اتمر: د امنیت په برخه کې افغانستان او د سیمې هېوادونه د مسکو له غونډې ډېرې تمې لري

د پخواني حکومت د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر وایي، چې د امنیت په برخه کې ګډو ګټو ته په کتو سره افغانستان او د سیمې هېوادونه د مسکو له غونډې ډېرې تمې لري. ښاغلي اتمر په اېکس ټولنیزه پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې د یو مشروع حکومت له رامنځ ته کېدو پرته، د دغو ګټو تامین ناشونی دی.