ولادیمیر زیلنسکي: شمالي کوریا د اوکراین جګړې ته د روسیې په ملاتړ ځواکونه استولي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي وايي، چې شمالي کوریا د اوکراین په جګړه کې د روسیې له پوځ سره د مرستې لپاره وسلې او پوځیان دواړه استولي دي. زیلنسکي وویل: "موږ د روسیې او شمالي کوریا تر منځ مخ پر ودې اتحاد ګورو."