د سره صلیب نړۍواله کمیټه: د اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره له افغانستان سره مرسته کوو

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د پروګرامونو مشر مارتین دي بویر ویلي، چې دغه اداره به له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د پروګرامونو مشر مارتین دي بویر ویلي، چې دغه اداره به له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
هغه دغه راز د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره د همکارۍ او ګډ کار کولو ژمنه هم کړې ده.
نوموړي دغه څرګندونې د طالبانو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي مشر مولوي مطیع الحق خالص سره تېره ورځ د یوې لیدنې پرمهال کړې دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، چې په دغې کتنه کې پر یو لړ مهمو چاپېریالي موضوعاتو خبرې شوې دي.
ښاغلي بویر ډاډ ورکړی، چې هڅه کوي نړۍوال سازمانونه دې ته وهڅوي چې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
ورته مهال ښاغلي خالص ویلي، چې اقلیمي بدلون اوسمهال یوه نړۍواله موضوع ده.
د هغه په وینا، که څه هم افغانستان د اقلیمي بدلون په رامنځته کېدو کې ۰.۰۸ ونډه لري؛ خو له اغېزو یې تر ټولو زیانمن هېواد دی.
هغه دغه راز په روغتيايي او نورو بشري برخو کې له افغانستان سره د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د همکاريو ستاینه کړې.
ښاغلي خالص له نړۍوالو مرستندویه ادارو او بنسټونو غوښتي، چې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د افغانانو ملاتړ وکړي.
هغه پر نړۍوالو سازمانونو غږ کړی، چې په نړۍواله کچه چاپېریالي غونډو کې د دغې ادارې د مسوولینو د ګډون لپاره هڅې وکړي؛ چې د افغانانو ستونزې نړۍوالو ته ورسوي.
خو لا هم چې د طالبانو حکومت د نړۍوالو لهخوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی، د اقلیمي بدلون له امله رامنځته شوې ستونزې په خپل حال پاتې دي او په نړۍوالو ناستو او دریځونو کې چې د اقلیمي بدلونونو په تړاو جوړېږي دغې ډلې ته بلنه نه ورکول کېږي.

د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو له سخت دریځ او تاوتريخوالي سربیره، طالب جنګيالي له بهرنيو ښځو سره توپيري چلند کوي. د افغانستان انټرنشنل له خوا ترلاسه شوي انځورونه ښیي چې چینایي میرمنې، امریکايي وسلې په لاس له طالب جنګیالیو سره انځورونه اخلي او له طالبانو سره په ګډه ډوډۍ خوري.
په دغو انځورونو کې چینايي میرمنې په یو هوټل کې له طالبانو سره په یو دسترخوان ډوډۍ خوري. دوی د امریکايي وسلو سره د وسله والو طالبانو تر څنګ انځورونه اخلي یا د ساتونکي رول لوبوي. دغه میرمنې د کابل په پارکونو او د وزیر اکبر خان تپه کې له طالبانو سره ګرځي.
په یو انځور کې یوه چینایي ښځه په یوه څوکۍ ناسته ده او طالب عسکر یې تر شا ولاړ دي.

په یو بل انځور کې یو طالب سرتیری له دوو چینایي ښځو سره چې اسلامي حجاب یې اغوستی لیدل کیږي چې په ظاهره له ښاره بهر په یوه باغ کې دي.
په بل انځور کې یوه چینايي ښځه لیدل کیږي چې په یو رسټورانټ کې له دوو طالب سرتیرو سره ډوډۍ خوري. دا څرګنده نه ده چې رسټورانټ په کوم ولایت کې موقعیت لري.

په یو بل انځور کې بیا یوه چینايي ښځه او یو طالب سرتیری لیدل کیږي چې د امریکايي وسلو سره د نښه ویشتلو انداز کوي.
کله کله هم طالبان د فلمي لوبغاړو په شان له چینايي ښځو سره اوږه په اوږه انځورونه اخلي. په دې انځورونو کې ډیری چینایي میرمنې پرته له حجاب څخه دي او د بدن ځینې برخې یې لیدل کیږي.

