په سپین بولدک کې د ۱۶۹ بېلابېلو تاریخي او لرغونو کتابونو او اثارو د قاچاق مخنیوی شوی

په کندهار کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور ریاست وايي، دغه تاریخي او لرغوني اثار په سپین بولدک ولسوالۍ کې پاکستان ته د قاچاقېدو پر مهال نیول شوي.

په کندهار کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور ریاست وايي، دغه تاریخي او لرغوني اثار په سپین بولدک ولسوالۍ کې پاکستان ته د قاچاقېدو پر مهال نیول شوي.
د کندهار د طالبانو د والي رسنیز دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د دغه ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریاست د هنر او فرهنګ د امر عبدالشکور څپاند له قوله لیکلي، چې په سپین بولدک ولسوالۍ کې په نیول شویو اثارو کې ۱۵۶ نوي او تاریخي قلمي او چاپي کتابونه او ۱۳ بېلابېل فلزي اثار شامل دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یاد اثار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو د کمیسارۍ د مسوولینو له لوري نیول شوي.
ښاغلي څپاند ویلي، چې یاد اثار د کندهار موزیم ته سپارل شوي او تر ثبت، پېژندلو او ترمیم وروسته به په موزیم کې نندارې ته وړاندې شي.
د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران وايي:« یاد تاریخي اثار تېره ورځ نیول شوي او په تېرو درېیو کالو کې مو له ۱۵۰۰ څخه د ډېرو تاریخي اثارو د قاچاقو مخنیوی کړی دی.»
نوموړی زیاتوي، چې د تېرو دوو کالو پر تله سږکال د تاریخي اثارو د قاچاقو کچه ټیټه شوې ده.
په کندهار کې طالب چارواکو تر اوسه د یادو تاریخي اثارو د قاچاق په تور د کوم چا د نیول کېدو په اړه څه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې د طالبانو ډله د لرغون توکو په قاچاقو کې ښکېل ګڼل شوي وو.

ایراني رسنۍ اېرنا د ایران د پارلمان قضايي او حقوقي کمېسیون د دویم مرستیال له قوله راپور ورکړی، چې ایران د افغانستان له واکمنې ډلې سره د هغو افغان بندیانو د لېږد د هوکړې په لټه کې دی، چې په دغه هېواد کې په جرمونو تورن دي.
د ایران د پارلمان غړي عثمان سالاري دغه څرګندوني تېره ورځ په تایباد ښار کې د یوه زندان د جوړونې پر مهال کړې دي.
نوموړي وویل:«په تایباد زندان کې د بندیانو د شمېر کمولو په موخه، د ایران حکومت او د افغانستان قضايي چارواکو ترمنځ د افغان بندیانو د لېږد په اړه د یوې هوکړې په لټه کې یو.»
په ایران کې یو شمېر افغانان د نشهیي توکو د قاچاقو او انسان تښتونو په تور بندیان دي.
خو په ایران کې د یادو افغان بندیانو د کره شمېر په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.
تر دې وړاندې طالبانو هم ویلي و، چې په ګڼ شمېر کې یې د ایران له زندانونو افغان بندیان افغانستان ته لېږدولي دي.

