• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په بدخشان کې له زده‌کوونکو څخه د داعش پېژندنې په اړه ازموینه واخیسته

۱۲ تله ۱۴۰۳ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۹:۴۶ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون خبر ورکړی، چې طالبانو د بدخشان ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د ښوونځیو له زده‌کوونکو څخه د “ عقیدې او داعش پېژندنې” په اړه ازموینه واخیسته. په دغه ازموینه کې له ۲۰۰ څخه ډېرو زده‌کوونکو ګډون کړی و.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزون د پنجشنبې په ورځ د (تلې ۱۲مه) یو راپور خپور کړی، چې له مخې یې د بدخشان ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د ښوونځیو او مدرسو له زده‌کوونکو څخه د «عقیدې او خوارج پېژندنې» په اړه ازموینه اخیستل شوې ده.
طالبان داعش ډلې لپاره د “خوارجو” کلمه کاروي.
د بهارک ولسوالۍ د پوهنې امر کمالدین احمدي وايي،‌ په دغه ازموینه کې له ۲۳۰ څخه ډېرو زده‌کوونکو ګډون کړی دی.
نوموړی وايي، د پوهنې ریاست له لوري د «حق المبین» په نوم یو کتاب د بهارک ولسوالۍ د پوهنې امریت ته ورکړل شوی، چې منځ پانګه یې عقیدوي مسایل دي او دا ازموینه هم د یاد کتاب په اړه اخیستل کېږي.
د مطیع الرحمن په نوم یو زده‌کوونکي چې په یاده ازموینه کې یې ګډون کړی وایي، په ښوونځیو کې د «حق المبین» په نوم کتاب ورکړل شوی، چې په هغه کې د خوارجو «داعش» د تاریخچې، خلافت او امامت په اړ بحث شوی دی.
د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون له لوري په خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي، چې د داعش پېژندنې په دغه ازموینه کې د کم عمر لرونکو ماشومانو هم ګډون کړی.
طالبانو تر دې وړاندې په یو شمېر ولایتونو کې د «امارت پېژندنې» په نوم کتابونه هم وېشلي دي، چې اکثره یې په ښوونځیو او مدرسو کې تدریسېږي.

خو د پوهنې د ډګر ځیني کارپوهان وايي، د طالبانو له‌خوا د دغسې مضامینو زده‌کړه د ماشومانو په روح او روان ناوړه اغېز پرې باسي او هغوی سر له اوسه له تاوتریخوالي سره روږدي کوي.

د دوی په باور، دا کار د اروا پوهنې له نظره په راتلونکي کې بدې پایلې هم لرلای شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي، په غزنې کې دوه کسان د «بد اخلاقۍ» په تور په دورو وهلي

۱۱ تله ۱۴۰۳ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۹:۱۷ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې د يوې اعلامې په خپرولو سره ويلي، چې په غزنې کې دوه کسان د «بد اخلاقي په تور» په عام محضر کې ۳۹ دورې وهلي دي. د طالبانو د محکمې په خبره، چې دواړه يې په دوه -دوه کاله تنفيذي بند هم محکوم کړي دي.

د طالبانو سترې محکمې د چهار شنبې په ورځ ويلي، چې دغو دوو کسانو ته یې د سزا حکم د غزني ولايت د مرافعه او د سترې محکمې له تایيد وروسته ورکړي.

طالبانو د دغو کسانو د هویت په اړه جزییات نه دي ورکړي.

دغې ډلې په تېره یوه اوونۍ کې لږ تر لږه شپږ کسان په لغمان، کندهار او فاریاب ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تورونو وهلي دي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته دغې ډلې په پرله پسې ډول خلکو په بېلابېلو تورونو سزاګانې ورکړې دي.

د بشري حقونو سازمانونه خلکو ته د جسمي سزا ورکول د نړۍوالو قوانینو او انساني کرامت خلاف کار بولي او په پرله پسې ډول د بندېدو غوښتنه کوي.

