د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیره: طالبان په منظم ډول د افغان ښځو پر وړاندې په ظلم کې ښکېل دي

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني وانګ ویلي، چې طالبانو د بشري حقونو او د ښځو او نجونو بنسټیزو حقونو او ازادۍ ته سپکاوی کړی دی.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني وانګ ویلي، چې طالبانو د بشري حقونو او د ښځو او نجونو بنسټیزو حقونو او ازادۍ ته سپکاوی کړی دی.
نوموړې دغه څرګندونې تېره ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د غونډې په څنډه کې خبریالانو ته وکړې.
هغې د دغو خبرو پرمهال وویل، چې طالبان په منظم ډول د افغان ښځو پر وړاندې په ظلم کې ښکېل دي.د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې زیاته کړه، چې په دې برخه کې قانوني اقدام به د جرمني په مشرۍ ترسره شي.پیني وانګ وایي، چې څلور هېوادونه به د افغانستان په اړه د ښځو په وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو له نړۍوال کنوانسیون څخه د سرغړونې په اړه قانوني اقدام وکړي.هغې زیاته کړې، چې افغانستان دغه نړۍوال کنوانسیون لاسلیک کړی؛ نو د دغه هېواد د اوسنیو حکومتي چارواکو پر ضد دې اقدام وشي.پني وانګ پر طالبانو غږ وکړ، چې د نړۍوال کنوانسیون له مخې په دې برخه کې په خبرو اترو کې برخه واخلي.
دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې جرمني، اسټرالیا، کاناډا او هالنډ ویلي که د افغان ښځو او نجونو وضعیت بدل نه شي؛ نو د عدالت نړۍوالې محکمې ته به د طالبانو پرضد شکایت وکړي.
دغو څلورو هېوادونو ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو څخه د سرغړونې مخه باید ونیول شي.
د پاکستان بېلابېلو صوبو ته راکډه شوي افغان سندرغاړي له ملګرو ملتونو غوښتنه کوي، چې د نورو افغانانو په څېر دې دوی ته هم نورو هېوادونو ته د اېستلو زمینه برابره کړي.
دغه سندرغاړي او د سازونو غږوونکي له هغه مهاله چې په افغانستان کې طالبان بیا واکمن شول، د پاکستان بېلابېلو صوبو ته کډه او دا مهال یې شمېر سلګونو ته رسېږي.
دغه هنرمندان وایي، نن سبا په پاکستان کې له بېکارۍ او وزګارتیا له امله سختې اقتصادي ستړې ګالي.
بریالی ولي چې شاوخوا څلور لسیزې یې په راډیو، ټلویزیون او د خلکو د ښادیو په بېلابېلو محفلونو کې سندرې ویلي وایي، چې دا مهال دوی د اقتصادي ستونزو تر څنګ د خپلو ماشومانو تیاره راتلونکي ته هم سخت اندېښمن دي.
نوموړي افغانستان انټرنشنل پښتو سره په مرکه کې له ملګرو ملتونو ګېله وکړه، چې د دوی سره دوه ګونی چلند کوي:« موږ په تېرو درېیو کالو کې ولیدل، چې له افغانستانه بېلابېل خلک لکه قاضیان، څارنوالان، د بشري حقونو فعالان، لوبغاړي او خبریالان بېلابېلو هېوادونو ومنل او له پاکستانه ووتل؛ خو یوازې سندرغاړي او ساز غږوونکي تر اوسه هیچا هم نه دي منلي. په داسې حال کې چې دغه قشر په افغانستان کې تر ټولو زیات زیانمنونکی قشر دی.»
بریالی ولي د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو په ادارې نیوکه کوي، چې دوی په دې برخه کې د دغه قشر لپاره هېڅ ګام نه دی اخیستی.
همت ګل یو بل افغان سندرغاړی دی، چې له ورته برخلیک سره مخامخ دی.
هغه وایي، چې د دوی ماشومان بې برخلیکه دي او دا مهال له زدهکړو پاتې شوې دي.
د همت ګل په خبره، دوی هم غواړي چې د دوی د بچیانو برخلیک جوت شي:« موږ د خپلو اولادونو برخلیک ته سخت په اندېښنه کې یو، دوی ټول له زدهکړو پاتې شوي که چېرته مهاجر منوونکي هېوادونه موږ ومني؛ نو تر ډېره به مو د اولادونو راتلونکی روښانه شي.»