د ملا هبتالله له لوري پر پولیو کمپاین تر بندیزونو یو میاشت وروسته د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د پولیو واکسین په کلنۍ غونډه کې ویلي، چې په جوماتونو کې د پولیو څاڅکو کمپاین به روان ساتي.
هغه د افغانستان په ټولو سیمو کې د معیاري روغتیایي خدمتونو پر وړاندې کولو هم تینګار وکړ.
د طالبانو د مشر ملا هبتالله له لوري پر پولیو واکسین تر بندیزونو یو میاشت وروسته د دغې ډلې د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي نن سې شنبه د (تلې ۲۴مه) په کابل کې د پولیو واکسین په کلنۍ غونډه کې ویلي، چې په جوماتونو کې د پولیو څاڅکو کمپاین روان ساتي.
هغه وايي، په پام کې لري چې د پولیو څاڅکي د افغانستان هر ګوډ ته ورسوي او د جوماتونو له لارې به یې تر پنځو کلونو پر کم عمره ماشومانو تطبیق کړي.
ټیک یوه میاشت وړاندې د طالبانو مشر ملا هبتالله د پولیو پر کمپاین بندیز ولګاوه او طالبانو یې دلیل دا ښودلی و چې د سوېلي ولایتونو دیني عالمانو او قومي مشرانو ترې د دغه واکسین د بندیدو غوښتنه کړې خو طالبان وايي له کور په کور څخه به دغه کمپاین جومات په جومات کړي.
د طالبانو عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال په ټول افغانستان کې پر پولیو د اخته ماشومانو شمېر ۲۲ رسېدلی دی.
لا هم نه ده څرګنده چې د دغه واکسین کمپاین به بیا کله پیل شي، خو د طالبانو عامې روغتیا وزیر وايي هڅه یې دا ده چې جومات په جومات دغه واکسین بېرته پیل کړي.
تر ډیره بریده پر طالبانو په کور دننه او بهر نیوکې دي چې جومات په جومات د پولیو کمپاین ښايي هغه ډول سمې پایلې ونه لري لکه څنګه چې یې کور په کور پایلې لرلې.
پر پولیو واکسین د طالبانو تر بندیز وروسته یو شمېر سرچینو ګارډین ورځپاڼې ته ویلي وو، چې په کندهار کې طالب مشران له دې وېرې چې د هغوی د استوګنې سیمې افشا نه شي او ګواښ ورته پېښ نه شي دغه کمپاین یې ځنډولی دی.
ځینو سرچېنو تر هغه وړاندې افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې طالبانو مېرمنې نه وې پرېښې چې د پولیو واکسین د کمپاین پر مهال دې کور په کور وګرځي او په دغه کمپاین کې دې برخه واخلي.
طالبان لا هم غوڅه خبره نه کوي چې د پولیو څاڅکو کمپاین به بیرته کله پیلیږي او ایا دوی به وکولای شي چې د جوماتونو له لارې ټولو په شرایطو برابرو ماشومانو ته دغه واکسین ورسیږي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ له ایران او پاکستانه ۲۸۰ کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې.
د راپور له مخې، ۱۰ کورنۍ د تورخم له لارې، ۲۱ د کندهار د سپین بولدک له لارې، ۹۷ د نيمروز د ورېښمو پله له لارې او ۱۵۲ د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
راپور زیاتوي، چې ۱۶ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوې او سلګونو کورنيو ته بیا مرستې وېشل شوې دي.
له بل پلوه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازي ویلي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې کابو ۸ مېلیونه افغانانو هېواد پرېښی او دغه ستونزه باید له ریښې حل شي.
نصیر احمد اندېشه پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د افغانستان د کډوالو او بې ځایه شویو حالت د نړۍ یو له جدي ننګونو څخه دی.
تر دې وړاندې د کډوالۍ نړۍوال سازمان هم ویلي و، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته شاوخوا اته مېلیونه افغانان له خپلې خاورې وتلي دي.
دغه سازمان زیاته کړې وه، چې یو مېلیون افغانانو اروپايي هېوادونو ته پناه وړې ده او ۸۵ سلنه یې ګاونډیو هېوادونو ته تللي دي.
بل خوا پاکستانۍ رسنیو هم په خپلو وروستیو راپورونو کې ویلي و، چې د سپټمبر له ۹مې نېټې څخه د اکټوبر تر ۷مې نیټې یې له دغه هېواده ۲۶۶۲۲ تنه افغان کډوال افغانستان ته استولي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

