• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: اسلامي قوانین به لومړی په دولتي ادارو او بیا ټولنه کې پلي شي

۱۵ تله ۱۴۰۳ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۱:۰۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۵ تله ۱۴۰۳ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۲:۱۷ GMT+۱

په خوست کې د طالبانو والي د اسلامي نظام د قوانینو د ښې پلیتابه په موخه جوړه شوې غونډه کې وویل، د اسلامي نظام قوانین به لومړی په دولتي ادارو او بیا ټولنه کې پلي شي. عبدالقیوم روحاني وایي، د دغو قوانینو د پليتابه لپاره به د سیمه ییزو ادارو له منځه یو ځانګړی پلاوی هم وټاکل شي.

په خوست ولایت کې د طالبانو والي وایي، د دغه نظام او اسلامي قانون لپاره یادې ډلې ډېرې قربانۍ ورکړې، نو د اسلامي نظام قوانین باید پکې عملي شي.

په دې ناسته کې په خوست کې د طالبانو د امربالمعروف رییس شرف الدین نقراکار هم په خپلو خبرو کې د اسلامي قوانینو پر پلي کولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې دغه ډله به د اسلامي نظام قوانین د شریعت په رڼا کې پلي کړي.

په خوست ولایت کې طالب چارواکي داسې مهال د اسلامي قوانینو پر بشپړ پليتابهټینګار کوي، چې یادې ډلې په ټولو دولتي ادارو کې له کارکوونکو د دین اړوند مسایلو په تړاو جبري ازموینې، لمونځ او د ږیرې پرېښودل جبري ګرځولي.

یادې ډلې د امربالمعروف وزارت د نوي قانون له مخې ټولو دولتي ادارو ته مکتوب استولی، چې دغه قوانین په جدي توګه پلی کړي.

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د یاد وزارت نوی قانون په دې وروستیو کې توشیح کړی، چې د کارپوهانو په باور، په ټولنه کې د طالبانو د سخت دریځیو د زیاتېدو لامل شوی دی.

په دغه قانون کې راغلي، چې «د فتنې له وېرې د ښځې ټول بدن او مخ پټول» اړین دي.

د دغه قانون له مخې، د موسیقۍ خپرول، له محرم او حجاب پرته له کوره د ښځو وتل او په سپرلۍ وړونکو موټرو کې د نارینه او ښځو يوځای کېدل منع دي.

طالبانو په دې وروستیو کې د خوست په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې نایانو ته خبرداری ورکړی، چې که له دې وروسته د خلکو وېښتان سټایلي جوړ کړي او ږیرې وخرېیي، ۱۰ زره افغانۍ به جریمه شي.

که څه هم د افغانانو پروړاندې د طالبانو دغه سخت دریځه چلند په کوردننه او بهر له سختو غبرګونونو سره مخ دی، خو طالبان وایي، دوی په ټولنه کې د شریعت پر بنسټ قوانین پلي کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

اخراج شوي افغانان تر پنځو کلونو جرمني ته بېرته نه شي را ستنېدای

۱۵ تله ۱۴۰۳ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۱:۰۱ GMT+۱

د جرمني د راینلنډ فالڅ ایالت چارواکي وايي، افغانستان ته ۲۸ تنه اخراج شوي افغان کډوال تر پنځو کلونو پورې بېرته نه شي را ستنېدای. جرمني د تېرې اګست میاشتې په وروستیو کې ۲۸ تنه افغانان چې په بېلابېلو جرمونو تورن پېژندل شوي وو، په یوه چارټر الوتکه کې کابل ته واستول.

د یاد ایالت د ادغام د چارو وزیرې او د زرغون ګوند غړې کاترینا بینز د جرمني ډیموکراټ مسیحي ګوند (سي‌ډي‌یو) څیړنیزې پارلماني ډلې د پوښتنو په ځواب کې وویل، چې د اخراج بهیر د یوې برخې په توګه پر دغو کسانو تر پنځو کلونو پورې د اقامت او بیرته راتګ بندیز پلی شوی.

