• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو امريکا په افغانستان کې په اشغال، ظلمونو او وژنو تورنه کړې

۱۶ تله ۱۴۰۳ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۰۵ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ تله ۱۴۰۳ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۹:۴۸ GMT+۱

طالبانو په افغانستان د امریکا د برید د ۲۳ مې کلیزې په مناسب يوه اعلاميه کې دغه هیواد په تېرو څه باندي دوو لسيزو کې په افغانستان کې په اشغال، ظلم او وژنو تورن کړی او خوښي يې ښودلې، چې د دوی د «جهاد» له کبله امریکا ماته شوې ده.

د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر پر ۷ مه امريکا پر افغانستان بريد وکړ او د طالبانو لومړنۍ واکمني یې ړنګه کړه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دوشنبې په ورځ پر اېکس خواله رسنۍ يوې اعلاميه کې ويلي: « له نن څخه ۲۳ کاله وړاندي امریکا په خورا ظلم او وحشت سره پر افغانستان تیری وکړ.»

د طالبانو په اعلاميه کې راغلي، چې د امريکا «اشغال شل کاله دوام وکړ» او له امله يې «وژنې، ظلمونه، کډوالۍ رامنځ ته شوې او کمزورۍ اقتصاد یې پرېښود.»

طالبانو په خپله اعلاميه کې د امریکا په وړاندي خپل «جهاد او مبارزه» بريالۍ بللې او ليکلي يې دي: « په افغانستان کې امریکایي اشغال د الله په نصرت پای ته رسېدلی، اسلامي نظام حاکم شوی چې د شکر او خوښۍ ځای دی.»

طالبانو له خلګو غوښتي، چې په راتلونکي کې هم د خپل «دين او عقيدې» څخه دفاع ته تیار واوسي او د دوی لاره تعقيب کړي.

پوره ٢۳ کاله وړاندې د اکتوبر په اوومه نېټه د امريکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونه افغانستان ته ننوتل او په دې سره یې د طالبانو لومړۍ واکمني له منځه يو وړه.

د سپټمبر د یوولسمې له پېښې وروسته دغو ځواکونو په افغانستان کې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره شل کاله مبارزه وکړه.

خو له افغانستان څخه د امريکایي او نورو بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته بیرته طالبان پر افغانستان واکمن شو او اوس په افغانستان کې ترهګرۍ ډلې لا هم فعاله دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په غزنې کې یو شمېر کسان نيولي چې د څاګانو سرونه یې نه وو پټ کړي

۱۶ تله ۱۴۰۳ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۵:۲۳ GMT+۱

د طالبانو کورنیو چارو وزرات د غزنې په ده یک ولسوالۍ کې یو شمېر هغه کروندګر او د ځمکو خاوندان نيولي، چې د برمو پر مټ د کېندل شوو څاګانو سرونه یې نه وو پټ کړي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت څو ورځي وړاندي د هر ډول کېندل شویو څاګانو خاوندانو ته خبرداری ورکړی و، چې د بدو پېښو د مخنيوي لپاره د څاګانو سرونه پټ کړي.

سرچينو د دوشنبې په ورځ د غزنې د ده یک ولسوالۍ څخه د طالبانو هغه ويډيو خپره کړې، چې یو شمیر کسان يې نيولي او هغه کېندل شوي څاګانې له خاورو ډکې کړي، چې سرونه یې نه پټ شوي.

سرچینه وایي، چې د طالبانو کورنيو چارو وزارت له لوري ټاکل شوې کمېټې د دې ولایت د قومندانۍ په همکارۍ په ولسواليو کې د کېندل شویو څاګانو څخه څارنه کوي او هغه کسان نیسي، چې د څاګانو سرونه یې نه وي پټ کړي.

سرچینه وایي، چې طالبانو تر دا مهاله په ده یک ولسوالۍ کې پنځه کروندګر او باغ لرونکي، چې ژورې څاګانې يې کېندلې وې او سرونه یې نه وو پټ کړي نيولي، چې له ډلې یې درې کسان د قومي سپين ږرو په ضمانت خوشي شوی او دوه کسان یې زنداني شوي دي.

په ويديو کې معلوميږي، چې طالبانو د یو کس لاسونه تړلې او خلګو ته بیا خبردارۍ ورکوي، چې د ژورو څاګانو سرونه پټ کړي.

طالبان په دغه ويډيو کې وايي: « موږ په ټولو ولسواليو کې ګرځو او هغه کسان نيسو، چې د څاګانو سرونه يې نه وي پټ کړي.»

طالبانو تر اوسه دې کسانو ته د بند د مودې، جريمې او سزا په اړه څه نه دي ويلي.

څو ورځي مخکي طالبانو خلګو ته په يو خبرداري کې ویلي وو، چې له هغو کسانو سره به جدي او قانوني چلند وکړي، چې د څاګانو سرونه یې نه وي پټ کړي.

