په کابل کې د ایران سفیر: د طالبانو په راتګ سره 'افغانستان ودانیدو او بیارغونې ته چمتو دی'

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي ویلي، چې افغانستان له دوه لسیزو اشغال وروسته د بیارغونې لپاره چمتو دی. حسن کاظمي قمي په کابل کې د یو نندارتون په څنډه کې وویل، چې ایران چمتو دی چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د بنسټیزو برخو په پراختیا کې مرسته وکړي.