طالبان: تېره ورځ ۲۴۱ کورنۍ له ایران او پاکستانه راستنې شوې

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، چې تېره ورځ ۲۴۱ کورنۍ له ایران او پاکستانه خپل هېواد ته راستنې شوې دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، چې تېره ورځ ۲۴۱ کورنۍ له ایران او پاکستانه خپل هېواد ته راستنې شوې دي.
دغه اژانس پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د دغو ۲۴۱ کورنیو له ډلې ۳۵ یې د تورخم له لارې، ۳۰ یې د کندهار د سپین بولدک له لارې، ۷۷ یې د نيمروز د ورېښمو پله له لارې او ۹۹ یې د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.د دغه اژانس په وینا، له دغې ډلې ۲۶ راستنې شوې کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوې او پر سلګونو کورنيو بیا اړینې مرستې وېشل شوې دي.له بل پلوه (د تلې په ۱۲مه) طالبانو ویلي و، ۱۵ تنه افغانان چې د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور بندیان شوي وو د پاکستان له زندانونو خوشې او خپل هېواد ته ستانه شول.د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي و، چې دغه افغانان د خیبر پښتونخوا ایالت د پېښور له زندانه راخوشې شوي دي.په دواړو ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو پر وړاندې زور زیاتي دغه کډوال دې ته اړ اېستي، چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.


په سرپل کې د طالبانو د والي دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه ولایت د صیاد په ولسوالۍ کې د توغندي د یوې سرګلولې د چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي او دوه تنه نور یې ژوبلېدلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پېښه د جمعې په ورځ د (تلې په ۱۳مه) د صیاد ولسوالۍ په قفلان کلي کې رامنځته شوې او لیکلي یې دي، چې د توغندي دغه سرګلوله له تېرو جګړو پاتې شوې وه.
داسې ویل کېږي، چې د ژوبل شویو ماشومانو له ډلې د یو تن روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
په افغانستان کې د شاوخوا څلور لسیزو جګړو له امله دغلته بې شمېره ماینونه او چاودېدونکي توکي پاتې دي، چې هره ورځ د دغه هېواد د اوسېدونکو په تېره بیا د ماشومانو ژوند ګواښي.
که څه هم چې د ملکرو ملتونو بېلابېلې ادارې نن سبا په افغانستان کې د ماین پاکۍ په چارو بوختې دي؛ خو د ماینونو او چاودېدونکو توکو په اړه د پوهاوي پروګرامونه هغه شان بریالي پر مخ نه دي تللي، لکه څنګه یې چې تمه کېده.
ملګرو ملتونو هم اندېښنه ښودلې، چې لا هم ماینونه او چاودېدونکي توکي په افغانستان کې د خلکو ژوند ګواښي چې ډېر یې ماشومان دي.

د افغانستان د پخوانیو ښځینه پوځيانو د رهبرۍ کمیټې د طالبانو پر کړنو د کلکې څارنې او د هغو ټولو پخوانيو پوځيانو د سملاسي خوشې کولو غوښتنه کړې، چې په تېر حکومت کې د خپلو خدمتونو په بدل کې په ناحقه نیول شوي او ربړوول شوي دي.
دغې کمېټې چې د پخوانیو پوځیانو او په ځانګړې توګه د ښځو د یوې ډلې لهخوا جوړه شوې، راپور ورکړی چې د ښځو په ګډون سلګونه پخواني پوځيان دا مهال د طالبانو لهخوا بندیان شوي او ربړول شوي دي.
د دغې کمیټې پخوانیو ښځینه سرتېرو څرګنده کړه، چې دوی به د عدالت او د خپلو ملګرو د حقونو د ټینګښت لپاره تر هغه وخته خپلې مبارزې ته دوام ورکړي چې دوی ټول د طالبانو له بنده خوشې شوې نه وي.
دغې کمیټې له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د دغو پخوانیو پوځیانو په ځانګړې توګه د ښځو بېړنی حالت درک کړي او د طالبانو لهخوا د خپلسرو نیونو، ربړوونو، سپکاوي او ځورونې د سملاسي پای ته رسولو غوښتنه وکړي.
دغه کمیټه د طالبانو د بې عدالتۍ د پای ته رسولو او د پخوانیو افغان پوځي ځواکونو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو او خوندیتوب د تضمین لپاره د اغېزمنو نړۍوالو اقداماتو پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.

سیمهییزې سرچېنې وايي، چې د جمعې په ماښام د پنجشېر د درې په ولسوالۍ کې د طالبانو په یو مرکز کې زوروره چاودنه شوې.
په پجنشېر کې طالب چارواکو د شپږو تنو د ټپي کېدو منښته کړې؛ خو روغتیايي سرچېنو بیا ویلي، چې روغتون ته یو شمېر مړي او ټپيان لېږدول شوي دي.
په پنجشېر کې د طالبانو د پولیسو ویاند عابدالله فاروقي وايي، چې چاودنه په یو مېلمستون کې د ګازو ډبې د چاودنې له امله شوې، چې له امله یې شپږ تنه ټپي شوي دي.
نوموړي په اېکس پاڼه لیکلي، چې ټپيان روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي او د هغوی روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.
هغه دا هم ویلي، چې په دغې چاودنه کې مالي زیان هم نه دی اوښتی.
خو سیمهییزې سرچېنې بیا وايي، دغه چاودنه د معلم بشیر په کور کې شوې چې دا مهال په کې د طالبانو مرکز جوړ شوی.
دغو سرچېنو ادعا کړې، چې په دغه مرکز کې شاوخوا سل تنه وسلهوال طالبان اوسېدل.
یوې روغتیايي سرچېنې ویلي، چې د پېښې له ځایه شاوخوا ۳۰ تنه مړي او لسګونه ټپیان د درې او د پنحشېر ولایت مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.
ځینو سرچېنو دا اټکل هم کړی، چې کېدای شي دغه پېښه د بې پیلوټه الوتکې پر مټ ترسره شوې وي.