دغه کسان د جرمني له بادن-ورتمبرګ، بایرن، برلین، هیسن، میکلینبورګ-فورپومرن، نیدرزاکسن، نوردراین-وستفالن، راینلنډ-فالڅ، زاکسن، زاکسن-انهالت او تورینګن ایالتونو نه د لیپزیګ زندان ته را غونډ شول او وروسته افغانستان ته واستول شول.

دا د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط وروسته لومړی ځل و، چې برلین افغان وګړي له خپل هېواده واېستل.

د جرمني د ډي پي اې اژانس د رپوټ له مخې، کاترینا بینز ددغه اخراج هرکلی کړی او ویې ویل، « څوک چې د ملاتړ وړ دي، هغوی به مرستې ترلاسه کړي، خو څوک چې جدي جنایتونه کوي، زموږ په ټولنه کې ځای نه لري».

د سوداګرۍ خونې مرستیال: د مالیې اوسنی سیسټم ډیر پيچلی دی باید روڼ او ساده شي

۱۵ تله ۱۴۰۳ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۹:۳۴ GMT+۱

په کابل کې د امام اوبو حنیفه د درېیم نړۍوال نندارتون په پرانیست غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال یونس موند وویل، چې د افغانستان مالیاتي سیسټم باید روڼ او ساده شي.

نوموړی وايي، اوسنی مالیاتي سیسټم د ډیرو شرکتونو لپاره خورا پیچلی او د سوداګرو لپاره لوی سرخوږی دی.

په کابل کې نن یکشنبه د (تلې ۱۵مه) د امام ابوحنیفه درېیم نړۍوال نندارتون پرانیستل شو.

په دغه یو اونیز نندارتون کې په ۷۰۰ بېلابېلو غرفو کې د تولیدي، سوداګریزو او خدماتي سکټورونو بېلابېل محصولات او تولیدات نندارې ته وړاندې شول.

د یاد نندارتون د پرانیستې پر مهال د طالبانو تر واک لاندې د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال محمد یونس مومند په افغانستان کې د طالبانو د نوي مالیاتي سیسټم په اړه سختې نیوکې وکړې.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، چې د افغانستان اوسنی مالیاتي سیسټم د ډیرو سوداګرو لپاره یوه لویه ستونزه جوړه کړې ده.

نوموړي وویل: «د افغانستان اوسنی مالیاتي سیسټم د ډیرو سوداګرو لپاره یوه لویه ستونزه ده، یاد سیسټم د ډيرو شرکتونو لپاره پیچلی دی. د افغانستان مالیاتي سیسټم باید شفاف او ساده شي.»

همدارنګه نوموړي له نوم یادولو پرته وویل، چې ځینې ګاونډي هېوادونه ورسره په سوداګرۍ کې ناسم چلند کوي.

نوړي له طالبانو غوښتل چې د ځینو هغو هېوادونو له لوري چې له نړۍوالو قوانینو پرته پر افغان سوداګرو ماليې لوړوي باید ورته جدي پاملرنه وشي.

نوموړي زیاته کړه: «زموږ ځینې ګاونډي هېوادونه له موږ سره په سوداګرۍ کې ناسم چلند کوي. له نړۍوال قانون او میعار پرته پر موږ مالیې لوړوي. په دې برخه کې باید جدي پاملرنه وشي.

د هغه په خبره، که پاملرنه ونه شي، «بیا موږ له خپل حکومت څخه غوښتنه کوو، چې متقابل عمل له ګاونډیو هېوادونو سره وکړي.»

همدارنګه ښاغلي مومند وویل، چې ګاونډي هېوادونه په سوداګرۍ کې ورسره سیاسي چلند کوي، د نوموړي په خبره هندوستان او اروپايي هېوادونه افغان سوداګرو ته د ویزو د نه ورکولو په برخه کې هیڅ همکاري نه کوي.

نوموړی وايي، د ځینو هېوادونو له لوري د ویزو نه ورکړې له امله یې سوداګرۍ ته زیان اوړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال محمد یونس مومند وايي، په افغانستان کې د ټرانزیټ او ټرانسپورټي اسانتیاوو او مناسبې ټرانزیټي لارې نه شتون بله هغه لویه ستونزه ده، چې د افغانستان صادرات او واردات یې سخت زیانمن کړي دي.

