په ملګرو ملتونو کې د خبریالانو پر وړاندې د اسراییل بریدونه او پر رسنیو بندیزونه وغندل شوه

د مالدیپ ولسمشر محمد مویز وايي، د خبریالانو پر وړاندې بریدونه د دې لپاره دي چې نړۍ ونه پوهېږي چې په غزه کې څه روان دي.

د مالدیپ ولسمشر محمد مویز وايي، د خبریالانو پر وړاندې بریدونه د دې لپاره دي چې نړۍ ونه پوهېږي چې په غزه کې څه روان دي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غوښتنه کړې، چې د غزې په جګړه کې د ژورنالیستانو په نښه کولو او د الجزیرې د دفترونو تړلو په شمول د مطبوعاتو پر ازادۍ د اسراییل بریدونو باندې سترګې باید پتې نه شي.
د مالدیپ ولسمشر محمد مویزو د چهارشنبې په ورځ ۱۵ کسیزې ډلې ته وویل، چې له فلسطین، لبنان او الجزیرې ژورنالیستانو چې خپل ژوند یې په خطر کې اچولې وو او موږ یې له حالاتو خبرولو اسراییل وژلي یا یې هم دفترونه ورته بند کړي دي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (CPJ) په وینا؛ د تېر کال په اکتوبر کې د جګړې له پیل راهیسې د اسراییل په بریدونو کې د الجزیرې د څلورو خبریالانو په ګډون له ۱۱۰ څخه ډېر خبریالان او د رسنیو کارکونکي وژل شوي دي، په داسې حال کې چې په غزه کې چارواکو دا شمېره ۱۷۳ښودلې ده؛ خو اسراییل د خبریالانو په نښه کول ردوي.
ښاغلي مویزو د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې په خپله وینا کې د خبریالانو په وړاندې بریدونه وغندل او وې ویل خبریالان «د عدالت پر بنسټ نړۍ کې نظم» رامنځته کوي.
هغه د شورا د پنځو دایمي غړو بریتانیا، چین، فرانسې، روسیې او متحده ایالاتو د ویټو واکونو د لغوه کولو غوښتنه وکړه.
مویزو وویل: «ویټو د فلسطین د خلکو پروړاندې د اسراییل د نسل وژنې جګړې د بندولو لپاره شورا فلج کوي.»
مویزو وویل: "ویټو د فلسطین د خلکو پروړاندې د اسراییلو د نسل وژنې جګړې د بندولو لپاره شورا فلج کوي."
هغه وویل: "ویټو اسراییل ته اجازه ورکړې، چې معافیت ته دوام ورکړي، د وحشي اشغال په عملي کولو او د سیمې امنیت په خطر کې واچوي. ویټو د بې ګناه خلکو قتل عام ته دوام ورکوي.»

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د پنجشنبې په ورځ د اوکراین لپاره د څه باندې ۸ میلیارد ډالرو پوځي مرستې اعلان وکړ، تر څو د روسیې د یرغل په وړاندې "د دې جګړې ګټلو" کې د کییف سره مرسته وکړي.
په دې مرستو کې د دقیق هدف ویشتونکو لایزري بمونه لومړۍ جوپه هم شامله ده، چې د "جاینټ سټنډ اف ویپن” په نوم یادیږي، چې تر ۱۳۰ کیلومتره پورې لرې واټن ویشتلی شي.
د منځني واټن ویشتونکي دغه بمونه اوکراین سره پر روسیې ځواکونو د برید په برخه کې لویه مرسته کوي او کولای شي.
دغه بمونه چې په لوړ دقت سره د هدف په نښه کولو توان لري، باید له جنګي الوتکو څخه وغورځول شي.
یو امریکايي چارواکي ویلي، چې بایډن به دا اعلان ونه کړي چې واشنګټن، اوکراین ته اجازه ورکوي چې په امریکايي توغندیو په روسیې کې دننه موخې په نښه کړي.
بایډن په یوه اعلامیه کې وویل، چې د اوکراین ملاتړ د امریکا لومړیتوب دی.
بایډن چې د ولسمشر په توګه یې دنده د جنوري په میاشت کې پای ته رسیږي، وویل: "له همدې امله، نن زه د اوکراین لپاره د امنیتي مرستو د زیاتوالي او د اوکراین له خوا د دې جګړې د ګټلو لپاره د یو لړ اضافي اقداماتو اعلان کوم."
د نوې مرستې لویه برخه چې ۵.۵ میلیارده ډالر کیږي، باید د دوشنبې په ورځ د متحده ایالاتو مالي کال له پای ته رسېدو د مخه تخصیص شي.
نور ۲.۴ میلیارده ډالر د اوکراین د امنیتي مرستو نوښت په چوکاټ کې لګول کیږي، چې د بایډن ادارې ته اجازه ورکوي، چې د اوکراین لپاره وسلې له شرکتونو څخه واخلي نه دا چې د متحده ایالاتو له زېرمو څخه یې وباسي.
بایډن وویل، چې دا مرستې به اوکراین سره د هوايي دفاع سیسټمونو، بې پیلوټه الوتکو او ځمکې څخه هوا ته د توغندیو په اخیستو کې مرسته وکړي او د اوکراین دفاعي ظرفیت به پیاوړی کړي.
ولسمشر بایډن وویل، امریکا به اوکراین ته اضافي پیټریوټ هوايي دفاعي توغندي او نور د دغه سیسټم د اړتیا وړ وسایل ورکړي.
بایډن پنټاګون ته امر وکړ، چې د اوکراین د اف – ۱۶ الوتکو لپاره د پیلوټانو د روزنې پروګرام پراخ کړي او په راتلونکې کال کې ۱۸ نور اضافه پیلوټان وروزي.
زېلینسکي د بایډن او د متحده ایالاتو د کانګرس څخه د نوي پوځي مرستې له امله مننه وکړه او ویې ویل، چې اوکراین به دا مرستې "په خورا ګټور او شفاف ډول" وکاروي.

