• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایراني چارواکي وايي هره ورځ ۵۰۰ بې اسناده افغان کډوال له ختیځ تهران څخه ایستل کېږي

۱۵ تله ۱۴۰۳ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۶:۲۷ GMT+۱

د تهران د ختیځ د پولیسو یو مشر وايي، چې په دغه ولایت کې هره ورځ لږ تر لږه ۵۰۰ بې اسناده افغان کډوال راټولیږي او له دغه هیواده ایستل کیږي. دلاور القاصي په دغه ولایت کې له کار ورکوونکو هم وغوښتل چې بې اسنادو کډوالو ته له کار کولو ډډه وکړي.

دغه ایراني چارواکي د شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، چې د بې اسنادو کډوالو د ایستلو بهیر به د خلکو د یوې اساسي غوښتنې په توګه عملي شي.

د ختیځ تهران د پولیسو مشر دلاور القاصي وویل، د بې اسناده کډوالو د پیژندلو، راټولولو او ویستلو بهیر به د روان کال تر پایه دوام وکړي.

هغه وویل: "په ختیځ تهران کې، د غیرقانوني کډوالو راټولول زموږ په اجنډا کې دي او موږ له محترمو کار ورکوونکو څخه غواړو چې د ایراني کارګرو یا اسناد لرونکو خلکو څخه کار واخلي."

تر دې مخکې د ایران د پولیسو مشر هم ویلي و، چې د روان کال تر پایه به دوه میلیونه بې اسناده کډوال له ایرانه وایستل شي.

په ایران کې میشت اکثره کډوال افغانان دي، چې په افغانستان کې د طالبانو د محدودیتونو او د خراب اقتصادي وضعیت له امله یې دغه هیواد کې پناه اخیستې ده.

په ایران کې د بې اسنادو کډوالو د ژوند شرایط ورځ تر بلې ستونزمن کیږي. په دې وروستیو کې، د تایباد لوی څارنوالۍ دفتر اعلان وکړ چې په ښار کې هر ډول "افغانانو ته د استوګنې کورونه په کرایه ورکول او یا پر هغوی د کورونو پلورل" منع دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

غزه کې د اسراییل تازه بریدونو ۲۶ تنه فلسطینیان وژلي

۱۵ تله ۱۴۰۳ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۵:۳۱ GMT+۱

په غزه کې د حماس اړوند حکومت د رسنیو دفتر وايي، چې د غزې په تړانګه کې پر یو جومات او ښوونځي د اسراییل د هوايي بمبارۍ په پایله کې ۲۶ تنه وژل شوي او ۹۳ نور ټپیان دي.

د فلسطین روغتیايي چارواکي وايي، چې په شمالي غزه کې له شنبې شپې راهیسې هوايي بمباریو کې۲۰ نور کسان وروسته له هغه ووژل شول، چې اسراییلي پوځ دې سیمې ته ټانکونه واستول او له خلکو یې وغوښتل څو سیمه پریږدي.

د اسراییل پوځ وايي، چې د غزې د مرکز اړوند دیرالبلاح سیمه کې یې په ابن رشد ښوونځي او شهدای مسجد کې د حماس ډلې د قوماندې پر فعالو مرکزونو کره بریدونه کړي.

حماس، د پوځي موخو لپاره د ښوونځیو، جوماتونو او روغتونونو کارول ردوي.

د رویټرز د رپوټ له مخې، د جومات امام احمد فلیت په داسې حال کې، چې له کنډوالو یې د قران کریم پاڼې راټولولې، وویل، چې دا جومات له شل کلونو راهیسې دلته دی او دا چې بریدونو د سیمې خلک بېځایه کړي.

دا بریدنونه داسې مهال ترسره کیږي چې د اسراییل او فلسطینۍ جنګیالۍ ډلې حماس ترمنځ جګړه یوکلنۍ ته نږدې کیږي او اسراییل خپل عملیات د لبنان پر لور غځوي.

د اسراییل د شمېرو له مخې، حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اوومه د اسراییل پر سوېلي سیمو برید کې ۱۲۰۰ تنه ووژل او ۲۵۰ نور یې یرغمل کړل.

د غزې د روغتیا وزارت د سرچینو د رپوټ له مخې، د اسراییل په ځوابي بریدونو کې شاوخوا ۴۲ زره تنه فلسطینیان وژل شوي او شاوخوا دوه عشاریه درې میلیونه کسان له سیمې بې ځایه شوي دي.

