له تخار ولایته سرچینو په تالقان ښار کې د یوې چاودنې خبر ورکړی

له تخار ولایته سرچینو په تالقان ښار کې د یوې چاودنې خبر ورکړ. دغه چاودنه نن غرمه مهال (د تلې ۱۴مه) د «سید عبدالودود شهید» ښوونځي ته څېرمه شوې ده.

له تخار ولایته سرچینو په تالقان ښار کې د یوې چاودنې خبر ورکړ. دغه چاودنه نن غرمه مهال (د تلې ۱۴مه) د «سید عبدالودود شهید» ښوونځي ته څېرمه شوې ده.
لاتراوسه طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.
د سیمهییزو سرچینو په وینا، د دغې چاودنې موخه یو ګلپوښ موټر و، چې د طالبانو د یوه قوماندان د واده لپاره ګلپوښ شوی و.د ورکړل شویو مالوماتو له مخې، په دغې چاودنه کې درې ماشومان ټپیان شوي چې د درملنې لپاره د تخار ولایت مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.لا تر اوسه طالبانو د خپلې ډلې د غړو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
د دغې پېښې په تړاو د طالبانو څېړنې روانې دي.


د ازادۍ جبهې په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی لهخوا په دوو جلا بریدونو کې د طالبانو پنځه تنه غړي وژل شوي او دوه تنه نور یې ټپیان کړي دي.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي، لومړی برید یې د جمعې په ماښام د (تلې په ۱۳مه) د کابل ښار په ۱۷مه ناحیه کې کړی چې له امله یې درې تنه طالبان وژلي او یو بل تن یې ټپي کړی دی.
دغې جبهې په یوې بلې خبرپاڼې کې بیا د کندز د امام صاحب ولسوالۍ په بندر سیمه کې د یو بل برید خبر ورکړی او لیکلي یې دي، چې په دغه برید کې یې د طالبانو د استخباراتو دوه تنه غړي وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.
تر دې دمه طالبانو د ازادۍ جبهې د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي او نه هم بلې خپلواکې سرچېنې د دغو ادعاو پخلی کړی.
افغانستان انټرنشنل هم د یوې خپلواکې او بې پرې رسنۍ په توګه د دغې ادعا تایید نه شي کولای؛ خو د ازادۍ جبهې وخت ناوخت پر طالبانو د بریدونو ادعاوې کړې او د طالبانو له ډلې سره په جګړه کې ځان ښکېل بولي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، چې تېره ورځ ۲۴۱ کورنۍ له ایران او پاکستانه خپل هېواد ته راستنې شوې دي.
دغه اژانس پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د دغو ۲۴۱ کورنیو له ډلې ۳۵ یې د تورخم له لارې، ۳۰ یې د کندهار د سپین بولدک له لارې، ۷۷ یې د نيمروز د ورېښمو پله له لارې او ۹۹ یې د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
د دغه اژانس په وینا، له دغې ډلې ۲۶ راستنې شوې کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوې او پر سلګونو کورنيو بیا اړینې مرستې وېشل شوې دي.
له بل پلوه (د تلې په ۱۲مه) طالبانو ویلي و، ۱۵ تنه افغانان چې د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور بندیان شوي وو د پاکستان له زندانونو خوشې او خپل هېواد ته ستانه شول.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي و، چې دغه افغانان د خیبر پښتونخوا ایالت د پېښور له زندانه راخوشې شوي دي.
په دواړو ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو پر وړاندې زور زیاتي دغه کډوال دې ته اړ اېستي، چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