اروپايي ټولنه وايي، چې د روښانه راتلوونکي لپاره په افغانستان کې له سلو ښوونځیو ملاتړ کوي او هڅه یې دا ده چې په دغه هیواد کې د زدهکړو د شته بهیر کیفیت ښه وساتي. دغې ټولنې په ایکس پاڼه لیکلي، پوهنه د یوه هیواد بنسټ جوړوي.
اروپايي ټولنې نن سې شنبه د (تلې ۲۴مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د روښانه راتلوونکي لپاره په افغانستان کې له سلو ښوونځیو ملاتړ کوي او هڅه کوي، چې په دغه هیواد کې د زدهکړو د شته بهیر کیفیت ښه وساتي.
د دغې ټولنې شارژدافیره په کابل کې د نجونو یوه لومړني ښوونځي ته ورغلې او له زدهکوونکو سره د لیدنې پر مهال یې ویلي، چې د «پوهنې لپاره دا د اروپايي ټولنې نه ستړی کیدونکی ملاتړ په ګوته کوي.»
هغې وړاندې ویلي، چې پوهنه د یوه سوکاله افغانستان لپاره بنسټیز رول لري.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو کابل کې واک ته تر رسیدو وروسته په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي او د پوهنتون زدهکړې بندې کړې دي.
اروپايي ټولنې د ۱۴۰۳ د وږي په میاشت کې ویلي و، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ له صندوق سره به په افغانستان کې د خوارځواکۍ د درملنې او په بېړنیو حالاتو کې د زدهکړو د برابرولو لپاره ۱۳ میلیونه یورو اضافي مرسته وکړي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق ویلي و، چې په دې مرستو سره به په ۲۷۵ درسي ټولګيو کې د زدهکړو کیفیت ښه کړي او له مخې به یې ۹۵۰۰ ماشومان، چې ۶۱ سلنه یې نجونې دي لومړنیو زدهکړو ته لاسرسی پېدا کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې زرګونه زدهکوونکې چې لومړنۍ دوره يې پای ته رسولې، له زدهکړو بې برخې شوې دي.
د افغان وګړو او نړۍوالې ټولنې له ټینګار سره سره، طالبانو لا هم له شپږم ټولګي پورته او پوهنتون کې د نجونو پر زدهکړو بندیز ته دوام ورکړی.

د ارغواني شنبو غورځنګ وایي، چې په افغانستان کې د طالبانو لهخوا د نجونو پر زدهکړو بندیز یوازې له بنسټیزو بشري حقونو څخه سرغړونه نه ده؛ بلکې دا د افغانستان د ښځو پر وړاندې یو ستر جنایت هم دی.
دغه غورځنګ په اېکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې د طالبانو بیا واکمنېدو د «شرعي قوانینو» سخت تفسیر له ځانه سره راوړی، چې د ښځو پر حقونو د سیستماتیک فشار لامل شوی دی.
د دغه غورځنګ په لیکنه، له زدهکړو څخه د نجونو بې برخې کېدل ژورې اغېزې لري.
دغه غورځنګ زیاته کړې، چې ښوونه او روزنه د پياوړتيا لپاره هغه وسيله ده چې ښځو ته دا وړتيا ورکوي چې ټولنيز نورمونه وننګوي، په اقتصاد کې برخه واخلي او په سياسي بهيرونو کې نفوذ وکړي.
د دغه غورځنګ په وینا:« کله چې نجونې له زدهکړو بې برخې کېږي، دوی تر ډېره له بې وزلۍ، کم عمره ودونو او اقتصادي ننګونو سره مخ کېږي. دا نه یوازې دا چې ښځو ته زیان رسوي؛ بلکې د ملي پرمختګ مخه هم نیسي.»
د دغې لیکنې په یوې بلې برخه کې راغلي، چې په کاري ځواک کې د لوستو ښځو له لاسه ورکول د اقتصادي ودې او نوښت امکانات کموي.
دغه غورځنګ لیکلي، نجونې له زدهکړو منعه کول د بشریت پر ضد جرم دی، ځکه چې دا په سیستماتیک ډول د نفوس نیمایي برخه د ودې او پرمختګ له حقه بې برخې کوي.
