• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کرزي له چين څخه غوښتي، چې افغان ځوانانو ته تعليمي بورسونه برابر کړي

۱۶ تله ۱۴۰۳ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۴:۳۶ GMT+۱

پخواني ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د چين له سفير سره په لیدنه کې له نوموړي څخه غوښتنه کړې، چې افغان ځوانانو ته تعليمي بورسونه برابر کړي. نوموړي په دې ناسته کې د دوه اړخيزو اړيکو پر پياوړتيا او د سیمې پر اوسنیو حالاتو هم خبري کړي دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د دوشنبې په ورځ پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې په افغانستان کې يې د چين له سفير ژاوشینګ سره کتلي دي.

کرزي له نوموړي سره په لیدنه کې ویلي: « افغان ځوانانو ته د بورسونو په ورکولو کې د چین له حکومت څخه د لا زیاتو همکاریو غوښتنه کوو.»

ښاغلي کزي په دې ناسته کې د سولې او دايمي ثبات د تامین لپاره ملي تفاهم اړين بللی دی.

هغه د افغانستان سره د چین له مرستو مننه کړې او یو ځل بيا یې د نجونو او هلکانو د زده کړو پر رول او اهميت ټينګار کړی دی.

چین یو له هغو څو هېوادونو څخه دی، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې له دغې ډلې سره نږدې اړیکې ټینګې کړې او د افغانستان د کانونو په برخه کې یې له طالبانو سره څو تړونونه لاسلیک کړي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو سیاسي کمېسیون د افغانستان او سیمې پر وضعیت ناسته کړې

۱۶ تله ۱۴۰۳ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۳:۱۴ GMT+۱

طالبانو په دې ناسته کې تیاری ښودلی چې حکومت یې د سرحدونو او بندرونو امنیت ټینګوي او چا ته اجازه نه ور کوي چې افغان خاوره د نورو هېوادونو خلاف وکاروي. د طالبانو سیاسي کمېسیون تېره شپه د سرحدي سیمو د امنیتي وضعیت او له یوشمېر هېوادونو سره د سیاسي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.

طالبان په دې وروستیو کې د پاکستاني طالبانو او نورو جنګیالیو ډلو په کنټرولولو کې د پاتې راتلو له امله د پاکستان او نورو هېوادونو تر فشار لاندې دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ رسنیز دفتر وایي، په دې ناسته کې چې ددې ډلې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ په سپيدار ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د سیاسي کمېسیون غړو، د طالبانو د دفاع وزارت لوی درستیز فصیح الدین فطرت او د کورنیو چارو وزارت ارشد امنیتي مرستیال محمدابراهیم صدر ګډون کړی و.

د طالبانو د ارګ رسنیز دفتر وایي، په دې ناسته کې د سترو سیمه ییزو پروژو او د افغانستان او سیمې د سیاسي او امنیتي وضعیت په تړاو خبرې شوې دي.

د طالبانو سیاسي کمېسیون په دې ناسته کې تیاری ښودلی چې حکومت یې د خپلو سرحدونو او بندرونو امنیت ټینګوي او چا ته اجازه نه ور کوي چې افغان خاوره د نورو هېوادونو خلاف وکاروي.

دغه ناسته داسې مهال ترسره کیږي چې په تېرو څو ورځو کې شمالي وزیرستان، کورمې ولسوالۍ او کراچۍ کې وسله والو بریدونو او چاودنو ګڼو پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

طالبان: زندانیان اوس په زندانونو کې زده کړې کوي، مخکې یې جنازې وتلې

۱۶ تله ۱۴۰۳ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۱:۱۹ GMT+۱

د زندانونو په چارو کې د طالبانو د سمون ادارې پوځي مرستیال وایي: «په زندانونو کې اوس زندانیان زده کړې کوي، په داسې حال کې چې مخکې له زندانونو جنازې وتلې.» حبیب الله بدر کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې دغه اداره د هېواد ټول زندانونه څاري او هېڅ زندان کې شکنجه نه شته.

دغه طالب چارواکي د چا نوم وانخېست، خو وایي یو شمېر مغرضې کړۍ راپورونه خپروي، چې د افغانستان په زندانونو کې بندیان ربړول کېږي.
بدر وایي، هېڅوک دا نه شي ثابتولی چې د هېواد په زندانونو کې شکنجې روانې دي، ځکه اوسمهال په ټولو زندانونو کې زندانیانو ته حرفوي زده کړې ورکول کېږي.