څاګانو یا برمو ته د ماشومانو لوېدلو پېښې تر ډېره د افغانستان په سويلي ولایتونو کې رامنځ ته شوي.

ډېر مهال برمو ته لویدلي ماشوم تر ډېرو هڅو وروسته بیا هم نه دي ژغورل شوي.

څو ورځي وړاندې، په وروستۍ پېښه کې د غزنې په دهیک ولسوالۍ کې طالبانو د عبيدالله په نوم برمې ته لوېدلی ماشوم ونه شو ژغورلی او د ژغورنې په دې عملياتو کې د يو طالب په ګډون درې نورو کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړ.

دغه ماشوم څلور شپې په برمه کې بند پاته و.

طالبانو د برمې څنګ ته یو کنده اېستلې وه ترڅو ماشوم وژغوري، چې د ګاز نيونې له کبله د ژغورنې ډله هم مړه شوه.

جنرال کنیټ مک کنزي: له افغانستان نه د امریکا وتلو د پوتین په څېر دکتاتوران زړور کړل

۱۶ تله ۱۴۰۳ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۴:۵۶ GMT+۱

د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ پخوانی قوماندان جنرال کنیټ مک کنزي وايي، له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو سپارښتنه ده نه وه کړې، بلکې دا د امریکا د مشرتابه پرېکړه وه.

هغه وايي: « له افغانستان نه د متحده ایالاتو په وتلو سره القاعدې او داعش بېرته ځانونه سمبال کړل او د پوتین په څېر دکتاتوران یې زړور کړل چې وروسته یې پر اوکراین برید وکړ.»

مک کینزي له واشنګټن ژورنال سره په یوه ژوندۍ خپرونه کې د افغانستان او منځني ختیځ د کړکېچ په تړاو خبرو کې وویل، چې ده له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د راوتلو پرېکړه پلې کړه او د افغان او امریکايي وګړو له مرګ ژوبلې سربیره یې خپل ځواکونه را واېستل.

مک کنزي وايي، « ځمکنیو ځواکونو خپله دنده ښه ترسره کړه او زه پرې ویاړم».

د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ دغه پخوانی قوماندان وايي، له افغانستان نه د متحده ایالاتو په وتلو سره القاعدې او داعش خپلې وړتیاوې بېرته ورغولې او د پوتین په څېر دکتاتوران یې زړور کړل چې وروسته یې پر اوکراین برید وکړ.

مک کنزي چې د ۲۰۱۹ کال له مارچ میاشتې نه د ۲۰۲۲ کال تر اپریل پورې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ یا سنټکام قوماندان و، تېر کال په یوه مرکه کې له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د وتلو د پرېکړې څرنګتیا ناسمه ګڼلې وه.

مک کنزي د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۲۶ مه د کابل هوايي ډګر په دروازه کې ځانمرګی برید ترخه خاطره وبلله. په دغه برید کې چې داعش وسله والې ډلې یې مسوولیت پرغاړه واخست، ۱۸۲ تنه ووژل شول، چې ۱۳ تنه پکې امریکايي پوځیان وو.

کرزي له چين څخه غوښتي، چې افغان ځوانانو ته تعليمي بورسونه برابر کړي

۱۶ تله ۱۴۰۳ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۴:۳۶ GMT+۱

پخواني ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د چين له سفير سره په لیدنه کې له نوموړي څخه غوښتنه کړې، چې افغان ځوانانو ته تعليمي بورسونه برابر کړي. نوموړي په دې ناسته کې د دوه اړخيزو اړيکو پر پياوړتيا او د سیمې پر اوسنیو حالاتو هم خبري کړي دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د دوشنبې په ورځ پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې په افغانستان کې يې د چين له سفير ژاوشینګ سره کتلي دي.

کرزي له نوموړي سره په لیدنه کې ویلي: « افغان ځوانانو ته د بورسونو په ورکولو کې د چین له حکومت څخه د لا زیاتو همکاریو غوښتنه کوو.»

ښاغلي کزي په دې ناسته کې د سولې او دايمي ثبات د تامین لپاره ملي تفاهم اړين بللی دی.

هغه د افغانستان سره د چین له مرستو مننه کړې او یو ځل بيا یې د نجونو او هلکانو د زده کړو پر رول او اهميت ټينګار کړی دی.

چین یو له هغو څو هېوادونو څخه دی، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې له دغې ډلې سره نږدې اړیکې ټینګې کړې او د افغانستان د کانونو په برخه کې یې له طالبانو سره څو تړونونه لاسلیک کړي دي.

