محسن داوړ: د افغان کډوالو ډله ییزه وژنه بشري جنایت دی

د پاکستان ملي ډیموکراتیک غورځنګ د ایراني پوله ساتو ځواکونو په ډزو کې د سلګونو افغان کډوالو ډله ییزه وژنه د بشریت ضد جنایت بللی.
د دغه غورځنګ مشر محسن داوړ وایي، د زیانمنو افغانانو پر وړاندې دا ډول وحشت، چې له ځور او شکنجې نه نورو هېوادونو ته پناه وړي، ډېر دردوونکی دی.
نوموړي د افغانانو پر وړاندې د نړۍوالې ټولنې پر ناکامیو هم نیوکه کړې ده.
په ورته وخت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین او د پاکستان د مشرانو جرګې پخواني غړي افراسیاب خټک هم دغه پېښه غندلې ده.
خپاره شوي رپوټونه او عیني شاهدان وایي چې تېره شپه د ایران پوله ساتو ځواکونو په کلګان سراوان سیمه کې پر هغو افغان کډوالو ډزې کړې دي، چې غوښتل یې ایران ته لاړ شي.
په دغه برید کې د ۲۶۰ افغانانو د وژل کېدو رپوټونه ور کړل شوي، خو رسمي سرچینو لا نه دي تایید کړي.
ګڼو پخوانیو افغان چارواکو او سیاسي مشرانو دغه پېښه غندلې، خو د طالبانو حکومت او ایران د دې پېښې په اړه تر اوسه رسمي دریځ او غبرګون نه دی ښودلی.