اسراییل د پنجشنبې په ورځ له حزب الله سره د اوربند وړاندیز رد کړ او د جګړې د درولو لپاره یې د متحده ایالاتو په ګډون د خپلو متحدینو د غوښتنې له منلو ډډه کړې ده.
د اسراییل جنګي الوتکو د بیروت په سویلي څنډه کې د برید په ګډون پر لبنان یو شمېر هوايي بریدونه کړي دي، چې پلازمینه یې لړزولې ده.
لبنان سره پولې ته څېرمه اسراییلي ځواکونه د یو ځمکني برید له پاره هم تمرینونه کوي.
د اسراییل له خوا په لبنان کې د ایران له ملاتړه برخمن حزب الله باندې د سختو هوايي بریدونو او د هغوی د ځینو جګپوړو قوماندانانو وژنې په ګډون د بې سارې پوځي فشارونو له امله په ټوله سیمه کې د پراخې جګړې د پیلېدو اندېښنه راپورته کیږي.

پوځ چې د اسراییلود شمالي پولو د خوندي کولو او هلته د زرګونو بې ځایه شویو اسراییلي وګړو د بېرته ستنولو ژمنه کړې، وايي، چې د دوی د اوومې لېوا تمرینات د لبنان له پولې څخه څو کیلومتره لرې شوي دي.
د اسراییلي پوځ په وینا؛ دوی په بیروت کې دقیق بریدونه ترسره کوي.
له دغو څرګندونو لږ وروسته د چاودنې غږ اورېدل شوی او په سویلي سیمو کې چې د حزب الله مرکز دی، له ځینو سیمو لوګي پورته شوي.
یوې امنیتي سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې برید د حزب الله یو جګپوړی مشر په نښه کړی چې برخلیک یې سمدستي معلوم نه دی.

برید د سویلي سیمو یوې برخې ته نږدې شوی چیرې چې د لبنان د وسله والې ډلې ډیری تاسیسات موقعیت لري خو همدې سیمه کې ډیری ملکي وګړي هم ژوند او کار کوي. له دغه برید وروسته، د حزب الله المنار ټلویزیون د یوې ودانۍ د یو نړیدلي پوړ انځورونه خپاره کړي دي.
د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر اسراییل کاتز پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي: "په شمال کې به اوربند نه کیږي. موږ به په خپل ټول ځواک سره د حزب الله ترهګرې ډلې پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړو تر هغه چې بریا ترلاسه شي او د شمال د سیمو اوسیدونکي په خوندي توګه خپلو کورونو ته راستانه شي. "
وروسته له هغه چې د لبنان لومړي وزیر نجیب میقاتي د اوربند د ژر تر ژره ټینګیدو هیله څرګنده کړه، د دغې لانجې د ژر هواري لپاره هیلې زیاتې شوې.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د امریکا په ملاتړ لبنان کې د اوربند وړاندیز د ردیدو په د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "نړۍ په څرګنده توګه او په اروپا او سیمه کې ټول کلیدي هیوادونه د اوربند د اړتیا په اړه خبرې کوي."
هغه زیاته کړه چې دی به د پنجشنبې په ورځ په نیویارک کې له اسراییلي چارواکو سره وګوري.
له ۲۰۰۶ کال راهیسې پر لبنان د اسراییل تر ټولو سختې بمبارۍ وروسته په سلګونو زره خلک د امنو سیمو په لټه کې له خپلو کورونو تښتېدلي دي.
د نړۍ مشرانو اندېښنه ښودلې چې په غزه کې د اسراییل له جګړې سره هممهاله د لبنان جګړه په چټکۍ سره په خپریدو ده.