دا انځورونه له بهرنیو ښځو سره د طالبانو د دوستانه او زړه سواند چلند ښکارندويي کوي، خو له افغان ښځو سره ورته چلند نه کوي. د بشري حقونو کورنیو او نړیوالو سازمانونو د طالبانو له خوا د افغان ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه راپورونه خپاره کړي دي.
چین په افغانستان کې له طالبانو سره ډېرې نږدې او ژورې اړیکې لري. چین له طالبانو سره د کانونو، تیلو او ګازو او پراختیایي پروژو لسګونه تړونونه لاسلیک کړي دي. دغه هیواد په چین کې د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارلی او په نړیواله کچه د دې ډلې د دریځ دفاع کوي.
دا انځورونه په داسې حال کې خپاره شوي چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې پر افغان ښځو بې ساري بندیزونه لګولي دي.

د طالبانو د امربالمعروف د نوي قانون له مخې، په عامه ځایونو کې د ښځو غږ "عورت" بلل شوی. ښځې له شرعي محرم پرته بهر ته د تګ اجازه نه لري. ښځې اجازه نه لري چې پارکونه او عامه ځایونه وکاروي. حمامونه او ارایشګاهګانې د ښځو پر مخ تړل شوي دي.
د بشري حقونو فعالانو، یو شمېر نړیوالو سازمانونو او د اروپا پارلمان پر افغان مېرمنو ډېریدونکي محدودیتونه "د بشریت پر وړاندې د جرمونو او د جنسیتي توپیر یوه ښکاره بېلګه" بللې ده.

د حقاني شبکې غړي انس حقاني د امریکا له خوا د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ د ړنګېدو په مناسبت ویلي: «د اکټوبر۷مه که ځينو پر افغانستان د امريکا د يرغل له امله د افغانستان پای باله، خو له بلې زاويې بیا د يوه شل کلن تاريخي مقاومت پيل شو.»
نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي، چې په افغانستان کې شل کلن مقاومت امریکا او ناټو ته وښوده، چې مادي ځواک د یوه ملت «عزم» ماتولی نه شي.
د نوموړي په خبره، افغانان د خپلو نیکونو په څېر د دین او ازادۍ ارزښتونو ته ژمن دي او هرې قربانۍ ته چمتو دي.
امریکا ۲۳ کاله مخکې د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر پر ۷مه پر افغانستان بريد وکړ او د طالبانو لومړنۍ واکمني یې ړنګه کړه.
د طالبانو له ماتولو وروسته دغې ډلې شل کاله د افغان او بهرنیو ځواکونو پر وړاندې سخته جګړه وکړه، چې له امله یې د زرګونو افغانانو په ګډون ډېر شمېر بهرنیانو ته مرګژوبله واوښته.
که څه هم یاده ډله امریکایان تورنوي، چې په افغانستان کې د ظلم او وژنو لامل شوي، خو دغه ډله د سلګونو ځانمرګو بریدونو او د افغانستان د ناامنیو اصلي عاملین بلل کېږي.
طالبان له شل کلنې جګړې وروسته د دویم ځل لپاره چې بیا واک ته ورسېدل د خپلې لومړۍ دورې په شان یې د خلکو پروړاندې زوریاتی زیات کړی او ټول بشري او نړۍوال قوانین یې تر پښو لاندې کړي.
په دې موده کې سره له دې چې د هېڅ یو هېواد له خوا په رسمیت نه دي پېژندل شوي، لا یې د پاکستان په ګډون له ځینو هېوادونو سره اړیکې ترینګلې شوې هم دي.
د یادولو ده، چې یادې ډلې په افغانستان د امریکا د برید د ۲۳ کلنې کلیزې په مناسب يوه اعلاميه کې دغه هېواد په تېرو څه باندې دوو لسيزو کې په افغانستان کې په اشغال، ظلم او وژنو تورن کړی او خوښي يې ښودلې، چې د دوی د «جهاد» له کبله يې ماتې خوړلې.

