• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني رسنۍ: د پنجاب په سیالکوټ کې د ځمکې پر سر شخړه کې اووه کسان وژل شوي

۱۱ تله ۱۴۰۳ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۴:۵۹ GMT+۱

د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې، تېر ماښام د پنجاب په سیالکوټ ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله یوه لوري پر نورو ډزې کړې چې په پایله کې یې اووه تنه وژل شوي. وژل شوي کسان په یوه موټر کې سپاره وو.

د پنجاب پولیس پېښه مني او وايي، چې په پېښه کې د ښکیلو کسانو پلټنه روانه ده او لا نه دي نیول شوي.
پولیسو ویلي، دغه پېښه تېر ماښام د سیالکوټ په پسرور سیمه کې هغه مهال شوې چې د ځمکې پر سر د لانجې د یوه لوري کسان په موټر کې پر لاره روان او د بل لوري کسانو پرې ډزې کړې چې اووه کسان په کې ځای پر ځای وژل شوي.
د پنجاب پوليس وایي چې د دغو دواړو لوریو د پنجاب په شيخپوره ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر شخړه رامنځته شوې او یوه لوري د بل لوري پر کسانو ډزې کړې چې د بریدکونکو د نيولو لپاره عمليات روان دي او په پېښه کې ښکېل کسان به ډیر ژر ونیول شي.
د پنجاب د پولیسو مشر عثمان انور رسنیو ته ویلي، په سیالکوټ او ورڅېرمه ګوجرانواله ولسوالۍ کې یې پولیسو ته امر کړی چې په پېښه کې د ښکیلو کسانو په نیولو کې مرسته وکړي.
تر دې وړاندې هم د پاکستان په ځینو نورو سیمو کې د ځمکې او کورونو پر سر شخړو کې خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې، تر ډیره بریده له حکومته دا شکایتونه دي چې د خلکو دعوې او لانجې په سم ډول نه حلوي چې بیا دغه لانجې د خلکو تر منځ د یو او بل په وژلو تمامیږي.

ترویج لرونکی

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ
۱

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

۲

د نارینه‌وو ملاتړ؛ عاطفي وابستګي که ټولنیزه اړتیا؟

۳

د امریکا د استازو جرګې غړې: د طالبانو «ترهګرې» ډلې ته د مشروعیت ورکړې هره هڅه خطرناکه ده

۴

د ازادۍ جبهه: د طالبانو د امر بالمعروف محتسبان زموږ د بریدونو مشروع هدفونه دي

۵

طالبان ادعا کوي چې بامیان کې یې د یوې نجلۍ تښتونکی او د هغې د ورور قاتل وژلی دی

•
•
•

نور کیسې

ډاکټر ذاکر نایک: مسلمان هېوادونه باید د فلسطین په مساله کې د ناټو په څېر یو اتحاد جوړ کړي

۱۰ تله ۱۴۰۳ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۹:۲۰ GMT+۱
ډاکټر ذاکر نایک: مسلمان هېوادونه باید د فلسطین په مساله کې د ناټو په څېر یو اتحاد جوړ کړي
100%

مشهور دیني عالم ډاکټر ذاکر نایک وایي، چې مسلمان هېوادونه باید د فلسطین په مساله کې د ناټو په څېر یو اتحاد جوړ کړي. ناټو ۳۲ غړي هېوادونه لري که پر یو هېواد برید وشي، پر ټولو هېوادونو برید ګڼل کیږي.

ذاکر نایک دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ (د تلې ۱۰مه) په اسلام اباد کې له پاکستاني خبریالانو سره د فلسطین د وضعیت په اړه د اسلامي نړۍ د کړنو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړې.

ذاکر نایک وویل، چې ۵۷ اسلامي هېوادونه باید د ناټو د اصولو پر بنسټ یو اتحاد جوړ کړي.

هغه زیاته کړه، چې په دې توګه به مسلمان هېوادونه نور هم پياوړي شي؛ خو له بده مرغه مسلمانان د وېشلو ښکار دي.

نوموړي وویل: "مسلمانان باید د فلسطین په مساله لږ تر لږه دعا کولی شي او د دې لپاره تر ټولو ښه وخت د تهجد وخت دی. له دې پرته موږ ته پکار ده چې په ټولنیزو رسنیو هم په دې اړه پوهاوی خپور کړو. موږ باید سوله ییز لاریون وکړو، لاریون ډېر اغېزمن دی."

