د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال د "امام ابوحنیفه" نندارتون د پرانستې له مراسمو وتلی دی

په کابل کې د "امام ابوحنیفه" له نندارتون څخه سرچینې وایي، چې د طالبانو د اقتصاد وزارت معین د یکشنبې په ورځ د دغه نندارتون د پرانېستې له مراسمو څخه ځکه وتلی، چې د هغه په وینا دغه نندارتون ملي نه و.‌