د افغانستان په تېره شل کلنه جګړه کې ۴۶ زره او ۳۱۹ ملکي وګړي، له ۸۶ زره زیات امنیتي ځواکونه او له ۹۰ زرو زیات طالبان، داعش، حزب اسلامي او نور وسله وال په مخامخ جګړو، بریدونو او چاودنو کې وژل شوي دي.
د اکټوبر اوومه نېټه پر افغانستان د متحده ایالاتو د برید له ۲۴مې کالیزې سره برابره ده، چې طالبان یې د افغانستان په تاریخ کې توره ورځ ګڼي او د متحده ایالاتو پوځي جنرالان یې په غونډو او بحثونو کې تجربې او خاطرې شریکوي.
دا ورځ د یوې شل کلنې جګړې پیل و، چې پای یې هم د افغانانو لپاره خورا غموونکی و.
ایا متحده ایالاتو په دغه شل کلنه جګړه کې هغه څه ترلاسه کړل، چې د هغو لپاره یې په لسګونو زره پوځیان افغانستان ته ولېږل او دوه تریلیونه ډالره لګښت یې وکړ؟
ګڼ امریکايي جنرالان او د ددغه هېواد سیاسي محافل د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستان نه د متحده ایالاتو وتل د خپل شل کلن جګړه ییز ماموریت او د جګړې د روایت د تثبیت لپاره نه جبرانیدونکې ستراتیژیکه تېروتنه ګڼي.
جنرال کنت مکنزي، چې له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر یې مدیریت کاوه، په دې باور دی، چې دغسې وتل یوه تېروتنه وه او نه یوازې دا چې القاعدې او داعش وسله والو ډلو ته یې د خپلو وړتیاوو د بېرته رغونې فرصت ورکړ، بلکې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په څېر دېکتاتوران یې زړور کړل چې وروسته پر اوکراین برید وکړي.
د متحده ایالاتو شل کلنه جګړه پای ته رسېدلې، خو هلته افغانستان لاهم له ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د افغانستان انټرنشنل رپوټونه ښيي، چې د القاعدې په څېر وسله والې جنګیالۍ ډلې بېرته خپلو زړو سنګرونو ته را ستنې شوې او لاهم د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره بالقوه ګواښ دي.
دې مسالې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د شل کلن حضور د اهدافو او ګټې په تړاو ، چې د لسګونو زره ملکي او پوځي تلفاتو او میلیاردونو ډالره لګښتونو په بیه تمام شوی، پوښتنې را ټوکولې دي.
د متحده ایالاتو کورني سیاست او په نویو نړیوالو معادلاتو او شخړو کې د واشنګټن ښکیلتیاو د کابل پر لور د لویدیځ پاملرنه کمه کړې، خو طالبانو ته یې وخت ورکړی چې د نړۍوالې ټولنې دغه بوختیاوې د ځان لپاره فرصت وګڼي.

ملکيان؛ نرم هدف
افغان ملکي وګړي، چې ډېر وخت د ترهګرۍ او ترهګرۍ ضد جګړې اصلي اهداف ګرځېدلي، د دغې جګړې د روایت له پیل او پایه ترخې خاطرې لري.
د جګړې د لګښتونو پروژې د پلټنو له مخې، د افغانستان په شل کلنې جګړې کې ۴۶ زره او ۳۱۹ ملکي کسان د مستقیمو بریدونو له لارې وژل شوي دي.
د اوپسالا د شخړې د معلوماتو پروژه د دې جګړې د ټولو تلفاتو شمېر ۲۱۲ زره او ۱۹۱ تنه ښيي.
د دې پروژې د شمېرو له مخې، د متحده ایالاتو او ناټو په ترهګرۍ ضد جګړه کې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته په افغانستان او پاکستان کې ۲۴۳ زره کسان وژل شوي، چې ۷۰ زره یې په مستقیم ډول په نښه شوي.
رحیم الله چې د کابل په زنبق څلولارې کې د طالبانو له ځانمرګي بریده روغ وتلی و، د هغې پېښې ترخې شیبې ور یادوي.
هغه وايي: « زه د وزیر اکبرخان په ۱۵ سړک کې وم، چې ټانکر وچاودېد او ټوله سیمه له دود ډکه شوه. په سیمه کې هره خوا د بې ګناه خلکو مړي پراته وو».
دغه برید چې ټانکر پکې کارول شوی و، ولسمشرۍ او سپیدار ماڼۍ ته نږدې په زنبق څلور لارې کې ترسره شو.
په برید کې تر اتیا زیات کسان مړه او تر ۳۰۰ نور ټپیان شول.
د هغه په باور، دی نه پوهیږي چې متحده ایالاتو په افغانستان کې څه غوښتل، ځکه اوس بېرته د دوه زرم کال وضعیت حاکم دی.
له ۲۰۰۱ کال نه تر ۲۰۱۹ کال پورې د ملکي مرګ ژوبلې دګراف د صعود نقطې ډېرې دي.
په ۲۰۱۴ کال کې چې متحده ایالاتو له افغانستان نه په تدریجي ډول د خپلو ځواکونو د وتلو اعلان وکړ، طالبانو ځانونه د بې پیلوټه الوتکو له څار او هوايي بمباریو نه خوندي و انګیرل او دې چارې ددې ډلې په قوماندانانو او جنګیالیو کې د ډېرو سیمو د نیولو او نفوذ خپراوي حرص ته وده ورکړه. له ۲۰۱۵ کال نه تر ۲۰۲۱ کال پورې د نفوذ او کنټرول جګړې څپې شدیدې شوې او وسله والو ډلو د سولې او پخلاینې خبرو اترو ته له ارزښت ورکولو پرته د قدرت د غځولو هڅې چټکې کړې.
د دې جګړو شدت د ملکي مرګ ژوبلې شمېر هم لوړ کړ او د رپوټونو له مخې، په منځني ډول هرکال درې زره ملکي کسان وژل کېدل.
د واټسن انسټیټیوټ څیړنو له مخې، په دې جګړه کې شپږ امریکايي ملکیان، ۷۴ د رسنیو کارکوونکي، ۴۴۶ د خیرښیګڼې سازمانونو کارکوونکي هم وژل شوي.
په لاندې ګراف کې لیدل کیږي، چې له ۲۰۰۱ کال نه تر ۲۰۲۰ کال پورې د ترهګرۍ ضد جګړې او طالبانو د بریدونو په پایله کې ملکي مرګ ژوبله کال پر کال لوړیږي.

