اخراج شوي افغانان تر پنځو کلونو جرمني ته بېرته نه شي را ستنېدای

د جرمني د راینلنډ فالڅ ایالت چارواکي وايي، افغانستان ته ۲۸ تنه اخراج شوي افغان کډوال تر پنځو کلونو پورې بېرته نه شي را ستنېدای. جرمني د تېرې اګست میاشتې په وروستیو کې ۲۸ تنه افغانان چې په بېلابېلو جرمونو تورن پېژندل شوي وو، په یوه چارټر الوتکه کې کابل ته واستول.