د بلوچستان د ډبرو سکرو پر یوه کان برید کې د ۳ افغانانو په ګډون ۲۰ تنه کاریګر وژل شوي

د بلوچستان په ډکي سیمه کې د ډبرو سکرو په یوه کان د برید په پایله کې د درېیو افغانانو په ګډون ۲۰ تنه کاریګر وژل شوي دي.

د بلوچستان په ډکي سیمه کې د ډبرو سکرو په یوه کان د برید په پایله کې د درېیو افغانانو په ګډون ۲۰ تنه کاریګر وژل شوي دي.
په سیمه کې پولیس چارواکو د دغې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې په دغې پېښه کې د څلورو افغانانو په ګډون ۷ تنه مزدوران ټپیان شوي هم دي.
د پولیسو په وینا، ښایي د وژل شویو کسانو شمېره لوړه شي.پولیس چارواکو زياته کړې، چې د بريد پر مهال دغه مزدوران په خونه کې ويده وو.چارواکي وایي، د هغو ټپیانو چې روغتیایي حالت یې نازک وو د درملنې لپاره د کوټې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.د ډکي روغتون یو تن چارواکي ویلي، چې تر دې دمه روغتون ته ۲۰ مړي او اووه ټپيان ور وړل شوي دي.د يادې سيمې ولسوال او د ډبرو سکرو د کان خاوند خيرالله وایي، چې دغه کان له ښاره يوازې يو نيم کيلومتره واټن لري.د کان د خاوند حاجي خيرالله په وينا، وژل شوي کان کېندونکي د بلوچستان له پښتون مېشتو سيمو لورالايي، کچلاک او موسى خېلو سره تړاو لري او درې تنه نور کان کېندونکي بیا افغانان دي.په ډکي کې د سوداګرو ټولنې د لاریونونو اعلان کړی او په ښار کې يې کاروباري مرکزونه هم تړلي دي.
لا تراوسه د دغې پېښې پړه چا په غاړه نه ده اخیستې.


د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي، چې افغانان او په ځانګړې توګه ښځې او نجونې د طالبانو د سختو پالیسیو له امله په رواني ناروغیو اخته شوې دي.
هغې دغه څرګندونې د رواني روغتیا د نړۍوالې ورځې په مناسبت په خپله اېکس پاڼه شریکې کړې دي.
تېره ورځ پنجشنبه (د تلې ۲۰مه) د رواني روغتیا نړۍواله ورځ وه.
هغې زیاته کړې:« موږ ټول باید د افغان مېرمنو د حقونو لپاره په مبارزه کې د دوی ملاتړ ته دوام ورکړو.»
هغې دا رنګه لیکلي:« لکه څنګه چې موږ د رواني روغتیا نړۍواله ورځ لمانځو، زه غواړم په افغانستان کې د رواني روغتیا ویجاړونکي ناورین ته د ټولو پام راواړوم، چې افغانان او په ځانګړې توګه ښځې او نجونې د طالبانو د سختو او خطرناکو پالیسیو له امله له رواني روغتیایي حالت سره مخامخې شوې دي.
د بشري حقونو د ځینو بنسټونو د راپورونو له مخې، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغان مېرمنو او نجونو کې اروایي ناروغۍ زیاتې شوې دي چې له امله یې د ځان وژنو شمېره هم لوړه شوې ده.

