• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د مسکو غونډې اعلامیه: په افغانستان کې مېشت ترهګر او بېلتون غوښتونکي جدي ګواښ دی

۱۴ تله ۱۴۰۳ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۲:۰۴ GMT+۱تازه شوی: ۱۵ تله ۱۴۰۳ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۰:۱۲ GMT+۱

د مسکو په غونډه کې د ګډون کوونکو هېوادونو استازو د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د ترهګرو او بېلتون غوښتونکو ډلو پر شتون اندېښنه څرګنده کړه.

دوی له طالبانو هم وغوښتل چې د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو او توکمونو حقونو ته درناوی وکړي او یو ټولګډونه او معتدل نظام رامنځ ته کړي.
د دې اعلامیې له مخې چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ته هم رسیدلې، د ګډون کوونکو هېوادونو استازو په افغانستان کې د ترهګرۍ سره تړلي امنیتي وضعیت په اړه د ژورې اندېښنې په څرګندولو سره یادونه وکړه چې «په افغانستان کې مېشتې ترهګرې او بېلتونپالې ډلې، د نړۍ او سیمې امنیت ته جدي ګواښ دی.»
په اعلامیه کې راغلي، چې ګډونوالو په دوه اړخیزه او څو اړخیزه کچه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او له ترهګرۍ سره د مبارزې او د ترهګرۍ د له منځه وړلو په برخه کې یې له طالبانو خپل ملاتړ څرګند کړ.

همدا راز، دوی په سوله ییز، واحد او خپلواک هیواد د افغانستان د بدلیدو ملاتړ وکړ.
د اعلاميې په پای کې ګډون کوونکو هېوادونو په افغانستان او ګاونډيو هېوادونو کې د دریم ګړي هېوادونو د پوځي بنسټونو د جوړولو پر هڅو نيوکه وکړه. خو په دې اړه يې وضاحت ور نه کړ.

تر دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې امریکا د افغانستان د حالاتو د څارنې لپاره د پاکستان په شمال کې اډې جوړې کړې دي. د مسکو غونډې ګډونوالو وویل، چې «د دغو اډو جوړول د سیمې له ګټو او ثبات سره سمون نه لري.»
دوی همدا راز، د افغانستان په ګډون د سیمه ییزو اقتصادي پروژو د پراختیا او د روغتیا، د بې وزلۍ د کمولو، کرنې او د طبیعي پېښو د مخنیوي په برخو کې د دوامداره پرمختګونو د ملاتړ په برخه کې خپله لېوالتیا څرګنده کړه، څو له افغانستان سره د خپلواک او پایداره پرمختګ په چټکتیا کې مرسته وشي.
ګډون کوونکو هېوادونو په سیمه ییز اتصال کې د افغانستان د فعال ګډون ملاتړ وکړ.
د مسکو غونډې له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې افغانانو ته د بیړنیو بشري مرستو رسولو بهیر چټک کړي او ټینګار یې وکړ چې د دې مرستو سیاسي کول د منلو وړ نه دي.
د دغې غوڼدې ګډون کوونکو هېوادونو له طالبانو وغوښتل، چې یو متوازن، موثر او ټول ګډونه نظام جوړ کړي څو "د ښځو، نجونو او ټولو توکمونو په ګډون د ټولو افغانانو بنسټیزو حقونو او ګټو ته درناوی وشي."
د سیمې هېوادونو له طالبانو هم وغوښتل، چې د افغانانو لپاره لازم شرایط برابر کړي، د هغوی د لا زیاتې کډوالۍ مخه ونیسي او د کډوالو د راستنېدو لپاره اسانتیاوې رامنځ ته کړي.
په اعلامیه کې د ایران، پاکستان او د سیمې یو شمېر نورو هېوادونو څخه چې په میلیونونو افغان کډوالو یې منلي ستاینه شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې ایران او پاکستان هوډ لري چې بې اسناده کډوال بیرته افغانستان ته راستانه کړي.
د افغانستان په اړه د مسکو شپږمه غونډه د جمعې په ورځ د طالبانو، چین، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، پاکستان، روسیې، تاجکستان او ازبکستان د استازو په حضور کې د دوو ورځو لپاره جوړه شوه او د شنبې په ورځ پای ته ورسېده.
په دې غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم ګډون کړی و.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