کندهار کې یو کس خپله کم عمره مېرمن وژلې ده

۱۵ تله ۱۴۰۳ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۴:۲۷ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل ته سرچینو ویلي، چې د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په ګل کلاچه سيمه کې یو کس د سامعې په نوم خپله کم عمره مېرمن په ډزو وژلې ده. په ارغنداب ولسوالۍ کې د طالبانو مرستیال ولسوال ملا عباس وایي، چې د نجلۍ خاوند له پېښې وروسته تښتېدلی خو د نيولو هڅې يې روانې دي.

د سيمې یو تن اوسېدونکی محمد داود وايي، چې پېښه تېره شپه د دوی په کلي کې شوې.

هغه وایي: « دې نجلۍ ۱۵ کاله عمر درلود او یو کال مخکې يې واده شوی و». نوموړی وايي: « د نجلۍ ژوند د خاوند په کور کې تریخ و او د کورني تاوتریخوالي له امله یې یوازې درې میاشتې هلته تېرې کړې وې او بیرته د پلار کور ته تللې وه».

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، د نجلۍ خاوند تېره شپه د خپل خسر کور ته ورغلی، نجلۍ يې په ډزو وژلې او د نجلۍ ورور يې ټپي کړی دی.

کندهار کې له دې وړاندې هم د کورني تاوتریخوالي له امله ورته پېښې شوي، چې په پایله کې یې مېرمنو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

دا په تېره يوه مياشت کې په دغه ولایت کې درېيمه ورته پېښه ده، چې د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځ ته کیږي.

له دې وړاندي په بولدک ولسوالۍ کې يو کس په چاړه د خپلې مېرمنې غاړه پرې کړې وه.

د ایران د سرحدي ځواکونو قوماندان:غیر قانوني کډوالو ته کار او په کرایه کور ورکول منع دي

۱۵ تله ۱۴۰۳ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۳:۰۹ GMT+۱

د ایران د پولیسو او سرحدي ځواکونو عمومي قوماندان وايي، غیر قانوني بهرنیو وګړو ته کار او په کرایه کور ورکول جواز نه لري. سردار احمد رضا رادان وايي، دوی غیرقانوني کډوالو ته په ایران کې د استوګنې او کار کولو اجازه نه شي ور کولای.

سردار احمد رضا رادان د ایران له تسنیم رسنۍ سره په مرکه کې د کډوالو هویت په ډاګه نه کړ، خو د ایران د احصایې مرکز د رسمي شمېرو له مخې په دغه هېواد کې ۹۷ په سلو کې کډوال افغانان دي، چې یوه ستره برخه یې قانوني اسناد نه لري.

هغه زیاته کړه: « خلک او د کاروبار څښتنان باید وپوهیږي چې دغو خلکو ته کار او غیر قانوني وګړو ته استوګنځای ور کول جرم دی». د نوموړي په وینا، غیر قانوني وګړي د کار او تجارت حق نه لري او نه هم کور کرایه کولی شي.

رادان په دې مرکه کې وویل، چې « موږ سږ کال حتما تر دوه میلیونو پورې غیر قانوني وګړي اخراج کوو. تر اوسه موږ تر ۵۰۰ زره ډېر نیولي او ایستلي دي. له ۲۵۰ زره ډېرو کسانو ځانونه خپل را پېژندلي دي».

هغه پر خپلو خلکو غږ وکړ، چې له پولیسو سره د غیر قانوني وګړو په پېژندګلوي او نیولو کې مرسته وکړي.

رادان وايي، قانوني کډوال په دې بهیر کې شامل نه دي او دوی یې د امنیت په ټینګښت مکلف دي.

ایراني چارواکي وايي، په دغه هېواد کې دوه میلیونه او ۷۰۰ زره تنه افغان کډوال قانوني اوسیږي خو تر پنځو میلیونو ډېر نور په غیر قانوني توګه دغه هېواد ته ورغلي دي.

شمالي وزیرستان او کورمه کې ۱۳ پاکستاني سرتېري وژل شوي

۱۵ تله ۱۴۰۳ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۱:۵۲ GMT+۱

د پاکستان پوځي سرچینې وايي، چې د شمالي وزیرستان او کورمې ولسوالیو په پرونیو نښتو کې د پوځ د یوه افسر په ګډون ۱۳ امنیتي سرتېري وژل شوي. د پاکستان د پوځ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې لومړنۍ نښته د شمالي وزيرستان په سپين وام سيمه کې شوې او شپږ وسله وال پکې وژل شوي.