د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان: طالبانو په غزنې کې د يوې سيمه ييزې راډيو مسوول نیولی

۱۱ تله ۱۴۰۳ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۲۰ GMT+۱

د افغانستان د خبريالانو مرکز په يوې اعلاميه کې د خپلو سرچینو له قوله ويلي، چې طالب استخباراتو دوې ورځې وړاندې خبريال او په غزنې کې د «خوشحال» سيمه ييزي راډيو مسوول حکمت ارين نیولی دی.

سازمان په دې اړوند اندېښنه ښودلې او زياتوي، چې د نیول شوي خبريال د برخلیک په اړه معلومات نه شته.

د افغانستان خبريالانو د ملاتړ سازمان د چهار شنبې په ورځ په يوې اعلاميه کې ويلي، چې طالب استخباراتو په غزنې کې خبريال حکمت ارين د نامعلومو تورونو پر بنسټ نيولی، چې کورنۍ او دوستانو ته یې د برخلیک په اړه معلومات نه دي ورکول شوي.

دغه سازمان په افغانستان کې د رسنيو او خبريالانو په وړاندې د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او زياتوي: «په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو روان وضعیت دا څرکندوي چې لا هم د اوسنۍ حاکمې ډلې له خوا رسنۍ او خبریالان تر سخت فشار، ربړونې، سانسور او ګواښ لاندې دي.»

د افغانستان د خبريالانو سازمان ويلي، چې د طالبانو له لوري د خبريالانو سره ناوړه چلند دا روښانوي، چې دغه ډله لا هم د بیان ازادۍ ته ژمنتيا نه لري.

سازمان په غزني کې د خبريال او «خوشحال» سيمه ييزې راډيو د مسوول حکمت ارين نیول کېدل غندلي او د طالبانو څخه یې د هغه د ژر خوشي کېدو غوښتنه کړې.

په تېرو درېیو کلونو کې طالبانو لسګونه خبریالان نیولي او د رسنیو پر ازادو فعالیتونو یې پراخ بندیزونه لګولي دي.

په وروستیو کې دغې ډلې په کورنیو رسنیو کې د سیاسي خپرونو پر ژوندیو خپرونو بندیز لګولی او هغه وخت دا خپرونې خپرېدلی شي چې له ثبت وروسته یې منځپانګه د دغې ډلې له خوا تایید شي.

د هندي پولیسو شک: یو افغان په نوي ډیلي کې د نشه يي توکو نړۍواله شبکه اداره کوي

۱۱ تله ۱۴۰۳ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۵:۱۳ GMT+۱

هندي پولیسو په نوي ډیلي کې د ۲۶۷ میلیون ډالرو په ارزښت ۵۶۰ کیلوګرامه کوکایین نیولي دي. د نوي ډیلي پولیس شکمن دي، چې دا توکي د نشه يي توکو له یوې نړۍوالې شبکې سره تړاو لري، چې مشري یې یو افغان وګړی کوي.

پولیسو دغه نشه يي توکي د نوي ډیلي په سویلي مهرولي سیمه کې پر یوه استوګنځي د برید پرمهال ضبط کړي او په دې تور یې څلور تنه نیولي دي.

دغو کسانو غوښتل چې دغه نشه يي توکي په نوي ډیلي او د پلازمینې شاوخوا کې وپلوري.
دغه نشه يي توکي داسې مهال ضبط کیږي، چې هندي پولیسو دوه ورځې وړاندې د نوي ډیلي په تېلک نګر سیمه کې د عبدالوارث هاشمي او عبدالنایب په نومونو دوه تنه نور افغانان هم په ورته تور نیولي دي.

له دغو کسانو نه ۴۰۰ کیلوګرامه هیرویین او ۱۶۰ ګرامه کوکایین نیول شوي.
د وارث او نایب په اړه ویل کیږي، چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې په هند کې د پناه غوښتونکو په توګه ژوند کوي؛ خو کورنۍ یې په افغانستان کې اوسیږي.