په سرپل کې د طالبانو د والي دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه ولایت د صیاد په ولسوالۍ کې د توغندي د یوې سرګلولې د چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي او دوه تنه نور یې ژوبلېدلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پېښه د جمعې په ورځ د (تلې په ۱۳مه) د صیاد ولسوالۍ په قفلان کلي کې رامنځته شوې او لیکلي یې دي، چې د توغندي دغه سرګلوله له تېرو جګړو پاتې شوې وه.
داسې ویل کېږي، چې د ژوبل شویو ماشومانو له ډلې د یو تن روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
په افغانستان کې د شاوخوا څلور لسیزو جګړو له امله دغلته بې شمېره ماینونه او چاودېدونکي توکي پاتې دي، چې هره ورځ د دغه هېواد د اوسېدونکو په تېره بیا د ماشومانو ژوند ګواښي.
که څه هم چې د ملکرو ملتونو بېلابېلې ادارې نن سبا په افغانستان کې د ماین پاکۍ په چارو بوختې دي؛ خو د ماینونو او چاودېدونکو توکو په اړه د پوهاوي پروګرامونه هغه شان بریالي پر مخ نه دي تللي، لکه څنګه یې چې تمه کېده.
ملګرو ملتونو هم اندېښنه ښودلې، چې لا هم ماینونه او چاودېدونکي توکي په افغانستان کې د خلکو ژوند ګواښي چې ډېر یې ماشومان دي.

د افغانستان د پخوانیو ښځینه پوځيانو د رهبرۍ کمیټې د طالبانو پر کړنو د کلکې څارنې او د هغو ټولو پخوانيو پوځيانو د سملاسي خوشې کولو غوښتنه کړې، چې په تېر حکومت کې د خپلو خدمتونو په بدل کې په ناحقه نیول شوي او ربړوول شوي دي.
دغې کمېټې چې د پخوانیو پوځیانو او په ځانګړې توګه د ښځو د یوې ډلې لهخوا جوړه شوې، راپور ورکړی چې د ښځو په ګډون سلګونه پخواني پوځيان دا مهال د طالبانو لهخوا بندیان شوي او ربړول شوي دي.
د دغې کمیټې پخوانیو ښځینه سرتېرو څرګنده کړه، چې دوی به د عدالت او د خپلو ملګرو د حقونو د ټینګښت لپاره تر هغه وخته خپلې مبارزې ته دوام ورکړي چې دوی ټول د طالبانو له بنده خوشې شوې نه وي.
دغې کمیټې له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د دغو پخوانیو پوځیانو په ځانګړې توګه د ښځو بېړنی حالت درک کړي او د طالبانو لهخوا د خپلسرو نیونو، ربړوونو، سپکاوي او ځورونې د سملاسي پای ته رسولو غوښتنه وکړي.
دغه کمیټه د طالبانو د بې عدالتۍ د پای ته رسولو او د پخوانیو افغان پوځي ځواکونو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو او خوندیتوب د تضمین لپاره د اغېزمنو نړۍوالو اقداماتو پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.

سیمهییزې سرچېنې وايي، چې د جمعې په ماښام د پنجشېر د درې په ولسوالۍ کې د طالبانو په یو مرکز کې زوروره چاودنه شوې.
په پجنشېر کې طالب چارواکو د شپږو تنو د ټپي کېدو منښته کړې؛ خو روغتیايي سرچېنو بیا ویلي، چې روغتون ته یو شمېر مړي او ټپيان لېږدول شوي دي.
په پنجشېر کې د طالبانو د پولیسو ویاند عابدالله فاروقي وايي، چې چاودنه په یو مېلمستون کې د ګازو ډبې د چاودنې له امله شوې، چې له امله یې شپږ تنه ټپي شوي دي.
نوموړي په اېکس پاڼه لیکلي، چې ټپيان روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي او د هغوی روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.
هغه دا هم ویلي، چې په دغې چاودنه کې مالي زیان هم نه دی اوښتی.
خو سیمهییزې سرچېنې بیا وايي، دغه چاودنه د معلم بشیر په کور کې شوې چې دا مهال په کې د طالبانو مرکز جوړ شوی.
دغو سرچېنو ادعا کړې، چې په دغه مرکز کې شاوخوا سل تنه وسلهوال طالبان اوسېدل.
یوې روغتیايي سرچېنې ویلي، چې د پېښې له ځایه شاوخوا ۳۰ تنه مړي او لسګونه ټپیان د درې او د پنحشېر ولایت مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.
ځینو سرچېنو دا اټکل هم کړی، چې کېدای شي دغه پېښه د بې پیلوټه الوتکې پر مټ ترسره شوې وي.