• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مجاهد د داعش پر وړاندې جګړه کې له بهرنیو هېوادونو سره د طالبانو همکاري تایید کړه

۱۳ تله ۱۴۰۳ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۴:۵۰ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد منلې، چې دغه ډله د داعش - خراسان پر ضد جګړه کې له ځینو بهرنیو هېوادونو سره همکاري کوي. ښاغلي مجاهد زیاته کړه: موږ له ځینو هېوادونو سره همکاري کوو او کله ناکله له هغوی سره معلومات شریکوو.

د فرانسې خبري اژانس په وینا، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۰۲۳ کال په راپور کې راغلي چې طالبانو په پټه د داعش سره د مبارزې لپاره د استخباراتي او لوژیستیکي ملاتړ ترلاسه کولو غوښتنه کړې.

د دغه راپور له مخې، طالبانو ځانونه د «ترهګرۍ ضد همکار» په توګه معرفي کړي دي.

له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته طالبانو د امنیت ټینګښت خپل تر ټولو مهم لومړیتوب ګرځولی دی.

سره له دې چې طالبان له امریکا څخه پاتې پوځي تجهیزات په واک کې لري، شنونکي د معلوماتي ټېکنالوژۍ د محدودیتونو له امله د داعش پر وړاندې د طالبانو پر وړتیا شک لري.

هارون زیلین، یو امریکایی شنونکی ټینګار وکړ چې داعش توانیدلی چې د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو تر منځ په ۹ هېوادونو کې ۲۱ نړیوال بریدونه پلان کړي، چې دا د تیر کال په پرتله د دې ډلې له خوا د ګواښونو زیاتوالی په ګوته کوي.

داعش په وروستیو میاشتو کې په افغانستان، روسیې او ایران کې د خونړیو بریدونو مسوولیت منلی دی.

په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال مایکل کوریلا هم خبرداری ورکړی، چې داعش ښايي په افغانستان کې د امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو ګټې په نښه کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي په هلمند کې یې ۱۷۰۰ جریبه غصب شوې ځمکه را ګرځولې ده

۱۳ تله ۱۴۰۳ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۳:۳۷ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې باختر دولتي رسنۍ خبر ورکړ، چې په هلمند ولايت کې د دغې ډلې سيمه ییزو چارواکو ١٧٠٠ جريبه غصب شوې ځمکه را ګرځول ده . دغې رسنۍ لیکلي، چې پر دغو ځمکو جوړ شوي کورونه ړنګ شوي او غاصبین محاکمې ته راکش شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې دولتي رسنیو د باختر اژانس د خبر له مخې د جمعې په ورځ «د تلې ۱۳مه» لیکلي دي، چې غصب شوې ځمکې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه ښار او د ګرشک، باغران، نهرسراج، ګرمسیر، مارجه او باباجي په ولسوالیو کې موقعیت لري.

طالبانو دا نه دي ویلي، چې دا ځمکې د کومې ادارې دي او د چا له خوا غصب شوې وې.

خو طالبانو د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي لپاره د کمېسیون تر جوړېدو مخکې په بېلابېلو ولایتونو کې د زرګونه جریبه ځمکې د څېړلو اعلان وکړ.

د طالبانو د عدلیې وزارت د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د لوګر ولایت په مرکز دشت قلعه وزیر کې یې څه باندې ۱۶ سوه جریبه دولتي ځمکه تصفیه او را ګرځولې ده.

دغه وزارت دا هم ویلي، چې شاوخوا ۱۸۰ کاله وړاندې یو شمېر کسانو د دغو ځمکو ملکیت درلود.

د امریکا د سولې انسټیټیوټ: د طالبانو امربالمعروف قانون د ظالم رژیم د توجیه کولو لپاره دی

۱۳ تله ۱۴۰۳ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۳:۲۶ GMT+۱

د امریکا د سولې انسټیټیوټ وايي، د طالبانو امربالمعروف قانون د طالبانو د ظالم رژیم د توجیه کولو لپاره دین د یوې وسیلې په توګه کاروي او د میلیونونو افغان مېرمنو ژوند ځپي. دغه امریکايي بنسټ ویلي، چې دغه قانون د ښځو لاسته راغلي حقونه له منځه وړي.

د پنجشنبې په ورځ د تلې په ۱۲مه، د امریکا د سولې انسټیټیوټ په یوه تحلیل کې لیکلي، چې د طالبانو د تش په نامه د امربالمعروف قانون بشپړ عملي کېدل کولای شي اساسي بشري حقونه کمزوري کړي او د طالبانو «جابر رژیم» پیاوړی کړي.

په دې تحلیل کې ویل شوي چې طالبانو د اسلام په اړه د خپلې افراطي مفکورې پر بنسټ یو قانون جوړ کړی، چې د ښځو ټولې ازادۍ محدودوي.