نوموړی وایي: «تاسې په رسنیو کې ګورئ چې زندانیان قاري صاحبان فارغېږي، په زندانونو کې ښوونځي او کورسونه دي او حرفوي زده کړې ورکول کېږي.»

په زندانونو کې د طالبانو د چارو د سمون ادارې پوځي مرستیال حبیب الله بدر په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې د یادې ډلې له بندخونو د لسګونو فعالانو، خبریالانو او د تېر نظام د سرتېرو د شکنجو او ځورولو راپورونه خپرېږي.

د روان کال په وږي میاشت کې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده وویل، چې د دې ډلې په زندانونو کې یې د بندیانو د وژل کېدو راپورونه تر لاسه کړي دي.
نوموړي دا هم ویلي و، چې داسې خبرونه یې ترلاسه کړي چې په یوه زندان کې بندیان وژل شوي او د زندان مسوول اعتراف کړی و، چې ملګرو یې بنديان وژلي دي.

له دې وړاندې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې وه، چې په تېرو دریو کلونو کې د طالبانو د استخباراتو په زندانونو کې ۸۷ تنه د شکنجو له امله وژل شوي دي.

سرچينې زياته کړې وه، چې دغه کسان د برېښنا په شاک، زندۍ کولو، په اوبو کې ډوبولو او د تناسلي غړو د شکنجې له امله وژل شوي دي. ډېری بندیان پخواني سرتېري، د ملي مقاومت جبهې غړي او د طالبانو ضد فعالان ګڼل کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه رپوټ په ډاګه کړه چې د دریو شمالي ولایتونو په بندخونو کې له ۹۰ تنه ښځو څخه ۱۶ هغه یې د طالبانو له جنسي تیري وروسته امېندواره شوې دي.

سره له دې چې په افغانستان کې له ښځو سره د طالبانو د جنسي تیري او د جنسي تیري په اړه خپرو شویو راپورونو د بشري حقونو د ملاتړ ادارې او ملګري ملتونه اندېښمن کړي او ملګرو ملتونو په دې اړه د څیړنو اعلان هم کړی، خو تر اوسه پورې د څېړنو پایلې روښانه شوې نه دي.

د افغانستان د خبريالانو د ملاتړ سازمانونه:طالبان دې خبریال مهدي انصاري زر خوشې کړي

۱۶ تله ۱۴۰۳ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۰:۳۴ GMT+۱

د افغانستان د خبريالانو د ملاتړ سازمان او د بیان د ازادۍ کور د طالبانو استخباراتو له خوا د افغان خبري اژانس خبريال مهدي انصاري پر نیولو اندېښنه ښودلې ده. د خبريالانو ملاتړ سازمانونو د طالبانو له اړوندو ادارو غوښتي چې زر د مهدي انصاري وضعیت روښانه او له ځنډ پرته یې خوشی کړي.

د افغانستان د خبريالانو د ملاتړسازمان دا کړنه د خبریالانو له حقونو او د بیان له ازادۍسرغړونه ګڼلې او وايي، دا په افغانستان کې د خبریالانو امنیت او مسلکي کار ته جدي ګواښ بلل کېږي.

د بیان د ازادۍ کور وايي، چې طالبانو دغه خبریال د دوشنبې په ورځ د کابل د اتلسمې امنیتي حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې له کارځای نه د کور پر لور د تګ پرمهال نیولی.

تر اوسه د نوموړي د نیول کېدو لامل نه دی روښانه شوی، خو د طالبانو له واکمنېدو راهیسې ګڼ شمېر خبریالان په ناڅرګندو لاملونو نیول شوي او ددې ډلې زندانونو ته اچول شوي.

د افغانستان د خبريالانو ملاتړ سازمان پر نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو سازمانونو غږ کړی چې په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو ازادي د خوندیتوب لپاره پر طالبانو لازم فشارونه راوړي. د یاد سازمان په وینا، د خبریالانو خوندیتوب او حقونه باید د ځپونکو سیاستونو له امله قرباني نه شي.

طالبانو یوه اونۍ وړاندې په غزني کې د خوشال راډیو مسوول مدیر طارق ارین هم نیولی، چې ویل کیږي تراوسه لا په زندان کې دی.