سندرغاړی اصف خلیلي بیا وایي، چې د طالبانو له راتګ سره یې د کورنۍ ټول غړي په افغانستان کې پاتې شوي او هغه په خپله د دغې ډلې له وېرې پېښور ته راکډه شوی دی:« د طالبانو له راتګ سره زه له ډاره پېښور ته راکډه شوم، ځکه موږ نور هلته نه چلېدلو، ماشومانو مې پاسپورټونه او وېزې نه لرلې، هغوی مې هم هلته پرېښودل او زه راغلم ما ویل دلته به پیسې ګټم او هغوی ته به یې لېږم.»
ښاغلی خلیلي وایي، چې دمګړۍ نه هومره پیسې ګټلای شي چې کورنۍ ته یې ولېږي او نه هم دلته خپله ګېډه پرې مړولی شي.
په لومړي سر کې دغه سندرغاړي او سازیان د پاکستان په بېلابېلو صوبو کې د وېزو د نشتوالي له امله د پولیسو له لوري سخت ځورول کېدل، چې له هغې وروسته بیا د پېښور د هنرمندانو ټولنې په مرسته د هغې صوبې سترې محکمې پرېکړه وکړه، چې په افغانستان کې د روانو حالاتو له امله دې دوی نه نېول کېږي؛ خو اوس ستونزه دا ده، چې دوی دلته هم نور تنګ شوي او غواړي د ملګرو ملتونو له لارې نورو مهاجر منونکو هېوادونو ته کډه شي.
په اسلام اباد کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وایي، چې دوی ته هر افغان کډوال چې ورشي دوی یې د خپلو تګلارو له مخې مني او د بېلابېلو پړاونو له تېرېدو او نوم ثبتولو وروسته که مهاجر منونکو هېوادونو غوښتل هلته یې استوي.
د دغې ادارې ویاند قیصر اپریدی وایي، د دوی ادارې په دې برخه کې له هیچا سره دوه ګونی چلند نه دی کړی.
په ټوله کې د طالبانو ډله د موسیقۍ او هنر مخالفه ډله ده او دوی موسیقي غږول حرام ګڼي.
د دغې ډلې له راتګ سره جوخت ګڼو هنرمندانو کاروبار پرېښی او ټول وزګار شوي دي؛ خو د دې تر څنګ هغوی هره شېبه په دې وېره کې هم ژوند تېروي، چې د دغې ډلې د امر بالمعروف ډلې لهخوا و نه نېول شي او تر زندانونو و نه رسېږي.
ډېر هغه هنرمندان چې په افغانستان کې پاتې دي، د دغې ډلې له وېرې پټ ژوند کوي او په ډاډه زړه نورو کارونو ته هم زړه نه شي ښه کولای.
له کندهار څخه یو شمېر کورنۍ وایي، چې د طالبانو تر واک لاندې د سرې مياشت اداره په مرستون کې د عصبي ناروغانو د درملنې په نوم له مرستندويه موسسو څخه درمل او امکانات اخلي؛ خو د ناروغانو درملنه نه کوي. دا مهال د کندهار په دارالمجانين کې ۲۰۰ نارينه او ۳۰ ښځينه ناروغانې شته.
له کندهار څخه د عصبي ناروغانو (لېونيانو) څو کورنيو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د چهارشنبې په ورځ وويل، چې د سرې مياشتي ادارې اړوند دارالمجانين يې ناروغانو ته پاملرنه نه کوي.
یاده کورنۍ وايي، چې دغه اداره د دوی د ناروغانو د تداوي په نوم مرستې او قيمتي درمل اخلي؛ خو د ناروغانو په درملنه يې نه مصرفوي.
يوې کورنۍ چې تازه یې له دې ليونتون څخه ناروغ رخصت شوی افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وويل: «زموږ مريض ۲۸ کلن دی، عصاب يې کار نه کوي، مرستون ته مو راوستلی، شپږ میاشتې يې دلته تېري کړې اوس يې رخصت کړ او وايي جوړ دی؛ خو جوړ نه دی.»