د سرمقالې لیکوال دې ته هم اشاره کړې چې ډېری دیني عالمان، مدني ټولنې، د ښځو د حقونو مدافعین او حتی یو شمېر طالب چارواکي د دین له دې ناسم تفسیر سره مخالفت کوي.

د امریکا د سولې انسټیټیوټ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې پر طالبانو د فشار راوړلو او د دغې ډلې پر وړاندې د مقاومت په ملاتړ سره په افغانستان کې د بشري حقونو د کمزورتیا مخه ونیسي.

تر دې مخکې نړیوالو سازمانونو او ځینو هېوادونو د طالبانو پر دغه قانون نیوکې کړې او هغه یې د ښځو د حقونو پر ضد بللی دی.

په دې وروستیو کې د څلورو لوېدیځو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په غونډه کې خبرداری ورکړ، چې که پر افغان ښځو او نجونو بندیزونه دوام وکړي؛ نو دوی به د عدالت نړیوالې محکمې ته د طالبانو پرضد عریضه وکړي.

دغو هېوادونو ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو څخه د سرغړونې مخه باید ونیول شي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي او ۲۶ نورو هېوادونو هم د عدالت په نړیواله محکمه کې د طالبانو د محاکمې ملاتړ کړی دی.

روسیه: د ترهګرو ډلو له نوملړ د طالبانو د ایستلو بهیر پای ته نږدې شوی دی

۱۳ تله ۱۴۰۳ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۱:۵۳ GMT+۱

د روسیې د امنیتي سازمان مشر اعلان وکړ، چې هېواد یې د ترهګرو ډلو له لېست د طالبانو د ایستلو په اړه "بیا کتنه" بشپړوي. الکساندر بورتنیکوف ویلي، د داعش خراسان او په دغه هېواد کې مېشتو نورو جهادي ډلو سره د مبارزې لپاره دا غوره ده، چې له طالبانو سره تماسونه ټینګ شي.

خو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندري رودنکو شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې اعلان وکړ، چې د ترهګرو ډلو له لېست د طالبانو د ایستلو بهیر به چټک نه شي.

هغه وويل: د روسيې د تروريستي ډلو له لېست د طالبانو ايستل د دغه هېواد په قوانينو کې بدلون ته اړتيا لري.

د روسیې له دولتي خبري اژانس په مرکه کې انډري رودنکو څرګنده کړه، چې دا بهیر چټک نه دی؛ ځکه چې د روسیې په قوانینو کې بدلون ته اړتیا ده.

د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د ۱۴۰۳ کال د غبرګولي په میاشت کې اعلان وکړ، چې په روسیه کې د ترهګرو سازمانونو له لېست د طالبانو د نوم د ایستلو وړاندیز د وروستۍ پریکړې لپاره ولادیمیر پوتین ته استول شوی دی.

هغه وویل: چې لا هم له طالبانو سره ستونزې شته او د دغو مسایلو له حل وروسته به په دې اړه پرېکړه وشي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم د ۱۴۰۳ کال د غبرګولي په اتمه تاشکند ته د خپل سفر په ترڅ کې خبریالانو ته وویل چې له طالبانو سره د اړیکو د ټینګولو څرنګوالی بله پوښتنه ده، خو موږ باید په یو ډول له هغوی سره اړیکې ټینګې کړو.

پوتین همداراز له طالبانو سره د اړیکو په اړه د منځنۍ اسیا هېوادونو په ګډون له سیمه ییزو شریکانو سره مشورې ته اشاره وکړه او ویې ویل: موږ به د خپلو هر شریک او ملګري نظرونه په پام کې ونیسو او په دې برخه کې به همغږي شو.

د روسیې دولتي خبري اژانس ریانووبستي د جمعې په ورځ د تلې په ۱۳مه راپور ورکړ، چې الکساندر بورتنیکوف په بشکیک کې د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو د امنیتي او استخباراتي ادارو د مشرانو په غونډه کې د افغانستان او طالبانو په اړه خبرې وکړې.

په دې کتنه کې هغه د ګډون کوونکو هېوادونو د امنيتي ارګانونو تر منځ پر همکاريو ټينګار وکړ.

الکساندر بورتنیکوف د مسکو په کراکس هال کې وروستي ترهګریز برید ته په اشارې سره وویل، د داعش خراسان د روسیې او د سیمې د هېوادونو لپاره یو ګواښ دی.

هغه زیاته کړه: "په یقیني توګه معلومه ده، چې د دې ترهګریز برید عاملین د خراسان ولایت غړي وو او دوی په قصدي توګه د انټرنټ له لارې په روسیه کې د تاجک کډوالو په منځ کې فعال وو او په فزیکي توګه په افغانستان کې وو."

دغه روسي امنیتي چارواکي د ګډو ګټو د خپلواکې ټولنې له غړو هېوادونو وغوښتل، چې د "لویدیځوالو تر څارنې لاندې" د ترهګرو جوړښتونو په پېژندلو کې همکاري وکړي.