په فراه کې ناپیژاندو کسانو یو ډاکټر په چاقو وژلی او د هغه مېرمن یې ټپي کړې ده

۱۴ تله ۱۴۰۳ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۹:۵۳ GMT+۱

ناپیژاندو کسانو د شنبې په ورځ (د تلې ۱۴مه) په فراه کې یو ډاکټر په چاقو وژلی او د هغه مینداره مېرمن یې ټپي کړې ده.

د دغه ډاکټر خپلوان وايي، چې تېره ورځ شاوخوا يوولس بجې د احمد سليمان بارکزي شخصي کلينيک ته ناپېژانده کسان ننوتل او هغه په چاقو يې وواژه او د هغه مېرمن عاطفه رحماني یې هم سخته ټپي کړه.

د ښځو د حقونو فعاله مرضیه بارکزۍ چې د احمد سلیمان له خپلوانو څخه ده، وايي، چې دغه بریدګر کسان پر دوو ځوانو ډاکټرانو له برید وروسته له سیمې وتېښتېدل.

مېرمن بارکزۍ د شنبې په ورځ (د تلې ۱۴مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې دا پېښه د فراه ولایت په مرکز کې شوې ده.

د هغې په ​​وينا، د احمد سليمان بارکزي مېرمن هم ډاکټره ده او په دې بريد کې سخته ټپي شوې ده. مرضیه بارکزۍ وايي، چې ډاکټره عاطفه د ۹میاشتو مینداره ده او روغتیايي وضعیت یې ښه نه دی.

طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

سرچينه: په ارزګان کې په يو هدفي بريد کې یو کس وژل شوی او بل ټپي دی

۱۴ تله ۱۴۰۳ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۸:۳۷ GMT+۱

سرچينو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې تېره شپه ناوخته نامعلومو وسله والو د ارزګان د مرکز ترينکوټ په کرنا سيمه کې په مخامخ ډزو کې يو کس وژلی او بل يې ټپي کړی دی. د پېښې اصلي انګيزه لا نه ده معلومه.

په ارزګان کې د طالبانو امنيه قومنداني هم دغه پېښه تایيدوي.

په دغه ولایت کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند بلال ارزګاني د شنبې په ورځ د دغه پېښې اړوند سيمه یيزو رسنیو ته ویلي، چې د پېښې په تړاو يې دوه شکمن کسان نيولي دي.

بلال زياتوي، چې وژل شوی او ټپي دواړه ملکي کسان دي او پېښه تر څېړنې لاندي ده.

وړاندي تر دې هم په ارزګان کې ورته پېښې رامنځ ته شوي، چې طالبانو یې لامل شخصي دوښمنۍ بللي وې.

د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون د چمن له سرحدي ځواکونو غوښتي چې ۵ افغانان خوشې کړي

۱۴ تله ۱۴۰۳ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۸:۰۰ GMT+۱

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د شنبې په ورځ وویل، چې پنځه افغان خویندې او ورونه چې درې یې ماشومان دي، په چمن کې د سرحدي ځواکونو له خوا په داسې حال کې نیول شوي چې غوښتل یې پاکستان ته خپلې مور ته ورشي. دغه سازمان له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې دغه پنځه کسان خوشې کړي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د پنځو خویندو او ورونو په نیول کېدو او احتمالي شړلو اندېښنه څرګنده کړې، چې درې یې کم عمره ماشومان دي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د دغو پنځو کسانو د شړلو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې د دې کورنۍ دوه ځوانې او نا واده شوې لوڼې ښايي له محرم پرته افغانستان ته د سفر له کبله له سزا سره مخ شي.

دغې ادارې له اړوندو چارواکو غوښتنه کړې، چې ياد کسان خوشې او ډاډ ترلاسه کړي چې په اسلام اباد کې له خپلې مور سره وګوري.