‌‌ذاکر نایک زیاته کړه، چې مسلمانان باید د اسراییل له تولیداتو سره پرېکون وکړي او باید په انفرادي ډول له فلسطینیانو سره هر څومره مالي مرسته چې کولی شي، ویې کړي.

هغه ویلي دي، چې مسلمانان باید د عدالت په نړۍواله محکمه کې د اسراییل خلاف دوسیې ثبت کړي.

نوموړي دا هم ویلي، چې مسلمانې رسنۍ باید د فلسطین په اړه خپل غږ پورته کړي.

د غزې له جګړې وروسته په منځني ختیځ کې کړکېچ پراخ شوی، اسراییل پر لبنان ځمکنی برید کړی او تازه پر اسراییل ایران د بالستیک توغندیو برید وکړ.

منظور پښتين د پښتونخوا مشر وزیر ته د پښتنو په قومي جرګه کې د ګډون بلنه ورکړه

۱۰ تله ۱۴۰۳ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۶:۳۲ GMT+۱
منظور پښتين د پښتونخوا مشر وزیر ته د پښتنو په قومي جرګه کې د ګډون بلنه ورکړه
100%

پاکستاني رسنيو خبر ورکړی، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د خيبر پښتونخوا له مشر وزير علي امين ګنداپور سره ليدلې او د اکټوبر د ۱۱ مې نېټې جرګې ته یې بلنه ورکړې. رسنيو ويلي، چې دواړو خواو د امنیت او د سیمې په حالاتو خبرې کړې دي.

پاکستاني رسنيو د سې شنبې په ورځ ويلي، چې د منظور پښتن او وزير علي امين ګنداپور ترمنځ ليدنه په پېښور کې شوې ده.

په ناسته کې د اکټوبر ۱۱مې جرګې، د پښتونخوا د امنيت، د خلکو د ژوند او مال ساتلو او د حکومت د توپيري چلند په اړه خبرې شوي او او د ګنډاپور په جرګه کې د هر ډول ممکنه مرستې او استازولۍ ژمنه کړې.

پښتين ويلي، چې په بېلابېلو سیمو کې به قبایل خېمې دروي او د ټولو قومونو خلک به یو استازی ټاکي.

نوموړي دغه جرګه د مظلومو پښتنو يو غږ بللی دی.

پښتون ژغورنې غورځنګ د اکټوبر پر ۱۱مه په خيبر کې د «پښتنو قامي عدالت» په نوم لویه غونډه جوړوي.

پښتون ژغورنې غورځنګ ويلي، چې دغه جرګه به درې ورځي دوام وکړي او پر مهال به یې پښتانه په سيمه کې د روانې ناامنۍ، جبري لادرکيو او په پښتون مېشتو سيمو کې د طبيعي زېرمو او وسایلو د واک ستونزو په اړه پرېکړې وکړي.

طالبان د حسن نصرالله پر وژل کېدو خاموشه دي، خو په لبنان کې یې د اسراییل بریدونه وغندل

۱۰ تله ۱۴۰۳ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۵:۳۹ GMT+۱
طالبان د حسن نصرالله پر وژل کېدو خاموشه دي، خو په لبنان کې یې د اسراییل بریدونه وغندل
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په لبنان، فلسطین، سوریه او یمن د اسراییل هوايي بریدونه غندلي دي؛ خو د حسن نصر الله پر وژل کېدو خاموشه دي. طالبانو په دې خپرپاڼه کې د پر لبنان د اسراییل ځمکني بریدونه هم غندلي دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن د سې شنبې په ورځ «د تلې ۱۰ مه» د یو خبرپاڼه کې د اسراییل له خوا د لبنان پر خاوره ځمکني برید یرغل یاد کړی او دا یې د ټولو منل شویو نړۍوالو اوصولو او اخلاقي موازینو خلاف کار بللی دی.

طالبانو په دې خبرپاڼه کې په فلسطین کې روانه جکړه نسل وژنه یاده کړې ده.

طالبانو همدراز پر لبنان او نور هېوادونو د اسراییل بریدونو د پراخېدلو په اړه د نړۍ جدي اقدام نه کول د توجیې وړ نه بولي.

طالبان له سیمه یزو او نړۍوالو مسوولو لوریو جدي غوښتنه کوي، چې د اسراییل د یرغل مخه ونیول شي او د مشکل د حل لپاره قاطع تصمیم ونیسي.