متقي: په سیمه کې د داعش د مرکزونو رامنځته کېدو طالبان اندېښمن کړي

۱۳ تله ۱۴۰۳ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۱:۱۹ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د مسکو فارمټ غونډې ته په وینا کې وویل، داعش توانېدلی د افغانستان له پولو بهر د تجهیزاتو او روزنې مرکزونه جوړ کړي او دې پېښې طالبان اندېښمن کړي. امیرخان متقي د سیمې له هېوادونو وغوښتل چې داعش ته د خپلو وګړود استخدام اجازه ور نه کړي.

دغه طالب چارواکي ادعا کړې، چې په افغانستان کې د داعش ډېرې چاودنې بهرني اتباع کوي. هغه د سیمې له هېوادونو وغوښتل چې داعش ته اجازه ور نه کړي چې د سیمې د هېوادونو وګړي استخدام کړي او افغانستان او نورو هېوادونو ته یې د ورانکارو موخو لپاره ولېږي.

طالب چارواکو په وار وار ادعا کړې، چې داعش په افغانستان کې نشته و خو د داعش خراسان څانګه لا هم په افغانستان کې د خونړیو بریدونو پړه پر غاړه اخلي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ مسکو ته تللی او هلته یې د مسکو فارمټ په شپږمه مشورتي غونډه کې ګډون کړی دی.

که څه هم روسیه طالبان د یوې ترهګرې ډلې په توګه پیژني، خو له طالبانو سره ډیپلوماټیکې اړیکې لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د مسکو فارمټ په مشورتي غونډه کې ویلي، چې تمه لري له روسیې سره د ډیپلوماتیکو اړیکو کچه لوړه شي.

د امیرخان متقي له وینا مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د مسکو فارمټ د مشورتي فورم په غونډه کې ویلي و چې اوس هم بېلابېلې ترهګرې ډلې په افغانستان کې شته او له دې هېواده بهر بریدونه کوي.

هغه دا هم وویل، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره مرسته کول غواړي.

په همدې حال کې د روسیې د امنیتي سازمان مشر الکساندر بورتنیکوف د جمعې په ورځ په بشکیک کې د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو د امنیتي او استخباراتي ادارو د مشرانو په غونډه کې له افغانستان څخه د تروریستي ګواښونو په اړه دا هم وویل چې په افغانستان کې د داعش او په دغه هېواد کې میشتو نورو جهادي ډلو سره د مبارزې لپاره دا غوره ده، چې له طالبانو سره خبرې وشي.

خو ښاغلي متقي په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه د سیمې د هېوادونو د چارواکو ادعاوې "دروغ" وبللې او له هغوی یې وغوښتل، چې افغانستان ته دې د بهرنیانو له عینکو ونه ګوري.

لاوروف: امریکا او ملګري یې د خپلو شومو موخو لپاره د افغان کشالې حل کې د ښکېلتیا هڅه کوي

۱۳ تله ۱۴۰۳ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۰:۳۶ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، امریکا او ملګري هېوادونه یې «د خپلو شومو موخو لپاره» هڅه کوي چې د ا فغان کړکېچ د هواري بهیر کې د ښکېلتیا او د دې بهیر د کنټرولولو لپاره ملګري ملتونه وکاروي.

سرګي لاوروف دا خبرې نن د افغانستان په هکله د مسکو فارمټ د شپږمې غونډې ګډونوالو ته په خپله وینا کې وکړې.

د روسیې په نوښټ د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ شپږمه ناسته نن پیل شوه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مشرۍ طالب پلاوی هم په دې ناسته کې ګډون لري.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دغې ناستې ته په وینا کې وویل، مسکو په افغانستان کې د روانو ستونو د حل لپاره پرلپسې یوه لار غوره کړې او له مخې یې غواړي چې مسکو فارمټ او د ګاونډیو هېوادونو د ناستو میکانیزمونه پراخ کړي.

سرګي لاوروف زیاته کړه: «موږ کلک باور لرو چې له یو بل سره په همغږۍ او سیمه ییز میکانیزمونه ډېرې مهمې پایلې لرلی شي.»

نوموړي په خپلو خبرو کې امریکا او ملګري یې تورن کړل چې د افغانستان د ستونزو د هوارولو بهیر کې د ښکېلتیا لپاره د ملګرو ملتونو د کارولو هڅه کوي او له دې لارې غواړي چې خپلو شومو موخو ته ورسېږي.

هغه زیاته کړه، چې د امریکا او ملګرو د دې موخو په مقابل کې باید احتیاط او هوښیارتیا وشي.

د مسکو فارمټ اوسنۍ ناسته به تر ډېره په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو، د نشه‌یي توکو سره پر مبارزې، اقتصادي او سیاسي ستونزو د حل په خبرو تم وي.

په دغې ناسته کې د روسیې، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او د ازبکستان استازو ګډون کړی دی.
د مسکو فارمټ غونډې په ۲۰۱۷ کال د روسیې په نوښت د جمهوري دولت په وخت کې پیل شوې او تر اوسه یې شپږ ناستې شوې دي.