د امریکا ان بي سي شبکې راپور ورکړی، چې افغان کډوال نصیر احمد توحیدي چې په متحده ایالاتو کې د ترهګریز برید د پلانولو په تور نیول شوی، مخکې یې د سي ای اې لپاره کار کاوه. دغه خبري شبکې لیکلي، چې توحیدي په افغانستان کې له دغه سازمان سره د امنیتي ساتونکي په توګه کار کاوه.
توحیدي د دوشنبې په ورځ (د تلې ۱۶مه) د امریکا په اوکلاهمای ایالت کې ونیول شو. د امریکا د عدلیې وزارت هغه د نومبر په میاشت کې د امریکا د ټاکنو په ورځ د داعش په نوم د یوې تروریستي حملې په پلانولو تورن کړ.
هغه پلان درلوده، چې په خلکو ډزې وکړي او یو لوی شمېر کسان ووژني.
د امریکا فدرالي پولیسو وویل، چې توحیدي په ټیلیګرام کې د داعش د ملاټړو ډلو په ګروپونو کې فعالیت درلود او په سوریه کې یې یوې خیریه موسسې سره لږترلږه ۵۴۰ ډالر مرسته کړې وه. دا موسسه د داعش لپاره د مرستو راټولولو او لیږلو کې مرسته کوي.
ویل کیږي چې توحیدي دغه برید د خپلې مېرمنې له ورور سره چې هغه هم د امریکا دایمي اوسیدونکی دی پلان کړی و.
یوه جګپوړي حکومتي چارواکي ویلي، چې توحیدي په امریکا کې د درې کلن ژوند په ترڅ کې له سخت دریځو ډلو سره لېوالتیا پیدا کړې وه. یو امنیتي چارواکي دغې شبکې ته ویلي، چې فدرالي پولیس په دې اړه څېړنې کوي.
دا څرګنده نه ده، چې هغه کله په افغانستان کې له سي ای اې سره کار کړی و. په لومړنیو معلوماتو کې ویل شوي، چې توحیدي د ځانګړي مهاجرت ویزې یا اس ای وي پروګرام له لارې د کابل له سقوط څخه څو اونۍ وروسته امریکا ته راغلی.
بل خوا، دوو امریکایي چارواکو بیاا ان بي سي نیوز ته ویلي، چې هغه امریکا ته د بشردوستانه ویزې پر مټ راغلی.
د دغه افغان نیول کېدلو یو ځل بیا د افغان کډوالو په اړه څیړنې او د هغوی د اسنادو امنیتي څیړنې پوښتنې لاندې راوستی دی. تر دې وړاندې د کانګرس یو شمېر جمهوري غوښتونکو استازو د افغانانو د کډوالۍ د غوښتنو په امنیتي څیړنو کې د بایډن د حکومت د استازو دقت تر پوښتنې لاندې راوستې و.
یو امریکايي چارواکي ان بي سي ته وویل: «هر هغه افغان چې امریکا کې مېشت کیږي د یوې سختې پلټنې او امنیتي بیاکتنې له بهیره تېریږي.»
دغه امریکایي چارواکي زیاته کړه، د توحیدي قضیه د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې متحده ایالاتو ته له ننوتلو مخکې په لومړی ځل وڅیړل شوه او بیا یې د اوکلاهما ښار کې د اسنادو د اخیستو پر مهال د هغه سوابق بیاځلي وکتل شول.
د امنیتي شالید د پلټنې په پروسه کې د پناه غوښتونکي د بریښنایی ارتباطاتو څخه د معلوماتو په کارولو سره، د ترهګرۍ، داعش یا طالبانو سره د احتمالي اړیکو، لټون، د بایومټریک معلومات او هغه معلومات چې د متحده ایالاتو په حکومتي سیسټمونو کې شتون لري، پلټل کیږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د شمېر له مخکې، په تېرو درېیو کلونو کې له ۱۶۰ زرو څخه ډېر افغانان د امریکا په متحده ایالاتو کې مېشت شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ټام ویسټ د ځای ناستي په اړه د افغانستان انټرنشنل د پوښتنې په ځواب کې وویل: «موږ د دې پوست لپاره د کوم کس د ټاکلو پلان نه لرو.»
دغه چارواکي زیاته کړه چې د افغانستان په اړه د امریکا تګلاره به د کرن ډېکر، رینا امیري او مارک پومرشایم په مشرۍ مخکې وړل کیږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په داسې حال کې د ټام ویسټ د ځای ناسټي په اړه څرګندونې کوي، چې تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د تلې په لسمه وویل، چې ټام ویسټ د افغانستان لپاره د افغانستان د استازي په توګه له دندې ګوښه او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بندیزونو د همغږۍ دفتر مشر په توګه به خپل کار ته دوام ورکړي.
نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې د امریکا د سفارت شارژدافیره کرن ډېکر، په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا استازې رینا امیري او د منځنۍ اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال جان مارک پومرشایم به د ټام پر ځای دنده ترسره کړي.
ټام ویسټ د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر میاشت کې د افغانستان له پاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو. تر هغه وړاندې زلمي خلیلزاد دغه مسوولیت درلود او دواړو د دوحې د تړون په لاسلیکولو کې مهم رول ولوباوه. ویسټ د دوحې په خبرو اترو کې د خلیلزاد د مرستیال په توګه کار کاوه.
دې ته په کتو، داسې ښکاري چې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي پست د دغه وزارت له جوړښت څخه لرې شوی وي.