امریکايي جنرالانو ، چې په افغانستان کې یې د جګړې قومانده پرغاړه درلوده، په دې اعتراف کړی چې د افغانستان جګړه د ملت جوړونې او دولت جوړونې لپاره نه وه.
د دې جګړې اصلي هدف د القاعدې او نورو ترهګرو ډلو له منځه وړل و، چې د سپټمبر د ۱۱مې نېټې او ورته نورو ترهګریزو پېښو مدیریت یې کاوه.
د امریکايي سرتېرو لپاره د جګړې هدف او د متحده ایالاتو خوندیتوب تر نورو هغو لوړ ارزښت و. په دې جګړه کې شاوخوا دوه زره ۳۲۴ امریکايي پوځیان او د هغوی درې زره او ۹۱۷ قراردادي سرتېري چې ددوی د تدارکاتو مسوولیت یې برغاړه درلود، ووژل شول.
د امریکا د متحدانو او ناټو لپاره هم دا جګړه د ۱۱۴۴ سرتېرو په بیه تمامه شوه، خو له دې سره سره تر اوسه د جګړې د روایت د تثبیت لپاره اصلي پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړل شوی.

د جمهوري نظام امنیتي ځواکونه
په نړۍوالو متحدانو متکي یو ارماني ځواک د دې جګړې تر ټولو ازاروونکی او غمجن داستان لري. دا د افغان امنیتي ځواکونو داستان دی، چې د جګړې تر ټولو ستر بار او د ډګر د پرېښودو پیغور دواړه په اوږو وړي.
په ځانګړې توګه په ۲۰۱۴او ۲۰۲۱ کال کې چې یو خوا دغو ځواکونو ته د مسوولیتونو د لېږد بهیر، هغوی د جګړې لومړۍ کرښې ته سوق کړل او بل پلو د جګړې په ډګر کې یوازې پرېښودل شول.
دغو ځواکونو په تېرو دوه لسیزو کې تر ۸۰ زرو ډېر امنیتي سرتېري او پولیس له لاسه ورکړل، خو له دې سرښندنو سره - سره د جګړې پای د دوی لپاره خورا غموونکی و.
د افغانستان انټرنشنل د یو څېړنیز راپور له مخې، د ۲۰۰۱ کال له اکټوبر میاشتې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ تر ۱۵مې نېټې پورې په افغانستان کې د جمهوري دولت څه باندې ۸۶ زره سرتېري، استخباراتي کارکوونکي او ملاتړي وسله وال وژل شوي، ۱۱۱زره ۴۸۱ ټپیان شوي او لس زره ۸۵۴ کسان معلول شوي دي.