له کورمې ولسوالۍ څخه سرچینې وايي، په پاړه چنار کې د سوني او شیعه مذهبو ترمنځ جګړو کې تر دې مهاله ۳۶ تنه وژل شوي او تر ۸۰ ډېر نور ټپیان شوي دي. له یادې سیمې څخه د نورو سیمو او پېښور تر منځ د تلو راتلو ټولې لارې بندې پاتې دي.
شپږ ورځې وړاندې د خیبرپښتونخوا د کورمې ولسوالۍ په پاړه چنار سیمه کې د سوني او شیعه مذهبو ترمنځ نښته پیل شوه.
د یادې نښتې په شپږمه ورځ هم شپږ کسان وژل شوي او تر لسو ډېر ټپیان شوي دي.
تردې مهاله په یاده نښته کې له دواړو ډلو ۳۶ تنه وژل شوي او تر ۸۰ ډېر ټپیان شوي دي.
ځايي خبریالانو د پولیسو له قوله ویلي، په یاده ولسوالۍ کې د ټولو ښوونیزو مرکزونو ترمنځ د پاړه چنارـ پېښور او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خرلاڅي لاره هم د تګ راتګ لپاره بنده ده.
په یو شمېر ويډیوګانو کې چې د شیعه مذهبو له لارې خپرې شوې، لیدل کېږي چې په جګړه کې له ډېرو درنو وسلو کار اخیستل کېږي.
تردې مهاله د پاکستان حکومت د دغه دوو ډلو ترمنځ د وسلهوالې نښتې په مهارولو کې پاتې راغلی.
په پاړه چنار کې د سوني او شیعه مذهبو ترمنځ د اوربند لپاره څو ځلې د قومي مشرانو په منځګړیتوب هم جرګې شوې؛ خو د قومي مشرانو یادې هڅې هم تردې مهاله بې پایلې وې.
لومړۍ جګړه د پاړه چنار اپر کورمه په سیمه کې د دوو کورنیو تر منځ د وسلهوالې شخړې له امله رامنځته شوه، چې وروسته شخړه پيواړ، تري منګل، کنج علیزي او خارکلي ته وغځېدله او لا هم جګړه دوام لري.
له کلونو راهیسې په یاده سیمه کې د سوني او شیعه مذبو ترمنځ وسلهوالې نښتې رامنځته کېږي؛ خو پوښتنه داده چې یادې ډلې په دومره شمېر کې درنې وسلې له کومه ترلاسه کوي او د پاکستان حکومت ولې په یاده سیمه کې عام وګړي نه بې وسلې کوي؟