پولیس وايي، نوموړو د نوي ډیلي او پلازمینې په شاوخوا کې د نشه يي توکو غوټې لېږدولې او د هرې غوټې په بدل کې یې سل ډالر ترلاسه کول.
د چهارشنبې ورځې د څلورو نیول شویو کسانو د هویت په تړاو پولیسو تر اوسه څه نه دي ویلي.

دا لومړی ځل نه دی، چې په هند کې د نشه یي توکو د قاچاق او پلور تور پر افغانانو پورې کیږي، بلکې د روان کال په مارچ میاشت کې هندي پولیسو خبر ورکړی و، چې په ګوا کې یې څلور افغانان د هېروینو د پلور په تور نیولي او دوی په یوې نړۍوالې شبکې پورې اړوند دي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزير مسکو ته په مشورتي فارمټ ناسته کې د ګډون لپاره لاړ

۱۱ تله ۱۴۰۳ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۳:۳۶ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستيال ویاند ويلي، د امیرخان متقي په مشرۍ يو پلاوی د مسکو مشورتي فارمټ په شپږمه ناسته کې د ګډون لپاره روسیې ته روان شو. حافظ ضيا احمد ويلي، چې طالب پلاوی به د مسکو فارمټ ناستې په څنډه کې د اکتوبر پر ۴ د روسيې له بهرنيو چارو وزير سره هم وګوري.

نوموړی زیاتوي، چې دواړه لوري به په دې ناسته کې پر دوو اړخيزو مسایلو خبري وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندري رودینکو لا له وړاندي ویلي، د افغانستان په اړه د مسکو شپږمه غونډه به د روان کال په اکټوبر میاشت کې جوړه او طالبانو ته به هم بلنه ورکړي.
په افغانستان کې د روسیې سفیر دیمیتري ژېرنوف د وږي په میاشت کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت کې له امیرخان متقي سره ولیدل او د دې ډلې استازو ته یې د مسکو په راتلونکې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه.

د مسکو فارمټ مخکینۍ غونډه د ۱۴۰۲ کال د تلې میاشتې په ۷مه نېټه په کازان کې جوړه شوې وه.
په هغه غونډه کې د هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغزستان، پاکستان، ترکمنستان، ازبکستان او طالبانو استازو ګډون کړی وو.
له یادو هېوادونو څخه یوه یې هم طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي؛ خو له دغې ډلې سره نږدې ډیپلوماټیک اړیکي پالي.

طالبان: په ۱۰ ورځو کې د سېلابونو او اورلګيدنې له امله ۱۳ کسان مړه او ۱۶ ټپيان شوي

۱۱ تله ۱۴۰۳ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۲:۵۸ GMT+۱

د پېښو په وړاندې د طالبانو د چمتوالي ادارې ویاند وایي، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو او اورلګېدنې په پېښو کې ۱۳ کسان مړه او ۱۶ نور ټپيان شوي دي. جانان سایق زياتوي، د سېلابونو، توپان او اورلګېدنې له کبله ۱۰۹ کورونه هم ویجاړ شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندي د پېښو په وړاندي د چمتوالي ادارې ویاند جانان سایق د چهار شنبې په ورځ ويلي، چې دغه پېښې په غزنې، ننګرهار، لغمان، فراه، پکتيا، بادغيس، هرات او دايکنډي ولایتونو کې شوې دي.

د نوموړي په خبره، ټولو ولایتونو ته یې مرستې رسولې او په تېرو دريو مياشتو کې يې شاوخوا ۴۰ زره کورنيو ته خوراکي او غيري خوراکي توکي هم وېشلي دي.

د مرستو په وېش کې پر طالبانو نیوکې کېږي چې د خپلې ډلې ملاتړو ته یې وېشي

له دې سره په يو شمېر سېمو کې سېلاب ځپلي لا هم لاسنيوي ته اړتيا لري او غوښتنه کوي، چې د سېلابونو له امله ویجاړې مېنې دي ورته جوړي شي.