د ارغواني شنبو غورځنګ: د طالبانو له خوا تعلیمي بنسټونه په مدرسو بدلول نوي نسل ته ګواښ دی

۱۶ تله ۱۴۰۳ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۰:۱۸ GMT+۱

په جلا وطنۍ کې د ارغواني شنبو غورځنګ یو شمېر غړې وايي، د طالبانو له خوا فساد، توکمپالنه، بې روزګاري او بېوزلي، تعلیمي بنسټونه په مدرسو بدلول او ټولنه طالباني کول، د دې لامل شوي چې افغانستان د فرهنګي او ټولنيزې تباهۍ سره مخ شي.

دغه غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د طالبانو د حاکمیت پر مهال ټولنه لهیوې تیارې او نا څرګندې راتلونکې سره مخ شوې.

خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې د نهیلۍ فضا، له فکري امنیت څخه محرومیت، د رواني ناروغیو زیاتوالی په ځوانانو کې د ځان وژنې کچه د پام وړ ډیره کړې ده.

دغه غورځنګ ویلي، چې په هېواد کې ډیری کورنۍ د طالبانو او داعش په څېر سخت دریځو ډلو سره د یو ځای کیدو له وېرې خپل اولادونه له هیواده بهر د ژغورلو لپاره استوي چې دا حالت د کډوالۍ د بې ساري کړکیچ لامل شوی.

دوی پر نړۍوالې ټولنې غږ کوي، چې طالبان دې په رسمیت نه پيژني، ځکه چې د دوی په خبره دغه ډله هیڅ ډول نړۍوالو اصولو ته ژمنه نه ده او نړۍوالو ترهګرو ته د ځای ورکولو ترڅنګ ورځ تربلې بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.

د ارغواني شنبو غورځنګ غړي وايي، طالبان دې له تور نوملړ څخه نه ایستل کیږي او نړۍواله ټولنه دې په افغانستان کې د مشروع او ډیموکراټیک حکومت په رامنځته کېدو سره طالبانو فشار واچوي.

ممتاز زهرا بلوچ: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده

۱۶ تله ۱۴۰۳ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۹:۳۱ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د طالبانو له‌خوا د پاکستان د سياسي حالاتو په اړه څرګندونې په کلکه رد کړې او د طالبانو خبرپاڼه یې د پاکستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې.

ممتاز زهرا بلوچ د افغانستان بهرنيو چارو وزارت وياند د تېرې ورځې څرګندونو په غبرګون کې وويل: «پاکستان د طالبانو حکومت د وياند اعلامیه د پاکستان په کورنیو چارو کې د شرم وړ لاسوهنه بولو او دا راته د منلو وړ نه ده.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي تېره ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي و چې حکومت يې پاکستان کې د حکومت او سياسي مخالفانو ترمنځ د ترينګلتيا په اړه اندېښنه لري چې په سيمه به منفي اغېز وکړي، هغه د پاکستان حکومت ته مشوره ورکړې وه چې له خپلو مخالفانو سره ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د رسنیو د پوښتونو په ځواب کې ویلي، چې طالبان باید یو ډیموکراټیک هېواد ته د مشورې ورکولو پر ځای دې خپلو کورنیو ستونزو ته رسیدنه وکړي.

نوموړې ویلي: «ټولګډونه حکومت ته دې لومړیتوب ورکړي او د خپلو خلکو اړتیاوو او هیلو ته دې ځواب ویونکي شي، د ښځو او نجونو لپاره دې د زده‌کړو حق ورکړي چې د مذهب د غلط تفسیر له لارې د هغوی حقونه تر پښو نه لاندي کوي.»

همدارنګه اغلې بلوچ زیاته کړې: «د طالبانو سرپرست حکومت باید د نړۍوالي ټولنې سره کړې ژمنې عملي کړي، چې ترهګرو ډلو ته به ځای نه ورکوي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل: «پاکستان په سیمه کې سولې، خبرو اترو او همکارۍ ته ژمن دی او د افغانستان په ګډون له ټولو هېوادونو تمه لري چې د مسوولانه نړۍوال چلند او نړۍوالو اړیکو بنسټیزو معیارونو ته غاړه کېږدي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي و، چې پاکستان کې د حکومت او سیاسي مخالفانو تر منځ د وضیعت د ترینګلتیا په اړه اندېښنه لري، او په پاکستان کې روان حالت به په سیمه منفي اغیزې وکړي.