دا مرګ ژوبله په مخامخ جګړو، ځانمرګو او چریکي بریدونو او د سړک غاړې بمونو په چاودنو کې رامنځته شوې ده.
له دې سره، یو شمېر بهرنیو بنسټونو لکه یوناما، کورنیو څېړنیزو مرکزونو، یو شمېر پوهنتونونو او رسنیو د افغانستان د جګړې د مرګ ژوبلې شمېرې په ګوته کړې، خو د اکثرو ترمنځ یې توپیر شته او د دی لامل هم اصلي معلوماتو او ماخذونو ته کم لاسرسی دی.
د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د دفاع او کورنیو چارو وزراتونو، د ملي امنیت ریاست او د جمهوري دولت د ملي امنیت شورا د توحید د مرکز شمېرې ښیي، چې د افغانستان په شل کلنه جګړه کې ۳۱ زره ۷۲۲د ملي پوځ سرتېري وژل شوي، څه باندې ۴۴ زره ټپیان شوي او څلور زره او ۳۲۱ معلول شوي دي. د کورنیو چارو وزارت اړوند ملي پولیس، سرحدي پولیس، عامه نظم، سیمه ییز پولیس او د چټک غبرګون ۴۵ زره ۲۶۲ سرتېري وژل شوي، څه باندې ۵۶ زره ټپیان شوي او شپږ زره ۲۱۶ معلول شوي دي.
د افغانستان په شل کلنه جګړه کې د ملي امنیت ادارې اړوند ۹ زره ۵۱استخباراتي کارکوونکي، سرتېري او د ملي امنیت په مرسته پاڅون کوونکي وژل شوي، ۱۱زره ۳۷۱ ټپیان شوي او ۳۱۷ کسان معلول دي. د جمهوري دولت د توحید مرکز د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د صفري قطعاتو له جوړېدو څخه د دولت تر سقوط پورې ۴۳۲ د صفري قطعاتو سرتېري چې د امریکا په مستقیمه مالي او تخنیکي مرسته سمبال وو، وژل شوي او ۳۱۲ټپیان شوي.
سره له دې چې د مخالفو وسله والو، چې طالبان، پاکستاني جنګیالي، داعش، القاعده او د اسلامي حزب جنګیالیو د مرګ ژوبلې په اړه دقیق معلومات نه دي وړاندې شوي، د خپرو شویو رپوټونو د مقایسې پربنسټ، د طالبانو تر کنټرول لاندې د شهیدانو او معلولانو وزارت د شمېرو او د جمهوري دولت د امنیت شورا د رپوټونو په استناد، شاوخوا ۹۰ زره د جمهوري دولت مخالف وسله وال وژل شوي.
د ۲۰۲۱ کال تر اګست پورې یوازې د افغان طالبانو د وژل شویو جنګیالیو شمېر شاوخوا۵۳ زره تنه ښودل کیږي.
خو د دوی لپاره دغه مرګ ژوبله ډېره غموونکې نه ده، ځکه کابل اوس د دوی په لاس کې دی.
دې مرګ ژوبلې ته په کتو، افغانان دا پوښتنه خپل حق ګڼي، چې د اکتوبر پر اوومه د جګړې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو مخکینی روایت ولې د جګړې په پای کې تغییر وخوړ او د سولې خبرو اترو په جریان کې کابل او ولایتونه یو په بل پسې د طالبانو ډلې لاسونو ته ولوېدل.

