• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عبدالسلام ضعیف طالب مشرانو ته په اشارې: د واکمنو استبداد له خلکو د حق ویلو جرات اخیستی

۱۵ تله ۱۴۰۳ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۷:۴۲ GMT+۱

پخواني طالب چارواکي عبدالسلام ضعیف طالب مشرانو ته په اشارې سره ویلي، چې د واکمنو استبداد له دیني عالمانو او خلکو د حق ویلو جرات اخیستی دی. هغه ویلي، دغه کورنۍ واکمنۍ دي چې یو بل ته په میراث پاتې کیږي.

د طالبانو د تېر حکومت پر مهال په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر مولوي عبدالسلام ضعیف نن یکشنبه د (تلې ۱۵مه) په خپله ایکس پاڼه د طالبانو مشرانو ته په اشارې لیکلي، چې د واکمنو استبداد له دیني عالمانو او خلکو د حق ویلو جرات اخیستی دی. چې د ده په خبره دغه چاره د عذاب لامل ګرځي.

هغه مخامخ له څه ویلو په څنګ تېریږي، خو تل هڅه کوي چې خپل پیغام په اشارې سره طالب چارواکو ته ورسوي.

نوموړی وړاندې وايي: «دغه ډول کورنۍ واکمنۍ تل له یو څخه بل ته په میراث پاتې شوې او ولس ته یې ګټه نه رسیږي.»

ښاغلی ضعیف وايي، دغه ډول واکمن مشران او امیران پر قانون او شریعت ځان له پاسه ګڼي او د هیڅ پروا نه ساتي: ‏«همدا لاملونه دي چې نن ټول ولس د دوی د کورني حاکمیت د ساتلو لپاره چې هر ډول معامله پرې کیږي قرباني ورکړي.»

که څه هم عبدالسلام ضعیف مخامخ د عربي هیوادونو د واکمنیو یاده کړې خو هغه تل طالبانو ته په اشارې خپل پیغام رسوي او د افغانستان له اوسني حالت سره سم خبره کوي.

د طالبانو دغه پخواني چارواکي درې اونۍ وړاندې هم طالب مشرانو ته په اشارې سره ویلي و: «د عدالت لپاره کار وکړئ، محکومیت او محرومیت ختم کړئ.»

د راپورونو له مخې، طالبانو تر اوسه پورې د افغانستان د خلکو پر وړاندې له بشري جنایتونو، وژنو او شکنجه کولو لاس نه دی اخیستی او په بې ساري کچه په بې عدالتۍ او د بشري حقونو په نقض تورن دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

په کونړ کې د سېلابونو له امله یو تن مړ او نهه نور ټپیان شوي دي

۱۵ تله ۱۴۰۳ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۷:۰۶ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې له پيښو سره د مبارزې د چمتوالي ادارې په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې تېره ورځ په کونړ ولایت کې د سېلابونو راوتلو له امله یو تن مړ شوی او نهه تنه نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې له پيښو سره د مبارزې د چمتوالي ادارې ویلي، چې د شنبې په ورځ د (تلې ۱۴مه) نېټه د یاد ولایت د نرنګ ولسوالۍ لمټک، کوډو او شړلو په کلیو کې د سېلابونو راوتلو له امله یو تن مړ او نهه نور ټپیان شول.

د دغې ادارې له لوري په خپرو شویو معلومات کې ویل شوي، چې سېلابونو له امله په یادو کلیو کې ۸۵ کورونه ویجاړ او ۴۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه ۳۰ څاروي او یو لوی کانال زیامن شوی.

دا په داسې حال کې ده ، چې تېره ورځ د طالبانو تر واک لاندې د هواپیژندنې ادارې د (تلې له ۱۴څخه تر ۱۵ نېټې) په ۲۶ ولایتونو کې د ګڼ باران، برېښنا، چټکو بادونو، او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی و.

د دغې ادارې د اټکل له مخې، چې د باران کچه به (له ۱۵څخه تر ۴۵) ملي مترو پورې وي.

اصف دورانی: طالبان دې په افغانستان کې د «ترهګرو» ډلو پر ضد ګامونه پورته کړي

۱۵ تله ۱۴۰۳ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۵:۴۶ GMT+۱

د افغانستان په چارو کې د پاکستان مخکنی ځانګړی استازی اصف دورانی وايي، د طالبانو حکومت دې په افغانستان کې د هغو «ترهګرو» ډلو پر ضد ګامونه واخلي چې هلته یې پناه اخیستې. هغه د مسکو غونډې د ګډې خبرپاڼې ستاینه کړې چې افغانستان کې مېشت «ترهګر» یې جدي ګواښ بللی.

