمل ورکوو.»

د حقاني په خبره، چې اوس مهال د بهرنیو موسساتو همکاري کمه شوې او په عصبي ناروغيو د اخته کسانو شمېر زيات شوی دی.

په تېرو څو میاشو کې په سويلي ولایتونو کې ګڼو ځوانانو ځان وژنې او د ځان وژنې هڅې کړې دي، چې د دغه ډول پېښو وروسته ځايي طالبانو يې لامل رواني ستونزې بللې دي.

د افغانستان په سويل کې بې روزګاري، د بوختياو نه شتون، ټيټ اقتصاد او پر ټولنيز ژوند د طالبانو د پراخو او ځپونکو محدوديتونو له کبله ځوانان د رواني ستونزو څخه کړيږي، چې ډېر وخت يې پايله تر ځان وژنې رسيږي.

پر طالبانو نيوکه دا ده، چې ځوانانو ته یې نه کاري فرصتونه برابر کړي او نه یې هم د درملنې لپاره امکانات برابر کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د کانونو وزیر د انرژۍ په نړۍوال فورم کې د ګډون لپاره روسیې ته ولاړ

۴ تله ۱۴۰۳ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۲۷ GMT+۱

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدري د چهارشنبې په ورځ د روسیې د انرژۍ د نړۍوال فورم په اووم نندارتون کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته ولاړ. د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، هدایت الله بدري به درې ورځې په روسیه کې وي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ درې کاله وروسته د روسیې په ګډون هېڅ یوه هېواد د دغې ډلې حاکمیت په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سږ کال د جوزا په میاشت کې ویلي، چې له طالبانو سره اړیکي ټینګول اړین دي.

د روسيې د انرژۍ د نړۍوال فورم اوومه غونډه به د تلې میاشتې له پنځمې تر شپږمې نېټې پورې په مسکو کې تر سره شي او د انرژۍ د صنعت د پرمختګ په اوسني وضعیت به بحث وشي.

پدې فورم کې له ۷۰ څخه ډېرې پیښې او له ۲۲۵ څخه ډېر ویناوال شامل دي.

د طالبانو د کانونو او انرژۍ وزیر د امریکا په تور لېست کې شامل دی، چې پر نړۍوالو سفرونو یې بندیز لګېدلی دی.

د طالبانو د روغتيا وزير: ماشومانو د مړينې کچه لوړه ده خو د واکسين د تطبیق له کبله کمه شوې

۴ تله ۱۴۰۳ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۳۰ GMT+۱

د طالبانو د عامي روغتيا وزير په افغانستان کې د مور او ماشوم د مړينې د لوړي کچه اړوند د روغتيا نړۍوال سازمان راپور تایيدوي؛ خو وايي، چې په تېرو درېيو کلونو د واکسين د ښه تطبيق له کبله دا کچه کمه شوې ده. نور جلال جلالي زياتوي، چې روغتيايي سيستم يې د بوديجې د کمښت سره مخ دی.

له دې وړاندې بهرنيو رسنيو خبر ورکړی و، چې طالبانو په افغانستان کې د پولیو واکسین کمپاین بند کړی دی.

هم مهاله د اسټرالیا «کنورسېشن» رسنۍ خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د پولیو د واکسین کمپاین ځنډول ښايي د سیمې په هېوادونو کې د ګوزڼ ناروغۍ د خپرېدو لامل شي.

بل لور بيا د طالبانو د عامي روغتيا وزير جلال جلالي د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۴ مه) نېټه په يوه غونډه کې ويلي، چې دوی هڅه کوي د مور او ماشوم د مړينې د مخنيوي لپاره واکسين ته لاسرسۍ زيات او په ښه ډول يې تطبيق کړي.

نوموړي ويلي: «د نېکمرغه په دې وروستيو کلونو کې د روغتيايي خدماتو د وړاندي کولو او په ځانګړې توګه د واکسين د تطبیق پر اساس د مور او ماشوم په مړينه کې د پام وړ کموالی راغلی.»

د روغتیا نړۍوال سازمان سږ کال په افغانستان کې د پولیو د ۱۸ پېښو خبر ورکړی.

تېر کال په افغانستان کې د پوليو يوازې ۶ پېښې ثبت شوې وې.