د طالبانو سیاسي کمېسیون د افغانستان او سیمې پر وضعیت ناسته کړې

۱۶ تله ۱۴۰۳ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۳:۱۴ GMT+۱

طالبانو په دې ناسته کې تیاری ښودلی چې حکومت یې د سرحدونو او بندرونو امنیت ټینګوي او چا ته اجازه نه ور کوي چې افغان خاوره د نورو هېوادونو خلاف وکاروي. د طالبانو سیاسي کمېسیون تېره شپه د سرحدي سیمو د امنیتي وضعیت او له یوشمېر هېوادونو سره د سیاسي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.

طالبان په دې وروستیو کې د پاکستاني طالبانو او نورو جنګیالیو ډلو په کنټرولولو کې د پاتې راتلو له امله د پاکستان او نورو هېوادونو تر فشار لاندې دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ رسنیز دفتر وایي، په دې ناسته کې چې ددې ډلې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ په سپيدار ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د سیاسي کمېسیون غړو، د طالبانو د دفاع وزارت لوی درستیز فصیح الدین فطرت او د کورنیو چارو وزارت ارشد امنیتي مرستیال محمدابراهیم صدر ګډون کړی و.

د طالبانو د ارګ رسنیز دفتر وایي، په دې ناسته کې د سترو سیمه ییزو پروژو او د افغانستان او سیمې د سیاسي او امنیتي وضعیت په تړاو خبرې شوې دي.

د طالبانو سیاسي کمېسیون په دې ناسته کې تیاری ښودلی چې حکومت یې د خپلو سرحدونو او بندرونو امنیت ټینګوي او چا ته اجازه نه ور کوي چې افغان خاوره د نورو هېوادونو خلاف وکاروي.

دغه ناسته داسې مهال ترسره کیږي چې په تېرو څو ورځو کې شمالي وزیرستان، کورمې ولسوالۍ او کراچۍ کې وسله والو بریدونو او چاودنو ګڼو پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

طالبان: زندانیان اوس په زندانونو کې زده کړې کوي، مخکې یې جنازې وتلې

۱۶ تله ۱۴۰۳ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۱:۱۹ GMT+۱

د زندانونو په چارو کې د طالبانو د سمون ادارې پوځي مرستیال وایي: «په زندانونو کې اوس زندانیان زده کړې کوي، په داسې حال کې چې مخکې له زندانونو جنازې وتلې.» حبیب الله بدر کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې دغه اداره د هېواد ټول زندانونه څاري او هېڅ زندان کې شکنجه نه شته.

دغه طالب چارواکي د چا نوم وانخېست، خو وایي یو شمېر مغرضې کړۍ راپورونه خپروي، چې د افغانستان په زندانونو کې بندیان ربړول کېږي.
بدر وایي، هېڅوک دا نه شي ثابتولی چې د هېواد په زندانونو کې شکنجې روانې دي، ځکه اوسمهال په ټولو زندانونو کې زندانیانو ته حرفوي زده کړې ورکول کېږي.

نوموړی وایي: «تاسې په رسنیو کې ګورئ چې زندانیان قاري صاحبان فارغېږي، په زندانونو کې ښوونځي او کورسونه دي او حرفوي زده کړې ورکول کېږي.»

په زندانونو کې د طالبانو د چارو د سمون ادارې پوځي مرستیال حبیب الله بدر په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې د یادې ډلې له بندخونو د لسګونو فعالانو، خبریالانو او د تېر نظام د سرتېرو د شکنجو او ځورولو راپورونه خپرېږي.

د روان کال په وږي میاشت کې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده وویل، چې د دې ډلې په زندانونو کې یې د بندیانو د وژل کېدو راپورونه تر لاسه کړي دي.
نوموړي دا هم ویلي و، چې داسې خبرونه یې ترلاسه کړي چې په یوه زندان کې بندیان وژل شوي او د زندان مسوول اعتراف کړی و، چې ملګرو یې بنديان وژلي دي.

له دې وړاندې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې وه، چې په تېرو دریو کلونو کې د طالبانو د استخباراتو په زندانونو کې ۸۷ تنه د شکنجو له امله وژل شوي دي.

سرچينې زياته کړې وه، چې دغه کسان د برېښنا په شاک، زندۍ کولو، په اوبو کې ډوبولو او د تناسلي غړو د شکنجې له امله وژل شوي دي. ډېری بندیان پخواني سرتېري، د ملي مقاومت جبهې غړي او د طالبانو ضد فعالان ګڼل کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه رپوټ په ډاګه کړه چې د دریو شمالي ولایتونو په بندخونو کې له ۹۰ تنه ښځو څخه ۱۶ هغه یې د طالبانو له جنسي تیري وروسته امېندواره شوې دي.

سره له دې چې په افغانستان کې له ښځو سره د طالبانو د جنسي تیري او د جنسي تیري په اړه خپرو شویو راپورونو د بشري حقونو د ملاتړ ادارې او ملګري ملتونه اندېښمن کړي او ملګرو ملتونو په دې اړه د څیړنو اعلان هم کړی، خو تر اوسه پورې د څېړنو پایلې روښانه شوې نه دي.