امریکايي بنسټ اکلید چې د وسله والو شخړو څارنه کوي، راپور ورکړی چې د سپټمبر په میاشت کې د افغانستان او پاکستان په پوله کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی.
د دغه بنسټ د سيمه ييزو څېړنو له مخې، د دغو شخړو په پايله کې د درېيو ملکيانو په ګډون اته تنه په خوست او خيبر پښتونخوا کې وژل شوي دي.
اکلید بنسټ یا «د وسله والو شخړو موقعیت او د پیښو د معلوماتو پروژه» د جمعې په ورځ (د تلې ۱۳مه) په خپل سمیه ییزې ارزونه کې د ارام سمندر- هېوادونو د سپټمبر میاشتې ارزونه خپره کړه.
د دې ارزونې له مخې، د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه د سپټمبر په ۴مه، ۷ مه او ۹مه وروسته له هغه پیل شوه، چې طالبانو د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د پوستو د جوړولو هڅه وکړه.
اکلید لیکي، چې د پنجشنبې په ورځ د سپټمبر په ۱۹مه د خوست ولایت د ګربز ولسوالۍ د غلام خان په پوله د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ په نښته کې د طالبانو یو غړی، یو افغان ملکي وګړی او دوه پاکستاني ځواکونه ووژل شول.
د دې امریکايي بنسټ د څېړنو له مخې، په دې موده کې په خوست ولایت کې د تلفاتو شمېر د ۲۰۲۲کال له اپریل راهیسې تر ټولو لوړ دی.
په راپور کې راغلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحدي نقطو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ له جګړې وروسته نږدې دوه زره کورنۍ بې ځایه شوې دي او د غلام خان لاره چې د دواړو هېوادونو تر منځ یو له مهمو سرحدي نقطو څخه ده، هم تړل شوې.
د اکلید سیمه ییزې سروې له مخې، نښتې د سپټمبر په وروستیو کې وروسته له هغه رامنځته شوې چې طالبانو په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د سرحدي پوستو د جوړولو هڅه وکړه او پاکستان غبرګون وښود.
دغه بنسټ د سرچینو له قوله لیکلي، چې د پاکستان د پوځ له خوا د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ پر کلیو توغندي توغول شوي دي.
اکلید همدا راز ټینګار کوي، چې د مارچ له میاشتې راهیسې د طالبانو او پاکستان تر منځ سرحدي تاوتریخوالی مخ په زیاتیدو دی او طالبانو او پاکستان هڅه وکړه چې په نارامه سرحدي سیمو کې حصارونه او امنیتي پوستې جوړې کړي.

د پخواني حکومت د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر وایي، چې د امنیت په برخه کې ګډو ګټو ته په کتو سره افغانستان او د سیمې هېوادونه د مسکو له غونډې ډېرې تمې لري. ښاغلي اتمر په اېکس ټولنیزه پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې د یو مشروع حکومت له رامنځ ته کېدو پرته، د دغو ګټو تامین ناشونی دی.
د نوموړي په وینا، یو مشروع حکومت د ډیکتاتورۍ له لارې نه، بلکې د خلکو د رایو پر بنسټ جوړېدلی شي.
ښاغلي اتمر همداراز زیاته کړې ده، چې د مسکو فارمټ غونډې د ګډونوالو له پاره د ګډو ګټو د ترلاسه کولو ښه لاره دا ده، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک له مخې پر مخ ولاړ شي.
د پخواني حکومت د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر وایي، چې له دې موخو څخه هر ډول انحراف ګډو ګټو ته زیان ورسوي.
نوموړي همداراز زیاته کړه، چې دغه فارمټ باید له غیر طالب افغانانو سره تعامل وکړي او په افغانستان کې د سیمهییز او نړۍوال اجماع پر ټینګښت ټینګار وکړي.
ښاغلی اتمر وایي؛ که څه هم افغانستان په تېرو څلورو لسیزو کې له ډېرو ناخوالو سره مخ و، خو اوس باید دغه هېواد د سیمه ییزو او نړۍوالو همکاریو لومړیتوب وي.
د مسکو فارمټ اوسنۍ ناسته به تر ډېره په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو، د نشهیي توکو سره پر مبارزې، اقتصادي او سیاسي ستونزو د حل په برخو راټوله وي.
په دې ناسته کې د روسیې، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او د ازبکستان استازو ګډون کړی دی.
د مسکو فارمټ غونډې په ۲۰۱۷ کال د روسیې په نوښت د جمهوري دولت په وخت کې پیل شوې او تر اوسه یې شپږ ناستې شوې دي.
دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي، چې د روسیې د امنیتي سازمان مشر ویلي، چې هېواد یې د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه د طالبانو د اېستلو په اړه "بیا کتنه" بشپړوي.
الکساندر بورتنیکوف ویلي، چې د داعش خراسان او په دغه هېواد کې مېشتو نورو ډلو سره د مبارزې لپاره دا غوره ده، چې له طالبانو سره اړیکې ټینګې شي.