طالبان د پنجشېر په مرکز کې د څه باندې ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت نوی زندان جوړوي

طالبانو د پنجشېر ولایت په مرکز کې د څه باندې ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو نوي زندان د جوړېدو خبر ورکړ. په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یاد زندان د بنسټ ډبره د دې ولایت والي محمد حکیم اغا اېښې ده.