د اروپایي ټولنې سفیره: د کډوالو د لاسنیوي لپاره د کال ترپایه به ٣٦ مېلیونه یورو مرسته وکړو

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې سفیرې ویرونیکا ویلي، چې د کډوالو او نورو اړمنو د لاسنیوي لپاره د ملګرو ملتونو له مرستندويه ادارو سره یې ١٢٥ مېلیونه یورو مرسته کړې او د کال ترپایه به ٣٦ مېلیونه نوره مرسته هم وکړي.