په سرپل ولایت کې د توغندي د سرګلولې د چاودنې له امله درې تنه ماشومان وژل شوي دي

په سرپل کې د طالبانو د والي دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه ولایت د صیاد په ولسوالۍ کې د توغندي د یوې سرګلولې د چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي او دوه تنه نور یې ژوبلېدلي دي.