ښاغلی مومند د افغانستان د سوداګرۍ د اسانتیاوو په برخه کې د واخان کوریډور د ژر پرانیستې او چابهار بندر کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه.

نوموړي وویل: «واخان دې پرانیستل شي او چابهار بندر کې دې اسانتیاوې برابرې شي، د واخان لارې په پرانیستلو سره به د چین او منځنۍ اسیا بازارونو ته لاره پیدا کړو، او د افغانستان له لارې څخه به په مستقیمه توګه ۶۰ هېوادونو ته ټرانزیټ ترسره کیږي.»

ورته مهال د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر کورنیو شرکتونو، سوداګرو او پانګوالو ته ډاډ ورکړ، چې د محصولاتو د خرڅ لپاره به په داخل او بهر کې بازار موندنه کوي او اسانتیاوې به ورته رامنځته کړي.

نوموړی وایي: «په نړۍوال مارکیټ کې د افغانستان د محصولاتو لپاره ځای نه درلودلو لویه ستونزه په میعاري توګه د پروسس او د بسته بندۍ نه ترسره کېدل دي، موږ له نړۍوالو شرکتونو څخه غوښتنه کوو، چې د بسته بندۍ په برخه کې پانګونه وکړي.»

نوموړی د بهرنیو شرکتونو استازو، سوداګرو او پانګوالو ته ډاډ ورکړ، چې د طالبانو حکومت متقابلو اړتیاو او سوداکرۍ ته ژمنه ده او د سوداګرۍ په برخه کې به هیڅ خنډ نه رامنځته کیږي.

همدارنګه د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزیر نورالدین عزیزي وايي، طالبان ژمن دي، چې د ګاونډیتوب په نظر کې نیولو سره د اصولو او نړۍوالو قوانینو په پام کې نیولو سره خپلې سوداګریزې اړیکې له نړۍ او سیمې سره پراخې کړي.

نوموړي له ګاونډیو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه، چې د افغانانو او پر افغانستان له حاکمې ډلې سره جوجاړی وکړي.

د ایران پارلمان یوه غړي مسعود پزشکیان ته ویلي، چې طالبان د باور وړ نه دي

۱۵ تله ۱۴۰۳ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۸:۴۴ GMT+۱

د ایران پارلمان د ملي امنیت او بهرنۍ تګلارې د کمیسیون غړي فداحسین مالکي له مسعود پزشکیان سره په لیدنه کې ویلي چې طالبان د باور وړ نه دي، خو ځینې د دغې ډلې د سپینولو په لټه کې دي.

ښاغلي مالکي د ایران له ولسمشره وغوښتل چې د دغه هېواد او طالبانو ترمنځ پر اړیکو له سره غور وکړي.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې، فدا حسین مالکي په دې لیدنه کې وویل: «موږ په ځلونو ویلي چې طالبانو لکه څنګه چې یې د هلمند له حقابې انکار کړی او د سختې وچکالۍ له امله یې د سیمې د خلکو ته جدي ننګونې رامنځته کړې او په ځینو نورو قضیو کې هم ښکیل دي، باور پرې نه کېږي. خو له بده مرغه ځینې لاهم د طالبانو د سپینولو په لټه کې دي.»

د ایران ولسي جرګې دغه غړي مسعود پزشکیان ته ویلي، چې طالبانو طبیعي سېلاب ته د ایران د حقابې نوم ورکړی.

په ورته وخت کې هغه ټینګار وکړ چې ایران باید له طالبانو سره د اړیکو په اړه جدي بیا کتنه وکړي.

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر عبداللطیف منصور په کابل کې د افغانستان لپاره دایران له مرستیال سفیر حسن مرتضوي سره د ۱۴۰۳ کال په غوايي میاشت لیدنه کې ویلي و، چې د افغانستان له لوري د ایران د اوبو حق ورکړل شوی او دا اوبه لا ور روانې دي.

حسن مرتضوي هم هیله څرګنده کړه چې د اوبو مسله به د ایران او طالبانو تر منځ د «نږدې کېدو» په برخه کې مرسته وکړي.