د طالبانو د روغتيا طالب وزير په خپلو خبرو کې وويل، چې تېرو جګړو روغتيايي سیسټم کمزوری کړی او دا مهال د بودېجې د کمښت سره له زياتو ننګونو سره مخ دي.

نوموړي پر نړۍوالو او په خاص ډول پر روغتيایي مرستندويه ادارو غږ وکړ، چې سیاست او روغتيا سره بېله کړي او د افغانستان سره په دې برخه کې کومکونه زيات کړي.

جرمني، اسټرالیا، کاناډا او هالنډ: د عدالت نړۍوالې محکمې ته به له طالبانو شکایت وکړو

۴ تله ۱۴۰۳ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۴۶ GMT+۱

جرمني، استرالیا، کاناډا او هالنډ ویلي، چې که د افغان ښځو او نجونو وضعیت بدل نه شي، د عدالت نړۍوالې محکمې ته به د طالبانو پرضد شکایت وکړي. دغو څلورو هېوادونو ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو څخه د سرغړونې مخه باید ونیول شي.

د عدالت نړۍواله محکمه د ملګرو ملتونو قضایي ارګان په توګه د نړۍوالو ادعاو او د بشري حقونو مسالو سره د رسیدګۍ مسولیت لري.

دغو هېوادونو یوه مسوده چمتو کړې او د افغان ښځینه فعالانو له یوې ډلې سره یې پر جزییاتو کار کوي.

ویل کیږي، چې دا هڅې په افغانستان کې د بشري حقونو د پراخې سرغړونې او د جنسیتي توپیر په اړه دي او په پام کې ده چې تر وروستۍ کېدو وروسته د عدالت نړۍوالې محکمې ته وړاندې شي.

د جرمني د ډي يي ای خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۴مه) راپور ورکړ، چې دغو هېوادونو په دې اړه د یوې اعلامیې مسوده چمتو کړې ده.

دغه طرحه د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو په موخه د ملګرو ملتونو د کنوانسیون په چوکاټ کې چمتو شوې، چې افغانستان یې هم غړیتوب لري او څلورو واړو هېوادونو په افغانستان کې د ښځو د حقونو د سرغړونې پر مخنیوي ټینګار کړی دی.

په مسوده کې راغلي، چې افغان ښځې او نجونې د خپلو ټولو حقونو د درناوي وړ دي.

په امريکا کې د افغانستان انټرنشنل خبريال راپور ورکړی، چې په ملګرو ملتونو کې د جرمني استازې به نن چهارشنبه په دې اړه يوه غونډه وکړي.

ویل کیږي، چې د افغان ښځینه فعالانو په شتون سره یوه ګډه ډله جوړه شوې او د لاسلیکونو راټولولوي.

څلورو واړو هېوادونو خبرداری ورکړی، چې که په یو ټاکلي وخت کې دا دریځ بدلون ونه مومي، لومړی به حقوقي منځګړیتوب وکړي او په پای کې به قضیه د عدالت نړۍوالې محکمې ته راجع کړي.

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د ۷۹مې عمومي غونډې تر پیل مخکې د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالنا بربوک وویل، چې هېواد یې غواړي هغه کسان چې له نړۍوالو قوانینو څخه جدي سرغړونه کوي، وپوښتل شي.

انالنا به د چهارشنبې په ورځ (د تلې څلورمه) له خپلو همکارانو سره له استرالیا او کاناډا څخه لیدنه وکړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې تر دې مخکې ویلي وو، چې د طالبانو «د امر بالمعروف و نهی عن المنکر قانون» د ښځو څخه د کرکې سل مخه حدود دي.

هغې وویل، دغه قانون د ټولنې نیم نفوس په چوپتیا مجبوره کوي.

طالبانو په افغانستان کې د واک له تر لاسه کولو وروسته مېرمنې او نجونې له ټولنیز ژوند څخه بې برخې کړې او پر هغوی یې د زده کړو او کار بندیز لګولی دی.

اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو د افغان ښځو د حقونو په ملاتړ غونډه وکړه

۴ تله ۱۴۰۳ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۳۷ GMT+۱

د اروپايي ټولنې پلاوي او د ملګرو ملتونو د ښځو استازو د سې شنبې په ورځ په نیویارک کې د افغان ښځو د حقونو د ملاتړ په موخه د عمومي ناستې په څنډه کې غونډه وکړه. په دې کتنه کې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د سیستماتیک تبعیض او له بشري حقونو څخه د سرغړونې په اړه خبرې وشوې.