د افغانستان لپاره د پاکستان حکومت مخکني ځانګړي استازي اصف دوراني تېره شپه د (تلې ۱۴مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د طالبانو حکومت دې په افغانستان کې د هغو «ترهګرو» ډلو پر ضد ګامونه پورته کړي چې هلته یې پناه اخیستې.

هغه په خپل یادښت کې د افغانستان لپاره د مسکو فارمټ غونډې ګډه خبرپاڼه ستایلې او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې مېشتې «ترهګرې» ډلې او بېلتون غوښتونکي د سیمې لپاره جدي ګواښ دی.

نوموړي پر طالبانو غږ کړی چې د دغې ګډې خبرپاڼې ټکي دې جدي په پام کې ونیسي او په افغانستان کې دې د هغو «ترهګرو» ډلو پر ضد ګامونه پورته کړي چې هلته یې پناه اخیستې او پر فعالیت بوخت دي.

طالبانو لا د اصف دوراني خبرو ته غبرګون نه دی ښودلی.

د مسکو په غونډه کې د ګډون کوونکو هېوادونو استازو تېره ورځ ناوخته د یوې ګډې خبرباڼې په خپرولو سره په افغانستان کې د «ترهګرو او بېلتون غوښتونکو» ډلو پر شتون اندېښنه څرګنده کړه.

دوی له طالبانو هم وغوښتل چې د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو او توکمونو حقونو ته درناوی وکړي او یو ټولګډونه او معتدل نظام رامنځته کړي.

د دغې خبرباڼې له مخې چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ته هم رسیدلې، د ګډون کوونکو هېوادونو استازو په افغانستان کې د ترهګرۍ سره تړلي امنیتي وضعیت په اړه د ژورې اندېښنې په څرګندولو سره یادونه وکړه چې «په افغانستان کې مېشتې ترهګرې او بېلتونپالې ډلې، د نړۍ او سیمې امنیت ته جدي ګواښ دی.»

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ګډونوالو په دوه اړخیزه او څو اړخیزه کچه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او له ترهګرۍ سره د مبارزې او له منځه وړلو په برخه کې یې له طالبانو خپل ملاتړ څرګند کړ.

د ازادو سیالو افغانه لوبغاړې ارزو احمدي په لاهور کې له خپلې پاکستانۍ سیالې سره لوبه کوي

۱۵ تله ۱۴۰۳ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۴:۴۱ GMT+۱

د افغانستان د ازادو سیالیو ښځینه لوبغاړې اروز احمدي نن یکشنبه د (تلې ۱۵مه) د پاکستان په لاهور ښار کې له خپلې پاکستانۍ سیالې مهام بیګ سره لوبه ترسره کوي. د ازادو سیالیو د دغو دوو ښځینه لوبغاړو د وزن معلومولو مراسم تېره ورځ د پاکستان په لاهور ښار کې ترسره شول.

یادې دوې لوبغاړې به نن په ۵۲ کیلو وزن کې په درېیو پړاونو کې خپله لوبه ترسره کړي.

د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړې اروز احمدي ۱۸ کلنه ده او تر دې مهاله یې څلور لوبې ترسره کړې دي.

نوموړې خپلې درې لوبې ګټلې او یوه یې بایللې ده.

هغې تردې وړاندې د افغانستان په استازیتوب په بهرنیو او کورنیو سیالیو کې مډالونه هم ګټلي دي.

د اغلې احمدي پاکستانۍ سیاله مهام بیګ ۲۴ کله ده او د کیک بوکس او ایم ایم اې په برخه کې یې پنځه سیالۍ تر سره کړې، چې څلور یې ګټلې او یوه یې بایللي ده.

د مسکو غونډې اعلامیه: په افغانستان کې مېشت ترهګر او بېلتون غوښتونکي جدي ګواښ دی

۱۴ تله ۱۴۰۳ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۲:۰۴ GMT+۱

د مسکو په غونډه کې د ګډون کوونکو هېوادونو استازو د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د ترهګرو او بېلتون غوښتونکو ډلو پر شتون اندېښنه څرګنده کړه.

دوی له طالبانو هم وغوښتل چې د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو او توکمونو حقونو ته درناوی وکړي او یو ټولګډونه او معتدل نظام رامنځ ته کړي.
د دې اعلامیې له مخې چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ته هم رسیدلې، د ګډون کوونکو هېوادونو استازو په افغانستان کې د ترهګرۍ سره تړلي امنیتي وضعیت په اړه د ژورې اندېښنې په څرګندولو سره یادونه وکړه چې «په افغانستان کې مېشتې ترهګرې او بېلتونپالې ډلې، د نړۍ او سیمې امنیت ته جدي ګواښ دی.»
په اعلامیه کې راغلي، چې ګډونوالو په دوه اړخیزه او څو اړخیزه کچه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او له ترهګرۍ سره د مبارزې او د ترهګرۍ د له منځه وړلو په برخه کې یې له طالبانو خپل ملاتړ څرګند کړ.

