طالبانو له ګاونډیو هېوادونو غوښتي، چې له افغان کډوالو سره په خپل چلند کې له زغمه کار واخلي

په بلخ ولایت کې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو مشر اسدالله وفا له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له ایراني چارواکو غوښتي چې، له کډوالو سره په چلند کې له زغمه کار واخلي او له غیر ډیپلوماټیک چلند څخه دې ډډه وکړي.