د کمېسیون د خبرپاڼې له مخې، د ماشومانو د حقونو د کنوانسیون د ۹ ام بند له مخې، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ لا دمخه حکومت ته خبرداری ورکړی، چې د دې کورنۍ مسوولیت پر غاړه واخلي.

له یو کال راهیسې، په پاکستان کې د استوګنې له اسنادو پرته د افغان کډوالو نیول او اېستل زیات شوي دي. د وږي په نیمایي کې، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وویل، چې دغه هېواد به ډېر ژر د بې اسنادو افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو پیل کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې، په پاکستان کې شاوخوا ۸۸۰زره افغان کډوال د ځانګړو کارتونو په لرلو سره ژوند کوي. د افغان کډوالو د اېستلو لومړی پړاو تېر کال د تلې میاشت کې پیل شو، چې څه باندې ۶۰۰زره افغان کډوال له پاکستانه واېستل شول.

د ملي مقاومت جبهه وايي، چې په تخار کې یې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د لوژستیک رییس وژلی

۱۴ تله ۱۴۰۳ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۳۰ GMT+۱

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې وویل، چې د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې یې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د لوژستیک رییس ملا نور محمد په موټر برید کړی دی. دغه جبهه وايي، چې په دې بريد کې نور محمد او د هغه يو ساتونکی وژل شوي او د طالبانو يو بل غړى ټپي شوى دى.

تر اوسه طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

د تخار ولایت اوسیدونکو د شنبې په ماسپښین (د تلې ۱۴مه) افغانستان انټرنشنل ته د تالقانو ښار د «سید عبدالودود شهید» لېسې مخې ته د چاودنې خبر ورکړی دی.

د ځايي سرچينو په وينا، د دغه بريد موخه د طالبانو د يو قوماندان د واده په مراسمو کې د ګل پوش موټر و.

د هوا پیژندنې اداره: ۲۶ ولایتونو کې د باران، تېز باد او سېلابونو د راوتو اټکل شوی

۱۴ تله ۱۴۰۳ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۲۱ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپیژندنې ادارې د (تلې له ۱۴ څخه تر ۱۵ نېټې) په ۲۶ ولایتونو کې د تیز باران، برېښنا، تېزو بادونو، او سېلابونو د راوتو اټکل کړی. د دغې ادارې د اټکل له مخي، چې د باران کچه به (له ۱۵ څخه تر ۴۵) ملي مترو پورې وي.

د طالبانو تر واک لاندي د هوا پیژندنې ادارې د شنبې په ورځ په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د یکشنبې په ورځ به د سالنګونو په ګډون په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، کابل، کاپیسا، پنجشېر، بغلان، پروان، سمنګان، میدان وردګ، غزني، بامیان، دایکنډي غور، بلخ، سرپل، فاریاب، بادغیس، هرات، فراه او هلمند ولایتونو کې د بارانونو، سېلابونو او تېزو بادونو اټکل کیږي.

په خبرپاڼه کې په شمالي، لوېديځو، سوېلي او مرکزي ولایتونو کې د تېز باد اټکل شوی.

د دوی د معلوماتو له مخي، د باد سرعت به په ساعت کې له (۵۰ څخه تر ۸۰) کيلومتره پوري وي.

د طالبانو دغې ادارې وړاندي د بارانونو اوسېلابونو پر مهال پر هغو کورنيو، چې سندونو ته نژدې اوسيږي ږغ کړی و، چې خوندي سيمو ته ولاړ شي.

د تلې مياشتي په ۱۱ مه نېټه د پېښو په وړاندي د طالبانو د چمتوالي ادارې ویلي و، چې د وروستيو سېلابونو او اورلګېدنې په پېښو کې ۱۳ کسان مړه او ۱۶ نور ټپيان شوي دي.

دغې ادارې ویلي، چې د سېلابونو، توپان او اورلګېدنې له کبله ۱۰۹ کورونه هم ویجاړ شوي دي.