رویټرز د یوې اروپایي څارګرې ادارې د دوو سرچینو په حواله او د هغو اسنادو پر بنسټ چې څېړلي یې دي، په چین کې د روسیې د لرې واټن ویشتونکو بې پیلوټه الوتکو د پراختیا او تولید په اړه راپور ورکړی دی.
راپور زیاتوي، چې دغه بې پیلوټه الوتکې اوس له روسیې سره دي، چې د اوکراین په وړاندې به په جګړه کې وکارول شي.
یو له دغو اسنادو څخه هغه راپور دی، چې کوپول د روان کال په لومړیو کې د روسیې د دفاع وزارت ته استولی و او د خپل کار جزییات یې پکې بیان کړي وو.
کوپول د روسیې د دولتي وسلو شرکت الماز انټي یو له فرعي شرکتونو څخه دی، چې د دې هېواد د متخصصینو په مرسته یې په چین کې د "ګارپیا- اې۳" یا "جي-درې" بې پیلوټه الوتکو ته پراختیا ورکړې او ازمویلې یې ده.
دغه شرکت په خپل بل راپور کې د روسیې دفاع وزارت ته ویلي، چې دوی کولی شي د چین په کارخانې کې د جي-۳ په ګډون بې پیلوټه الوتکې تولید کړي، تر څو اوکراین سره په جګړه کې وکارول شي.
دغه وزارت ته د کوپول د راپورونو له مخې؛ د جي-۳ نمونې، چې د ۲۰۰۰ کیلومتر له ۵۰ کیلو ګرامې بار سره ترسره کولی شي روسیې ته سپارل شوي دي.
رویټرز لیکلي، چې دغو دواړو شریکانو او د روسیې دفاع وزارت د دغه راپور په اړه د نظر څرګندونه نه ده کړې.
د چین د بهرنیو چارو وزارت رویټرز ته ویلي، چې د داسې یوې پروژې څخه نه دي خبر او ټینګار یې کړی، چې چین په دې هېواد کې د جوړو شویو بې پیلوټه الوتکو پر صادراتو سخت کنټرول لري.
په یو بل سند کې چې رویټرز تر لاسه کړی، د کوپول او د هغې شریکانو برنامې بیانوي چې د روسیې او چینایي بې پیلوټه الوتکو لپاره د ګډو تحقیقاتو او تولید مرکز رامینځته کوي.
د دغه سند له مخې؛ دغه مجموعه د چين د سین کیانګ ولايت د کاشغر په ځانګړې اقتصادي سيمه کې په ۸۰هکتاره ځمکه کې پروت دی او په کال کې د ۸۰۰بې پيلوټه الوتکو د توليد لپاره ډيزاين شوی دی.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت او د اوکراین حکومت په دې اړه د خبریالانو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی، که څه هم تیره اونۍ امریکایي چارواکو د هغه څه په اړه اندیښنه څرګنده کړه چې د روسیې د جنګي ماشین لپاره یې د چین ملاتړ بولي؛ مګر د جزییاتو له ورکولو یې ډډه وکړه.

د سي این این تلویزون نوې نظر پوښتنه ښيي، چې د امریکا په راتلونکو ټاکنو کې د نظر پوښتنې ۴۸ سلنه ګډونوال د کمالا هرېس ملاتړ کوي او ۴۷ سلنه ګډونوال د ټرمپ ملاتړي دي. همدا راز د رویټرز نظر پوښتنې هم په ډاګه کړې، چې کمالا هرېس مخکښه ده.
وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر جو بایډن له راتلونکو ټاکنو څخه لاس پر سر شو، دا د سي این این د خبري شبکې وروستۍ نظر پوښتنه ده، چې په روانه میاشت کې ترسره شوې ده.
سي این این ویلي، چې د جو بایډن له استعفا وروسته د هرېس ملاتړي هڅېدلي، چې د هغې بشپړ ملاتړ وکړي.
دغه نظر پوښتنه ښيي، چې کمالا هرېس د ښځینه رایه ورکوونکو لویه برخه له ځانه سره لري او ټرمپ بیا د نارینه رایه ورکوونکو زیات ملاتړ له ځانه سره لري.
همدا راز هرېس بیا له ډېرشو څخه په کم عمرو ځوانانو، تور پوستو او لاتیني اقلیتونو کې مخکښه ده؛ خو ټرمپ بیا په سپین پوستو کې غښتلی ملاتړ لري.
د دغې نظر پوښتنې دوه سلنه خلکو لا تر اوسه دا ټاکنه نه ده کړې، چې چا ته به رایه ورکوي.
سي این این ویلي، چې ټرمپ د اقتصاد، کډوالۍ او بهرنۍ تګلارې د اداره کولو د پالیسۍ له امله په رایه ورکوونکو کې خپل باور تر لاسه کړی دی.
د سي بي سي نیوز د نظر پوښتنې له مخې؛ کمالا هرېس د ګډنوالو په منځ کې ۵۲ سلنه ملاتړ لري او ټرمپ بیا ۴۸ سلنه ملاتړ خپل کړی دی.
همدا راز د این بي ایس او رویټرز په نظر پوښتنو کې هم کمالا هرېس د ګډونوالو مخکښ ملاتړ له ځانه سره لري.
له دې وړاندې د ټرمپ کمپاین ویلي وو، چې یو شمېر رسنۍ د خپلو شخصي اهدافو په موخه نادرستې نظر پوښتنې وړاندې کوي، چې له حقیقت څخه لېرې دي.
ټاکل شوې، چې د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د نومبر میاشتې په پنځمه نېټه په ټوله امریکا کې ترسره شي.
په دغو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو او ډېموکراټانو څخه دوه مخکښ نوماندان پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د امریکا د ولسمشر اوسنۍ مرستیاله کمالا هرېس سیالي کوي.