د پاکستان پوځ وايي، په بریدونو کې د جنګیالیو د یوه مهم قوماندان په ګډون، چې د خیبر پښتونخوا ایالت په سوات کې یې د ډپلوماټانو پر کاروان په وروستي بريد کې لاس درلود،اته تنه وسله وال جنګيالي هم وژل شوي.

یوې سرچینې افغانستان انټرنېشنال ته وویل، چې دغه برید وړمه شپه د حافظ ګل بهادر د ډلې جنګیالیو کړی او له لایزري ټوپکو یې پکې ګټه اخستې ده.

سرچینې په برید کې د سرحدي ملیشو د ګڼو نورو سرتېرو او جنګیاليو د ټپي کېدو پخلی هم کړی.

خبرپاڼه وايي، په دې جګړه کې د فیصل اباد اوسېدونکی ۴۳ کلن محمد علي شوکت له خپلو پنځو سرتېرو سره وژل شوی.

په يوه بله خبرپاڼه کې د پوځ رسنیزې څانګې په ډاګه کړې، چې امنيتي ځواکونو د سوات په چهارباغ سيمه کې د عملياتو پر مهال د توندلارو د يوه مشر عطاء الله مهران په ګډون دوه توندلاري وژلي او يو بل يې ټپي کړى.

د خبرپاڼې پربنسټ، مهران په سیمه کې په ګڼو بریدونو کې لاس درلود او د سپتمبر پر ۲۲ مه په سوات کې د بهرنیو ډپلوماټانو له یوه کاروان سره مل د پولیسو پر موټرو برید هم نوموړي کړی و.

د پاکستان پولیسو دا هم ویلي، چې د مرکزي کورمې ولسوالۍ په باراني سیند سیمه کې په یوه جلا برید کې اووه پاکستاني سرتیري وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي.

طالبان: اسلامي قوانین به لومړی په دولتي ادارو او بیا ټولنه کې پلي شي

۱۵ تله ۱۴۰۳ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۱:۰۹ GMT+۱

په خوست کې د طالبانو والي د اسلامي نظام د قوانینو د ښې پلیتابه په موخه جوړه شوې غونډه کې وویل، د اسلامي نظام قوانین به لومړی په دولتي ادارو او بیا ټولنه کې پلي شي. عبدالقیوم روحاني وایي، د دغو قوانینو د پليتابه لپاره به د سیمه ییزو ادارو له منځه یو ځانګړی پلاوی هم وټاکل شي.

په خوست ولایت کې د طالبانو والي وایي، د دغه نظام او اسلامي قانون لپاره یادې ډلې ډېرې قربانۍ ورکړې، نو د اسلامي نظام قوانین باید پکې عملي شي.

په دې ناسته کې په خوست کې د طالبانو د امربالمعروف رییس شرف الدین نقراکار هم په خپلو خبرو کې د اسلامي قوانینو پر پلي کولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې دغه ډله به د اسلامي نظام قوانین د شریعت په رڼا کې پلي کړي.

په خوست ولایت کې طالب چارواکي داسې مهال د اسلامي قوانینو پر بشپړ پليتابهټینګار کوي، چې یادې ډلې په ټولو دولتي ادارو کې له کارکوونکو د دین اړوند مسایلو په تړاو جبري ازموینې، لمونځ او د ږیرې پرېښودل جبري ګرځولي.

یادې ډلې د امربالمعروف وزارت د نوي قانون له مخې ټولو دولتي ادارو ته مکتوب استولی، چې دغه قوانین په جدي توګه پلی کړي.

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د یاد وزارت نوی قانون په دې وروستیو کې توشیح کړی، چې د کارپوهانو په باور، په ټولنه کې د طالبانو د سخت دریځیو د زیاتېدو لامل شوی دی.

په دغه قانون کې راغلي، چې «د فتنې له وېرې د ښځې ټول بدن او مخ پټول» اړین دي.

د دغه قانون له مخې، د موسیقۍ خپرول، له محرم او حجاب پرته له کوره د ښځو وتل او په سپرلۍ وړونکو موټرو کې د نارینه او ښځو يوځای کېدل منع دي.

طالبانو په دې وروستیو کې د خوست په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې نایانو ته خبرداری ورکړی، چې که له دې وروسته د خلکو وېښتان سټایلي جوړ کړي او ږیرې وخرېیي، ۱۰ زره افغانۍ به جریمه شي.

که څه هم د افغانانو پروړاندې د طالبانو دغه سخت دریځه چلند په کوردننه او بهر له سختو غبرګونونو سره مخ دی، خو طالبان وایي، دوی په ټولنه کې د شریعت پر بنسټ قوانین پلي کوي.