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي ویلي، چې افغانستان له دوه لسیزو اشغال وروسته د بیارغونې لپاره چمتو دی. حسن کاظمي قمي په کابل کې د یو نندارتون په څنډه کې وویل، چې ایران چمتو دی چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د بنسټیزو برخو په پراختیا کې مرسته وکړي.
د ایراني رسنیو د راپور له مخې، ښاغلي قمي چې په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر هم دی، وویل: "د دغه نندارتون جوړېدل د دې ښکارندويي کوي، چې په افغانستان کې داسې وضعیت رامنځته شوی چې د جوړیدو او بیارغونې دورې ته چمتو دی." د ابوحنیفه نندارتون په دې وروستیو کې په کابل کې پرانیستل شوی او د افغان سوداګرو او بزګرانو ترڅنګ د سیمې یو شمېر هېوادونو هم خپل محصولات او توکي په کې نندارې ته وړاندې کړي دي. د ايران د ولسمشر ځانګړي استازي چې له دغه نندارتون څخه ليدنه کړې، وويل< چې هېوادونه د افغانستان له بازار سره لېوالتيا لري. ښاغلي قمي په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو شتون چې د امنیت شورا په اجازې سره افغانستان ته راغلی وو، اشغال وباله او ویې ویل: له دوو لسیزو نیواک وروسته افغانستان په تدریجي ډول د دې لپاره شرایط رامینځته کوي چې خپله د جوړولو دوره پیل کړي. په کابل کې د ایران سفیر وویل، چې د ایران اسلامي جمهوریت او د دغه هېواد خلک د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې د همکارۍ ته لېوالتیا لري. کاظمي قومي د كابل نندارتون ته په اشارې سره وويل، چې تر ټولو زيات توکي د ايران له اسلامي جمهوريت څخه راغليو شركتونو پورې اړه لري او د هغه په وينا، وړاندې شوي توکي د افغانستان د واقعي اړتياوو په چوكاټ كې وو. هغه وويل: "په حقيقت کې په دغه نندارتون کې ګډون کول به ايراني شرکتونو ته اجازه ورکړي چې له افغان چارواکو او شرکتونو سره اشنا شي او د خبرو اترو لاره پرانستل شي، نو دغه نندارتون به ګټور تمام شي." په کابل کې د ایران سفیر وویل، چې د ایران اسلامي جمهوریت چمتو دی، چې د تخنیکي او انجینرۍ په برخه کې د افغانستان په زیربنایې سره مرسته وکړي. هغه د طالبانو د چارواکو او د افغانستان د خصوصي سکټور غړو ته ښه راغلاست وايي او ویې ویل، چې همکاري کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو په پراختیا او په افغانستان کې د زیربناوو او اقتصادي وضعیت په ښه کولو کې اغېزمن تمام شی. د طالبانو تر کنټرول لاندې د ارګ اېکس پاڼې لیکلي، چې د امام ابوحنیفه په دریم نندارتون کې د صنعتي تولیداتو او کرنیزو محصولاتو ۷۰۰ غرفې نندارې ته وړاندې شوې او ۲۰۰ غرفې بهرنیو شرکتونو ته ځانګړې شوې وې. طالبانو ویلي، چې د دغه نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د ایران، ترکیې، قطر او پاکستان هېوادونو ډیپلوماټانو او سوداګرو هم ګډون کړی و. کاظمي قمي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د طالبانو د اقتصاد مرستیال وزیر د یکشنبې په ورځ د نندارتون د پرانستلو له مراسمو څخه ځکه ووت چې د هغه په باور دغه مراسم "ملي نه و." د سرچینو په وینا، عبداللطیف نظري په دې باور دی چې د نندارتون د محصولاتو په معرفي کولو کې "قومي توازن" په پام کې نه دی نیول شوی. د طالبانو دغه چارواکي په دې باور دي چې دا نندارتون "په ځانګړې توګه هزاره ګانو ته دا فرصت نه ورکوي چې د مرکزي افغانستان محصولات معرفي کړي." یوې باخبرې سرچینې ویلي، چې نظري فکر کوي چې په نندارتون کې د هزاره جاتو د تولیداتو او پانګونې ونډه ډېره کمه ده.

د فوټبال فدراسیون ویلي، چې د افغانستان د فوټبال د زونونو د اتلولۍ سیالۍ نن په سویل لویدیځ، شمال ختیځ او لویدیځ زونونو کې پیل شوې. په پيل شویو سياليو کې په لومړۍ ورځ هارون پوپل، استقلال الفت، شاهين، عقاب پامير، نورزاد او صرافانو لوبډلو خپلو سيالانو ته ماتې ورکړه.
د سوېلي زون فوټبال سيالۍ، چې د هلمند په کوربتوب پيل شوي په لومړۍ لوبه کې د هملند هارون پوپل لوبډلې ۴ د صفر په مقابل کې د ارزګان میوند لوبډلې ته او په دويمه لوبه کې د کندهار استقلال الفت لوبډلې ۴ د ۲ په مقابل کې د غزنې شهادت لوبډلو ته ماتې ورکړي.
د شمال ختيځ زون فوټبال سيالۍ بیا د کندز په کوربتوب پيل شوي دي.
د سياليو په لومړۍ ورځ د بغلان شاهين فوټبال لوبډلې ۳ پر ۱ د بامیان ځوانانو لوبډلې ته او په دويمه لوبه کې د بدخشان عقاب پامير لوبډلې ۴ پر يو د تخار شيوا لوبډلو ته ماتې ورکړه.
د لوېديځ زون فوټبال سیالۍ د هرات په کوربتوب شروع شوي دي.
د سياليو په لومړۍ لوبه کې د نيمروز نورزاد لوبدلې ۲ پر ۱ د بادغيس اتحاد لوبدله ماته کړه او په دويمه سيالۍ کې بيا د هرات صرافان فوټبال لوبډلې ۲ پر صفر د فراه معارف لوبډلې ته ماتې ورکړه.