د بښنې نړۍوال سازمان وایي، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پرېکړه لیک د افغانستان د بشري حقونو ورځ تر بلې ډېرېدونکي ناورین ته وړ ځواب نه شي ورکولای.
د ملګرو ملتونو د بشر حقونو اړوند پرونۍ ۵۷ مه غونډه کې یو پرېکړه لیک لاسلیک شو چې د یاد سازمان د ځانګړي استازې دنده یې وغځوله.
د بښنې نړۍوال سازمان د سویلي اسیا سیمه ییزه مدیره سمریتي سېنګ وایي، چې دغه ناسته بیاهم د یو نړۍ وال ځواب ویونکي خپلواک میکانیزم په رامنځته کولو کې چې د جرایمو او بشر ضد کړنو پلټنه وکړي، بریالۍ نه شوه.
نوموړې وایي: "د بشر حقونو شورا یوځل بیا د افغانانو لپاره د کافي عدالت د ملاتړ په برخه کې چې په نړۍوالې ټولنې پورې یې خپلې هیلې تړلې، پاتې راغله."
یاد سازمان وایي، چې د بشر حقونو شورا له بشري حقونو د لا ډېرې ناوړه ګټې اخستنې د مخنیوي برخه کې فرصت له لاسه ور کړی ځکه طالبانو د افغانانو بشري حقونو د ځپلو چاره لا چټکه کړې ده.
د یاد سازمان په وینا، ددې پرېکړه لیک کمۍ د افغانستان زړور فعالان، په ځانګړې توګه د بشرحقونو ښځینه مدافعانې او خبریالان چې تر ګواښناکو شرایطو لاندې کار کوي، نهیلي کوي.
د بښنې نړۍ وال سازمان د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو غوښتنه کړې چې د بشري سرغړونو د شواهدو راغونډولو اړتیا په رسمیت وپېژني او د ځواب وینې یو نړۍ وال خپلواک میکانیزم ته لاره پرانیزي.

چین په کراچۍ ښار کې د خپلو دوو انجنیرانو له وژل کېدو وروسته، چې د بلوچستان د ازادۍ پوځ یېمسوولیت پر غاړه واخست، اعلان وکړ، چې د خپلو پروژو، موسسو او کارکوونکو د خوندیتوب لپاره به له پاکستان سره همکاري وکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې ماونینګ وایي، دوی د هغو رپوټونو په اړه خبر نه دي، چې پاکستان د شانګهای د همکاریو سازمان د راتلونکې اونۍ غونډې په درشل کې د چینايي وګړو تحرکات محدود کړي.
د اکتوبر پر شپږمه د پاکستان کراچۍ هوايي ډګر ته څېرمه د تېلو په یوه ټانکر کې د چاودنې له امله دوه چینایان ووژل شول او لس نور ټپیان شول.
په پاکستان کې د چین سفارت دغه برید ترهګریزه کړنه وبلله او ویې وویل، چې وژل شویو چینايي انجنیرانو په سند ایالت کې د برېښنا پر یوې پروژې کار کاوه.