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قومي تر دې مخکې ویلي وو چې د ایران د اوبو حق په برخه کې تخنیکي خنډونه د طالبانو له خوا لرې شوي دي.

عبدالسلام ضعیف طالب مشرانو ته په اشارې: د واکمنو استبداد له خلکو د حق ویلو جرات اخیستی

۱۵ تله ۱۴۰۳ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۷:۴۲ GMT+۱

پخواني طالب چارواکي عبدالسلام ضعیف طالب مشرانو ته په اشارې سره ویلي، چې د واکمنو استبداد له دیني عالمانو او خلکو د حق ویلو جرات اخیستی دی. هغه ویلي، دغه کورنۍ واکمنۍ دي چې یو بل ته په میراث پاتې کیږي.

د طالبانو د تېر حکومت پر مهال په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر مولوي عبدالسلام ضعیف نن یکشنبه د (تلې ۱۵مه) په خپله ایکس پاڼه د طالبانو مشرانو ته په اشارې لیکلي، چې د واکمنو استبداد له دیني عالمانو او خلکو د حق ویلو جرات اخیستی دی. چې د ده په خبره دغه چاره د عذاب لامل ګرځي.

هغه مخامخ له څه ویلو په څنګ تېریږي، خو تل هڅه کوي چې خپل پیغام په اشارې سره طالب چارواکو ته ورسوي.

نوموړی وړاندې وايي: «دغه ډول کورنۍ واکمنۍ تل له یو څخه بل ته په میراث پاتې شوې او ولس ته یې ګټه نه رسیږي.»

ښاغلی ضعیف وايي، دغه ډول واکمن مشران او امیران پر قانون او شریعت ځان له پاسه ګڼي او د هیڅ پروا نه ساتي: ‏«همدا لاملونه دي چې نن ټول ولس د دوی د کورني حاکمیت د ساتلو لپاره چې هر ډول معامله پرې کیږي قرباني ورکړي.»

که څه هم عبدالسلام ضعیف مخامخ د عربي هیوادونو د واکمنیو یاده کړې خو هغه تل طالبانو ته په اشارې خپل پیغام رسوي او د افغانستان له اوسني حالت سره سم خبره کوي.

د طالبانو دغه پخواني چارواکي درې اونۍ وړاندې هم طالب مشرانو ته په اشارې سره ویلي و: «د عدالت لپاره کار وکړئ، محکومیت او محرومیت ختم کړئ.»

د راپورونو له مخې، طالبانو تر اوسه پورې د افغانستان د خلکو پر وړاندې له بشري جنایتونو، وژنو او شکنجه کولو لاس نه دی اخیستی او په بې ساري کچه په بې عدالتۍ او د بشري حقونو په نقض تورن دي.

په کونړ کې د سېلابونو له امله یو تن مړ او نهه نور ټپیان شوي دي

۱۵ تله ۱۴۰۳ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۷:۰۶ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې له پيښو سره د مبارزې د چمتوالي ادارې په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې تېره ورځ په کونړ ولایت کې د سېلابونو راوتلو له امله یو تن مړ شوی او نهه تنه نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې له پيښو سره د مبارزې د چمتوالي ادارې ویلي، چې د شنبې په ورځ د (تلې ۱۴مه) نېټه د یاد ولایت د نرنګ ولسوالۍ لمټک، کوډو او شړلو په کلیو کې د سېلابونو راوتلو له امله یو تن مړ او نهه نور ټپیان شول.

د دغې ادارې له لوري په خپرو شویو معلومات کې ویل شوي، چې سېلابونو له امله په یادو کلیو کې ۸۵ کورونه ویجاړ او ۴۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه ۳۰ څاروي او یو لوی کانال زیامن شوی.

دا په داسې حال کې ده ، چې تېره ورځ د طالبانو تر واک لاندې د هواپیژندنې ادارې د (تلې له ۱۴څخه تر ۱۵ نېټې) په ۲۶ ولایتونو کې د ګڼ باران، برېښنا، چټکو بادونو، او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی و.

د دغې ادارې د اټکل له مخې، چې د باران کچه به (له ۱۵څخه تر ۴۵) ملي مترو پورې وي.