سرچینې: د کندهار ښورابک کې پر ډيورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ نښته شوې

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې د کندهار ښورابک ولسوالۍ کې پر ډيورنډ کرښه د افغان طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ نن سهار جګړه شوې ده. سرچینو وویل، چې طالبانو ډيورنډ کرښې ته څېرمه په افغان خاوره کې تاسیسات جوړول، چې پاکستاني ځواکونو پرې لومړی ډزې وکړې.