دغه کورنۍ زياتوي: «په شپږ مياشتو کې امکان نه لري، چې یو عصابي ناروغ دي جوړ شي، ناروغان پرله پسې څارنې او درملو ته اړتيا لري.»
یوې بلې کورنۍ هم ورته نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې په مرستون کې د دوی ناروغ ته په کافي اندازه درمل او خواړه نه ورکول کیږي.
بل خوا بیا په کندهار کې د طالبانو د سرې مياشتي مطبوعاتي مسوول محمد شعيب حقاني ويلي، چې دوی د نورو خدمتونو ترڅنګ په دارالمجانين کې لسګونه په عصبي ناروغيو اخته ناروغانو درملنه کوي او سلګونو نورو ناروغانو ته پر کور درمل ورکوي.
نوموړی زياتوي: « اوس شاوخوا دوه سوه نارینه او ۳۰ښځينه ناروغان لرو او ۱۸ سوه ناروغو کسانو ته پر کور درمل ورکوو.»
د حقاني په خبره، چې اوس مهال د بهرنیو موسساتو همکاري کمه شوې او په عصبي ناروغيو د اخته کسانو شمېر زيات شوی دی.
په تېرو څو میاشو کې په سويلي ولایتونو کې ګڼو ځوانانو ځان وژنې او د ځان وژنې هڅې کړې دي، چې د دغه ډول پېښو وروسته ځايي طالبانو يې لامل رواني ستونزې بللې دي.
د افغانستان په سويل کې بې روزګاري، د بوختياو نه شتون، ټيټ اقتصاد او پر ټولنيز ژوند د طالبانو د پراخو او ځپونکو محدوديتونو له کبله ځوانان د رواني ستونزو څخه کړيږي، چې ډېر وخت يې پايله تر ځان وژنې رسيږي.
پر طالبانو نيوکه دا ده، چې ځوانانو ته یې نه کاري فرصتونه برابر کړي او نه یې هم د درملنې لپاره امکانات برابر کړي.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدري د چهارشنبې په ورځ د روسیې د انرژۍ د نړۍوال فورم په اووم نندارتون کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته ولاړ. د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، هدایت الله بدري به درې ورځې په روسیه کې وي.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ درې کاله وروسته د روسیې په ګډون هېڅ یوه هېواد د دغې ډلې حاکمیت په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سږ کال د جوزا په میاشت کې ویلي، چې له طالبانو سره اړیکي ټینګول اړین دي.
د روسيې د انرژۍ د نړۍوال فورم اوومه غونډه به د تلې میاشتې له پنځمې تر شپږمې نېټې پورې په مسکو کې تر سره شي او د انرژۍ د صنعت د پرمختګ په اوسني وضعیت به بحث وشي.
پدې فورم کې له ۷۰ څخه ډېرې پیښې او له ۲۲۵ څخه ډېر ویناوال شامل دي.
د طالبانو د کانونو او انرژۍ وزیر د امریکا په تور لېست کې شامل دی، چې پر نړۍوالو سفرونو یې بندیز لګېدلی دی.
د طالبانو د عامي روغتيا وزير په افغانستان کې د مور او ماشوم د مړينې د لوړي کچه اړوند د روغتيا نړۍوال سازمان راپور تایيدوي؛ خو وايي، چې په تېرو درېيو کلونو د واکسين د ښه تطبيق له کبله دا کچه کمه شوې ده. نور جلال جلالي زياتوي، چې روغتيايي سيستم يې د بوديجې د کمښت سره مخ دی.
له دې وړاندې بهرنيو رسنيو خبر ورکړی و، چې طالبانو په افغانستان کې د پولیو واکسین کمپاین بند کړی دی.
هم مهاله د اسټرالیا «کنورسېشن» رسنۍ خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د پولیو د واکسین کمپاین ځنډول ښايي د سیمې په هېوادونو کې د ګوزڼ ناروغۍ د خپرېدو لامل شي.
بل لور بيا د طالبانو د عامي روغتيا وزير جلال جلالي د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۴ مه) نېټه په يوه غونډه کې ويلي، چې دوی هڅه کوي د مور او ماشوم د مړينې د مخنيوي لپاره واکسين ته لاسرسۍ زيات او په ښه ډول يې تطبيق کړي.