دا غونډه د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د لومړۍ ورځې په څنډه کې وشوه.

په واشنګټن کې د افغانستان پخوانۍ سفیرې عادله راز چې په دې غونډه کې یې برخه اخیستې وه، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د غونډې موخه په افغانستان کې د ښځو وضعیت څېړل او دا چې نړۍواله ټولنه څه ډول د هغو فعالو ښځو له حقونو په ځانګړې توګه د سوداګرۍ او روغتيا په برخو کې ملاتړ کوي.

د اروپايي ټولنې د پلاوي او د ملګرو ملتونو د ښځو په ګډه اعلامیه کې راغلي، چې د افغان ښځو حقونه د پام وړ کم شوي د زده کړو، کارموندنې او عامه ژوند ته د هغوی پر لاسرسي یې ناوړه اغېزې کړې دي.

د دې غونډې یو هدف په افغانستان کې د ښځو د حقونو کړکېچ ته د نړۍوالې ټولنې پام اړول وو.

د غونډې له پیل مخکې د اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو د ښځو په ګډه اعلامیه کې ویل شوي: «په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت مخ په خرابېدو دی، دا غونډه د نړۍوالې ټولنې د هڅو په اړه د معنا لرونکو خبرو اترو لپاره زمینه برابروي او مخکې له دې چې د دوی حقونه وړاندې کړي.»

د اروپايي ټولنې او د ښځو په چارو کې د ملګرو ملتونو استازې ټینګار کړی، چې د افغانستان په اړه د مجلسونو په پرېکړو کې باید د افغان ښځو نظر په پام کې ونیول شي.

دواړو بنسټونو د افغان ښځو او نجونو لپاره پر دوامداره مرستو هم ټینګار کړی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش د دوشنبې په ورځ د افغانستان د ښځو په اړه په ځانګړې غونډه کې ټینګار وکړ، چې دی به هیڅکله اجازه ورنه کړي، چې د طالبانو محدودیتونه نورمال شي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ويلي، په افغانستان کې ښځې او نجونې د جبر او جنسي تبعیض له ژور بحران سره مخ دي.

نوموړي د طالبانو امربالمعروف قانون ته په اشارې سره وويل، چې طالبانو په دغه نوي قانون سره له عامه ډګر څخه د ښځو د ايستلو لړۍ رسمي کړې ده.

پاکستان او ترکمنستان ګوادر او ترکمنباشای بندرونو ته د خپلمنځي رسېدو لپاره تړون کول غواړي

۴ تله ۱۴۰۳ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۵۳ GMT+۱

پاکستان او ترکمنستان د خپلمنځي سوداګري او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره د سيپک پروژې له مخې د تفاهم یادښتونه لاسلیکوي، چې پکې ګوادر او ترکمنباشای بندرونو ته لاسرسی شامل دی. دې بندرونو ته لار له افغانستان تېرېږي، خو مالومه نه ده چې په دې تړاو له طالبانو سره هم خبرې شوې که نه.

سیپیک د چین پاکستان اقتصادي پیاوړتیا پروژې نوم دی چې له مخې یې چین په پاکستان کې په میلیاردونو ډالر پانګونه کړې او هم یې دغه هېواد ته پور ور کړی دی.

بیجینګ د دې پروژې له مخې منځني ختیځ ته د اوبو له لارې د رسېدو لپاره په بلوچستان کې ګوادر بندر فعالول غواړي.

د پاکستان رادیو د راپور له مخې، اسلام اباد او عشق اباد په دې برخه کې د همکارۍ لپاره تړونونه لاسلیکوي، چې له مخې به یې ترکمنستان د منځنۍ اسیا لومړنی هېواد شي چې ګوادر بندر ته به لاسرسی ولري.

د پاکستان حکومت د ګوادر بندر او د ترکمنستان د ترکمنباشای بندرونو ترمنځ د هوکړې د مسودې جوړولو لپاره کمېټه جوړه کړې ده.

له دې پرمختیا سره هممهاله په بلوچستان کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه ډېر شوي، چې له امله یې چین اندېښمن دی.

په دغو بریدونو کې تر ډېره بلوڅ بېلتونپال ښکېل دي، چې پاکستان د خپلې صوبې د طبیعي زېرمو په لوټلو تورنوي.