د ایران د پارلمان غړی: د افغان بنديانو د لېږد لپاره افغانستان سره د يوې هوکړې په لټه کې يو

ایراني رسنۍ اېرنا د ایران د پارلمان قضايي او حقوقي کمېسیون د دویم مرستیال له قوله راپور ورکړی، چې ایران د افغانستان له واکمنې ډلې سره د هغو افغان بندیانو د لېږد د هوکړې په لټه کې دی، چې په دغه هېواد کې په جرمونو تورن دي.