نوموړي ويلي: «د نېکمرغه په دې وروستيو کلونو کې د روغتيايي خدماتو د وړاندي کولو او په ځانګړې توګه د واکسين د تطبیق پر اساس د مور او ماشوم په مړينه کې د پام وړ کموالی راغلی.»
د روغتیا نړۍوال سازمان سږ کال په افغانستان کې د پولیو د ۱۸ پېښو خبر ورکړی.
تېر کال په افغانستان کې د پوليو يوازې ۶ پېښې ثبت شوې وې.
د طالبانو د روغتيا طالب وزير په خپلو خبرو کې وويل، چې تېرو جګړو روغتيايي سیسټم کمزوری کړی او دا مهال د بودېجې د کمښت سره له زياتو ننګونو سره مخ دي.
نوموړي پر نړۍوالو او په خاص ډول پر روغتيایي مرستندويه ادارو غږ وکړ، چې سیاست او روغتيا سره بېله کړي او د افغانستان سره په دې برخه کې کومکونه زيات کړي.
جرمني، استرالیا، کاناډا او هالنډ ویلي، چې که د افغان ښځو او نجونو وضعیت بدل نه شي، د عدالت نړۍوالې محکمې ته به د طالبانو پرضد شکایت وکړي. دغو څلورو هېوادونو ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو څخه د سرغړونې مخه باید ونیول شي.
د عدالت نړۍواله محکمه د ملګرو ملتونو قضایي ارګان په توګه د نړۍوالو ادعاو او د بشري حقونو مسالو سره د رسیدګۍ مسولیت لري.
دغو هېوادونو یوه مسوده چمتو کړې او د افغان ښځینه فعالانو له یوې ډلې سره یې پر جزییاتو کار کوي.
ویل کیږي، چې دا هڅې په افغانستان کې د بشري حقونو د پراخې سرغړونې او د جنسیتي توپیر په اړه دي او په پام کې ده چې تر وروستۍ کېدو وروسته د عدالت نړۍوالې محکمې ته وړاندې شي.
د جرمني د ډي يي ای خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۴مه) راپور ورکړ، چې دغو هېوادونو په دې اړه د یوې اعلامیې مسوده چمتو کړې ده.
دغه طرحه د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو په موخه د ملګرو ملتونو د کنوانسیون په چوکاټ کې چمتو شوې، چې افغانستان یې هم غړیتوب لري او څلورو واړو هېوادونو په افغانستان کې د ښځو د حقونو د سرغړونې پر مخنیوي ټینګار کړی دی.
په مسوده کې راغلي، چې افغان ښځې او نجونې د خپلو ټولو حقونو د درناوي وړ دي.
په امريکا کې د افغانستان انټرنشنل خبريال راپور ورکړی، چې په ملګرو ملتونو کې د جرمني استازې به نن چهارشنبه په دې اړه يوه غونډه وکړي.
ویل کیږي، چې د افغان ښځینه فعالانو په شتون سره یوه ګډه ډله جوړه شوې او د لاسلیکونو راټولولوي.
څلورو واړو هېوادونو خبرداری ورکړی، چې که په یو ټاکلي وخت کې دا دریځ بدلون ونه مومي، لومړی به حقوقي منځګړیتوب وکړي او په پای کې به قضیه د عدالت نړۍوالې محکمې ته راجع کړي.
په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د ۷۹مې عمومي غونډې تر پیل مخکې د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالنا بربوک وویل، چې هېواد یې غواړي هغه کسان چې له نړۍوالو قوانینو څخه جدي سرغړونه کوي، وپوښتل شي.
انالنا به د چهارشنبې په ورځ (د تلې څلورمه) له خپلو همکارانو سره له استرالیا او کاناډا څخه لیدنه وکړي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې تر دې مخکې ویلي وو، چې د طالبانو «د امر بالمعروف و نهی عن المنکر قانون» د ښځو څخه د کرکې سل مخه حدود دي.
هغې وویل، دغه قانون د ټولنې نیم نفوس په چوپتیا مجبوره کوي.
طالبانو په افغانستان کې د واک له تر لاسه کولو وروسته مېرمنې او نجونې له ټولنیز ژوند څخه بې برخې کړې او پر هغوی یې د زده کړو او کار بندیز لګولی دی.