همدا راز، دوی په سوله ییز، واحد او خپلواک هیواد د افغانستان د بدلیدو ملاتړ وکړ.
د اعلاميې په پای کې ګډون کوونکو هېوادونو په افغانستان او ګاونډيو هېوادونو کې د دریم ګړي هېوادونو د پوځي بنسټونو د جوړولو پر هڅو نيوکه وکړه. خو په دې اړه يې وضاحت ور نه کړ.

تر دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې امریکا د افغانستان د حالاتو د څارنې لپاره د پاکستان په شمال کې اډې جوړې کړې دي. د مسکو غونډې ګډونوالو وویل، چې «د دغو اډو جوړول د سیمې له ګټو او ثبات سره سمون نه لري.»
دوی همدا راز، د افغانستان په ګډون د سیمه ییزو اقتصادي پروژو د پراختیا او د روغتیا، د بې وزلۍ د کمولو، کرنې او د طبیعي پېښو د مخنیوي په برخو کې د دوامداره پرمختګونو د ملاتړ په برخه کې خپله لېوالتیا څرګنده کړه، څو له افغانستان سره د خپلواک او پایداره پرمختګ په چټکتیا کې مرسته وشي.
ګډون کوونکو هېوادونو په سیمه ییز اتصال کې د افغانستان د فعال ګډون ملاتړ وکړ.
د مسکو غونډې له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې افغانانو ته د بیړنیو بشري مرستو رسولو بهیر چټک کړي او ټینګار یې وکړ چې د دې مرستو سیاسي کول د منلو وړ نه دي.
د دغې غوڼدې ګډون کوونکو هېوادونو له طالبانو وغوښتل، چې یو متوازن، موثر او ټول ګډونه نظام جوړ کړي څو "د ښځو، نجونو او ټولو توکمونو په ګډون د ټولو افغانانو بنسټیزو حقونو او ګټو ته درناوی وشي."
د سیمې هېوادونو له طالبانو هم وغوښتل، چې د افغانانو لپاره لازم شرایط برابر کړي، د هغوی د لا زیاتې کډوالۍ مخه ونیسي او د کډوالو د راستنېدو لپاره اسانتیاوې رامنځ ته کړي.
په اعلامیه کې د ایران، پاکستان او د سیمې یو شمېر نورو هېوادونو څخه چې په میلیونونو افغان کډوالو یې منلي ستاینه شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې ایران او پاکستان هوډ لري چې بې اسناده کډوال بیرته افغانستان ته راستانه کړي.
د افغانستان په اړه د مسکو شپږمه غونډه د جمعې په ورځ د طالبانو، چین، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، پاکستان، روسیې، تاجکستان او ازبکستان د استازو په حضور کې د دوو ورځو لپاره جوړه شوه او د شنبې په ورځ پای ته ورسېده.
په دې غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم ګډون کړی و.

په فراه کې ناپیژاندو کسانو یو ډاکټر په چاقو وژلی او د هغه مېرمن یې ټپي کړې ده

۱۴ تله ۱۴۰۳ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۹:۵۳ GMT+۱

ناپیژاندو کسانو د شنبې په ورځ (د تلې ۱۴مه) په فراه کې یو ډاکټر په چاقو وژلی او د هغه مینداره مېرمن یې ټپي کړې ده.

د دغه ډاکټر خپلوان وايي، چې تېره ورځ شاوخوا يوولس بجې د احمد سليمان بارکزي شخصي کلينيک ته ناپېژانده کسان ننوتل او هغه په چاقو يې وواژه او د هغه مېرمن عاطفه رحماني یې هم سخته ټپي کړه.

د ښځو د حقونو فعاله مرضیه بارکزۍ چې د احمد سلیمان له خپلوانو څخه ده، وايي، چې دغه بریدګر کسان پر دوو ځوانو ډاکټرانو له برید وروسته له سیمې وتېښتېدل.

مېرمن بارکزۍ د شنبې په ورځ (د تلې ۱۴مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې دا پېښه د فراه ولایت په مرکز کې شوې ده.

د هغې په ​​وينا، د احمد سليمان بارکزي مېرمن هم ډاکټره ده او په دې بريد کې سخته ټپي شوې ده. مرضیه بارکزۍ وايي، چې ډاکټره عاطفه د ۹میاشتو مینداره ده او روغتیايي وضعیت یې ښه نه دی.

طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.