له تېرو څو ورځو راهيسې پر لبنان د اسراییل هوايي بریدونه دوام لري، چې په ترڅ کې يې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د اسراییل د هوايي بریدونو په پایله کې د حسن نصرالله په ګډون د حزب الله جګپوړي مشران هم وژل شوي دي.
د حزب الله لنډمهاله مشر نعیم قاسم په خپله وینا کې ویلي وو: « د حسن نصرالله تر وژنې وروسته به هم زموږ عملیات دوام ولري»
هغه ویلي وو:« که اسراییل په لبنان کې ځمکني عملیات وکړي موږ یې دفاع ته چمتو یو.»

د پاکستان او روسيې د سوداګرۍ او پانګونې لومړنی فورم په مسکو کې پیل شو

۱۰ تله ۱۴۰۳ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۲:۰۸ GMT+۱
د پاکستان او روسيې د سوداګرۍ او پانګونې لومړنی فورم په مسکو کې پیل شو
100%

د پاکستان د خصوصي سکټور وزير ويلي، چې دغه فورم د مسکو او اسلام اباد ترمنځ د نویو دوه اړخیزو اړیکو د پیل نښه ده. عبدالعلیم خان زياتوي، چې په سوداګريزه برخه کې پاکستان «د نړۍ له لویو بازارونو څخه شمېرل کېږي او بهرنۍ پانګونه پکې بشپړه خوندي ده.»

د پاکستان راډیو د ننني راپور له مخې، عبدالعلیم خان په مسکو کې د پاکستان او روسيې ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې دوه اړخيزو اړيکو ته په اشارې ويلي، چې پاکستان په سيمه کې د سوداګرۍ او پانګونې تر ټولو ازاد او خوندي سیسټم لري.

نوموړي ويلي، چې ټولي اقتصادي برخې يې د پانګونې لپاره پرانیستې دي.

په روسيه کې د پاکستان سفير محمد خالد جمالي بیا ويلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخيزه سوداګري یو ارب «میلیارد» ډالرو ته رسېدلې او دا د اقتصاد او سوداګريزو اړيکو زياتېدو ته د دواړو لورو لېوالتیا ښيي.

د جمالي په خبره، پاکستان مسکو ته د یو مهم او باوري سوداګريز شریک په سترګه ګوري او پاکستان له روسيې سره د اقتصادي اړيکو د لا پراختيا لپاره کار کولو ته سترګي په لار دی.

انځوریز راپور: زرګونه فلسطینیان په خان یونس کې خپلو ویجاړو شویو کورونو ته ستانه شوي

۹ تله ۱۴۰۳ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۲۱:۱۷ GMT+۱
انځوریز راپور: زرګونه فلسطینیان په خان یونس کې خپلو ویجاړو شویو کورونو ته ستانه شوي
100%

د اسراییلي ځواکونو له بریدونو او حضور وروسته اوس د غزې د خان یونس سیمه نږدې ټوله ویجاړه شوې. د جګړې له امله د دغې سیمې بې ځایه شوي خلک اوس خپلو ویجاړو کورونو ته بېرته ستانه شوي دي.

100%

په زرګونو بې ځایه شوي فلسطینیان د سې شنبې په ورځ د غزې د سویلي ښار خان یونس په کنډوالو کې خپلو کورونو ته وروسته له هغه راستانه شول چې اسراییلي ځواکونو هلته د یوې اونۍ اوږد یرغل پای ته ورساوه، چې د دوی په وینا هدف یې د اسلامي وسله والې ډلې حماس د بیا تنظیمیدو مخنیوی و.

100%

فلسطینیان د غزې په سویل کې د خان یونس په سیمه کې د اسراییل ځواکونو له وتلو وروسته خپلو کورونو ته د بیرته راستنیدو په حال کې دي.

100%

100%

د غزې په سویل کې د خان یونس په سیمه کې یو فلسطینی پلار خپل ماشوم له ځانه سره وړي. فلسطینیان د خان یونس ختیځ سیمو ته وروسته له هغه د راستنېدو په حال کې دي چې اسراییلي ځواکونو دغه سیمه پریښې ده.‌

100%

تیر کال د اکټوبر پر اومه پر اسراییل د حماس له برید وروسته، اسراییلي ځواکونو پر غزې پراخ هوايي او ځمکني بریدونه پیل کړل، چې په پایله کې یې تر ۴۱ زرو ډیر کسان وژل شوي او شاوخوا دوه میلیونه کسان بې ځایه شوي دي.

پر اسراییل د حماس برید کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي وو.

100%